افغانستان هانکانګ ته ماتې ورکړه — محسن علی زئ

 

افغانستان هانکانګ ته ماتې ورکړه

 

لیږونکې: محسن علې زی

 

د ١٩ کلنو ځوانانو د کرکيټ ملي لوبډلي د کرکيټ په نړيوالو سياليو کي هانکانګ ته ماتې ورکړه.

دا د کرکيټ په نړيوالو سياليو کي د افغانستان دريمه لوبه وه چي په نيوزلنډ کي يې ترسره کړه. د لوبي په پيل کي پچه افغان لوبډلي ګټلې او بيټنګ ته يې هانکانګ درولئ چي د هانکانګ ټوله لوبډله يې د ١٣٧ منډو په ترسره کولو په ٣٥ آورنو کي وسوځله.

افغان لوبډلي د هانکانګ له خوا ورکړل سوئ هدف په ٣١ آور کي ١٤١ منډي وکړې او لوبه يې په اتو ويکټونو وګټله.

دا د افغانستان په تاريخ کي لومړى ځل دئ چي افغان لوبغاړي نړيوالو سياليو ته لاره مومي او د کرکيټ لومړنۍ نړيواله لوبه ده چي افغانستان يې ګټي.

افغانستان تر دې دمخه په همدغو سياليو کي له هندوستان او انګلستان څخه ماتې خوړلې وه، چي د څارونکو په وينا له يوې خوا افغان ځوانان بې تجربې ول او له بلي خوا يې د لوبډلي پنځه مهم لوبغاړي په کاناډا کي پټ سوي وو، چي د افغان لوبډلي پر لوبه يې ژور تاثير کړئ وو.

 

دټولوافغانانودبریالیتوبونوپه هیله.

 سلیمان

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *