سیاف خانه! استشهاد که انتحار؟ ( اتمه برخه ) — احمد ضیاء بریالی

 

سیاف خانه! استشهاد که انتحار؟ ( اتمه برخه )

 

احمد ضیاء بریالی

 

بله خبره د قومي مشرانو د وژلو ده، هغه کسان چې دښمن ته د قومي مشر په نامه کار کوي، د مجاهدینو ځای ځایګی ورښيي، مالومات ورته را ټولوي، دغه رنګه خلک که هر څوک وي او په هر نامه چې وي مجاهدین یې بايد په نښه کړي، ځکه دوی  ددښمن لپاره د پل حیثیت لري، که دوی دښمن ته د مجاهدینو په اړه مالومات ورنه کړي، نو دښمن کله هم نشي کولای چې مجاهدین یا شهیدان کړي، یا يي بندیان کړي او یا د دوی د کار مخه ډب کړي، ځکه دښمن نه د چا کور پېژني، نه يې کلی پېژني، نه يې قوم او قبيله پېژني، او نه یې هم سنګر پېژني، دښمن په ګران هېواد کې د ړانده په څېر دی، همدغه کسان چې مرسته ورسره کوي، د مجاهدینو او د دوی د کارونو په اړه مالومات ورکوي همدوی د دښمن سترګې دي، دښمن د دوی د مالوماتو په رڼا کې هر څه کوي.

 تر ټولو ښه او ښکاره بيلګه یې دا ده چې دوی وخت نا وخته په عامو وګړو باندې بمباریانې کوي، که څه هم چې ډېرې دغه رنګه بمباریانې خو قصدا کوي، مګر ځينې ځینې نورې بیا د خپلو جاسوسانو د مالوماتو پر بنسټ کوي، هر راپور چې هغوی ورته ور كړي، دوی د همغه په رڼا کې لاس په کار کيږي، چې ښکاره بیلګه يې په فراه کې د عزیز آباد پېښه ده، چې تر۹۰ پورې ولسي خلک، ښځې، ماشومان او بوډا ګان پکې شهیدان شول، په دې اړه ښاغلي محمد داود میرکي یو مستند فلم هم جوړ کړی چې په نېټ کې پروت دی، نو آیا د دغه رنګه خلکو له منځه وړل چې امریکایانو او ملګرو ته يې دولس او مجاهدینو په اړه په سمه او یا هم په نا سمه توګه مالومات ورکوي لازم او اړین نه دي؟

 پاتې دې نه وي چې دغه رنګه خلک خورا کم دي، او مجاهدین هم چې کله دغه رنګه خلک له منځه یوسي نو بیا یې خپله مني او اعلانوي یې، مګر هغه بې غرضه قومي مشران او ولسي مخور چې په پټه توګه شهیدانېږي هغه ټول همدغه ځناور کفار کوي، دوی په دغه کار کې دوه لويې موخې لري:

لومړی:  دوی غواړي د ولس او مجاهدینو ترمنځ درز را پیدا کړي، تر څو ولس د مجاهدینو له ملاتړ نه لاس واخلي، مګر په دې نه پوهېږي چې ولس ټول خپله مجاهد دی، نو بیا به څه رنګه له جهاد او مجاهدینو نه لاس واخلي.

  دوهم: دوی غواړي په دغه ناروا او کرغېړن کار سره د افغان غیرتي ولس د سر سړي له منځه یوسي، او دا کار د خپلو هغو پټو پوځیانو ( بالیک واټر ) په مټ تر سره کوي, دوی ټول هغه کسان له منځه وړل غواړي چې دوی ته سر نه ټیټوي، او له همدې کبله وخت په وخت په کلیو او بانډو کې قومي مخور او مشران راغواړي او کله کله دوی خپله ورځي له هغوی نه غواړي چې د مجاهدینو په اړه دوی ته مالومات ورکړي! خو دغه ناپوهه پردي په دې نه پوهېږي چې افغاني غیرتي مسلمانان کله هم د خپل مسلمان ورور په اړه پرد یو ته مالومات نه ورکوي، بلکې خپله په دوی پسې را پورته کېږي او ورسره جنګېږي.

  همدا قومي مشران او ولسي مخور دي چې ولس یې د مجاهدینو ملاتړ ته هڅولي او هڅوي یې، همدا اوس په ټولو هغو سیمو کې چې د امارت تر واک لاندې دي، امارت د همدوی په مرسته سره د خلکو ترمنځ خپل منځي ستونزې او شخړې هواروي، خپله مشر ملا صاحب د لوی اختر په پیغام کې خپلو مجاهدینو ته داسې سپارښتنه کوي: (تاسو باید تر هر څه له مخه د الله تعالی رضا او د خپل ځوریدلي ولس هوساینه او سوکالی په پام کې ولرﺉ، د ولس په منځ کې د ولسي مشرانو او مخورو ډیر درناوی، او په کشرانو شفقت وکړۍ…)

http://www.alemara1.org/index.php?option=com_content&view=article&id=246:2010-07-03-10-36-57&catid=6:officiale-statmenst&Itemid=7

  دا د امارت یو خورا پر ځای او ښه ګام دی چې قومي او ولسي مشرانو ته یې په خپل څنګ کې ځای ورکړي دی، او دوی هم په پوره رېښتینولۍ سره د امارت کلک ملاتړ کوي، او د چارو په پر مخ بیولو او د ستونزو په هوارولو کې اوږه په اوږه ورسره ولاړ او مرسته ورسره کوي.

  د قومي مشرانو وژل د خپل ځان وژل دي، په خپله د خپل مټ غوڅول دي، که له مجاهدینو سره د قومي مشرانو او ولسي مخورو مرسته او همغږي نه وي نو مجاهدین یوه ورځ هم نشي پاتې کېدلای، ګورۍ مونږ باېد د دښمن په پروپاګندو ونه غولېږو، دښمن په دې اړه خورا زیات بې ځایه او پوچ پروپاګندې کوي، تر دې چې خپله د ناټو مشرانو په خورا سپین سترګۍ او بې شرمۍ سره دا خبره څو څو ځله وکوله چې ملا صاحب په خپل یو ځانګړي پیغام کې خپلو قوماندانانو ته د قومي مشرانو د وژلو ویلي دي، او بیا يې دومره ښکرور درواغ وویل چې دوی ته دغه پیغام لاس ته ورغلی دی، مګر تر ننه پورې يې ونشو کولای چې دغه پیغام نړیوالو خبري رسنیو ته رامخې ته کړي تر څو ټول ولس او ټوله نړۍ درواغزن او ريښتیازن وپېژني.

 دوی دومره ناپوه او د امارت له تګلارې سره نابلد دي چې تر اوسه پورې په دې نه پوهېږي او یا ځان نه پوهوي، چې امارت خپلو مجاهدینو ته د خپلو جهادي چارو د پر مخ بیولو لپاره یوه ښکاره لایحه جوړه کړي ده اوهغه همدا اوس هم د امارت په ويب پاڼه کې پرته ده، هر څوک کولای شي چې ویې لولي، هم په پښتو ژبه شته او هم په دري ژبه، په هغه لایحه کې امارت خپله ټوله تګلاره په ښکاره او څرګنده توګه نړیوالو او خپل ګران ولس ته ښودلې ده، او امارت په همغه وخت کې د خپل یوې اعلاميې د خپرولو په ترڅ کې په کلکه سره د دغو درواغزنو کفارو دغه پروپاګنده وغندله، که چېرې وای چې امارت دا کار کولای او یایې روا بللی نو بیا ولې دغه کار په ټولو هغو سیمو کې نه کوي چې د دوی تر واک لاندې دي؟ دا څنګه کېدای شي چې په قندهار، هلمند، زابل او خوست کې دې قومي مشران او ولسي مخور ووژني، او په نورو سیمو لکه لوګر، غزني ، وردګ، ننګرهار، لغمان، کونړ ، کاپیسا، بغلان، قندوز، بلخ، بادغیس، هرات، فراه او … کې یې بیا نه وژني؟

دښمن خپله دغه کار په هغو سیمو کې کوي چې هلته دوی له مجاهدینو سره په سختو جګړو کې ښکېل وي، او یا غواړي چې پر کوم ځای باندې یرغل وکوي، نو هلته بیا دغه رنګه ناروا او وحشي کرغېړنې کړنې تر سره کوي تر څو اوبه خړي او ماهیان پکې ونیسي! تر څو بې امنیتي ډېره شي، خلک په تنګ شي او دوی ته ووايي چې راشۍ مونږ له دغه حالت نه وباسۍ؟ مګر ولس پوهېږي چې دغه کارونه دوی خپله کوي نو ځکه خو تر اوسه پورې داسې نه دي شوي چې ولس دې امریکایانو او ملګرو ته یې ویلي وي چې راشۍ مونږ ته امنیت راولۍ، بلکې دوی پوهېږي چې همدوی بې امنیتي راولي، نو ځکه خو لا پسې ورته وايي چې تاسو زمونږ له ملك نه لاړ شۍ زمونږ ملك په خپله آرامېږي ! آخر دا ټولې نارواوې او ظلمونه دوی د څه لپاره کوي؟:

لومړی: د جهاد او طالبانو بدنامول، دوی غواړي له دې لارې ولس او نړیوالو ته وښيي چې دا دی اسلام دغه رنګه دین دی، او جهاد د عامو بې غرضو وګړو وژنې، د مدرسو، جوماتونو او پلونو ړنګولو ته ویل کېږي، ځکه دوی چې په اسلام کې له جهاد نه څومره یرېږي له بل هېڅ شي نه دومره نه یرېږي، نه له لمانځه یرېږي نه له روژې نه، نه له زکات او نه هم له حج نه ځکه دا ټول داسې کارونه دي چې دوی د ځان لپاره پکې کوم ځانګړی زیان نه ویني، او داسې کارونه دي چې له واک او سیاست سره نېغ په نېغه ډېر تړاو نه لري، له همدې کبله دوی غواړي مسلمانان په همدې باندې تېر باسي چې مونږ خو ستاسو په اسلام باندې کار نه لرو، تاسو خپل لمنځونه کوۍ، روژې نیسۍ، زکاتونه ورکوۍ او حجونه کوۍ، او سیاسي واک به مو زمونږ په لاس کې وي،ý خو دا خبره یې هم اوس ورو ورو درواغ، او حقیقت ټولو نړیوالو ته را ښکاره کېږي، ځکه همدوی چې د دین د خپلواکۍ او حریت چېغې وهي دا دي په حجاب او د جوماتونو په منارو باندې یې بندیزونه ولګول، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه یې بې ادبیو او ګوستاخیو ته بډې را ووهلې، پاک قرآن کریم یې وسوځولو، او لا پسې لګیا دي چې نور به څه کوي.

 مسلمان ولسونه اوس په هرڅه پوه شوي دي، او دښمن هم دغه رنګه کرغېړنې کړنې په خورا مهارت سره د دې لپاره تر سره کوي تر څو جهاد او اسلام د نړیوالو او مسلمانانو ترمنځ بد نام کړي، او بیا په تېره استشهادي بريدونه چې دوی یې سر بداله او له یوې تاریخې شرموونکې ماتې سره مخ کړي دي، نو ځکه خو دوی د همدې لپاره هڅې کوي چې استشهادي بريدونه د خلکو تر پام ناسم ور ولي، تر څو خلک له مجاهدینو نه کرکه وکوي، او د دوی تر څنګ ودرېږي، او یا هم مجاهدین د دې لپاره چې خلک استشهادي بریدونو ته په ښه سترګه نه ګوري استشهادي بريدونه بند او یا يې هم کم کړي، او د سیاف خان یې هم دهمدې موخې لپاره مست کړی!

دوهم: دوی غواړي په دغه رنګه چاودنو سره مسلمانان چې عقیدوي دښمني ورسره لري وځپي، او زړه پرې یخ کړي، له همدې کبله که بمباریانې پرې کوي، او کله هم چاودنې، دوی پوهېږي چې همدغه ولس د دوی پر ضد له طالبانو سره اوږه په اوږه ولاړ دی او مرسته يې کوي، په کورونو او کلیو کې ځایونه ورکوي، ساتنه یې کوي، ډوډۍ ورکوي، درملنه يې کوي، د دښمن په اړه معلومات ورکوي، او دوی په ښکاره سره دا خبرې نشي کولای، ځکه دوی خو د ځانګړو کسانو دله منځه وړلو په نامه راغلي دي، اوس نو که ووايي چې ولس زمونږ پر ضد را پورته شوی دی نو ټول، بیا په تېره د همدوی ولسونه به ورته وايي چې ولس مو نه غواړي بیا نو څه کوۍ ترېنه راځۍ،او دوی له بلې لارې په ولس زړه نشي یخولای نو ځکه خو یې په دغه ناځوانه او ظالمانه توګه سره په داسې ډول وژني چې هم خپل زړه پرې یخ کړي او هم د دوی ترمنځ درز پیدا او یو د بل په زړونو کې یو او بل ته د کرکې تخم ور وکري، تر څو کله چې دوی شرمېدلې په خړو او مړو سترګو شړل کېږي چې له دوی نه وروسته ولس آرام نشي او نه هم د آرام ساه واخلي.

دریم: په خلکو کې ډار او ترهه اچول، تر څو خلک او ولس و ډار شي او له طالبانو سره مرسته ونه کوي، او داسې وانګیري چې که چا له طالبانو سره مرسته وکوله نو پایله به یې داسې کېږي!

  مګر دغه ظالمان له دېنه ناخبره دي چې مسلمانان تل د الله جل جلاله په لاره کې شهادت د ځان لپاره لوی ویاړ ګڼي، دښمن په همدغه پټو پټو ترورونو، د ولسي خلکو په وژنې، او د خلکو د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې په چاودنو سره د خلکو ترمنځ ډار او ترهه را منځ ته کول غواړي.

  همدا لوبه یې  د هېواد په ګڼو ځایونو کې پیل کړې ده، دوی دا کار په هغو سیمو کې کوي په کومو کې چې دوی غواړي هلته عملیات وکوي، ځکه که هلته امنیتي حالت ډاډمن وي، نو بیا عام خلک د دوی عملیات نه مني، او مخالفت ورسره ښيي او ورته وايي چې دلته خو دا دي آرامه آرامي ده تاسو د څه لپاره عملیات کوۍ، لکه چې په قندهار کې همداسې وشول، هلته خلکو د امریکایانو د عملیات کلک مخالفت وکړ، او له دوی سره پرته له دېنه چې حالات ګډوډ کړي بله لاره نه وه، نو همغه دي چې په قندهار کې یا خو په عامو خلکو باندې چاودنې کوي او یا هم قومي مشران وژني، تر څو خلک دېته اړ شي چې دوی ته ووايي چې راشۍ عملیات وکوۍ، دا خبره کېدای شوای ډېرو به نه منله، مګر  کله چې دا خبره رسوا شوه چې دوی نېږدې درې زره پټ فوځونه د دوی په ژبه د تروریستانو د له منځه وړلو لپاره په کار ګومارلي دي، دغه کسان خپله همدوی تروریستان دي، پټې او مرموزې وژنې کوي، چاودنې کوي، غلاوې کوي، او له دې پرته نور څه چې د دوی زړه وغواړي هغه ټول تر سره کوي.

   ډېر ځله خو هڅه کوي چې دغه رنګه کارونه د دوی په خوله د دولت پر مخالفینو ور واچوي، خو کله چې بیا مجاهدین دغه رنګه کړنې وغندي نو بیا خبره همداسې ګونګه پاتې شي، او ځینې ساده ګان بیا وايي چې نه دا خو طالبان کوي، طالبان یې د څه لپاره کوي؟ طالبان څه چې روغ انسان دېته زړه ښه کولای شي چې بې غرضه د خپل ولس کسان چې له همدوی سره اوږه په اوږه د دښمن په وړاندې ولاړ دي و وژني؟

 په دې کار سره خو ولس نور هم له مجاهدینو نه خوابدی کېږي، او دا په داسې حال کې چې مجاهدین تر ټولو زیات دا هڅه کوي چې د ولس زړونه را خپل کړي، ځکه د ولس له مرستې نه پرته هېڅوک نشي کولای چې سم پر مخ ولاړ شي، او دا دي مونږ د سر په سترګو ګورو چې د کرزي له تش په نامه حکومت سره د دنیا ټول کفار له خپلو ټولو پرمختللو وسلو او وسیلو سره کلک ولاړ دي، مګر دا چې ولس نه دی ورسره ولاړ هغه دی ټول یې وینې چې ناکام دی، او طالبان چې د دښمن په پرتله هېڅ نه لري مګر دا چې الهي مرسته او ولس ورسره دی، هغه دي د نړۍ تر ټولو لوی او ستر ځواک یې چې هر رنګه شته او وسلې لري داسې له ماتې سره مخ کړی دي چې ټوله نړۍ ورته حیرانه ده.

يوه يادونه باید بله هم وکړم هغه دا چې دملکي خلکو دتلفاتو په اړه دښمن تل درواغ وايي، که ددښمن شلو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وي، نو دوی درې برخې پکې ملکي خلک ښيي، خپل خلک پر ملکي خلکو حسابوي، که څه هم چې دا خبره مخکې تېره شوه، خو دلته یوازې دا اړینه بولم چې کله کله خپله ددښمن له خولې حقایق را څرګند شي، سل یې درواغ وايي، یو یې پکې رښتیا وايي، چې تر ټولو ښکاره بیلګه یې هغه تېر کال په جلال آباد کې پر کابل بانک برید وو، په هغه وخت کې او حتی اوس هم دښمن وايي چې څلویښت وژل شوي کسان ټول ملکي خلک وو، او ځينې یې وايي چې ډېر یې ملکي خلک وو، مګر په همغه وخت کې خپل دننګرهار ډم والي په خپله خوله وویل چې زمونږ پنځه دیرش ملي اردو او پولیس پکې وژل شوي او پنځه کسه ملکي خلک دي، او دا چې دپولیسو او ملي اردو ځپل روا دي او که نه؟ ددې لیکنې په مخکنیو برخو کې  ددې خبرې سپیناوی وشو، دا دي په دغه لینک دنوموړي څرګندونې واورۍ:

 http://www.youtube.com/watch?v=TMoPpJGpT3I&feature=related پاتې دې نه وي او هغه پنځه کسان هم خپله ددښمن په متقابلو ډزو کې په شهادت رسېدلي وو،  ځکه دوی هم دخپلو بادارانو په څېر چې برید پرې وشي بس هر څوک چې په مخه ورشي ډزې پرې کوي.

 

دپای خبره دا چې جناب عبد رب الرسول سیاف! دانتحار او استشهاد تر منځ فرق وپېژنه! قرآني آیتونه او نبوي مبارک احادیثه مه تحریفوه، په عامو ځایونو کې چاودنې ستا دوستان کوي، دعامو خلکو پر موټرانو ماینونه ستا دوستان پټاووي، او تور پر طالبانو پورې کوي، لږ بیدار شه، دالله جل جلاله او درسول الله صلی الله علیه وسلم ددښمنانو له کتار نه را ووزه، دغلامۍ او ذلت ژوند پرېږده، دعزت او سرلوړۍ ژوند وکړه، چې هم دې دنیا او هم دې آخرت برابر شي. وما علينا إلا البلاغ.

پای.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *