دهلمند غچ په لغمان کې! — سلیم نوري

 

دهلمند غچ په لغمان کې!

 

سلیم نوري

 

دا نیږدې یوولس کاله کیږي چې دوحشت او بربریت مخکښانو زمونږ پر ګران ولس سور اور بلی کړی، یوه ورځ یې هم زړه پر دغه مظلوم ولس ونه سوځېد، دا چې دوی زمونږ دګران ولس دیني مخکښان چې ټول ولس په درنه سترګه ورته ګوري، شپه او ورځ وژني، زندانونو ته یې اچوي، دا خو په دې دلیل وژني چې ګواکي هغوی ددوی وحشت او بربریت ته سر نه ټيټوي، ددوی غلامي نه مني، خپل دین، ولس او هېواد نه پرې خرڅوي، ددوی په مقابل کې یې توره پورته کړې، ددوی دسوک ځواب په سوک او دڅاپېړې ځواب په څاپېړه ورکوي. 

 خو دا چې عام ولسي خلک چې هغوی نه ددوی په مقابل کې توره پورته کړې، نه یې پر دوی کوم برید تر سره کړی او نه یې بل داسې کوم کار کړی چې دهغه له وجې یې دوی وینه وبهوي، دا نو اوس په کوم قانون کې روا دي! دا له کومو انساني ارزښتنو او بشري خواخوږۍ سره اړخ لګوي؟

 تېره شپه دوحشت علمبردارانو یو ځل بیا په خورا بې رحمۍ سره په لغمان ولایت کې زمونږ دګران او مظلوم ولس تر شلو زیات عام وګړي چې زیاتره یې زنانه دي په خپلو پاکو وینو کې ولمبول، دغه غریبې او بې کسه زنانه دخپل ورځني ژوند دسون موادو د راوړلو لپاره غره ته په خسو او بوټو پسې تللې وې، تر څو یوه څه را پیدا کړي، خپلو بچیانو او کورونو ته یوه مړۍ دغریبۍ ډوډۍ پرې پخه او یو سپور دیګی پرې وکړي!

 مګر خبرې نه وې چې سړي خواره ځناور به یې په لوی لاس دمرګ کومي ته ور غورځوي، دا په داسې حال کې چې نیواکګر او ملګري یې دعوې کوي چې دوی داسې پر مختللي وسایل لري چې په مټ یې کولای شي دسلو کسانو په منځ کې مطلوب کس په نښه او له منځه یوسي، داسې وسایل لري چې له واټنونو واټنونو لیري هدف معلومولی او تشخصیولی شي.

اوس که دوی په رښتیا دومره پر مختللي وسایل لري او یقیني ده چې خامخا به یې لري، نو بیا څه رنګه دنر او ښځې توپیر نشي کولی؟ مسلح او غیر مسلح کس نه شي تشخیصولی!  لوی او کوچنی نه شي معلومولی! حقیقت دا دی چې دغه خونخواران په هر څه ښه پوهېږي، هر څه پيژني، خو دوی په قصدي توګه له افغان ولس نه خپل غچ اخلي، دوی چې کله وسورېږي بیا نو لکه خوړونکي سپي هر چاته خوله ور اچوي، هر څوک چې په هر ځای کې  په مخه ورغلل خوري یې.

 تېره شپه چې کله پر دوی په هلمند کې مرګوني، کاري او رسوا کوونکي ګوزارونه وشول، داسې ګوزار چې په دغه لس کاله بلکې په خپل ټول عمر کې به یې نه و خوړلی، آن چې په خوب کې به یې هم داسې حقیقي فیلم نه و لیدلی، داسې ګوزار چې ټولې نړۍ او خپلو ولسونو ته یې وشرمول، لمنې یې پر سر ور واوښتې، دوی خپله وايي چې تر اوسه پورې داسې مالي تلفات نه وو ورته رسېدلي، زه سلو په سلو کې باور لرم چې مالي تلفاتو سره يې، ورته ځاني تلفات هم دي، مګر دوی دخپل پېژندل شوي عادت له مخې تل خپل ځاني تلفات یو په لسه کم ښيي، او کله کله خو بیا وروسته وروسته خپله خپله لمن په سر واړوي، هغه څه ومني چې په لومړي سر کې یې په هېڅ ډول نه مني.

دا درد کله ددوی له زړه نه وځي، دوی چې له باتورو او اتلو شازلمیو سره نشي مخ کېدای، خپل غچ له هغوی نه نشي اخیستی نو د ولسي خلکو داړلو ته مخه  کړي، دوی پوهېږي چې مجاهدین څومره په ولسي خلکو ځوريږي، ځکه خو دا کار قصدا تر سره کوي، په هلمند کې چې ددوی داړې ووتې اوس یې دا دي په لغمان کې پر ولسي خلکو زړه تش کړ، ډېر ځله همداسې شوي، کله چې پر دوی برید شوی نو دوی سمدستي پر ولسي خلکو مخ ور اړولی.

دخندا ځای یې لا پسې دا چې تر اوسه پورې دوی دا نه مني چې ګواکي ولسي خلک یې په شهادت رسولي! سره له دې چې خپله ددوی دګوډاګي حکومت غلام او مزدور چارواکي خپله په خپله خوله وايي چې ولسي خلک یې په شهادت رسولي دي، مګر دوی بیا هم په وچ زور دخلکو او نړیوالو په سترګو کې خاورې ور شیندي.

یوازې بمبارۍ نه بلکې په عامو ځایونو کې ماینونه هم همدوی ږدي، پر ولسي خلکو یې پټاووې او بیا یې پړه پر مجاهدینو ور اړوي، اوس الحمد لله ولس هم ورته پوه شوی داسې چاره به یې وکوي چې تل تر تله ورته عبرت شي.

  کرزی چې دنیمروز په پېښو کې به سهار او بیګاه له غار نه راووت، چېغې به یې وهلې چې ولسي خلک ضایع شول، دا چا وکول؟ ولې یې وکول؟ دا دوطن دښمنان دي، د داسلام دښمنان دي، اوس څه وايې چې د لغمان او له دې مخکې دکندوز او له هغې مخکې دروزګان پېښې چا وکولې؟ آیا مرتکبین یې ونیول شول؟ سزا ور کړل شوه؟ هغوی څوک وو؟ دوطن دښمنان وو که داسلام دښمنان وو؟ او که ستا خواږه دوستان وو؟

که ستا رښتیا په ولس زړه درد کوي، په رښتیا دولس په درد دردمن وې نور خو ټول پرېږده یوازې دومره ووایه چې دروزګان، کندوز او لغمان خونړي جنایتونه دوطن دښمنانو تر سره کړي، داسلام او انسانیت دښمنانو تر سره کړي! هغوی ته خو براءتونه ور کوې، د افغان غیرتي ولس دباتور ولس دهغو اتلو بچو په نامه چې په خپلو وینو یې افغان تاریخ ځلولی دهغوی په نامه مډالونه ورکوې، لا یې پسې نازوې؟

  نیواکګر باید ټول ښه سر خلاص کړي چې دافغان ولس او په تېره بیا دباتورو مجاهدینو به کله هم دغه نه بښونکي بشري جنایتونه درته هېر نه شي، هغه ورځ لیرې نه ده چې هم تاریخ لعنت در باندې وايي او هم دټولې نړۍ ولسونه آن چې خپل ولسونه به مو هم ونه بښي.

سلیم نوري

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *