ایله کابل مقامات په نهمه میاشت کې پوه شول! —عبد القادر زلمی

 

ایله کابل مقامات په نهمه میاشت کې پوه شول!

 

عبد القادر زلمی

 

وايي یوه نیمچه لیونۍ چا واده کړې وه، دواده لومړۍ شپې او ورځې وې، لیونۍ ښه خوشحاله وه، ځکه نوموړې دا رنګه خوږې کیسې مخکې چیرته نه وې لیدلې، یوه ورځ یې له یوې زړې بوډۍ نه پوښتنه وکړه، چې ابۍ! دا څه دي؟ دا لوبې د څه لپاره کیږې؟ هغې په لنډو ټکو کې ورته وویل چې: لورکۍ په نهمه میاشت به یې په سور پوه شې! کله چې نهمه میاشت شوه، خبره دلنګول شوه، دردونه شول، څړېکې شوې! دلیونۍ سد سر ته ورغی، چې دا دومره خوندونه خو خوشي نه وو!

د لر او بر ویب پاڼې دخبر په اساس ګلوبل پوسټ خپرونو دافغانستان په اړه یوه مقاله خپره کړې، په نوموړې مقاله کې یوه مهمه خبره دا راغلې چې افغان مقامات وايي چې امریکا له دوی سره خیانت کړی!! http://www.larawbar.net/34418.html

دا چې امرېکې څه رنګه خیانت ورسره کړی، لږ یې ور سره کړی او که ډېر، دا بیله خبره ده، مهمه خبره دا ده چې کله کابل مقاماتو له بوش سره واده کولو، نو ټول ولس ورته ویل چې ګوره لیونۍ له دې سرو او تورو سره ودونه نه کېږي! دوی به ویل چې نه ولې کېږي؟ دا دي مونږ یې ورسره کوو کېږي!

 وايي یو وخت یو ملاصیب دلمانځه په اړه مسلې کولې، په مسلو کې یې وویل چې په ډیران مونځ نه کېږي، یو کابل مقاماتو ته ورته ساده بنګ پورته شو، وې وو ملا صیب! ولې نه کېږي؟ هغه ورځې ما پرې وکړ، ښه سم پرې کېدلو، داسې ښه پسته سجده پرې کېده!

دوی به هم ویل چې ولې نه کېږي، دا زمونږ دوستان او بیا ځانګړي خېښان دي، او خېښانو هم داسې له اخلاص ور سره وکړ، چې آن ترجمانان یې تر جرمني تېر کړل!

په هر صورت، هر څه چې وو، تېر شول، د واده شپې هم تېرې شوې، ګرمې بسترې، او پاسته تختونه، ډالري، کڅوړې، جوالونه، عیشونه، کبابونه او شرابونه! هر څه وشول او لا کېږي، اوس چې نتیجه راوزي، نو طبیعي خبره ده چې دهغو تېرو اتو میاشو سخور به خامخا وباسي، او دا نو لیونۍ چېرته مني!

لیونۍ چې اوس دردونه اوڅړیکې ولېدې، بخت یې زوړ شو، دځوانۍ پسرلی یې دزړبودۍ په مني بدلېږي، نو اوس به خامخا دخپل بام واورې دیار بام ته ور اچوي، او هغه به ورته وايي:

یاري خو تا کړه ما خو نه کړه!

اوس چې وخت دتهمتو شو ته په ما کړې منتونه.

عبد القادر زلمی

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *