سیاف خانه! استشهاد که انتحار؟ ( پنځمه برخه ) — احمد ضیاء بریالی

 

 

سیاف خانه! استشهاد که انتحار؟ ( پنځمه برخه )

 

احمد ضیاء بریالی

 

اوس به دلته دځینو وتلیو او نومیالیو فقهایې کرامو نظرونه ولولو، پاتې دې نه وي چې علمای کرامو هم همدغه مخكې یاد شوو آیتونو او احادیثو ته په کتو سره د استشهادي بريدونو د روا والي فتوی ورکړې ده.

  دا چې د یو انسان ژوند خورا ارزښتناک او د اسلام مبارک دین يې په ساتلو باندې ډېر ټينګار کوي، نو له همدې کبله علمای کرامو د شهادت غوښتنې برېدونو ته یو څو شرطونه اېښې دي، تر څو هر څوک له خپلې خوښې سره سم په هر ځای او هر وخت کې استشهادي بريدونه ونه کوي، یا نور ورته ونه هڅوي، چې په دې سره د یو انسان یا له یو نه د زیاتو انسانانو وينې بې ځایه تویې نه شي، او په یوه سمه او منظمه توګه له دغه جهادي تکتیک نه د دښمن په ځپلو کې په سمه توګه کار واخیستل شي،او دغه شرطونه په لاندې ډول دي:

لومړی: د نیت سوچه والی، چې یوازې د الله جل جلاله د دین د لوړوالي او د اسلامي نظام د راتګ لپاره به دغه استشهادي برید تر سره کېږي، چې په هغه کې له ځان، کور او ننګ نه دفاع هم راځي، که نیت بل څه و، بیا ناروا دی.

دوهم: چې دښمن ته د زیات زیان رسولو لامل وګرځي.

دریم: چې د مسلمانانو د زړورتوب لامل وګرځي، په دې مانا چې په دغه استشهادي برید سره مسلمانان پر دښمن باندې ور زړور شي، او له زړونو نه یې د دښمن وېره او ډار ووزي.

څلورم: چې پر دښمن باندې ویره او ترهه راولي.

   اوس که دغه څلورو ټکو ته وګورو نو په ښکاره وینو چې دغه ټول شرطونه په اوسنیو استشهادي بریدونو کې شته، لومړی دا چې داستشهادي مجاهد نیت صاف او سوچه وي، ټول ګورو چې زیاتره استشهادي مجاهدين یا د قرآن کریم حافظان وي او یا هم د دین طالبان، چې هم د اسلام په مبارک دین کې او هم په اسلامي ټولنو کې همدغه دوه ډلې خورا لوړ ځای لري، هم د الله جل جلاله په وړاندې نیک خلک دي او هم د خلکو په وړاندي، هم یې الله جل جلاله درناوی کوي او هم یې خلک درناوی کوي، دغه اتل سرښندونکي نه د دنیا شهرت غواړي، نه پيسې، او نه هم کوم بل څه، بس يوارينۍ هیله يې دا وي چې د دوی په غوښو او وینو باندې د الله جل جلاله کتاب او دین سرلوړی او دتیري کوونکو وحشتګرو له ظلم اووحشت نه خلک به امن شی.

  دوهم ټکی هم ګورو چې په بشپړه توګه شتون لري، هغه دا چې دښمن ته په یو استشهادي برید باندې دومره تاوان او زیان رسېږي چې په مخامخ جګړه کې یې لس کسان هم نشي ور اړولی، او تر ټولو ښې بیلګې یې ټول ولس او ټوله نړۍ د سر په سترګو په ګران هېواد کې هره ورځ ګوري، په یو استشهادي برید کې په منځنۍ کچه کم تر کمه درې څلور نیواکګر له منځه ځي، دا چې دوی یې پټوي او نه یې وايي دا بیله خبره ده،  له دې پرته کوم مالي زیان چې ورته رسېږي هغه له استشهادي برید نه پرته په بل هېڅ ډول نشي ورته ور اړول کېدای، د بیلګې په توګه، ټانکونه, موټر او داوسېدو ځایونه یې ویجاړېږي، او دغه رنګه تاوان او زیان په راکټ، ټوپک، آن په هاوان او میزایلو هم نشي ورته رسېدای.

 دریم ټکی هم ګورو چې تر ټولو ښکاره دی، ځکه په لومړي سر کې چا  په فکر کې هم نشوای راوستلای چې امریکایان او نیواکګر وژل کېدای شي،او یا برید پرې کېدای شي، او دا د دوی د هغو بې بنسټو تبلیغاتو یوه برخه وه چې ویل به يې امریکايان او ملګري يې له جاز نه د یو سانتي متر په کچه شی ویني، مګر اوس دا دي د هر څه درک ولګېد، په سلهاوو سرتېرې زمریان دخپلو پخو او لویو اډو په دروازو کې تر هغه پورې نه وي مګر دخوب خونو ته یې ور ننوزي!

  ولس اوس د همدغه استشهادي بریدونو له امله دومره زړور شو چې آن له امریکايانو سره د دوی په بیسونو کې اوسېدونکي ویښ ضمیره او با احساسه ځوانان په دوی باندې ناتاره ډزې کوي، او داسې يې وژنې چې د کفارو ولس مشران او صدر اعظمان، د دفاع وزیران یې حیران کړي دي، ډېره د پام وړ لا دا چې د افغان غیرتي ولس مجاهدې او غیرتمنې مېرمنې هم د نیواکګرو په وړاندې ټوپک ته لاس کوي او بې درېغه یې وژنې، چې تر ټولو ښه بیلګه يې په هلمند کې د بیدو عمه تاریخي او ویاړلې پېښه ده.

څلورم ټکی هم خورا جوت دی، بې غیرته غلیم له بل هېڅ شي نه دومره نه یرېږي لکه له استشهادي بریدونو نه، او دا دی دا خو ټول د سرپه سترګو ګوري چې نیواکګر همدغه استشهادي بریدونو په ګونډو کړي، نو ځکه خو دښمن هم له همدې کبله خورا اندېښمن دی، شپه او ورځ لګیا دی، د دې هڅه یې کړېده او لا کوي يې چې د دغه استشهادي بریدونو مخه په یوه او په بله پلمه ونیسي، مګر نه دي توانېدلي، تردې چې ځینې د دوی ملګري او له دین نه ناخبره یا خبر مګر په ډالرو مست سیاف رنګه پروفیسران یې دېته هڅولې او یا مجبور کړي چې استشهادي بریدونو ته ځانمرګي ووايي.

 دا خو لا څه چې رسنۍ یې دېته اړ ایستلې دي چې همدغه د دوی په ژبه استشهادي بریدونو ته ځانمرګي ووايي، څوک هم نشې کولای چې استشهادي ورته ووايي، که يې وویل نو په همغه ورځ به يې بیا خیر نه وي، مګر دا او دېته ورته هېڅ بې بنسټه ګام نشې کولای چې د مجاهدینو په دغه بریالي او پرېکنده تکتیک کې بدلون را ولي.

 ټول ولس بلکې ټولې نړۍ ولیدل چې همدغه استشهادي بریدونه وو چې د نیواکګرو په تر ټولو ټینګه او کلکه کلا د بګرام په مرکز کې یې د اور لمبې بلې کړي، کوم چې د ټولې آسیا په کچه د دښمن تر ټولو لوی، ټینګ او کلک مرکز بلل کېږي، همدا رنګه د کندهار او جلال آباد پر هوايي اډه، د کندهار په زندان، او هملته په کندهار کې د نیواکګرو په روزنیز کیمپ باندې، په خوست, وردګو او لوګر کې د نیواکګرو په اډو باندې او همدا رنګه د دښمن په نورو ګڼو ځایونو باندې استشهادي برېدونو دښمن داسې سربداله کړی چې لار ترېنه ورکه ده، دا دي اوس اوس په هلمند کې دښوراب پر اډه برید یې نوې بېلګه شوه.

پاتې دې نه وي چې همدغه تکتیک مجاهدینو د نړۍ په نورو ګوټونو کې هم کارولي او كاروي یې، لکه په فلسطین، عراق او چېچېنیا کې.

او دا هم باید له یاد نه ونه باسو چې انساني ژوند د اسبابو او وسایلو له مخې له یو وخت نه تر بل وخت، له یو ځای نه تر بل ځای پورې توپیر سره کوي، خو اسلامي بنسټونه کوم بدلون نه کوي، د بیلګې په ډول د رسول الله صلی الله علیه وسلم او له هغه نه را وروسته تر ډېره پورې په وچه کې سورلې په خر، اس، اوښ، او په اوبو کې په کښتۍ باندې کېدله، مګر اوس بیا نور وسایل را پیدا شوي، لکه بایسکل، موټر سایکل، موټر، جاز، خو د سفر لمونځ په هغه وخت کې هم همغه دوه رکعته وو، او اوس هم همغه دوه رکعته دی، که یو څوک په جاز یا موټر کې سفر کوي هم نو همغه د سفر مونځ به کوي، او که څوک په اس او اوښ باندې سفر کوي هم همغه د سفر مونځ به کوي، په دې مانا چې د دغو نویو وسایلو په راتګ سره د سفر په مونځ کې کوم بدلون نه راځي، همدا رنګه په هغه وخت کې جګړه په توره، نېزه، غشي، اس او اوښ باندې کېدله، ځکه چې همدغه د هغه وخت وسایل وو.

 مګر نن بیا په ټوپک، راکټ، ماین، ټانک او جاز باندې کېږي، له کفارو سره جګړه او جهاد همغه جګړه او جهاد دی کوم چې په هغه وخت کې وو، مګر وسایل يې توپير سره لري، په هغه وخت کې بارود نه وو، په هغه وخت کې ماینونه نه وو، په هغه وخت کې به مخامخ په توره جګړه کېدله، اوس له لېرې لیرې واټنونو نه په مرمیو باندې کېږي، نو ځکه خو د دغه اوسنیو استشهادي بریدونو په څېر بریدونه په هغه وخت کې نه وو، او نه يې په هغه وخت کې موجودو اسبابو ته په کتو سره امکان و.

 هو داسې بریدونه وو چې اوسنیو استشهادي بریدونو ته ورته وو، اوس كه سياف يا كوم بل کس وايي چې په حدیث شریف کې داستشهادي برید ذکر نه دی شوی، یا دبارودو او واسکټ ذکر نه دی پکې راغلی، نو ځکه ناروا دي، بیا دوی جنابان باید په ټوله نړۍ کې دجهاد ټغر له یوې مخې ټول کړي، لکه اوس چې لګیا دي. 

باید په هېڅ ځای کې دجهاد د روا والي او فرض والي خبره ونه کوي، نه په فلسطین  کې نه په چیچنیا کې نه په عراق کې او نه په نورو ځایونو کې؛ ځکه په هېڅ کوم حدیث شریف کې دکلاشینکوف نوم نه دی ذکر شوی، په هېڅ کوم حدیث شریف کې دټانګ، توپ، طیارې او بارودو نوم نه دی اخیستل شوی، بلكې په احادیثو کې تورې، نیزې، غشي، لیندې، آسونه او اوښان یاد شوي، دغه غربپال او ډالر مست پروفیسران به په دې اړه څه وايي؟

   په هغه وخت کې دا خبره خلکو ځان وژنه بلله چې یو کس د دښمن پر لوی لښکر او ډېرو کسانو په یوازې سر برید وکوي، ځکه دعقل او اسبابو له پلوه دا بالکل لیرې ده چې یو کس دې په شلو یا سلو او یا له دې هم په زیاتو په وسلو سبمال سرتېرو باندې په یوازې سره برید وکوي او بیا دې دی ژوندی پاتې شي، کم تر کمه که هغوی یوازې خپلې تورې د ده مخې ته هسې د سپر په توګه ونیسي نوهم دغه کس نشی کولای چې هغوی ته څه زیان ورسوي، مګر له چا سره چې د ایمان زور وي او په سمه توګه یې وکاروي نو بیا یو کس کولای شي چې ډېر نور له تورو او غشیو سره په مخه کړي، که دی پکې ووژل شي هم څه باک یې نشته ځکه چې دی به شهید شي او دښمن به یې یا مات کړی وي یا به یې سخت زیان ور رسولی وي، نو له همدې کبله علمای کرامو دغه رنګه بریدونه روا بللي.

 امام محمد بن حسن الشیباني چې د حنفي مذهب یو مشهور او لوی عالم دی او د امام ابو حنیفه رحمه الله تعالی ځانګړی شاګرد و, او په اوسنۍ نړۍ کې دنړیوال قانون موسس او بنسټګر بلل کېږي، هغه په خپل کتاب السیر الکبیر کې چې دنړیوال قانون مور ګڼل کېږي او ګڼو ژبو ته ترجمه شوی داسې وايي: ( لا بأس بأن يحمل الرجل وحده وإن ظن أنه يقتل إذا كان يرى أنه يصنع شيئا يقتل أو يجرح أو يهزم، فقد فعل ذلك جماعة من الصحابة بين يدى رسول الله صلى الله عليه وسلم يوم أحد ومدحهم على ذلك ) السير الكبير, اول جزْ, 163 صفحه.

په دې کې څه خبره نشته چې یو سړی په یوازې سر پر دښمن برید وکوي، که څه هم چې د ده دا ګومان وي چې دی به ووژل شي، خو چې په دې پوهېږي چې په دغه برید سره دی د دښمن یو څوک وژلی، یا ټپې کولی او یا ماتولی شي، ځکه چې ډېرو صحابوو رضی الله عنهم د احد په ورځ درسول الله صلی الله په مخکې داسې کار کړی و، او رسول الله صلی الله علیه وسلم دوی په دې کار باندې ستایلي وو، یانې په هغه وخت کې خلکو دا ځان وژنه بلله چې یو کس په یوازې تن په یوه ډله باندې برید وکوي، ځکه چې په دغه حالت کې د ژوندې پاتې کېدو امکان ډېر محدود و، مګر صحابوو رضی الله عنهم دا کار کولو او رسول الله صلی الله علیه وسلم نه ترېنه ایسارول بلکې لا یې پسې ستایل.

 امام جصاص صیب چې د حنفي مذهب یو بل وتلی او نومیالی عالم دی په خپل کتاب احکام القرآن کې د محمد بن الحسن الشیباني د پاسنۍ خبرې د تايید لپاره داسې وايي: (فَإِنَّ مُحَمَّدَ بْنَ الْحَسَنِ ذَكَرَ فِي السِّيَرِ الْكَبِيرِ أَنَّ رَجُلًا لَوْ حَمَلَ عَلَى أَلْفِ رَجُلٍ وَهُوَ وَحْدَهُ لَمْ يَكُنْ بِذَلِكَ بَأْسٌ إذَا كَانَ يَطْمَعُ فِي نَجَاةٍ أَوْ نِكَايَةٍ ، فَإِنْ كَانَ لَا يَطْمَعُ فِي نَجَاةٍ وَلَا نِكَايَةٍ فَإِنِّي أَكْرَهُ لَهُ ذَلِكَ لِأَنَّهُ عَرَّضَ نَفْسَهُ لِلتَّلَفِ مِنْ غَيْرِ مَنْفَعَةٍ لِلْمُسْلِمِينَ ، وَإِنَّمَا يَنْبَغِي لِلرَّجُلِ أَنْ يَفْعَلَ هَذَا إذَا كَانَ يَطْمَعُ فِي نَجَاةٍ أَوْمَنْفَعَةٍ لِلْمُسْلِمِينَ ، فَإِنْ كَانَ لَا يَطْمَعُ فِي نَجَاةٍ وَلَا نِكَايَةٍ وَلَكِنَّهُ يُجْزِئُ الْمُسْلِمِينَ بِذَلِكَ حَتَّى يَفْعَلُوا مِثْلَ مَا فَعَلَ فَيُقْتَلُونَ وَيُنْكُونَ فِي الْعَدُوِّ فَلَا بَأْسَ بِذَلِكَ إنْ شَاءَ اللَّهُ لِأَنَّهُ لَوْ كَانَ عَلَى طَمَعٍ مِنْ النِّكَايَةِ فِي الْعَدُوِّ وَلَا يَطْمَعُ فِي النَّجَاةِ لَمْ أَرَ بَأْسًا أَنْ يَحْمِلَ عَلَيْهِمْ ، فَكَذَلِكَ إذَا طَمِعَ أَنْ يُنْكَى غَيْرُهُ فِيهِمْ بِحَمْلَتِهِ عَلَيْهِمْ فَلَا بَأْسَ بِذَلِكَ ، وَأَرْجُو أَنْ يَكُونَ فِيهِ مَأْجُورًا ؛ وَإِنَّمَا يُكْرَهُ لَهُ ذَلِكَ إذَا كَانَ لَا مَنْفَعَةَ فِيهِ عَلَى وَجْهٍ مِنْ الْوُجُوهِ وَإِنْ كَانَ لَا يَطْمَعُ فِي نَجَاةٍ وَلَا نِكَايَةٍ ، وَلَكِنَّهُ مِمَّا يُرْهِبُ الْعَدُوَّ ، فَلَا بَأْسَ بِذَلِكَ لِأَنَّ هَذَا أَفْضَلُ النِّكَايَةِ وَفِيهِ مَنْفَعَةٌ لِلْمُسْلِمِينَ وَاَلَّذِي قَالَ مُحَمَّدٌ مِنْ هَذِهِ الْوُجُوهِ صَحِيحٌ ) احكام القرآن للجصاص, اول جزْ, 327 صفحه.

بېشکه چې محمد بن الحسن په السیر الکبیر کې دا خبره کړېده چې که یو سړي په زرو کسانو باندې حمله وکړه او دی یوازې و، په دې کار کې څه خبره نشته ده، یانې روا دی، هو په هغه وخت کې چې یا خو دی د ځان د ژغورلو هیله ولري او یاهم د دښمن د ځپلو، او که داسې و چې نه يې د ځان د ژغورلو هیله وه او نه هم د دښمن د ځپلو، نو زه بیا د ده لپاره دا کار ښه نه بولم، ځکه چې ده خپل ځان پرته له دې چې مسلمانانو ته څه ګټه پکې وي تباهۍ ته وړاندې کړ، خبره دا ده بله نه ده چې وړ دا ده چې یو سړی دغه کار په هغه وخت کې وکوي، چې یا خو د ځان د ژغورلو هیله ولري او یا مسلمانانو ته د کومې بلې ګټې.

 که دا سې و چې د ځان د ژغورلو هیله یې هم نه وه، او د دښمن د ځپلو هیله يې هم نه وه، مګر په دغه کار سره یې نور مسلمانان زړور کول، تر څو هغوی هم د ده په څېر پر دښمن ور ودانګي، چې دوی هم ووژل شي او دښمن وځپي، نو په دې ډول کار کې هم څه خبره نشته انشاءالله، ځکه په هغه وخت کې چې د دښمن د ځپلو هیله یې لرله، خو د ځان ژغورلو هیله یې نه لرله نو په دې کار کې زما په نزد څه خبره نه وه چې پر هغوی حمله وکړي ، نو همدا رنګه که یې دا هیله وه چې د ده په ور دانګلو سره بل کس دښمن ځپلی شي نو په دې کې هم څه خبره نشته، او زه هیله لرم چې په دې کار سره به ده ته اجر ورکړل شي.

 هو په هغه وخت کې د ده لپاره دا کار مکروه دی چې په هېڅ رنګه د ده په دغه کار کې مسلمانانو ته کومه ګټه نه وي، او که داسې و چې نه يې د ځان د ژغورلو هیله لرله او نه هم د دښمن د ځپلو مګر په دې کار سره يې دښمن یرولو نو بیا هم څه خبره نشته، ځکه د دښمن یرول تر ټولو ښه ځپل دي، او دغه د دښمن په یرولو کې د مسلمانانو لپاره لویه ګټه ده، او دغه کومې خبرې چې محمد بن الحسن په دې هکله کړې دي سمې دي.

 

 ابن حجر رحمه الله چې د شافعي مذهب یو وتلی او نومیالی عالم او د بخاري شریف د نړۍ په کچه نوم وتې شرحه ( فتح الباري ) یې لیکلې ده، هغه په خپل همدغه کتاب ( فتح الباري ) کې په دې اړه چې یو کس د دښمن په ډېرو کسانو باندې برید وکوي داسې وايي: (وأمَّا مَسْألَةُ حَمْلِ الْواحِدِ عَلى الْعَدَدِ الْكَثِيرِ مِنَ الْعِدُوِّ؛ فصَرَّحَ الْجُمْهُورُ أَنَّهُ إذَا كَانَ لِفَرْطِ شَجَاعَتِهِ وَظَنِّهِ أَنَّهُ يُرْهِبُ الْعَدُوَّ بِذَلِكَ أَوْ يُجْرئُ الْمُسْلِمِينَ عَلَيْهِمْ أَوْ نَحْوَ ذَلِكَ مِنْ الْمَقَاصِدِ الصَّحِيحَةِ فَهُوَ حَسَنٌ ) فتح الباري, باب قوله: وأنفقوا في سبيل الله,  كتاب التفسير: 8/185.  

او هر چې ددښمن پر ډېرو کسانو د یو کس دبرید مساله ده، نو جمهورو علماوو په ښکاره ویلي دي چې که دغه برید د ده د ډېر زړورتوب او د ده له دې ګومان نه و چې دی په دې کار سره دښمن ډارولی شي، او یا نور مسلمانان په دغه کار سره پر دښمن ور زړورولای شي او یا د دې په څېر له نورو نیکو موخو نه د کومې موخې لپاره وي نو دا بیا ښه کار دی) یانې که د کفارو په یوه ډله باندې یو کس برید وکوي، او موخه یې دا وي چې دښمن وډاروي، یا مسلمانانو ته زړه ورکړې، تر څو پر دښمن ورزړور شي، او یا کومه بله دېته ورته موخه وي، نو دا بیا ښه کار دی.

امام ابن العربي صیب چې د مالکي مذهب یو وتلی او نومیالی عالم دی په خپل کتاب احکام القرآن کې وروسته له دې چې په لوی لښکر باندې د یو کس د ور دانګلو په اړه د علماوو نظرونه بیانوي داسې وايي: ( وَالصَّحِيحُ عِنْدِي جَوَازُهُ ؛ لِأَنَّ فِيهِ أَرْبَعَةَ أَوْجُهٍ : الْأَوَّلُ : طَلَبُ الشَّهَادَةِ ، الثَّانِي : وُجُودُ النِّكَايَةِ، الثَّالِثُ : تَجْرِيَةُ الْمُسْلِمِينَ عَلَيْهِمْ ، الرَّابِعُ : ضَعْفُ نُفُوسِهِمْ لِيَرَوْا أَنَّ هَذَا صُنْعُ وَاحِدٍ ، فَمَا ظَنَّك بِالْجَمِيعِ ) احكام القرآن لابن العربي, باب مسألة تفسير التهلكة, اول جزء، ۲۲۴ صفحه.

زما په نزد سمه خبره رواوالی دی، ځکه په دې ( په لوی لښکر باندې د یو کس په وردانګلو ) کې څلور خبرې دي: لومړی: د شهادت غوښتنه، دوهم: د دښمن ځپل، دریم: په دښمن باندې د مسلمانانو ور زړور کېدل، څلورم: د کفارو د نفسونو کمزوري کېدل، ترڅو ووينې چې دا خو د یو کس کار دی، نو د ټولو په اړه به بیا څه فکر کوې؟ یانې کفار چې د یو کس دغه زړورتیا او غیرت وویني، نو خامخا به يې په زړونو کې ډار ورلوېږي چې سړیه دا خو یو کس داسې څه کولای شي دا که ټول راشي نو بیا خو به بالکل زمونږ بېخ وباسي.

 امام ابن تيمية چې دحنبلي مذهب وتلی او نومیالی عالم دی په دې اړه داسې وايي:  ( روى مسلم في صحيحه قصة أصحاب الأخدود، وفيها؛ أن الغلام أمر بقتل نفسه لأجل مصلحة ظهور الدين، ولهذا جوز الأئمة الأربعة أن ينغمس المسلم في صف الكفار وإن غلب على ظنه أنهم يقتلونه، إذا كان في ذلك مصلحة للمسلمين، فإذا كان الرجل يفعل ما يعتقد أنه يقتل به لأجل مصلحة الجهاد، مع أن قتله نفسه أعظم من قتله لغيره، كان ما يفضي إلى قتل غيره لأجل مصلحة الدين التي لا تحصل إلا بذلك ودفع ضرر العدو المفسد للدين والدنيا الذي لا يندفع إلا بذلك أولى(  مجموع الفتاوى: 28/540.

امام مسلم په خپل صحیح کې د اصحاب الاخدود کیسه روایت کړې، او په هغه کې راغلې چې هغه هلک ددین دغلبې لپاره دخپل ځان دوژلو حکم وکړ، له همدې کبله څلور واړو امامانو دا خبره روا بللې چې یو مسلمان د کفارو پر صف ور ودانګي که څه هم چې غالب ګومان يې دا وي چې هغوی یې وژني، خو چې په دې کار کې دمسلمانانو لپاره ګټه وي، او هر کله چې یو سړي ته دا روا وي چې داسې څه وکوي چې دده باور وي چې دجهاد دمصلحت لپاره پرې وژل کېږي، سره له دې چې د ځان وژل دبل له وژلو نه ډېر خطرناک دي، نو دا چې ددین دمصلحت لپاره دځان په وژلو سره دښمن ووژني، او یا ددښمن ضرر چې دین او دنیا دواړه فاسدوي پرې دفع کړي او پرته له دې په بله توګه یې چاره نه شي کېدای نو دا په طریقه اولی سره روا دي.

 مطلب یې دا دی چې هر کله د یومسلمان لپاره دا روا وي چې د دین دغلبې لپاره ځان ووژني لکه د اصحاب الاخدود په کیسه کې چې هغه هلک همداسې وکول، دا په داسې حال کې چې دبل له وژلو نه د ځان وژل لویه ګناه ده، نو دا خو په طریقه اولی روا ده چې دځان په لمنځه وړلو سره دښمن ووژني، اویا دځان په له منځه وړلو سره ددښمن ضرر دفع کړي، او دا په هغه وخت کې چې په بله طریقه یې چاره نشي کېدای.

 او نن مونږ ټول ګورو چې داشغالګرو دله منځه وړلو لپاره پرته له دې چې یا ماینونه ورته کېښودل شي، او یا استشهادي بریدونه پرې وشي بله لار نشته، ځکه مخامخ او تن په تن جګړه خو دوی نه کوي، دوی له طیارو، ټانکونو او کمپیوټري وسلو نه کار اخلي، نو مجاهدین مجبور دي چې له همدې لارې یې چاره وکوي، او کوم چې په عامو ځایونو کې چاودنې او ماینونه اېښودل دي هغه خپله ددښمن کار دی، هسې دمجاهدینو دبدنامولو لپاره یې په ډېر مهارت تر سره کوي. 

نور بیا…

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *