د پاكستان ټولييز وضعيت — احمد نويد

 

 

د پاكستان ټولييز وضعيت

 

پاكستان هغه هيواد ده چې په ۱۹۴۷ كال كې د بريتانوي هند څخه د ځينو خاصو موخو له مخي د پاكستان په نامه رامنځ ته شوى هيواد ده اود تاريخ په اوږدو كې پاكستان د خپل پيدايښت څخه بيا تر اوسه پورې د سيمو هيوادونو پر وړاندې بيا په ځانكړى توګه د افغانستان پر وړاندې د يوه ښه ګاونډيتوب نيت نه درلود او تل يې زيار ايستلى چې د خپلو شومو موخو او ګټو لپاره په افغانستان كې بې امنې او بې ثباتي ته لمن ووهي او د ترهګرو او تروريستوډلو په واسطه زمونږ په هيواد كې دغې لړې ته دوام وركړي او د ترهګريزو كړنولپاره د هغوي په تجهيز او تمويل لاس پورې كړي.

دا حقيقت اوس ټولې نړۍ ته په ډاګه شوى ده چې پاكستان دولت او د نوموړى هيواد استخباراتي سازمان اى اس اى تل هڅه كوى چې د افغانستان په كورنيو چاروكې لاس وهنه وكړي او د ټولو بې امنيواو بې ثباتيو مسوول يوازي او يوازي همدغه هيواد او سازمان ده چې په دي اړه د ملګرو ملتوسازمان سرمنشى ځانګړى استازى مرستيال ( كريس الكساندر) د كانادا له يوې ورځپاڼى سره په مركه كې څرګنده كړى ده چې په دي اړه د افغان دولت ادعا او شكايت بر حقه دى، دى وويل نړيواله ټولنه بايد يوڅه جرئت وښي او مونږ بايد د خپل مسووليت له مخي په زغرده حقيقتونه ووايو او پر حقيقتونو سترګي پټي نه كړو.

د ملګرو ملتو د سرمنشى د استازى مرستيال دغه څرګندوني په داسي وخت كې كړي چې په افغانستان كې جګړي ته په لمن وهلو كې د پاكستان اى اس اى رول او په افغانستان كې د پاكستان لاس وهنو د لوديځو مشرانو او نړيوالې ټولنې د صبر كاسه ډكه كړى اوپه دى ورستيو كې د امريكا د پوځ لوى درستيز مايكل مولن هم پاكستان ته د خپل سفر په ترڅ كې د دغه هيواد چارواكو ته خبرداري وركړى چي بايد پاكستان په خپله خاوره كې د طالبانو او ترهګرو ځالي ونړوي او كه دا كار و نه كړي د ترهګرو په وړاندې ائتلافي ځواكونه او د ناتو پوځونه حاضر دى چې د پولى هاخوا خپلو جګړييزو فعاليتونوته پراختيا وركړي.

دا چې پاكستان اوس د امريكا او ناتو له لورې د كلك ګواښ سره مخ ده نو غواړي چې په افغانستان كې د ائتلاف او ناتو پوځونو پر وړاندې خپلو ترهګريزو او تروريستي فعاليتونو او هغوي ته د وسلو او مهماتو اكمالات كړندي كړي تر څو د ناتو ځواكونه په افغانستان كې د ترهګرو سره په جګړه كې بوخت كړي او خپل هيواد له ورانۍ ، بربادۍ او د ناتو له بريده وژغوري.

خو يوه  خبره بايد دلته په واضح ټكو كې سپينه شي، د طبعيت قانون دا دى چې د بدۍ انجام تل بد وي، تر يوې مودې به پاكستان وتوانيږي چې افغانستان بې ثباته كړي خو د دي كار انجام په خپله د پاكستان د دولت له منځه تلل او د چارواكو تر منځ د بې اعتمادى فضا رامنځ ته كول دي چې په همدي ترڅ كې تيره ورځ د پاكستان واكمن ګوند او د واګمن ائتلاف جلا شوې ډلې چې د دوه لويو ګوندونو( خلكوګوند او مسلم ليګ ګوند) څخه جوړشوى وروسته له خبرو اترواعلان وكړچې پرويز مشرف به له دندې څخه ګوښه كوي.

درې ورځي كيدي چې د واكمن ائتلاف ګوندونو مشرانو اصف زردارى، نوازشريف او مولانافضل الرحمن سره په دې هكله په خبرو بوخت وو.

واكمن ائتلاف ويلي دي چې ولسمشر مشرف به د اساسي قانون څخه د سرغړوني په تور ګوښه كوي. عوامى نشنل ګوند هم د مشرف د لرې كولو ملاتړ كړى دى. واكمن ائتلاف دا هم ويلي دي چې د مشرف له ګوښه كولو څخه وروسته به د سترې محكمې ټول قاضيان هم په خپلو دندو بيرته وګمارل شي.

د پاكستان ائتلافي دولت جنرال  مشرف د دغه هيواد د ۱۹۷۳ كال اساسي قانون د ۴۷ مې مادې پر بنسټ استيضاح كوي. په دي ماده كې د ولسمشر استيضاح هله شونې ده چې هغه په جسمي كمزورۍ، له قانون نه پر سرغړونه يا ورته بل عمل تورن شي. اوس كه ولسمشر جنرال مشرف استيضاح كيږي د استيضاح تر ټولو مهم او اصلي عامل به يې قانوني سرغړوني وي ، ځكه چې هغه تير نومبر مياشت په پاكستان كې د واګ د پايښت او د خپلو مغرضو اهدافو لپاره بيړنى حالت اعلان كړ، د سترې محكمې رئيس او قاضيان يې له دندو لرې كړل او د تيرو اسامبلو له لارې يې ځان يو ځل بيا د پنځو كلونو لپاره ولسمشر وټاكه. دغه قانوني مواد كولاى شي له واكمن ائتلاف سره د جنرال مشرف په استيضاح كې مرسته وكړي.

دا چې د واكمن ائتلاف پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ د اساسي قانون ۵۲ مه ماده ده، چې ولسمشر كولاى شي د دغې مادې له مخې پارلمان ړنګ كړي اوله سره ټاكنې وشي.

خو د پاكستان د سياسي چارو كارپوه متقاعد جنرال ( طلعت مسعود) له سي اين اين تلويزيوني شبكې سره په  مركه كې وويل، چې مشرف به هيڅ كله هم دې ته زړه ښه نه كړي چې د اساسي قانون له ۵۲ مه ماده وكاروي ځكه دى پر دې ښه پوهيږي چې اوس يې په ولس كې محبوبيت له لاسه وركړى او نور بايد له واكه لرې شي.

دا يو واضيح او څرګند حقيقت ده چې د پاكستان دغه پوځي حكومت او د نوموړى هيواد د استخباراتو سازمان په خپله ترهګر او د ترهګرو سرلارى حكومت ده او د ترهګرو پر مټ د يوي پراخي امپراطورۍ خوبونه ويني. خو دا چې ترهګرۍ نړۍ ته ګواښ پيښ كړى او د نړۍ لښكرې يې په وركولو پسې راوتي دي او لكه څنګه چې د پاكستان پوځي حكومت يې په نيغه د مقابلې وس نه لري نو دوه مخې چلن ورسره كوي له يوې خوا سر د ترهګرو پر ضد ټلوالي له ګريوانه راباسي او له بلې خوا په پټه سره د ترهګرو ننګه كوي، هغه هم د اسلام د ساتني او ټينګولو په موخه نه، بلكې د پنجاب د امپراطورۍ جوړولو په موخه.

دا د پاكستان په ۶۱ كلن تاريخ كې لومړۍ ځل دى چې ملكي ( غيرنظامي ) حكومت د جمهور رئيس د استيضاح غوښتنه كوي.كه چيرته په رښتيني توګه د پاكستان ائتلافي حكومت د جنرال مشرف پر وړاندې دا هوډ كړى چې مشرف دي له واك څخه لرې كړاى شي، نو نوموړى حكومت ته په كار ده چې د ترهګرو او تروريزم پر وړاندې په مبارزه كې هم خپلې تكلارې او سياست ته بدلون وركړي او د هغوي په له منځه وړلو كې دي له نړيوالې ټولنې سره په كلكه همكاري وكړي دا ځكه چې نن ورځ د پاكستان ولس او ټوله نړۍ د ترهګرو او تروريزم له منځه وړل غواړي نه دا چې د تروريزم روزنه او ملاتړ.

                                                       ليكوونكى احمد نويد

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *