دملالې یوسفزۍ دپیښی پړه دچا پر غاړه ! — سلیم نوري

 

دملالې یوسفزۍ دپیښی پړه دچا پر غاړه !

 

سلیم نوري

 

دا خو ټولو ته معلومه ده چې داسلام مبارک دین په عام ډول دښځو، بوډاګانو او ماشومانو ډېر درناوی کوي، آن ددښمن دښځو، بوډاګانو او ماشومانو د ساتنې او له مرګ ژوبلې نه ژغورلو سپارښتنه کوي، خو که بوډا یا ښځه او یا پوه ماشوم په جګړه کې ځان شکېلوي بیا یې نو مسولیت پر خپله غاړه دی، اوس خبره دا ده چې په ښکاره خو درسنیو له خولې  دپاکستان دطالبانو یوې ډلې دیوسفزۍ دویشتلو مسولیت پر غاړه واخیست، مګر اصلي پوښتنه دا ده چې یوسفزۍ چا مرمیو ته سیخه کړه؟

درسنیو دخبرونو پر اساس نوموړې اوس څوارلس کلنه ده، نوموړې دوه درې کاله له نن نه مخکې سیاست ته مخه کړې ده، اوس پوښتنه دا ده چې یوسفزۍ ته چا دا مشوره ور کړه چې ته په دومره کم عمر کې دسیاست میدان ته را ودانګه؟ او دکوم قانون له مخې؟ په نړیواله کچه معمول دا دی چې تر اتلس کلنۍ مخکې څوک نشي کولی چې په سیاست کې بل چا ته رایه ور کړي؟ دا چې خپله عملا دسیاست میدان ته را ودانګي دا بیا په کوم قانون کې راغلي؟   او هغه هم بیا دداسې چا په وړاندې چې له امریکې او خپله دپاکستان له حکومت نه یې لاره ورکه کړې ده، دوی له خپلو جازونو، ټانکونو، توپونو، ډرون حملو، او پر مختللیو کمپیوټري وسلو، وتلیو نظامي جنرالانو، او دپخو تجربه کارو وتلیو سیاسي څېرو سره سره و نه توانیدل چې مخه یې ونیسي!

 په داسې یو حالت کې څه فکر کېږي چې بیچاره، غریبه، مسکینه بې وسه او بې کسه وړه ماشومه یوسفزۍ به څنګه وتوانېږي چې مخه یې ونیسي؟ او تر کومه پورې معقوله ده چې یوه وړه ماشومه دسیاسي جګړې ډګر ته را وړاندې شي؟ په داسې حال کې چې لا یې تر اوسه خپلې لومړنۍ زده کړې نه دي بشپړې کړې څه رنګه او دچا لخوا په نړیواله کچه په ناولي سیاست کې ګډون کولو ته وهڅول شوه ؟  آیا دا له دې سره ظلم و که احسان؟ او هغه چا چې تر دې بریده راورسوله هغوی دنوموړې دوستان وو که دښمنان؟

بله پوښتنه دا ده چې یوسفزۍ ته چا او دڅه لپاره په دومره کم عمر او کم وخت کې دومره شهرت ور کړ؟ کوم چې ډېر لوی لوی سیاستمداران یې په کلونو کلونو نشي تر لاسه کولی،  له نوموړې سره په نړیواله کچه غمرازي ښودل یوه بله پوښتنه را پورته کوي، په ځانګړي ډول دامریکې له خوا، ټوله نړۍ ګوري چې امریکې په دغه لسو کلونو کې په زرهاوو ملالۍ ګانې په عراق او افغانستان کې تر تورو خاورې لاندې کړې، دهغوی وړې ماشومې خولې يې په تورو خاورو ور ډکې کړي، په ځانګړي ډول په عراق کې یې دسلهاوو ملالۍ ګانو عفتونه لوټ کړل، دهغوی ژوند یې دخپلو پوځیانو دخرمستیو قرباني کړ، دهغوی په پاکو او مظلومو وینو یې دخپلو مغرورو عسکرو ناولې خړې موزې سرې کړې، او کوم څه چې سهار او بیګاه داسراییلو لخوا د فلسطین له ملالۍ ګانو سره کېږي هغه خو مه یادوه! همدا اوس فعلا چې په سوریه کې دسوريې  پر ملالۍ ګانو څه تېرېږي هغه خو څه کوې؟

 که خبره دانساني خواخوږۍ وي، نو دا خو ټول مني چې دټولو انسانانو کرامت، عزت، ژوند او وینه یو رنګ ارزښت او اهمیت لري، او دټولو انسانانو انساني کرامت ته باید په درنه سترګه وکتل شي، په ځانګړې توګه تر بل هر چا باید غرب دې ټکي ته متوجه شي، ځکه چې غرب تل دمساواتو نارې وهي، نو دا بیا څنګه معقوله ده چې په زرهاوو ملالۍ ګانې وژنم! په کرامت او عزت یې لوبې کوم، په ژوند يې ملنډې وهم، مګر پر یوسفزۍ بیا اوښکې تویوم؟  هغه چې وايي پېشو دخدای لپاره موږک نه نیسي!

تر ټولو دپام وړ  دیوسفزۍ هغه یوه مرکه ده چې دپېښور په کانټنېټل هوټل کې له ویشتل کېدو مخکې  ور سره شوې ده ،http://www.youtube.com/watch?v=25wW4hwk8Gk&feature=related نوموړې په خپله دغه مرکه کې وايي چې دپاکستان پوځ په سوات کې عام خلک له طالبانو سره په تړاو لرلو وژني، آن هغه بیچاره او غریب خلک چې دطالبانو تر څنګ هم نه وي تېر شوي دوی یې وژني او جیلونو ته یې اچوي، او بله دا خبره کوي چې پاکستان باید پر خپله خارجي پالیسۍ له سره غور وکړي، له هند سره ددښمنۍ خبرې پرېږدي، له امریکې سره ښه تعلقات جوړ کړي، او دا هم وايي چې زما آیډیال بې نظېره او اوباما دی؟

 که څه هم چې دا خبرې باید ډېر پاخه پاخه سیاستمداران وکړي مګر دا دي دلته یې مونږ دیوې وړې ماشومې له خولې اورو؟ چې نه دعملي سیاست تجربه لري او نه دمطالعې له لارې دغه رنګه ژورو سیاسي خبرو ته په دومره کم عمر او کم وخت کې رسېدلای شي!

 دا ټولې هغه پوښتنې دي چې د بېچاره یوسفزۍ دویشتلو دمرموزې او مبهمې اوږدې او پېچلې کیسې اړخونه نور هم سره پېچلي کوي، او دحالاتو څارونکو ته ګڼ احتمالونه مخې ته ږدي.

په لنډ ډول باید وویل شي چې څومره چې هغه کسان دملالې یوسفزۍ په خواشینوونکې کیسه کې ښکېل دي کومو چې ددې دویشتلو مسولیت منلی، تر هغوی زیات هغه بې بصیرته، نادان او ځان پرسته سیاستمداران په دې اړه پړه دي کوم چې دخپل دښمن دځپلو لپاره دوړو ماشومانو په ساده او بې خبره نړۍ هم رحم نه کوي، دټولو منل شویو قوانینو پر خلاف دخپل دښمن دځپلو او ټکولو لپاره دماشومانو له ساده توب او پاکۍ نه ناوړه ګټه پورته کوي.

تر اوسه پورې دجګړې پر ښکېلو لوریو دا تورونه لګول کېدل چې په جګړو کې واړه واړه ماشومان کاروي، او دهغوی له ماشومتوب او ساده توب نه دخپلو موخو لپاره کار اخلي، دهغوی ژوند له ګواښونو سره مخ کوي، او هغوی په لوی لاس دمرګ کومي ته ور ټېل وهي، مګر دا دي اوس مو په نظامي ډګر کې نه بلکې په سیاسي ډګر دسر په سترګو داسې څه ولیدل چې نه منل کېدای شي او نه انکار ترېنه کېدای شي!

هغه کسان چې په ناپوهۍ سره ځانونه پوه ورته ښکاري په خورا بې دردۍ، او سپین سترګۍ سره دماشومانو او په ماشومانو کې بیا دجینکو له ساده او بې خبرې نړۍ نه دخپلو سیاسي موخو لپاره کار اخلي، دهغوی ژوند له خپلو سیاسي ګټو نه قربانوي، دهغوی په وینو باندې خپلې سیاسي تندې ماتوي، په لوی لاس یې دمرګ کومي ته ور وړاندې کوي.

په دې خو دوی ټول خپله تر بل هر چا ښه پوهېږي چې په داسې یو حالت، دومره عمر او داسې ځای کې دیوې وړې ماشومې را پورته کول، او دخپلو مخالفینو دښمنۍ ته یې هڅول، پرته له دې چې ددغه وړې ماشومې دوینو په بیه تمام شي بله پایله نه لري، مګر دوی ځکه له دې ټولو سره سره بیا هم پر دغه ماشومه رحم  ونه کړ چې دا ددوی لور نه وه! ددوی خور نه وه! ددوی دکلي او کور نه وه! نو ددوی یې پرې څه؟ هغه که ددوی له سیاسي ګټو نه قربان شي څه خبره ده؟

 او دېته هم باید فکر وشي چې یو کس په لوی لاس په ستونزو کې ور ښکېلول، یا یې دمرګ انګړ ته ور ننویستل او بیا وروسته پرې ژړل څه معنا لري؟ هغو کسانو چې یوسفزۍ يې تر  دې بریده را ورسوله، اوس که شپه او ورځ په درواغو او یا په رښتیا پرې وژاړي، شپه او ورځ بدې ورځې وکوي، شپه او ورځ نارې سورې ووهي، شپه او ورځ غمرازي ور سره وکوي نو نوموړې ته به څه ګټه ورسوي؟

آیا د سلیم عقل غوښتنه دا نه وه چې دغه غریبه په خپل حالت پرېښودل شوې وای، تر څو یې له خپل مور، پلار، خویندو او وروڼو، خپلو خپلوانو سره په آرامه او خوشحاله توګه ژوند کړی وای؟ خپل درسونه یې ویلي وای، او په راتلونکي کې یې خپل برخلیک په خپله ټاکلی وای، دخپل کور، کلي ، مور او پلار لپاره دخدمت جوګه ګرځېدلې وای؟

 سلیم نوري

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *