دشاګردانو ومنو که داستاذانو؟ — سلیم نوري

 

دشاګردانو ومنو که داستاذانو؟

 

سلیم نوري

 

داکتوبر په ۱۳ نېټه دشنبې په ورځ غرمه مهال دکندهار په معروف ولسوالۍ کې پر بهرنیو ځواکونو او داخلي ملګرو یې یو برید تر سره شو، دخبري رسنیو په اتفاق سره په دغه برید کې ۲ امریکایان او ۴ یې داخلي ملګري ووژل شول، او ګڼ شمېر نور یې ژوبل شول، او دا هغه تلفات دي چې خپله بهرنیانو او ملګرو یې هم ومنل.

  په دغه برید کې دمرګ ژوبلې خبره دومره نه ده مهمه لکه څومره چې برید کوونکی مهم دی، له پېښې وروسته د ملي امنیت یوه کارکوونکي فرانس پریس خبري آژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې دغه برید ددوی یو کارکوونکي تر سره کړی، چې اته کاله یې په امنیت کې کار کړی و، او ناټو هم دا منلې وه چې دغه برید دملي امنیت یو کار کوونکي  تر سره کړی.

  دامنیت نوموړی کارکوونکی زیاتوي دغه کس یوه هفته وړاندې خپل کور او ماشومان له سیمې نه ایستلي وو، ددې تر څنګ یې دا هم ویلي چې بیا وروسته د امنیت دڅلورو وژل شویو کسانو نه دیوه ورور دبرید کوونکي کوچنی څلور کلن ماشوم ورور دکسات له مخې په شهادت رسولی!!! http://rohi.af/fullstory.php?id=22004

  کله چې دا خبر په نړیواله کچه خپور شو او په افغانستان کې دامریکا په لاس جوړو شویو امنیتي ارګانونو په اړه  یې پوښتنې را پورته کړې، نو د  کابل امنیت دا خبره رد کړه چې ګواکي دغه کار دې ددوی کوم کارکوونکي تر سره کړی وي.

  دیادونې ده چې د کرزیانو امنیتي اداره هم دنورو ادارو په څېر دامریکا تر پالنې او روزنې لاندې پر مخ روانه ده، اوس پوښتنه دا ده چې امریکا دکابل امنیتي روزنه کوي، په دې معنی چې خپله دکابل اداره ددې توان او ځواک نه لري چې په هر څه خپل ځان سمبال کړي! آن چې امنیتي پالنه او روزنه یې هم دامریکا په لاس کې ده، نو بیا دا څه رنګه دمنلو ده چې ناټو وايي برید دامنیت کارکوونکي تر سره کړی، او همدا خبره دهمدې امنیتي ادارې یو کس چې نوم یې نه دی ښودلی  وار له مخکې کړې ده، اوبلې خوا ته اوس دکابل  امنیت دخپلو استاذانو پر خلاف وايي چې نه دا کار دامنیت کوم کار کوونکی نه دی کړی؟

http://pa.azadiradio.org/content/article/24742260.html

  که څه هم چې دکابل امنیت غواړي په دې توګه ځانته یوه د اوړو پزه جوړه کړي، تر څو خلک ونه وايي چې دا دی ددوی په امنیتي ادارو کې چې دهرې ادارې دملا دتیر حیثیت لري ددوی دښمنانو نفوذ کړی، او پر دوی او استاذانو باندې یې خپله ددوی له امنیتي ادارو نه بریدونه کوي.

  مګر خبره اوس تر دې اخوا ده، ځکه چې ټول ولس دنیواکګرو او دهغوی دملګرو له ظلم او وحشت نه تر پزې راغلی دی، ولس له مجاهدینو سره هر رنګه مرستې ته تیار دی، آن چې هغه کسان چې په امنیت کې کار کوي هم دېته تیار دي چې دخپل سر په بیه دخپل دین او هېواد دښمنان وځپي.

  او تر ټولو مهمه لا دا چې دغه پېښه دطالبانو ویاند دخپل یو مجاهد کړنه وبلله، له دې نه ښکاري چې مجاهدینو ددښمن په تر ټولو خوندي او پټو ارګانونو کې هم نفوذ کړی، داسې ښکاري چې دکابل له ادارې او له امریکايي استاذانو نه یې نور ورخ اوبو وړی، دوی تر اوسه په دې ژړل چې ګواکي په پوځ او اردو کې طالبانو نفوذ کړی، او دوی یې سر بداله کړي، او له دې څخه نه وو خبر چې پوځ او اردو خو څه دا دي اوس کېسه امنیت ته را ورسېده!

 

سلیم نوري

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *