جاپان د اوبو په وسيله چلېدونکى موټر جوړ کړ(ويډيو)

 

 

جاپان د اوبو په وسيله چلېدونکى موټر جوړ کړيديو)

 



په جاپان کې د GENEPAX په نامۀ يو موټر جوړوونکى شرکت په دې وتوانېد چې داسې موټر جوړ کړي چې د تېلو پرځاى د اوبو په وسيله به چليږي .

دغه شرکت وروسته له هغه په دې کار لاس پورې کړ چې په ټوله نړۍ کې د تېلو بيه مخ پر لوړېدو ده .

دا لومړى ځل دى چې د پرمختللې ټيکنالوجۍ په برکت دا ډول موټر جوړيږي، چې د تېلو پرځاى د موټر په ځغلولو کې له اوبو څخه کار اخيستل کيږي .

که ددې ډول موټر(ويډيويی ) تصوير ليدل غواړئ، دغه ځاى کېکاږئ


په دې ډول نوي موټر کې ايله يو ليتر اوبه بسنه کوي چې موټر يې په وسيله وځغلي، په دې معنا چې دا کومه ستونزه نه ده که دغه اوبه
د سېند، د باران وي، او ياهم د جاپاني چايو اوبه وي .

دغه ډول موټر د يوه ليتر اوبو په وسيله په يوه گړۍ کې شاوخوا ٨٠ کيلومتره لاره وهي .

د موټر په وروستۍ برخه د اوبو لپاره ټانکۍ جوړه شوې، چې د موټر مولد هيدروجن له اوبو څخه جلا کوي چې په وسيله يې برېښنا منځ ته راځي .

د GENEPAX شرکت مشر کيوچي هيراساوا وايي دى هيله لري چې له دې ډول موټرو څخه د جاپان په هوکايدو کې د جي اته هېوادونو د غونډې له پرانيستلو وړاندې گټه اخيستنه ډېره شي .

نوموړى شرکت په جاپان کې د موټر له جوړوونکو نورو شرکتونوڅخه هيه کوي چې په راتلونکي کې دوى هم په خپلو کمپنيو کې له دغې نوې ټينکنالوجۍ څخه گټه واخلي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *