زخمونه! — فضل مولا توره کی

 

زخمونه!

 

 

شاعر: فضل مولا توره کئ

ترتيب کوونکی: محسن علی زئ

 


جوړچې ګران وطن کې بیا دسرووینوډنډونه دې

مه شمیره زخمونه مې بې شماره پرهارونه دې

 

دلته دنکریزورنګ دناوې لاس کې نشته دې

دلته دقاتل لاسونه سره تر څنګلونه دې

 

دلته دسهار نسیم دګلوغوټې نه سپړې

دلته وهل شوې دبلبل پر خوله موهرونه دې

 

دلته دانصاف او عدالت ځنازه پورته شوه

دلته په رڼاورځ کې ډاکې او تاړاکونه دې

 

دلته دمعصوموماشومانو خندانشته دې

دلته نور څه نشته دې بس کور په کورغمونه دې

 

دلته دیتیم پر مخ داوښکو پرځاې وینې ځې

دلته دبې وسو پیغلو ساندې اوویرونه دې

 

دلته دخپلوۍ اودورورۍ افسانه ختمه ده

دلته دامې اوملا لاس کې ټوپکونه دې

 

دلته په شپه خوب ځینو ته نه ورځې له لوږې نه

هلته په مړښت دچا زګیروې اوفریادونه دې

 

دلته تسلسل دتوروشپودې سحرنه خیږې

وګوره قاتل د( توره کې)څنګه وختونه دې!

 

 

داشعرښاغلې فضل مولا (توره کی) په کال ۱۳۷۹/۶/۷ نیټه کې جوړکړې دې.

اوما محسن علی زی صرف د (صدای افغان) ویب پاڼې لپاره دشاعر په اجازه ترتیب

کړې دې.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *