سیاف خانه! استشهاد که انتحار؟ ( اوومه برخه ) — احمد ضیاء بریالی

 

سیاف خانه! استشهاد که انتحار؟ ( اوومه برخه )

 

احمد ضیاء بریالی

 

څلورم: ځینې وخت داسې کوي چې له چاودېدونکو توکیو نه ډک موټر خپل یو جاسوس ته په لاس ورکړي او له ځانه سره یې روان کړي، هغه ته وايي چې ته له مونږ نه مخکې او یا هم وروسته راپسې راځه، بدبخته او کم بخته جاسوس خبر نه وي چې چېرته يې روان کړی او په موټر کې څه دی؟ ځکه هغه نه د دې واک لري او نه دومره زړه لري چې د چېرته تګ پوښتنه و کوي، بس همداسې له دوی نه مخکې روان وي او یا ورپسې وي.

 کله چې د عامو خلکو کوم موټر مخې ته ورته راشي او یا کوم د خلکو د ګڼې ګوڼې ځای ته ورسېږي نو نیواکګر سمدستي بټنه ووهي او چاودنه را منځ ته شي، ټول خلک وايي چې دا دي موټر راغی، کس پکې ناست و او د امریکایانو د موټرو او ټانکونو تر څنګ يې چاودنه وکوله، دغه ظالمان ځکه په دې توګه دغه کار تر سره کوي تر څو خلک یې ومني چې دغه موټر خو د امریکایانو یا خارجیانو د وژلو لپاره راغلی و، مګر وار ترېنه خطا شو او د عامو خلکو په منځ کې یا هم د عامو خلکو په موټر باندې یې چاودنه وکوله.

 که سړی لږ فکر وکوي چې دا اوس تر کومه ځایه پورې د منلو ده چې یو استشهادي برید کونکی دې ځان او موټر هر څه برابر کړي، او بیا په داسې یو ځای کې چې هلته دښمن ته د ورسېدو لپاره د یو څو شیبو لاره پاتې وي او دی د عامو خلکو په منځ کې چاودنه وکوي؟

 دا خبره ځکه د منلو نه ده چې همدغه مجاهد کولای شي یوازې په یو ریز باندې ځان تر دښمن پورې ورسوي، نو بیا د عامو خلکو ترمنځ چاودنه د څه لپاره کوي؟ ځينې کېدای شي ووايي چې وارخطا شي نو ځکه بې ځایه چاودنه ترېنه وشي، دا خبره ځکه سمه نه ده چې مونږ او تاسو ټول ګورو چې یو مجاهد مخکې له دې چې استشهادي برید وکوي سمه روزنه یې کېږي، هر څه سم ورته ښودل کېږي، او وارخطا کېږي خو ځکه نه چې دوی دغه کار په خورا ویاړ او خوشحالۍ سره کوي نو بیا وارخطا د څه لپاره شي؟ او وار خطايي به یو ځل وه، دوه ځله به د وه ، درې ځله به وه، یو کس به وار خطا کېدو، دوه به وارخطا کېدل درې به وار خطا کېدل! نه دا چې هر ځل او ټول وار خطا شي!

پنځم: ځیني وخت زبون وهلی دښمن داسې کوي چې د سړک پر غاړه او یا هم په ځينو بازارونو کې یا د شپې لخوا او یا هم په دا سې وخت کې چې خلک نه وي ماینونه مخکې له مخکې ښخ کړي، بیا یا د ریمود کنترول په مټ چاودنه وکوي او یا یې په ساعت باندې برابر کړی وي، او داسې هم کوي چې د خلکو د تګ راتګ یا د ماشومانو د تګ راتګ په لارو کې ماینونه ښخ کړي او بیا چاودنه وکوي، او پړه يې پر مجاهدینو ور واچوي چې دا دی دا ماینونه خو طالبانو ښخ کړي دي، او خلک یې ځکه مني چې له ماینونو نه خو مجاهدین کار اخلي نه امریکایان او ملګري یې، او ټول خلک وايي چې دوی خو ماینونو ته اړتیا نه لري، نو ځکه به دا کار طالبانو کړی وي، او طالبانو ته خو مالومه وي چې دا کار دوی نه دی کړی، نو ځکه یې مسوؤلیت هم پر غاړه نه اخلي، او ځینې ساده ګان بیا وايي چې طالبان چاودنه وکوي او کله يې چې زیان عامو خلکو ته زیات واوړي نو بیا یې دوی مسولیت په غاړه نه اخلي، او حال دا چې هغه کار طالبانو اصلا کړی نه وي.

او ددې لپاره تر ټولو ښه او پیاوړی دلیل خپله د کرزي خان هغه څرګندونې دي، چې په دوه زره لسم کال کې یې ټول ولس او ټولې نړۍ ته په ډاګه وویل، نوموړي وویل چې دلارې دغاړي ماینونه خارجي کمپنۍ  ښخوي، دا دي زه په دې اړه د روهي ویب پاڼې هغه خبر چې په همغه وخت کې يې په دې اړه خپور کړی  دی کټ مټ را اخلم:

 (عبدالله اڅړ / نېټه:05.12.2010 / خپرونكئ: عبدالله اڅړ

http://www.rohi.af/images/dot_blue.gifحامد کرزی: بهرنۍ امنيتي کمپنۍ په افغانستان کې د بمونو اېښودلو اود خلکو پر وژنه اخته دي.

د افغانستان ولسمشر حامدکرزي د پاکستان له لومړي وزير يوسف رضا ګېلاني سره په يوه ګډ خبري کنفرانس کې وويل، چې د بهرنيانو امنيتي خصوصي کمپنۍ په افغانستان کې بمونه ږدي او خلک وژني ، خو بهرنۍ رسنۍ په دې اړه هېڅ نه وايي. ده همدارنګه د بهرنيوپوځونو پر نيتونوشک څرګند کړ . ده وويل چې افغانستان به هېچا ته اجازه ورنه کړي د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کار واخلي ، خو له پاکستان څخه هم همدا تمه لري )

دا چې خپله د ګوډاګۍ کابل د ادارې ګوډاګی مشر چې تر بل هر چا خپلو بهرنیو ملګرو ته ور لنډ او په ډېرو رازونو یې خبر دی، هغه خپله وايي چې ماینونه خارجیان ږدي، او له حقیقت نه ناخبره یا با خبره خو دنیواکګرو په خدمت کې رسنۍ بیا په پټو سترګو سورڼي وهي چې دا کار مجاهدین کوي!!

شپږم: داسې هم پېښېږي چې امریکایان د تالاشۍ په نامه موټر ودروي، ناست کسان له موټر نه راښکته کړي، هغوی یوې خواته بوزي، د ځینو خو پر سر خلته ور واغوندي، او ځینو ته بیا وايي چې پروت وکوۍ او هېڅ لوري ته به نه ګورۍ، هغوی بېچاره ګان همغسې وکوي، یو یا دوه کسه فوځیان ورته ولاړ وي، هغه نور د موټر د تالاشۍ په نامه یو څه تیار برابر شوي چاودېدونکي توکي د موټر په یوه برخه کې پټ کېږدي، او بیا دوی ته وایي چې راشۍ په موټر کې مو سپاره شۍ او ځئ.

 هغوی بېچاره ګان خوشحاله شي ځکه چې د ځناورو له منګلو نه را خلاص شول، او په خورا بیړه روان وي تر څو بیا غږ ور پسې ونه کوي، ظالمان له شانه ورپسې وي، کله چې کوم بازار یا د خلکو د ګڼې ګوڼې ځای ته ورسېږي نو همغه چاودېدونکو توکیو ته د ریموډ کنترول په مټ چاودنه ورکړي او لویه تباهي را منځ ته کړي، او کله کله يې چاودیدونکي توکي په ساعت برابر کړي وي، دغه رنګه کرغېړنې پېښې په عراق کې هم كړې دي.

اووم: هغه چاودنې چې په مدرسو کې کېږي هغه هم همدوی کوي مدرسې ته په یوه پټه توګه د خپلو ځانګړو کسانو له لارې څه چاودېدونکي توکي ور د ننه او ځای پر ځای يې کړي او بیا په داسې وخت کې چاودنه کوي چې دوی یې وړ او مناسب بولي، اوخلکو ته وايي چې دا خو استشهادي برید و.

اتم: کوم چې په جوماتونو کې چاودنې دي هغه خپله همدغه ظالمان کوي، په ځینو جوماتونو کې څه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي انفجار ورکړي او بیا وايي چې دا استشهادي برید و.

 او د دې لپاره چې خلک یې خبره ومني، دغه چاودنه په داسې وخت کې کوي چې کوم کس جومات ته د ننوتلو په حالت کې وي، ځینې کسان هغه وویني او بیا وايي چې په رښتیاهم چې هغه کس څنګه را ننووت په همدغه وخت کې چاودنه وشوه.

  دیادونې ده چې ملا صاحب د 2010 ميلادي کال د لوی اختر په پیغام کې ولس او نړیوال د دښمن له دغه رنګ ظالمانه او وحشي پلانونو نه خبر کړل، او ټولو ته یې په ډاګه کړه چې ماتې خوړلی او زبون وهلی دښمن دغه رنګه کرغېړنې کړنې د مجاهدینو دبدنامولو لپاره تر سره کوي، دا دي دنوموړي پیغام هغه برخه دلته ستاسو مخې ته ږدم چې په زغرده یې دا خبره پکې کړې ده: (…مکار دښمن غواړي چې د مجاهدینو د بدنامولو لپاره د ولسي خلكو په تجمع ګانو ( دیني مراکزو، مساجدو او ورته ځایونو کې ) د مجاهدينو د بدنامولو لپاره د استشهادي عملیاتو په نوم خونړي بریدونه ترسره کړي، نو مجاهدين بايد د دښمن دې عمل ته هم بيدار واوسي او له مشابه عمل نه ځان په کلکه وساتي…) او ټول پیغام همدا اوس هم په نېټ کې شته دی که څوک وغواړي کتلای يې شي.

دلته یوه یادونه باید وشي، هغه دا چې د عامو او ولسي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه تر ډېره پورې خبري رسنۍ هغه خبرونه خپروي کوم چې دښمن یې ورته وايي، ځکه دوی خپله هغه سیمي ته نشي ورتللای،او که ځینې د ورتګ توان ولري هم نو دښمن یې نه پرېږدي، بلکې هغه څه ورته وايي چې دوی يې خپرول غواړي، او د دې تر ټولو ښه بیلګه دا ده چې څه وخت مخکې کله چې د بشر د حقوقو د ځینو ټولنو لخوا د ملکي تلفاتو پایله اعلان شوه نو اویا په سلو کې یې پړه پر مجاهدینو ور اچولې وه، ځکه خو امارت د دوی د دغو ناسمو مالوماتو د رښتیا کولو لپاره د بشر د حقوقو ټولنې او د ښمنانو ته وړانديز وکړ تر څو یوه بې پرې ټولنه جوړه کړي چې د دغه تلفاتو په اړه سمه پلټنه وکړي, او همدا غوښتنه ددوی یو هيئت څه وخت مخکې په جاپان کې په هغه تحقیقاتي کنفرانس کې بیا تکرار کړه، ټولې نړۍ ته یې وویل چې په دې اړه دې یوه درې اړخیزه ټولنه وټاکل شي.

 مګر دښمن چې تل له حقیقت نه تل یرېږي ځکه چې د دوی ټول کارونه د درواغو پر بنسټ ولاړ دي نو یې دا خبره ونه منله، او د بشر د حقوقو تش په نامه ټولنو هم داسې څه ونه کول چې د دغې سمې او معقولي غوښتنې په اړه وړ او رېښتونی ګام پورته کړي، تر څو خونخواران او د ولسي خلکو قاتلان ټولې نړۍ ته رسوا شي، ځکه دوی هم له امریکایانو نه یا خو یرېږي او یا هم د همغوی خلک دي، او ډېر د تعجب ځای دا دی چې خپله دښمن دومره ښکرور درواغ وايي چې ټول پرې پوهېږي مګر بیا هم څوک څه نشي ویلای او د دوی درواغ مني، د بېلګې په توګه څومره استشهادي بریدونه چې کېږي او یا شوي دي په خورا زیاتو کې یې دښمن دا خبره کوي چې په دغه برید اوهغه برید کې دومره ولسي خلکو ته مرګ ژوبله واوښته، او خپله د ناټو ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتي، او ډېر وخت خو دا هم وايي چې مالي زیان هم نه دی ور اوښتی، دلته که لږ له غور نه کا ر واخیستل شي څو ټکي مخې ته راځي:

1: دا څنګه کېدای شي چې په هر استشهادي برید کې دې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله ور واوړي او حال دا چې ټول د سر په سترګو ګوري چې امریکایان او ملګري يې هېڅ موټر او کس خپل ځان ته د سلو مترو په واټن لنډ نه پرېږدي، او که څوک د ور لنډېدو هڅه وکړي نو سمدستي يي ولي، تر دې چې په لومړیو وختونو کې خو يې په ځينو ځينو سیمو کې واړه واړه ماشومان چې دوی ته د ور لنډيدو هڅه يې کوله وویشتل او شهیدان یې کړل، په لومړيو وختونو کې خلک نا بلده وو د کفارو په دغه وحشت او ظلم باندې نه پوهېدل، اوس خو ټول ولس پوه شو چې که څوک د دوی لوري ته هسې د یو څه ور لنډېدو هڅه وکړي سمدستي يې ولي ، او بل دا چې ولسي خلک خپله پوهېږي چې پر دښمن باندې وخت ناوخته چاودنې کېږي نو له دې کبله هم لنډ نه ورځي، دا بیا نو څنګه شونې ده چې په هره چاودنه کې ولسي خلک ووژل شي! او حال دا چې نه دښمن ولسي خلک ځان ته لنډ پرېږدي او نه هم ولسي خلک ور لنډېږي! دا ټول د دښمن پروپاګندې دي چې د مجاهدینو د بدنامولو لپاره یې کوي.

2: کله کله خو دښمن په هغو استشهادي بریدونو کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې خبرې هم کوي چې د دوی پر مرکزونو او قرار ګاوو باندې تر سره کېږي، او دا خو ټول ولس ته له لمر نه هم خورا روښانه ده چې آیا نیواکګر د خپلو اډو او مرکزونو په شاوخوا کې عام ولسي خلک پرېږدي؟ هغوی خو د چا خبره د خپلو اډو په شاوخوا کې په هوا کې مارغه هم نه پرېږدي، دا نو بیا څنګه شونې ده چې ولسي خلک دې د دوی نظامي مرکزونو ته لنډ ورشي؟ او که دا هم ومنو چې ځه ولسي خلک د دوی اډو ته آزاد تګ را تګ کولای شي، نو بیا د څه لپاره ورځي؟ د دې لپاره چې له نیواکګرو سره یې ډېره مینه ده؟ د روغ ناروغ پوښتنه یې کوي؟ او که دوی ولسي خلکو ته په خپلو اډو کې میلمستیاوې کوي؟

3: نیواکګر هغو خلکو ته هم ملکي او ولسي خلک وايي چې له دوی سره کار کوي، دوی ته اډې جوړوي، د دوی اکمالات کوي؟ او حال دا چې دوی هر هغه کس مجرم بولي او بند ته یې اچوي یا يې وژني چې یوازې هسې په خوله د طالبانو په ګټه یوه خبره وکوي، د طالبانو په ګټه نه بلکې حقیقت ووايي، او هغه کسان چې د طالبانو لپاره کار کوي مرسته ورسره کوي، ځای ورکوي، یوه مړۍ وچه ډوډۍ ورکوي، یو غوړپ یخې اوبه ورکوي دا کسان خو د دوی په وړاندې تر ټولو ستر بلواګر دي! او دوی خپل چوپړیان او غلامان بیا په ولسي خلکو کې ګڼي!

ځینې وايي چې څه وکوي خپل اولاد ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي، بې وسه دي، څه نه لري! دا هم عجیب خندنی قضاوت دی! یو کس راولاړېږي د دې لپاره چې خپل ځان او اولاد ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي د بل کس په وژلو، بند ته اچولو، کور ورانولو کې له دښمن سره مرسته کوي! او دا ځان ته روا بولي، خو که بیا ده ته څه مرګ ژوبله ور اوړي دا بیا ناروا دی، پر ده باندې باید څوک کار ونه لري، ځکه دی خپل ځان او اولاد ته د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره د نورو په کورونو کې د وینو په بهولو،او هغوی د غم په ټغر کینولو کې مرسته کوي! د بل که کور وران شي، اولاد يې یتیمان شي، مېرمن يې کونډه شي، څه باک نشته خو چې دی یوه مړۍ مرداره ډوډۍ پیدا کړي!

دغه خلک ولې دا فکر نه کوي چې په هغه وخت کې دوی څه خوړل او چا ورکول په کوم وخت کې چې نیواکګر لا نه وو راغلي؟ په کوم وخت کې چې د امریکایانو او نیواکګرو لپاره په افغانستان کې د اډو او فوځي مرکزونو جوړول چا نه پېژندل؟ که دوی په هغه وخت کې بې خوراکه او بې څښاکه پاییدل نو اوس دې هم وپايي او که په هغه وخت کې یې کوم بل کار و بار کولو نو اوس دې هم همغه ته او هغه ته ورته نورو چارو ته مخه کړي، لنډه دا چې هغه کسان چې د دښمن په فوځي او نظامي اډو او مرکزونو کې کار کوي هغوي په هېڅ ډول ملکي او ولسي خلک نشي کېدای اونه هم دي بلکې دوی د دښمن سترګې او لاسونه ګڼل کېږي.

نور بيا…

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *