امريكايي ليكوال ليمور هرش: امريكا د پاكستان پر اتومى تاسيساتو د بريد پلان لري

 

امريكايي ليكوال ليمور هرش: امريكا د پاكستان پر اتومى تاسيساتو د بريد پلان لري

 

د ویسا ورځپاڼه

 

د پاكستان يوې اردو ژبې اونيزې د خپلې تازه ګڼې په سرليكنه كې ادعا كړې ده چې امريكا د پاكستان پر اتومي تاسيساتو د بريد نيت لري او ددې بريد ټول ترتيبات نيول شوي دي. له لاهور نه خپريدونكې نداى ملت اونيز پخپله تازه ګڼه كې په سرليكنه كې د امريكايي تحقيقاتي راپورونو ليكوال سيمور هرش له قوله ليكي چې: زه دا په زغرده وايم چې د امريكا يوه لويه ګوماندويي قطعه دا اوس هم د ولسمشر اوباما د قوماندې انتظار باسي چې هغه قومانده وركړي نو دوى به د پاكستان په اتومي تاسيساتو بريد كوي. سيمور هرش په واشنګټن كې د كشمير په اړه د يوه كنفرانس غړيو ته د پاكستان د سفير حسين حقاني په مېلمستيا كې دده د يوې ليكنې په اړه د پوښتنې په باب دغه څرګندونې وكړې، نوموړى زياتوي چې امريكا به تر هغو د پاكستان پر اتومي تاسيساتو د بريد قومانه ورنكړي تر څو ددې بريد په سل په سلو بري ډاډه نشي. د نداى ملت په سرليكنه كې د همدې خبرې په اړه داسې ګونګوسو ته اشاره شوې چې څو ورځې وړاندې د پاكستان يوه الوتكه چې د اسلام آباد د مارګلې په غونډيو كې راولويده، اصلاً د امريكايانو لخوا برمته شوې وه او د هغوى پلان ؤ چې پر كهوټه د پاكستان پر اتومي تاسيساتو يې ور وغورځوي خو د الوتكي وطنپال پيلوټ د كهوټه پر ځاى الوتكه د مارګلې له غونډيو سره وجنګوله او هيواد يې له ستر زيان نه وژغوره.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *