د افغان ولس د شهيدانو په اړه په نيدرلنډ کې د افغاني کلتوري ټولنې غبرګون — په نيدرلنډ کې د افغاني کلتوري ټولنې سياسي کميسيون

 

د افغان ولس د شهيدانو په اړه

په نيدرلنډ کې د افغاني کلتوري ټولنې غبرګون

 

 

په نيدرلنډ کې د افغاني کلتوري ټولنې سياسي کميسيون

د کب ۲۲، ۱۳۹۰

 

د افغانستان د غميزې څو لسیزې کیږي، چې د افغان ولس وګړي په يو او بل نامه په شهادت رسول کیږي. د امريکايي صليبي يرغل سره سم په لومړيو څو مياشتو کې له ۶۰۰۰۰ ډېر ملکي وګړي او له ۲۰۰۰۰ ډېر طالب حسيران د ۲۰۰۱ ميلادي کال په پای کې د صليبي يرغلکرو لخوا ووژل شول او د وروستۍ لسيزې په بهير کې هره ورځ په سلهاوو افغانان وژل شوي او وژل کیږي، د خلکو کورونه ورانیږي، په ملکي سيمو بمونه اچول کیږي او د خلکو په ودونو بمبارۍ کیږي. د نړيوالو رسنيو له معلوماتو سره سم د امريکايي يرغل په بهیر کې تر ننه له څو لکو ډېر افغانان شهيدان شوي دي.

په افغان ولس ړنډې بمبارۍ کېږي، په کورونو يې چاپې اچول کېږي او د شپې لخوا په نظامي عملياتو کې ملکي خلک وژل کېږي او يا هم تریتام کېږي، چې ګڼشمېر کورنۍ بشپړه په وينو کې لمبول کېږي. د صليبي ظلم انتها په وروستۍ اونۍ کې ټوله نړۍ وښوروله، ځکه چې په پنجوايي کې يو وحشي امريکايي د شپې په غلچکي بريد کې ۱۶ ملکي خلک، چې ۹ تنه يې ماشومان او درې تنه يې مېرمنې وې، په سړه سينه او په ډېر نامردانه توګه په شهادت رسولي دي.

امريکا او نور صليبي ځواکونه په ډېر بې شرمانه او نامردانه توګه د ملکي خلکو په شهادت لاس پورې کوي، د افغان ولس عنعناتو ته سپکاوي کوي او د اسلام سپېڅلي دين مقدسات تر پښو لاندې کوي، چې څه موده مخکې يې د قرآن اعظيم الشان د پاڼو سوځول او د اسلام دين د ارزښتونو تر پښو لاندې کول يې، زړه بوږنونکې بېلګې دي. ښه ويل شوي، چې د مېګتانه مرګ راورسېږي، نو وزر وباسي، نو صليبيان به هم خپل سر زموږ په وياړلي هېواد افغانستان کې وخوري!

په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه د امريکايي یرغلګر عسکر غير انساني کړنه په کلکه غندي او د دې غوښتنه په زغرده کوي، چې نړيوال هېوادونه، ځبرځواکونه او په تېره بيا د ملګرو ملتونو موسسه بايد د افغان ولس په ننګه ودرېږي او د صليبيانو ظلمونه، تيري او د امريکايي عسکر هغه جرم، چې په ترڅ کې يې ۱۶ تنو افغانانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی، په کلکه وغندي. له امريکا او نورو لوېديزو ملکونو په زغرده غواړو، چې د افغانستان د ملکي خلکو له رټلو، سپکولو او وژلو لاس پر سر شي او د افغان ولس بشري ارزښتونو او د وګړو بشري حقونو ته درنښت وشي. د افغانستان د نننۍ غميزې په اړه بايد ټول وګړي د افغانستان د خپلواکي لپاره لاسونه سره ورکړي او د ګډ دښمن پر ضد خپله مبارزه منسجمه او پياوړې کړي، په سوله ییزو لاریونونو لاس پورې کړي او خپلواکه رسنۍ باید د افغانستان د خپلواکۍ د مبارزې په اړه خپل بشري رسالت ترسره کړي.

 

د افغانستان د خپلواکي او د افغان ولس د هوساينې په تمه

په نيدرلنډ کې د افغاني کلتوري ټولنې سياسي کميسيون

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *