ددښمن یوه خطرناکه دسیسه! — سلیم نوري

 

د دښمن یوه خطرناکه دسیسه!

 

سلیم نوري

 

غلیمانو داسلام او مسلمانانو پر ضد یوه ناولې دسیسه په کار اچولې، هغه دا چې دمسلمانو ولسونو تاریخي ویاړونه او ملي شخصیتونه جرح کړي، ولسونه پرې بې باوره کړي، ځکه د هر ولس او هر قوم ارزښت او حیثیت دهغوی تر تاریخ او تاریخي ویاړونو پورې تړاو لري.

  کوم ولسونه چې تاریخ لري، تاریخي ویاړونه لري، وتلې ملي څېرې لري، هغوی له خپل تاریخ او ماضي نه الهام اخلي، خپل مستقبل دخپلې ماضي په هنداره کې ګوري، تېر شان او شوکت يې د ځلانده راتلونکي لپاره دلارې مشال وي، او چا چې په ماضي کې شان او شوکت درلودلی وي  دهغه لپاره په مستقبل کې هم دښو فرصتونو احتمال ممکن وي، هغه متل دی وایی: په کومه ویاله کې چې اوبه تېرې شوي وي، بیا هم پکې تېرېږي.

  کوم ولسونه او قومونه چې ویاړلی تاریخ نه لري، ویاړلې او وتلې نومیالۍ څېرې نه لري دهغوی بیا دځلانده مستقبل هېلې کمزورې او د شان او شوکت هسکو منارو ته دختو فرصت او امکان یې محدود او ضعیف وي.

  زمونږ دښمن دغه مهم او ارزښتناک ټکي ته خورا په غور متوجه دی، له همدې کبله هڅې کوي چې دمسلمانانو تړاو له ماضي سره یا پرې کړي او که نه کم تر کمه چې کمزوری خو یې خامخا کړي، او په دې توګه غواړي مسلمانان پر خپل تاریخ باندې بې باوره کړي، دراتلونکې لپاره یې د لویو هیلو او لوړو آرمانونو په تحقق شکمن کړي.

  غلیمان ددغه کار لپاره له دوه لارو څخه کار اخلي، لومړی هڅه کوي چې دمسلمانانو تاریخ او تاریخي ویاړونه بدنام کړي، تورونه ور پورې کړي، په یوه او بله بهانه یې دخلکو تر نظر نامناسب ور ولي، دمسلمانانو دخپلواکۍ او استقلال مبارزې په یو او بل نامه بدناموي، او خپلې استعمارګرانه ناروا جګړې بیا په یوه او بل نامه سره توجیه کوي، کوم څه چې همدا اوس فعلا په نړۍ کې روان دي، مګر کله چې په دغه لاره کې خپل هدف ته ونه رسېږي، او یا هدف ته درسېدو په لاره کې له ستونزو سره مخ کېږي، او یا یې څوک نه ور سره مني، بیا له یوې بلې حربې نه کار اخلي، هغه دا چې داسې لویدلې او پرېوتې څېرې چې دولس په غوڅ اکثریت کې یې خپل حیثیت او ارزښت له لاسه ورکړی وي هغوی له هغو تاریخي او ملي څېرو سره پرتله کوي کومې چې دیو ولس او یو امت ویاړونه ورپورې تړلي وي.

   یو ډم، نڅاګر، غلام او دپردیو مزدور او له اخلاقي پلوه پرېوتی کس به له یو ستر، دروند، دآزادۍ او خپلواکۍ له مخکښ او اتل مجاهد سره پرتله کوي، یا به دخاورې او وطن دیو اصیل بچي په نامه ویاړلي مېډالونه یو یرغلګر، خونخوار او وحشي درنده ته ورکوي، هغه څوک چې دپردیو لخوا را پورته کړل شوي وي، پردي ښوونه ورته کوي، پالنه او څارنه یې کوي، له پېښو او حالاتو سره یې سم وړاندې او وروسته کوي، هغوی خلکو ته د اتلو او نومیالو په نامه ور پېژني.

  خلکو ته په ذهن کې داسې ور اچوي چې ګواکي ددغه پستې او غلامې څېرې او دهغه لوړې او خپلواکې څېرې تر منځ یو رنګه تړاو شته، یا خو دا چې دغه غلام دهغه لوړ او خپلواک په څېر دی، چې په دې سره دملت او ولس پر سر نا اهله او بې صلاحیته ناولې څېرې داهلو او با صلاحیته دین پرستو او ولس پرستو په نامه ور تپي، او یا دا په ذهن کې ور اچول غواړي چې هغه لوړه او هسکه هستي هم ددغه لوېدلې او ټيټې څېرې په څېر ده.

  که څه هم چې په عام ډول مسلمان ولسونه په هر څه پوهېږي، خپل تاریخ، خپل ویاړونه اوافتخارات پېژني، مګر دنویو نسلونو لپاره دا دښمن یوه تر ټولو خطرناکه او زهرجنه وسیله ده، ځکه خو هر با احساسه مسلمان باید په دې اړه پام وکړي، له خپل توان سره سم ددښمن د ناولیو او باریکو دسیسو دشنډولو هڅې وکړي، خپل ولس، کور او کلی، په ځانګړي ډول راتلونکی نسل له دغه رنګه دسیسو نه خبر کړي، تر څو د درنده ګانو د کرغېړنو دسیسو ښکار نه شي. 

سلیم نوري.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *