سیاف د ذلت په کنده کښې!! — شاهد شفق

 

سیاف د ذلت په کنده کښې!!

شاهد شفق

د کور دروازه ماته شوې او د انسانیت په نوم ملنډې وهونکی کورته ننوتلي دي د کور د غړو بوږنونکې فریادونه تر لرې لرې اورېدل کیږی خو د هر اطاق حالت ځانګړې بڼه لري هر څوک د خپل نږدې اطاق د دردونو له تصور کولو څخه سترګې پټوي یواځې خپله راتلونکی د حال په څو شېبو کښې لمانځي پر دې نه پوهیږی چې دغه تور لاسونه به کوم چې د ده ګاونډ اطاق ته رسېدلي دي ډېر زر د ده تر مری هم را چاپېر شي که د کور غړي یو غږ وي او د انسانیت د دوښمنانو په وړاندې یی د کور د هر غړي درد خپل ګڼلی وی ښایی دغه بی مخه دوښمن به دومره وژنی نه وی کړي ښایی نه به وی توانېدلی چې د هر اطاق دروازه ماته کړي او د غړو په وینو یی لاسونه سره کړي
خو خبره تر دی هم اوښتې ده د کور د ننه داسی انسانان هم موندل کیږی چې د یوې کوچنی ډالریږی هیلې په وړاندی د انسانیت له غلیمانو سره یو لاس شوی دی.
اه څومره دردونکی ده چې د شنو ډالرو سیوري  ډېر ویده کړل او ډېر یی چې د انسانیت او اسلامیت نارې یی وهلی  د انسانیت د دوښمنانو په وړاندی ګونډې وهلو ته اړ کړل.
هیڅ به د باور را نشی هغه چې د جهاد او مجاهد نومونه ورپورې و او د اسلامي نړۍ له مشهورو پوهنتونو څخه یی د شهرت او کمال درجې تر لاسه کړې وې ځانونه یی د سره ښکېلاک په وړاندې د جهاد رهبران ګڼل نن له عجیب حالت سره مخ دې بشپړ له  هغه پخواني ایماني شور څخه اوښتي دي اوس هغه د تکبیر غږونه نه لري اوس هغه پخوانی د الله او د هغه د دین د لوړتیا نارې د دوی په سینو کښې د ډالرو په اوسپینیزو کړیو کښې ساه ورکړې ده
ځنې خو یی لا داسی هم شول چې د صلیبی لوړو هدفونو د پر مخ بېولو لپاره له فانی نړۍ سره وداع وکړله  نه پوهیږو چې هغوی به په څه ډول مړه شوي وي او د چا په مرګ به مړه وي او په ورځ د محشر به له چا سره حشر کړل شي ؟
دردونکی دی د هغه چا حالت چې د انسانیت  د دوښمنانو په خدمت کښې یی تېر او همداسی د جهالت په مرګ ومري،کاش علم دوی ته فایده او ګټه رسولی وی خو داسی معلومیږی چې دوی پر خپلو ځانونو کتابونه بار کړي دي او نور  د کتاب پر اهمیت لا تر اوسه ندي پوهیدلي  جهاد یی د روسانو په مقابل کښې د دی لپاره ندی کړی چې دوی د الله تعالی د دین پتنګان و بلکې د شهرت ،قدرت او پیسو ککړو هیلو دوی یو څه وخت اسلامی لباس اغوستلو ته اړ کړي و خو و مولیدل چې خپل ماهیت یی تر ډېره پټ ونه شو ساتلی پر ځانونو بار کړي کتابونو ورته کومه فایده ونه رسوله او الله تعالی په دې نړۍ کښې هم له سختې شرمونې سره مخ کړل د انسانیت د سترو دوښمنانو غلامۍ ته یی ملا وتړله که څه هم ږیرې یی سپینې شوې دي او مرګ پر کومي ولاړ دي خو لا هم د امریکایی وحشت ملاتړ کوي
مومنو ورونو دعا کوی چې الله تعالی په امتحانونو او ازموینو کښې مونږ او تاسی ته بریا راکړي  له داسی ژونده خدای تعالی ته پناه یوسی کوم چې د رباني،مسعود ،سیاف ،حضرت او نورو  په برخه شو او د ژوند په وروستیو کښې خدای تعالی سخت ذلیل کړل داسې چې د کفارو غبرګې غلامۍ ته یی ملا وتړله د هغوی په لمن کښې پریوتل  هغه د مجاهد مبارکه کلیمه چې یو وخت به دوی په ځان وهله هغه یی تروریست ته واړوله او د اسلام او انسانیت د سترو دوښمنانو په وړاندی لاس په نامه ودرېدل
اورېدلي به مو وي چې اوس له دغو څخه یوه یی ایساف د مفتيتوب دنده په غاړه اخیستې او په ډېره بې شرمی سره کفارو او د هغوی غلامانو ته بلنه ورکوي چې مجاهدین سخت تعذیب کړي ځکه هغوی د ده په څېر هېوادپلورنکي ندي هغوی د ده په څېر غلاوې او وژنی ندي کړي دولتي او شخصي ملکیتونه یی تر خپلی ولکې لاندی ندي راوستي،ښاغلی سیاف له ازهر فارغ شوي دی خو تر اوسه یی زړه د افغانانو په دردونو ندی دردیدلی که څه هم د مجاهدینو په صفونو کښې ننوتلی و خو لا د یوه د مجاهد د ضمیر څخه په داسی حال کښې بی برخې دی چې د ژوند په شمار ورځې به لري
هغه سیاف چې ویل به یی چې والله بالله له اسلامي نظامه پرته په بل څه نه راضی کېږو او همدغه یی شعار و نن  د کفارو تر واکمنی لاندی او د هغوی د مزدور په حیث د مجاهدینو او اسلامپالو په ضد ولاړ دی  که پوښتنه ورڅخه وکړو چې ستا سوګندونه ستا نارې سورې څه شولې که اسلام ستا دین وي اسلام خو نن هم همغه اسلام دي نه په کښې تغیر راغلی او نه مومن ته اجازه شته چې د صلیبیانو غلامی وکړی نو څنګه ته په صلیبی رژیم راضي شولی ؟
خو ماته داسی معلومیږی چې  دی له لومړی ورځې له الله تعلی سره رښتنی نه و همدغه سبب دی چې خدای تعالی په دنیا کښې د کفارو په غلامۍ کولو سره ذلیل کړ
په رښتیا چې الله تعالی د هر څه واکمن دی په رښتیا چې د منافقینو او دوه مخو ملمع شوې څېرې به رسوا کیږي په رښتیا چې څوک له الله تعالی سره په کړو تعهدونو کښې صادق نه وی خدای تعالی به یی په دنیا او اخرت کښې له ذلت سره مخ کوي.
ما تېره ورځ د ټول افغان پر صفحه د یوه ورور لیکنه تر سترګو شوله چې پوښتلي یی و ولی د اشتشهادی بریدونو په هکله دوه افغان جهادي رهبران یو له بل سره مخالف او ضد نظر لري؟ولی سیاف تر ننه په دې هکله پټه خوله وه او نن یی دا بریدونه حرام وګڼل ؟که په اسلام کښې داسی څه شته و نو سیاف مخکې ولې نه ویل ؟؟
او هغه ورور دا ویلی و چې مونږ اوس د چا ومنو؟؟
د لار ورکولو خبر نشته ده
لومړی خو سیاف ته د جهادي رهبر کلیمه کارول د اسلامي اصولو په رڼا کښې مونږ او تاسې ته جواز نه لري ځکه هغه اوس  نه جهادي رهبر دی نه د اسلام لپاره کار کوي اونه له ازهر څخه پر ځان بار کړو کتابونو باندې پوهیږي
د سیاف نظر ښایی تاسی څو کاله وړاندې او یا تر دې مخکې له مختلفو غربی رسنیو او یا له بي بي سی څخه وړاندې شوي وي ،د ایساف د مفتي په حیث د ده ژوند ذلیلو کلونو او د پیسو طمعې دی ته اړ کړي چې د اسلامی امت علماو په ضد نن راپورته شي او شهادت غوښتونکي عملیات حرام وګڼي
د داسی چا فتوا به څه اعتبار ولري چې د کفارو سره په یوه صف کښې ولاړ وي؟
همدغه کفایت کوي چې د ایساف د شرمېدلي مفتی بڼه مونږ ته تصویر کړي
د ایساف مفتي د پر دی هم پوه شي چې مومن باید هر وخت د شهادت هیله ولري د شهادت لپاره الله تعالی ته په دعا لاسونه پورته کړي سنګر ته هم په همدې موخه لاړ شي له مرګ څخه ونه ډارشی بلکی مرګ خپل هدف وګڼي
که د شهادت هیله نه وی او د اسلام د سنګرونو د قهرمانو شهیدانو وینی نه وی نو سیاف به هم ښایی د مسلمان په نوم چا نه و پیژندلی همدغه شهادتونه او قربانی وی چې اسلام یی تر دې خاورو را ورسولو او نن د دی پر ځای چې سیاف په کوم درمسال او یا اتشکده کښې د اورونو پر عبادت بوخت وی او یا یی د هندوانو غوندی د غوایانو عبادت کولی  ځان ته مسلمان وایی که په عمل کښې نه وی نو هسی پر خوله خو وایی.
د حزب اسلامي د مجاهد امیر دریځ او تګلاره د اسلام د سنګرونو د ساتونکو او د اسلام د عظمت د  بیا را ژوندی کونکو تګلاره ده دا د یوه مومن د ایمان او له الله تعالی سره په کړو تعهدونو باندې د وفا نښه ده
هغوی چې د شهادت هیله لري هغوی چې مرګ او ژوند یی د الله تعالی لپاره وي او د ژوند تر پایه په همدی لار کښې ستړې ګالی هغوی پر اسلام پوهیږی هغوی د شهادت او د مومن د ژوند او هدفونو لوری تعریفولی شی څوک چې د اسلام د لوړتیا لپاره د عمل په میدان کښې دریدلی وي او قربانی ورکوي له هغه چا سره لوی توپیر لري کوم چې د ایساف په ډالرو اسلام خرڅوي
طبعي خبر ده چې د یوه مجاهد او د اسلام د سنګرونو د مدافع او د ایساف د مفتی نظرونه به یو له بل سره توپیر لري او هم د حزب اسلامي مجاهد امیر انجینر حکمتیار حفظه الله د علم او پوهی په لحاظ تر سیاف ډېر مخکی دی د قران مفسر او ستر محدث دی ګڼ شمېر کتابونه لیکلي دي سیاف نه یواځې بې علمه دی او له خپلی ګېډې څخه تعبیرونه کوي بلکی په علم باندی د عمل په لحاظ تر ټولو پست دی،د حزب اسلامي مجاهد امیرپر خپل علم او پوهه باندی عمل کوي او د امت د بقا د سنګرونو دفاع د تورې او قلم له لارې پر مخ بیایی او  ټولو ته معلومه ده چې سیاف نور د باطل په پلوی کښې د لوړتیا په لوري قدمونه اخلي او حق لیدلو څخه بې برخې شوی دی نه یی خبر د اعتبار وړ ده او نه  ورته اهمیت ورکول په کار دی
په درنښت

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *