د کرزي او حکمتیار ویندویانو کابل ته د اسلامي حزب د پلاوي سفر تایید کړ

 

د کرزي او حکمتیار ویندویانو کابل ته د اسلامي حزب د پلاوي سفر تایید کړ

منبع: تاند ورځپاڼه

تاند(یکشنبه/مارچ۲۱) د ولسمشرکرزي یوه ویاند نن وویل چې د ولسمشرکرزي په ارګ کې د ګلبدین حکمتیار د اسلامي حزب له پلاوي سره کتلي دي .

 

وحید عمر وویل چې د اسلامي حزب پلاوی په کابل کې دی ، له ولسمشرسره یې خبرې کړي خو د دواړو خواوو خبرې لا په ابتدايي پړاو کې دي .

 

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب د لومړي ځل لپاره کابل ته د دغه ګوند د یوه جګپوړي او باصلاحیته پلاوي تګ او له افغان چارواکو سره خبرې اترې تایید کړې .

د قطب الدین هلال په مشرۍ د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب یو پلاوی له تېرو یوولسو ورځو راهیسي په کابل کې دی او تراوسه پورې یې د دولتي چارواکو په څنګ کې له برهان الدین رباني او عبدالرب رسول سیاف سره هم کتلي دي .

هارون زرغون چې له ډېرې مودې راهیسې د حکمتیار په استازي توب له رسنیو سره خبرې کوي ، کابل ته د اسلامي حزب د پلاوي سفر تایید کړ. هغه وویل چې دې پلاوي له ځان سره یوه طرحه هم کابل ته وړې چې له افغان چارواکو سره پرې خبرې وکړي .

هارون زرغون وویل چې د حزب پنځه کسیز پلاوي په کابل کې له چارواکوسره وکتل اوهمداراز په پام کې لري چې په کوم ځای کې د طالبانو له مشرانو سره هم وویني .

زرغون همداراز وویل چې اسلامي حزب هیڅوخت له خبرو سره مخالفت نه دی کړی .

د افغانستان حکومت تراوسه پورې کابل ته د دغه پلاوي د سفرپه باب څه نه دي ویلي .

خو په ولسي جرګه کې د پکتیکا د خلکو یوه استازي خالد فاروقي ، چې د جهاد په کلونو کې د حزب اسلامي یو ډېر مهم او بانفوذه قومندان وو،وویل چې د حزب اسلامي پلاوی لس ورځې دمخه کابل ته رسېدلی  او په هغه کې پر قطب الدین هلال سربېره سعید الرحمان سعید او یوشمېرنور اروپا مېشتي حزبیان شامل دي .

په پاکستان کې د اسلامي حزب ویاند هارون زرغون وویل دغه پلاوي له ځان سره یو پنځلس نکاتي پلان وړی دی . د دې پلان په غوښتنو کې ترټولو مهم ټکی له راتلونکي جولای څخه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پیل دی چې د ولسمشربارک اوباما له پلان سره پوره یو کال اختلاف لري .

د امریکا ولسمشربارک اوباما ویلي چې امریکايي ځواکونه به له افغانستانه د ۲۰۱۱ کال له جولایه په وتلو پیل وکړي .

د اسلامي حزب په پلان کې همداراز ویل شوي چې اوسنۍ ملي شورا دې د روان میلادي کال ترپایه خپل کار ته دوام ورکړي اوله دسمبر وروسته دې یو موقت حکومت یا شورا جوړه شي چې په یوه کال کې ملي او سیمه ییز انتخابات ترسره کړي .

له بلې خوا د ولسمشرکرزي لومړي مرستیال محمدقسیم فهیم نن په مزار شریف کې هیله څرګنده کړه چې په دې کال کې به د دولت له مخالفانو سره سوله وشي .

هغه د سولې راتلونکې جرګه د سولې لپاره یو مهم فرصت وباله .

د اسلامي حزب پلاوی وروسته له دې کابل ته تللی چې په بغلان کې له طالبانو سره په جګړه کې د دغه ګوند په لسګونو غړي ووژل شول او یوشمېرنور یې مجبوره شول چې له حکومت سره یوځای شي .

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *