په کونړ کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې پر سر د کرزي او نړیوالو قومندانانو ترمنځ توندي خبرې

 

په کونړ کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې پر سر د کرزي او نړیوالو قومندانانو ترمنځ توندي خبرې

 

تاند (چهارشنبه/ فبروري۲۳)

 

راپورونه وايي چې د ولسمشر کرزي او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د امریکايي قومندان جنرال دیویډ پیتراییس او د نورو بهرنیو پوځي چارواکو ترمنځ د کونړ د وروستۍ حملې پر سر، چې په لسګونو ملکیان پکې ووژل شول، توندې خبرې شوې دي.

د دواړو خواوو له خبرو وروسته د ولسمشر کرزي ویاند وحید عمر د امریکا تر مشرۍ لاندې د نړیوالو ځواکونو د ارتباطاتو د ريیس جورچ سمیت څرګندونې، چې د کونړ د وحشیانه بمباریو په دفاع کې یې کړې وې، پاروونکې، توهینوونکې او توکمپالوونکې وبللې.

د ولسمشر کرزي ویاند له دغه پوځي چارواکي د توضیحاتو غوښتنه وکړه.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې لفظي شخړه هغه وخت د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې پیل شوه چې د نړیوالو ځواکونو قومندانانو ته وویل شول چې په کونړ کې یې شاوخوا شپېته تنه عام افغانان د څلورو ورځو عملیاتو په ترڅ کې وژلي دي.


ګڼو رسنیو او تلویزیونونو د کونړ د غازي اباد د بې ګناه خلکو او د هغوی د سوځېدلو ماشومانو تصویرونه ښکاره کړل خو د ناټو چارواکي دا خبره نه تاییدوي چې دا کسان دې د دوی په عملیاتو کې ژوبل شوي یا سوځېدلي وي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د څو تنو له قوله چې د ارګ په غونډه کې حاضر ول، لیکلي چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډیویډ پیتراییس وویل چې ممکن افغانانو خپل ماشومان قصداً سوځولي وي څو د ملکي تلفاتو موضوع لویه کړي.

ايتلافي ځواکونو په کونړ کې د ملکي افغانانو وژنه، چې ګڼو رسنیو او عیني شاهدانو تایید کړې، رد کړې ده.

وحید عمر اسوشتید پریس خبري اژانس ته وویل چې ولسمشر کرزی له نړیوالو ځواکونو د دغو څرګندونو په خاطر د توضیحاتو غوښتنه کړې او په دې سخت غوسه شوی چې ښاغلي سمیت ویلي افغانانو خپل ماشومان سوځولي چې د ملکي تلفاتو شمېر زیات وښيي.

ده وویل:پر افغانانو خپل ماشومان تر ځان ګران دي او دا ناممکنه ده چې څوک دې د خپلو ماشومانو لاسونه او پښې د دې لپاره وسوځوي چې د ملکیانو تلفات زیات وښودل شي. وحید عمر وویل چې دا خبره د افغانانو په باب د دوی د بې مالوماتۍ ښودنه کوي.

ده وویل:« له یوې خوا افغان ماشومان او ښځې د تروریستانو له لوري په بې رحمۍ وژل کېږي او له بلې خوا په دې ډول د دوی سپکاوی کېږي.»

د کونړ ولایت په غازي اباد ولسوالۍ کې د نړیوالو ځواکونو په بې رحمانه بمباریو کې لږ ترلږه شپېته تنه بې ګناه ملکي افغانان، چې اکثره یې، ښځې، ماشومان او بوډاګان ول، ووژل شول.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *