امریکا د ترور پر ضد جنګ دایمی کړ — ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

امریکا د ترور پر ضد جنګ دایمی کړ

 

لیکوال : فرید ذکریا

منبع : سي . ان . ان ( امریکا )

نېټه : ۲۰۱۲/۵/۶

ژباړن : نثار احمد صمد

 

که تاسو په افغانستان کی د ولسمشر بارک اوباما د وروستۍ وینا په هکله هر ډول فکر کوﺉ ، اوس خو دا ورځ په ورځ واضح کیږی چی امریکا په تیره لسیزه کی د خپلو دوو جګړو د لویو پوځی تعهدونو څخه پښې سپکوی .

موږ د عراق څخه راوتلی یو او ژر به تر ډیره حده له افغانستانه هم بسترې راټولی کړو . اسامه بن لادن نور مړ دی ، او القاعده هم د خپل پخواني حالت څخه رالوېدلې او پرځیدلې ده . یو څه تهدیدونه لا هماغسی پاته دي ، خو هغه د خاصو ځواکونو او استخباراتو په واسطه ځپل کیږی . نو پای دا چی موږ پسله لسو کالو ایله اوس د تروریسټی ډلو د تهدید څخه بیغمه غوندی سوو .

یا دا چی داسی نه یو ؟

موږ په داسی حال کی چی د لوی منځني ختیځ محاذونه خوشی کوو ، خو د هیواد په دننه کی لا بیا هم په ټینګه لګیا یو د ترور پر ضد جګړه مخته وړو . د دې څخه می مطلب څه دی ؟ راسیً چی د فدرالی بیوروکراسۍ هغه عظیم مصارف وګورو چی د دغه جنګ لپاره دي .

د امریکا حکومت د ۲۰۰۱ د سپټمبر د یوولسمی راهیسی لږ تر لږه ۲۶۳ جوړښتونه تأسیس یا بیرته ودان او فعال کړل تر څو د ترور پر ضد په جنګ کی کار ورڅخه واخلي . یوازی د استخباراتی بیوروکراسۍ لپاره ۳۳ نوی او لویی ودانۍ جوړی سوې چی ۱۷ ملیونه فټ مربع ساحه په بر کی نیسی  یعنی د امریکا د پارلمان ۲۲ چنده او د پنتاګون درې چنده مځکه ده . همدا نن د پنتاګون او جنګیدلو پوځیانو تر وزارت وروسته غټ وزارت هماغه د کورني امنیت وزارت دی چی دوه لکه دیرش زره ( ۲۳۰۰۰۰ ) کسان کار پکښی کوی .

د ملی امنیت د حالت ترقي او پراخي د حکومت پر زیات قدرت او صلاحیت باندی دلالت کوی چی نن د امریکا د ژوندانه پر هره برخه تسلط لری آن که هغه د تروریزم سره هیڅ ربط هم ونلری . د مثال په توګه ، څه نا څه دیرش زره کسان صرف د دې لپاره استخدام سوي دي چی د امریکا په دننه کی د خلکو تلیفونی مکالمې او نوری مخابرې واوری .

د امریکا حکومت پخوا د جنګونو لپاره بیړنۍ اداره او صلاحیت جوړ کړی و ، او ځینی وختونه یې د دغه قدرت څخه ناوړه ګټه هم اخیستې ده ، خو د جنګ تر ختمیدو وروسته به هغه بیرته لغوه کیده . لاکن نن دا هر څه داسی دي لکه دغه جنګ چی نور نو پای ته نه رسیږی .

موږ د هوایی ډګرونو په بې معنی قطارونو کی هماغسی دریږو . موږ د هغو سلګونو زرو ټوریسټانو ، تاجرانو ، هنرمندانو  او لوبغاړو لپاره امریکا ته د راتګ ویزې لږوو چی غواړي امریکا وویني او پیسې پکښی مصرف کړي ، او د دې هیواد لپاره د ښیګڼې استاځی وګنل سي . موږ آن د هغو کتونکو سره چی په ویزو راغلي وی هم د مخالفو بیګانه وو غوندی رویه کوو ؛ خلک تلاښي کوو ، تر نظر یې تیروو او په زغرده یې له هیواده شړو . موږ د نوو ترتیباتو او مقرراتو وضع کولو ته پایښت ورکوو تر څو له مخی یې هر هغه څه تعقیب او تر نظر تیر کړو چی امریکا ته راځي یا ورڅخه ځي . په امریکا کی د کاروبار خلاصول هیڅ نه تشویقوو او د نږدې ټولو لویدیځو هیوادو په مقایسه ډیر ظالمانه او شاقه شرایط ایږدو .

ځکه نو موږ د هغو خلکو غوندی نه ښکارو چی جنګ یې ګټلی وی . بلکی داسی یو لکه بیریدلي ، وارخطا او بایلونکي چی یو . پای

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *