د حمید الله توخي اسلام او جاد!! — سلیم نوري

 

دحمید الله توخي اسلام او جاد!!

 

سلیم نوري

 

بیګاه مې دطلوع تلویزیون تودې خبرې پروګرام کتلو، په پروګرام کې میلمانه: معین مرستیال، جاوید کوهستانی، حمید الله توخی او عبد الجبار قهرمان وو، د پروګرام موضوع دملګرو ملتونو هغه راپور و چې پکې راغلي چې طالبانو په تېرو دولسو میاشتو کې له هغو پیسو نه چې دکابل حکومت ته ور کړل شوې دي څلور سوه ملیونه ډالره تر لاسه کړي دي.

 زه دلته پر دې څه نه لیکم چې دموضوع په اړه پروګرام ته د راغلو کسانو نظر څه و، ښه و اوکه بد! یوازې دحمید الله توخي یوې خبرې په حیرت کې واچولم، نوموړی دزابل ولایت دی، او له روس سره دجهاد پر مهال دګلبدین حکمتیار له ډلې سره و، دخپلو خبرو په لومړي سر کې یې داسې وویل:

( …په افغانستان کې موژ او تاسو یو اوژد جنګ تېر کړی ده، شه ده سې کره مان سیب زما په څنګ کشې ناست ده، چې اغه په اغه سپ کې و چې دنجیب اوکومت و، زه په اغه سپ کې وم سې الته مجایدین وو، په اغه وخت کې یو خت ملوم و، دنجیب داوکومت په کلمرو کې د اغه په تسلت کې ییڅ انسان ددې توانمندي نه دلوده چې دغه مجاید ته یې دغه یو کلم ور کړی وی! چې اغه یا ځان ور باندې خلاس کي، یا خپله ارتبات ور سره ونیسي.

 او که دا یو کلم پر چا باندې سابت سوی وی، که اغه جنرال وی هم اغه به مبس ته دستي تلی، که اغه والی وی اغه به دستي مبس ته تلی، او دمجایدینو په سپ کېم، زما په ټوله دوره د جاد کې زما دوه کسه مجایدین یو وخت په اختر کې سې، دې، اغه وخت کې الته خلکیانو اعلان کړی و چې موژ په اختر کې، الته اغه وخت کې جلب وجزب و،  ځوانان یې تکیه کول د اسکرۍ دپاره، چې په چا باندې غرز نه لرو، دوه کسه مجایدین تللي وو چې دکلات په شار کې یو میله وه له، غېژې وې، نسم ویلی چی سه و؟ اغه دوه کسه مجایدین هم تللی وو په اغه میله کې یې شرکت کړی و، زه په اغه الوکانو باندې اته، لس ورځې وروسته خبر سوم، باور دې وسه چې اغو ته مې اغسې سخته جزا ورکړه، چې اغسې جزا دجاد په دوره کې چا چاته نه وه ورکړې، او ددې جزا سره سره مې درې کاله په کور کشېنول، نه مې ددې اجازه ورکه چې زما جبې ته راسي او نه مې بلې ته پریشولو…)

دهمدې خبروله اورېدو سره سمدستي زما ذهن ته څو پوښتنې راغلې:

۱ ـ په هغه وخت کې له خلکیانو سره دحمید الله توخي جګړه په څه وه؟ په پوله؟ په پټي؟ په میراث؟ په پیسو؟ په کلدارو او که په روبلو؟ او که دیوې عقيدې او فکر پر اساس؟ که دعقېدې او فکر پر اساس وه نو نن هغه عقېده او فکر څه سوه؟ توخی سایب ته خلکی سوی یې او که کره مان سایب مجاید سوی؟  چې نن څنګ پر څنګ سره کشیناستی؟

۲ ـ ښاغلي حمید الله توخی! په هغه وخت کې ولې دومره ټینګ مسلمان وې چې مجرد په یوه عنعنوي میله کې دې د یو مجاهد شرکت دومره ستره او لویه ګناه بلله چې داسې سخته سزا دې ورکړه چې هېچا چاته نه وه ور کړې! او پر دې برسیره درې کاله دې پر کور هم کشېنول، دجهاد کولو اجازه دې هم ور نه کړه؟

 که دیو عادي مجاهد سزا له دې کبله چې په هغه عنعنوي لوبه کې یې شرکت کړی و چې دسیمو عامو خلکیانو برابره کړې وه، دا وه، نو نن به دهغه چا سزا څه وي چې څنګ پر څنګ دخلکیانو له هغه مشر سره په یوه میز کښېني چې دزرهاوو ولسي خلکو تر څنګ، دهغو مجاهدینو په وینو یې لاسونه سره دي چې حمید الله توخي هغوی د ددغه ستر خلکي دافرادو په مقابل کې جنګول؟ او اوس دی څنګ پر څنګ ورسره ناست دی، او وايي چې شه دی کره مان سایب مې په څنګ کشې ناست دی!!!  آیا دداسې خاینانو سزا په دار ځړول نه دي؟

۳ ـ جناب حمید الله توخی! ته ولې پرون دروسانو په مقابل کې جنګېدې، او نن دې دامریکایانو او انګریزانو ژغ پر غاړه ایښی؟ پرون که هغه تا جهاد بللو دکوم آیت پر اساس؟ او که نن له امریکایانو او انګریزانو سره څنګ پر څنګ ناست یې دکوم آیت پر اساس؟

ته چې طالبان دوطن او دین دشمنان بولې، خپله په اسلام او قرآن پوهېږې؟ که پرې پوهېږې نو هغه دوه کسه مجاهدینو ته دې سخته سزا داسلام دکوم حکم پر اساس ورکړه؟ او که اسلام ستا په ګېډه کې دی څنګه دې چې دګېډې خوشه سوه بس همغه اسلام دی؟ پرون دې ګېډې هغه رنګه ساز کولو او نن بیا داوباما ډول ته ګډېژي، او له دې سره ستا د ګېډې اسلام هم پر مختګ وکړ!

۴ ـ توخی ساب! ته چې نن طالبان له دې وجې بد بولې چې ستا د ګېډې پر ګومان پاکستان یې ملاتړ کوي او مرسته ور سره کوي، نو خپل ځان څنګه درته ښکاري، چې پرون دهمدغه پاکستان او تور پنجاب پر آخور را لوی شوې؟ او که اوس پوه شوی یې چې هغه وخت دې چې څه کړي بد دې کړي؟

۵ ـ حمید الله خان توخی! آیا طالبان دومره بد دي چې تا دهغوی په مقابل کې سرو کفارو، یهودو اونصاراوو ته لاس ور کړ؟ خلکیانو او پرچمیانو ته دې دطالب په مقابل کې لاس ور کړ؟ دا داسلام دکوم حکم پر اساس؟

لیکوال: سلیم نوري

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *