د افغانستان ملی ګوند اعلامیه (د پنجوایی دپیښو په اړه) — د افغانستان ملی ګوند دارالانشأ

 

د افغانستان ملی ګوند اعلامیه (د پنجوایی دپیښو په اړه)

 

د افغانستان ملی ګوند دارالانشأ

کابل – افغانستان، د ۱۳۹۰ کال د حوت د میاشتې ۲۳ مه نیټه؛

 

په خواشینۍ سره مو د ډله ایزو رسنیو له لارې خبر تر لاسه کړ چې د قندهار ولایت د پنجوایي په ولسوالۍ کې د امریکایی پوځیانو لخوا په ملکي وګړو د ډزو له کبله شپاړس بې ګناه کسان  (نارینه، ښځې او ماشومان) وژل شوي او  نهه (۹)  نور زخمی شوي دی. د افغانستان ملی ګوند دارالانشأ د ګوند د ټولو غړو په استازیتوب په دې پیښه ژوره خواشینی څرګندوی، مړو ته د فردوس جنت، زخمیانو ته روغتیا او د هغوی پاته خپلو خپلوانوته د زړه تسلی غواړي.

موږ غواړو چې ددې پیښې عاملین قانون ته وسپارل شی، محاکمه او په سخته جزا ورسیږی.  د پیښې قربانیانو ته باید د نړیوالو معیارونو سره سم د ور رسیدلو زیانونو جبران او تاوان ورکړل شی.

موږ د نړیوالو ځواکونو غوږته په هیواد کې د سیاسی ډګر د فعال ګوند په حیث دا خبره په زغرده رسوو، چې د افغانانوکلتور په نظر کې ونیسی،  مقدساتو ته یې درناوی وکړی، د بشری حقونو له تر پښو لاندې کولو او د بې ګناه خلکو له وژلو لاس واخلی او په جدی ډول د هغو افرادو مخه ونیسی چې د هیواد او نړیوالو قوانینوپر خلاف جرمونه او جنایتونه کوي.

د افغانستان ملی ګوند په نظر په داسې پیښو کې د خارجیانو تر څنګ د افغانستان اوسنی واکمنان هم بشپړ مسئولیت لری چې په دې لسو کالونو کې یې ددې ډول پیښو د مخنیوی له پاره لازم شرایط رامنځته نه کړل. د افغانستان دولت مکلفیت لری چې د هیواد د اتباعو د ژوند، امنیت، عزت او شرف د ساتلو له پاره لازم تدبیرونه ونیسی. زموږ په هیواد کې د روانې لسیزې د غمجنو پيښو په  لړ کې، دې پیښې یو ځل بیا په ډاګه کړه، چې د هیواد اوسنی واکمنان د خپلو دندو د تر سره کولو توان نه لری.  دولتی او حکومتی ارګانونه او شخصیتونه ددې پرځای چې د امریکا او نورو هغو خارجی هیوادونو سره، چې د هغو په حمایت زموږ پر ولس حاکمیت چلوی، دا ډول ستونځې د دیپلوماتیکو کانالونو، نړیوالو معتبرو سازمانون او نورو اداری تماسونو له لارې حل کړی، یوازې دعادی افغانانو په شان د مطبوعاتو له لارې د تأسف په ښکارولو او اعلامیو په صادرولو بسنه کوی. هیڅ ډول عملی اقدام چې د دا ډول پیښو په مخنیوی کې اغیزه ولری، نه کوی. موږ له اوسنیو واکمنانو په ټینګه غواړو چې د داسې پيښو د مخنیوی له پاره اغیزمن او کوټلی ګامونه پورته کړی. ټولې هغه موافقې او قراردادونه لغو کړی چې  د افغانستان ملی حاکمیت ته زیان رسوی. د افغانی ظرفیتونو په لوړولو او د مسئولیتونو په اخیستلو کې هڅې او هاند وکړی او زر تر زره د خارجی پوځیانو د ایستلو  او د روانو جګړو د پای ته رسولو له پاره شرایط برابر کړی.

زموږ ګوند په افغانانو باندې د تپل شوو جګړو زیان ته په پاملرنه سره د هیواد او سیمې د کشالو د سوله ایز حل پلوی کوی. زموږ هیله داده چې د افغانانو ټول اړخونه، سیاسی ګوندونه، ټولنیز جوړښتونه او اغیزمن شخصیتونه د هیواد د ملی ګټو د تأمین او د سولې او امنیت د تضمین په خاطر یو له بله سره د دوه اړخیزه درناوی په اصولو د تفاهم او روغې جوړې لاره ونیسی، تر څو چې په افغانستان کې د پردیو هیوادونو د ګټو له پاره جګړې پای ته ورسي او له هغو سره یوځای پر افغانانو باندې د جګړو مصیبتونو ته هم د پای ټکی کیښودل شی.

 

د افغانستان ملی ګوند دارالانشأ

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *