له زرداد تر بينوا — شفيق احمدزى

 

له زرداد تر بينوا

 

شفيق احمدزى

 

د بينوا په نامه يو ويب سايټ دئ، د عبدالرؤف بينوا د كورنۍ له لوري رامنځته شوى، بينوا د نورمحمد تركي په څنگ كي د ويښ زلميانو د ډلي غړى وو، شاهي كورنۍ ته وفادار او د سردار داؤد په حكومت كي د اطلاعاتو وزېر وو، د روسانو له يرغل وروسته امريكا ته وتښتېدو، د روسانو په ضد د جهاد په دوران كي ساكت وو، له څه ويلو او څه كولو ئې ډډه كوله، د جگړي پايلو ته منتظر وو، پر افغانستان د امريكايانو له يرغل وروسته راڅرگند شو، د بينوا ويپ پاڼه د افغانستان له اشغال وروسته رامنځته شوه، مأموريت ئې دا دئ چي د مجاهدينو په ضد تبليغات وكړي، د ټولو اسلامپالو او په ځانگړې توگه د مجاهدينو په ضد د وطن پلورو كمونيستانو او لنډغرو غربپالو په يوې وړې بوى ناكى مورچلي بدل شوى، څو پوچ خولي او لډر ئې استخدام كړي چي مجاهدينو ته ښكنځلي وكړي، كله چي غواړي د مجاهدينو په ضد څه وليكي نو د كابل څلور كلني جگړي يادوي او د هغو ورانيو مسئوليت مجاهدينو ته منسوبوي چي باعث ئې كمونيستان په ځانگړې توگه پرچميان ول، همغه جگړي چي قومنده ئې د جنرال نبي عظيمي، جنرال آصف دلارو او جنرال دوستم په لاس كي وه، بمونه هغوى ورول او د توپونو او ټانكونو ډزي هغوى كولې، په دې جگړو كي يا د كابل په شرق او جنوب كي پښتون مېشتي سيمي وراني شوې يا د كابل په غرب كي هغه سيمي چي د شمالي ائتلاف د شاملو ډلو په خپلمنځيو جگړو كي وراني شوې، هر باشعور افغان ته جوته ده چي دا جگړي د مخكنۍ جگړي تسلسل وو او مسئوليت ئې په بشپړه توگه د كمونيستانو په غاړه دئ، همدا خبيث كمونيستان ول چي لومړى ئې نور افغانستان وران كړ او په پاى كي ئې كابل. خو د بينوا پوچ خولي ليكوالان د كمونيستانو له مسئول گڼلو ډډه كوي او يوازي مجاهدين تورنوي، كله چي د طالبانو په اړه څه ليكي نو د پنجابي ملايانو طالبان ئې گڼي او ملا او مولوي په سپك نامه يادوي، او كله چي د حزب اسلامي په ضد تبليغات كوي نو د زرداد، چمن او قلم نومونه اخلي، دوى د پاټكيانو په نامه يادوي، وايي: دوى د كابل- ننگرهار او كابل- لوگر په لويو لارو كي پاټكونه اچولي ول او له ډرېورانو به ئې پيسې اخيستلې، كله كله داسي قصې هم جوړوي چي گواكي دوى به د بسونو له سورليو هم پيسې او حتى د لاس ساعتونه اخيستل، په دې هم غصه دي چي زرداد ولي يو انگرېز خبريال نيولى او وهلى وو!! په دې خوښ دي چي زرداد نن د بريتانيا په زندان كي پروت دئ او خپله سزا گالي!! او له امريكايانو غواړي چي نورو پاټكيانو ته هم سزا وركړي!!

موږ له هغو د دفاع په لټه كي نه يو چي پاټكونه ئې اچولي ول، خو دا راته ضروري برېښي چي وگورو زرداد ډېر بد وو كه وطن پلوري كمونيستان او لنډغر غربپال، آيا دوى دا حق لري چي د داسي كسانو په كړنو اعتراض وكړي او هغه مجاهدينو ته منسوب كړي؟!! آيا هغه چي د شوروي اتحاد له لوري د هېواد اشغال په دوران كي اروپا او امريكا ته وتښتېدل او ټول عمر ئې په كابارو او هوټلونو كي تېر كړل او د ناټو په لاس د هېواد له اشغال وروسته له هوټلونو او كابارو راغونډ كړى شول او افغانستان ته راانتقال شول، د ځينو په لاس كي ئې قلم وركړ چي د مجاهدينو په ضد ليكني وكړي، ځينو ته ئې گيتار په غېږ كي وركړ چي په خپلي نڅا او سندرو ځوانان بې لاري او د اخلاقي فساد په ډنډ كي وغورځوي، ځينو ته ئې زاړه كوبايي پتلونونه او ميني ژوپ او سيكسي ژوب كميسونه ورواغوستل، د هغوى مټي او سينې ئې وربربنډي كړې چي غربي فرهنگ رائج كړي، ځينو ته ئې راډيوگاني او تلويزيوني چينلونه وركړل چي په دين دښمنو او اخلاق ضد خپرونو سره زموږ ولس له خپل دين، ملي هويت او معنوي ارزښتونو پردى كړي او د اشغالگرانو غلامۍ ته ئې چمتو كړي، ځينونه ته ئې  m-16 امريكايي زاړه ټوپكونه وركړل او د افغان ولس په ضد ئې جنگوي، ځيني ئې د جاسوسي په دندو وگمارل چي د مجاهدينو په اړه معلومات وركړي او د ناټو جهازونو ته د بمبارد لپاره كوردينات وركړي… آيا دا كسان د دې حق لري چي د مجاهدينو په اړه قضاوت وكړي او د څو كسانو د غلطيو له كبله ټول مجاهدين محكوم كړي؟!! زه خو چي زرداد له بينوا سره مقايسه كوم نو سل ځله ئې تر ده غوره گڼلم، ما ته ووايئ: هغه به ښه وي چي د امريكايانو او انگريزانو زندانونه ئې گاللي كه هغه چي د اشغالگرانو په خدمت كي وي؟ ما ته صدام حسين او معمر القذافي د عربو تر ټولو مشرانو غوره برېښي، دا ځكه چي دوى د يرغلگرو په ضد وجنگيدل او دې نورو د يرغلگرو مرسته وكړه!! په شخصي ژوند او له خپلو ولسونو سره په سلوك كي د دوى تر منځ توپيرونه يا ډېر بسيط او لږ وو او يا په دې اړه هم دا دواړه تر نورو بد نه بلكي ښه ول، زه خو په ټولي عربي نړۍ كي داسي زعيم نه گورم چي تر دوى دواړو دي غوره وي.

ما ته د زرداد، چمن او قلم يوه قصه په ياد ده چي ښايي ليكل به ئې هغو ته څه گټه ورسوي چي دوى ئې د بي بي سي او امريكا غږ د تبليغاتو له لاري پېژندلي، له دې هم خبر نه دي چي دا درې واړه احمدزي او كوچيان دي، كوچيان چي هر څومره بد شي تر ډېرو ښه وي، هيچا د دوى په اړه ونه ليكل چي څوك ئې وژلى، د مركز خوا ته ئې ډله ييز قبر موندل شوى، د چا كور ته وراوښتي، غلا ئې كړې يا ئې د چا عزت او ناموس ته په سپكه سترگه كتلي، قصرونه او بنگلې ئې جوړ كړې، هغه مهال چي شمالي ټلوالي د جنرال نبي عظيمي او جنرال دوستم تر قومندې او مشرۍ لاندي د حزب اسلامي په ضد جنگ پيل كړ، دا دري كسان له حزب اسلامي سره يو ځاى شول، تر دې وړاندي دوى له نورو تنظيمونو سره ول، د دې جگړي په دوران كي دوى له خپلو ملگرو سره په سياه سنگ كي مستقر شوي وو، د حزب وحدت په ضد د شوراى نظار او اتحاد د يوه گډ بريد په ترڅ كي دې گوند ډېري سيمي له لاسه وركړې، د حزب وحدت يو قومندان د جمعه ديوانه په نامه سياه سنگ ته ولاړ او له زرداد ئې وغوښتل چي ده او ملگرو ته ئې په سياه سنگ كي د پاته كېدو اجازه وركړي، هغه موافقه وكړه، د نوموړي شا وخوا دېرش كسان سياه سنگ ته ورغلل، څو ورځي لا نه وې تېري چي د جمعه ديوانه ځيني ملگري يوه كورته وراوښتي، غوښتل ئې ښځو ته لاس واچوي، هغوى چيغي كړې، ځيني ماشومان توانېدلي له كوره وتښتي او ځان د زرداد ملگرو ته ورسوي او له پېښي ئې خبر كړي، زرداد خبر شوى، خپلو ملگرو ته ئې امر كړى چي سيمه محاصره كړي، نښته پيل شوې، د جمعه ديوانه څوارلس كسان ووژل شول او نور ئې خلع سلاح او بنديان شول، تاسو ولاړ شئ د سياه سنگ له اوسېدونكو پوښتنه وكړئ چي د زرداد د ملگرو چلن له دوى سره څنگه وو!! عجيبه دا ده چي دا مزدور ليكوالان د امريكايانو جنايتونه نه يادوي، پر كليو او كورونو بمونه او راكټي ورول، شپاړس كليوال يو ځايي وژل او بيا ئې مړي سوزول، د مړو غوږونه او پزې پرې كول، د مړو پر جسدونو متيازي كول، د بگرام او كندهار، ابو غريب، گوانتانامو او نورو زندانونو كي چي امريكايانو كوم جنايتونه كړي، دا نن چي هره ورځ امريكايان كورونو ته ننوځي او په خوب ويده ښځي، ماشومان او بوډاگان وژني، هغه چي په دشت ليلي، شبرغان، چمتله، كوهستان، فرخار، تخار، دشت برچي، او نورو ځايونه كي ئې ډله ييز قبرونه تر شا پرېښي، او په زرگونو بې گناه افغانان ئې وژلي، هغه چي پرون د شوروي ځواكونو لپاره د افغان ولس په ضد په لومړي خط كي جنگېدل او نن د امريكايانو لپاره همدغه كار كوي، هغه چي بانكونه ئې غارت كړل، شخصي او دولتي زمكي ئې غصب كړې او ډېر نور ستر ستر جنايات ئې كړي… د هغوى يادونه نه كوي، د دوى په اړه نه په خپل زړه كي كركه لري او نه ئې په قلم كي د څه ليكلو توان شته، د قلم نوك ئې پڅ او ژبه ئې گونگه ده، خو زرداد له څو ډرېورانو د پيسو اخيستلو په گناه داسي ستر مجرم بولي چي هره ورځ بايد په خپلي ويب پاڼي كي د هغه په ضد څه وليكي!! هغه هم يوازي يو تكراري تور: پاټك ئې اچولى وو او له ډرېورانو ئې پيسې اخيستلې!! جنابه! آيا دا پيسې اخيستل تر دې لوى جرم دئ چي دا نن هره ورځ د هېواد په گمركونو كي په مليونو ډالر د غلو مأمورينو له لوري غارت كېږي؟!!

بينوا ويب پاڼه سردار داؤد د ملي مشرانو په نوم لړ كي نيسي او د شهيد په نامه ئې يادوي، دا په داسي حال كي چي داؤد د نادري ذليلي او د انگرېزانو جاسوسي كورنۍ تر ټولو جابر، ظالم او سفاك غړى وو، هغه د شهيد مولوي حبيب الرحمن، شهيد انجنير حبيب الرحمن، شهيد داكتر محمد عمر، شهيد خواجه محفوط په څېر د سترو سترو شخصيتونو قاتل دئ، ميوندوال او لس تنه ملگري ئې د ده له لوري ووژل شول، د جوانان مسلمان درې سوه غړي د ده په امر د ده د كمونيستو ملگرو په لاس ونيول شول، او تر هغه ئې په زندان كي وساتل چي كمونيستانو كودتا وكړه او ټول ئې يو ځايي شهيدان كړل، هغه سردار چي د كمونيست حزب مؤسس او قدرت ته كمونيستانو د رسيدلو مسئول دئ، دا دى وو چي د مسكو په وينا او د كمونيستانو په ملگرتيا ئې كودتا وكړه او همدغه كودتا دې ته لار آواره كړه چي د ثور كودتا رامنځته شي او د وروستيو خونړيو پېښو لړۍ پيل شي، حقيقت دا دئ چي د دې ټولو پېښو مسئوليت همدغه سفاك او جاهل سردار ته راجع دئ،  

ظاهر خان د انگرېزانو داسي لاسپوڅى وو لكه كارمل د روسانو، كه كمونيستانو د خلكو زمكي د دولت په گټه مصادره كړې د شاهي كورنۍ هر غړي او هر سردار په زرگونو جريبه زمكه غصب كړې وه، چي هر ولايت ته به ولاړې او ښكلى لوى باغ او سمسوره زمكه به دي ترسترگو شوه او پوښتنه به دي وكړه چي دا د چا دي نو ځواب به دا وو چي د شاهي كورنۍ د فلاني غړي او فلاني سردار!! يوازي د كابل په ولايت كي د دوى زمكي لكونو جريبو ته رسېدله، ما ته ووايه: ولي دي د رڼا ورځي سركاري غله هېر كړي چي هر يو ئې بنگلې او قصرونه خو پرېږده ستر ستر ښارگوټي لري او په داسي پاټكوال پسي دي رااخيستې چي دې پاټك د ده او د ده د ملگرو نس هم نشو مړولى، د انگرېزانو، روسانو او امريكايانو جاسوسي او د هغوى تر قومندې لاندي له ملت سره جنگېدل جرم او جنايت نه گڼې خو د يوه انگرېز خبريال بندي كول او وهل ستر جرم گڼې!! لعنت په دې قضاوت!!

شفيق احمدزى

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *