د بي بي سي اتلان؟! — شاهد شفق

 

د بي بي سي اتلان؟!

شاهد شفق

د اګلېسانو مشهوره راډیو  بي بي سي چې له مختلفو لارو څخه خپرونې لري او د افغان ولس د اذهانو د مغشوشولو او د مسلمانو ملتونو لپاره  د تورو پرګرامونو او خپرونو پراخه لړۍ لري او د اسلام په ضد سترې پیل شوې صلیبي جګړه کښې  یی لویه ونډه شته ده څه موده مخکې د ښاغلی برهان الدین رباني لومړنۍ تلین د خپلی انټرنېټي پاڼې له لارې لمانځلی و د ربانی فقید ډول دول انځورونه د هغه کارنامې د هغه  زوی او نورو څرګندونې او ښاغلي ژوند ته پراخه کتنه شوې وه
د تعجب وړه خبره خو دا ده چې رباني فقید ولې د دې وړ شو چې انګلیسي خپرونه بي بي سي یی ستاینه وکړي او د هغه لومړنی تلین ولمانځي؟
ایا رباني فقید اسلامي نړۍ ته او په خاصه توګه افغانستان ته هیڅ کوم د ستایلو وړ عمل نه و ترسره کړی چې د بي بي سي د غندلو شرف یی تر لاسه کړی وی؟
 داسې معلومیږي چې رباني فقید او د هغه په شا او خوا را ټول شوي  او یا هم هغه ته ورته اسلام خرڅونکی پیسه طلب رهبران چې نن د صلیب په غېږه کښې پراته دي یوه هم دومره اسلامي وړتیا نده موندلی چې بي بي سي یی وغندي !
د بي بي سي د هغه ورځې نشراتو ته په پام سره ښایی ځنو کسانو ته دا هم په فکر کښې ورګرځېدلی وی چې رباني خو به کوم وخت د بي بي سي د خبریال په توګه دنده نه وي ترسره کړې چې اوس یی بي بي سي په ستاینو نه مړیږي خو خبره دلته نده  ،د سید جمال الدین افغان په وینا انګلیسان خورا چل بازه او دوکه بازه ولس دی چې د خپلو حیلو او چل ولونو په جالونو کښې د ختیځ په خاصه توګه د اسلامي نړۍ اوسېدونکي راګیروي تر ټولو بي همته خلکو څخه اتلان جوړوي او د ولسونو د برخلیک د تاریخ پاڼې د غلامو ذهنیتونو په لاس ټوټه ټوټه کوي
بي بي سي هم خپل اتلان لري او هم خپل غلیمان
د بي بي سي اتلان هغه دي چې همت یی ځواب ورکړی او د پردیو په غېږ د غلامۍ په درنو ځنځیرونو کښې د ذلت په ژوند تېرولو روږدي شوی د خپل عزت او وجدان په سر یی له اشغالګرانو سره معامله کړي وي او د هغوی پر مخ یی د خپل هېواد دروازې پرانستلي وي په هر درشل کښې صلیبیانو ته لاس په نامه درېدلي وي د خپل مظلوم ولس په ضد یی په یوه نامقدسه جګړه کښې د سترو صلیبی قومندانانو تر امر لاندی ونډه اخیستې وي ،د اسلام د لارې مجاهدینو ته یی تروریست ویلی وي   د مجاهدینو د وژلو او تعذیب هیله ولري د ډالر په وړاندي د الله تعالی له اوامرو د قران له ښکاره او څرګندو احکامو څخه سرغړونه وکړي،د حق پر ځای د باطل دفاع وکړي د باطل د حق ښودلو لپاره په اسلامي احکامو کښې د خپلی خوښې تاویلونه وکړي ،هو که څوک په دي کچه بې همته او ذلیل شو هغه نو د بي بي سي اتل دي ،د هغه تلین به حتما د بي بي سي پر پاڼه د هغه له انځورونو سره لمانځل کیږي زه فکر کوم چې نه یواځې رباني بلکې ګڼ شمېر نور هم چې ښاغلی سیاف یی په سر کښې دی د بي بي سي د اتلولی لپاره لاسونه بډوهلي دي امید لرو چې دغه ذلیله ډله خدای تعالی د بي بي سي په ستاینو سره نوره هم ذلیله کړي او لکه څنګه چې ولس ته څرګنده شوې ده چې د ولس دوښمنان یواځي او یواځي بي بي سي ستایلی شي همداسې به ان شاء الله ټولي نړۍ ته څرګندیږي چې ملي خاینان او غداران له کومو خپرونو څخه د اتلولی مډالونه تر لاسه کوي؟
بي بي سي تل د هغو افغان مجاهدینو په ضد خورا سخت تبلیغات کړي چې اسلامي امت د سرلوړي هیله لري او د جهاد په سنګرونو کښې د اسلام  بیرغ په خپلو اوږو د یوه اسلامی نظام د رامنځ ته کېدو په هیله وړی وي او د غرب د هیلو سره سم نه وي ختلي!
له دې لارې  حزب اسلامي او د هغه مجاهد رهبر او ټولومجاهدینو  ته د دوی د سرلوړي ژوند او د پردیو له ستاینو په خاصه توګه د بي بي سي له ستاینو څخه د پاک ژوند مبارکي وایو  د دوی لپاره همدا ستر ویاړ دی چې تر ننه دغه انګلیسي نشراتو د دوی کوم مجاهد په خپله پاڼه کښې ندی ستایلی بلکي تل یی د حزب مجاهدین او مجاهد رهبر غندلی او د هغوی په ضد یی تور او دروغجن تبلیغات کړي دي.
د هېواد اتلان به افغان ولس له لوري ټاکل کیږي او افغان ولس پوهیږي چې څوک زمونږ ملي اتلان او مخکښان دي؟څوک د ابدالي او غزنوي په لار ځي او څوک د وخت د غلامانو کرکټرونه را ژوندي کوي؟
د بي بي سي ستاینې به د ذلیلو ډلو د ذلت اوبی همتی درا څرګندیدلو لپاره  افغان ولس ته یوه ښکلې موکه په لاس ورکړي تر څو د ولس سرتېري مجاهدین او غداران یو له بل څخه جدا او په ښه توګه وپیژني!
هیله لرو چې بي بي سي د خپلو اتلانو د څرګندولو لړۍ ته دوام ورکړي دا به یو په زړه پورې ګام وي ،افغان ولس به د انګلیسانو د اتلانو په ورپېژندلو کښې د بي بي سي دغه هڅې له یاده ونه باسي .
ژوندی او سرلوړی د وي افغان ولس
رپانده د وي د اسلام شین بیرغ
بریالي د وي مجاهدین
مړه د وي د اسلام دوښمنان

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *