په برلین کی د سولی په اړوند غونده — کمیسیون صلح و آزادی برای افغانستان

 

هموطنان گرامی
ضمیمه این نامۀ برقی گزارشی ازسیمیناریکه به ابتکار(دافغانستان د سولی ، بیا رغونی او کلتوری کمیته)

درشهر برلین آلمان با سهم گیری اعضای پارلمانت جرمنی و یکی از اعضای برجسته کمیسیون صلح وآزادی برای افغانستان جناب محترم داکتر صاحب روستار تره کی برگزار گردیده بود خدمت شما تقدیم می کنیم. ناگفته نباید گذاشت که مدیر مسئول کمیته آقای داکتر گل رحیم صافی منحیث یکی ازفعالین صلح ازسالیانی به اینطرف در برلین جرمنی فعال است و کمیسیون صلح و آزادی برای افغانستان ازافکاروفعالیت های صلح خواهانه ایشان تقدیرمینماید.

بااحترام .

داکتراحد زاده : مسؤل کمسیون صلح وآزادی برای افغانستان

 

په برلین کی د سولی په اړوند غونده

 

 

د جنوری په ۱۸ نیته د برلین په ښار کی د افغانستان د سولی او بیا رغونی تولنه او د آلمان په پارلمان کی د سوسیال دیموکرات د ګوند استازی ګده غونده جوړه شوه .

په غونده کی د ویناوالو د دلی نه د آلمانی پیږندل شویو وکیلانو نه سربیره دری تنه افغانانو د هغی جملی د سولی مخکښ دوکتور عثمان تره کی چه د غوندی ځانګړی میلمه وو ، هم ګدون کړی وو .

ویناوالو په یوه خوله د هغه خبری اتری چه د جګړی د اړخونو تر منځ په قطر کی ترسره کیدونکی ده هرکلی وکړل .

د ډاکټر عثمان تره کي عالمانه وینا د غوندی د د ګډونوالو د پام وړ وګرځید . دویناځینې برخی

یې دلته راخیستل شويدي :

که دشوروي اتحادواحداومتجانس پوځ په دې باندی بریالئ نشوچی افغانستان لاندی کړي،په ډاګه ویلای شوچی دناټوکثیرالاضلاع اوغیرمتجانس پوځ هیڅکله دجګړې دلاری خپلومقصدونوته رسیدلای نشي. دوسله وال مقاومت سره خبری اتری چی اوسمهال ترلاس لاندی دي دجګړې دپای زیرئ ورکوي اوددې زمینه برابروي چی:

– دافغانستان ملي واکمني تأمینه شي.

– دافغانستان دننه سوله اوسیاسي ثبات برقرار شي.

– دجګړې لګښت بیارغونې ته ځانګړی شي.

– کوم پښتانه چې دډیورند په دواړوخواووکې دوسله وال مقاومت دملاتیرجوړوي،ددوی سره پخلاینه،ددې لامل ګرځي، چی دپښتونخواپه سیمه کی دناټودلوژیستیکي لاری امنیت تضمین شي او د عسکرو د وتلو په مقصد اقتصادی او لند لار برابر شی .

– دلنډی مودې په ترڅ کې ( ۲ راتلونکی کلونو ) چی ناټوپه افغانستان کی نظامي حضورلري،دجګړې استقامت دتروریزم اصلي مرکزونوته را اړولای شي.

افغانستان به دې ته چمتووي چی دیومتساوي الحقوق پارتنیرپه دریځ کی دخپلوملي ګټوپه نظرکی نیولوسره،دبهرنیوقوتونو ، لنډمهال حضور ومني،په دې شرط چی دغه حضور د کورنیواونړیوالوقوانینو په درناوی اودیوملي واکمني له لاری تنظیم شي . ملي واکمني به د وسله وال مقاومت په توافق دناپیېلوتکنوکراتانوپه ترکیب دیولنډمهاله حکومت دلاری تمثیلیږي.

په افغانستان کی دناټوحضورپه سیمه کی حساسیتونه راپارولي دي. افغانستان دنړیوالواوسیمه ییزوسیالیواوټکرونوپه میدان بدل شوی دی. خولنډمهاله واکمني به دنده ولري چی دبهرنیانولنډمهال حضور د سولی اودسیاسي ثبات سره وتړي.

دناټوپوځونه دافغانستان په جګړه کی دبې شمېره جنګي جرمونوپه ارتګاب تورن دي اودغیرعادلانه جګړې دپیل اودوام له امله دجګړې دتاوان اړخ ګڼل کېږي. په افغانستان کی ناټودخپل راتګ سره دیومرکزي پیاوړي حکومت دجوړېدومخه نیولې. جګړې اوبې ثباتۍته یې لمن وهلې ده. ناټوسیاسي اواخلاقي دنده لري چې دخپل پوځونوپه ایستلوسره دسولی اوسیاسي ثبات خاوندافغانستان،افغانانوته وسپاري.

ځینوافغاني سیاسي کړیودېته چمتوالی ښودلی دی چی دسولی دیومنظم پلان چی په کی دیولنډمهال حکومت جوړول ځای لري دجګړې اړخونوته وسپاري اوپه عملي توګه دسولی په پروسه کی رول ولوبوي.

غونډه ناوخته ماښام داستاد روستارتره کي له خبرو او ارزونی نه وروسته دافغانستان دسولی بیارغونی اوکلتوردکمیټې دمشر ډاکټر ګلرحیم صافی لخوا چی ویل یی «داکمېټه به تر دې وروسته نور هم خپلو هلو څلو ته دوام ورکوی او دالما ن دنورو مسولینو او چارواکوسره به په المان کی دنورو افغانانو اوسیاستوالو په ګډون او ملګرتیا ګډی غونډی او سمینارونه دایروی .» پای ته ورسېده.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *