دطالب جان او بي بي سي په اړه ! —عبد القادر زلمی

 

دطالب جان او بي بي سي په اړه !

 

عبد القادر زلمی

 

دا څه وخت د طالب او بي بي سي تر منځ وضع یو څه ترینګلې غوندې ده، په دې معنی چې یو په بل پسې مباشرې او یا غیر مباشرې لیکنې کوي، طالب له بي بي سي نه ګیله کوي چې ګواکي په خپلو خپرونو کې یې دنورو لوری نیولی، له روس سره دافغان ولس دجهاد پر مهال بي بي سي دولس تر څنګ ولاړه وه، دمجاهدینو په ګټه به یې خپرونې کولې، او ټول ولس داعتبار په سترګه ور ته کتل، باور یې پرې کولو او په ډېر شوق سره به یې اورېدله، مګر اوس کیسه داسې نه ده، اوس بي بي سي ددې پر ځای چې داسې دريځ خپل کړي لکه له روس سره دجهاد پر مهال یې چې خپل کړی و، بر عکس خوله یې په ولس او مجاهدینو پسې خلاصه کړې ده!

 زما په  نظر که حقیقت ته وکتل شي نو ټولو ته څرګنده ده چې په هغه وخت کې بي بي سي له نړیوال سیاست او له حالاتو او پېښو سره برابره تګلاره غوره کړې وه، او اوس یې هم له نړیوال سیاست، او له پېښو او حالاتو سره برابره تګلاره غوره کړې ده.

  په هغه وخت کې ټوله نړۍ چې بریتانیا هم پکې راتله دافغان ولس او مجاهدینو تر څنګ ولاړه وه، ځکه خو ټول حرکت په همدې اړخ و، هر څوک په همدې لوري رغړېدل، که په هغه وخت کې له مقابل لوري سره ودرېدل له یوې خوا دآخرت تاوان و، نو له بلې خوا ددنیا تاوان هم و، ځکه چې په هغه وخت کې هم غوړه مړۍ د روس په دسترخوان نه تر لاسه کېده؟

  او اوس چې له نورو سره ولاړه ده، دهغوی دګټو لپاره خپرونې کوي، نو که یې آخرت هر رنګه شي دنیا خو یې ګروت ته کړې، دېته باید پام وشي چې بي بي سي په لندن کې اوسي، هملته ماشومه را بوډۍ شوه، له همغه ځای نه خپرونې کوي، څه رنګه کولی شي چې د کوربنو په لوښي کې …وکړي، او که یې وکړي نو یقیني خبره ده چې په همغه ورځ به یې شړۍ ور پسې ورغورځولې وي، بیا به نه بي بي سي وي او نه به یې خپرونې.

   همدا اوس په افغانستان کې خصوصا په هلمند او کندهار کې نېږدې لس زره انګریزان له ولس سره په جګړه کې ښکېل دي، خپله ددوی د رسمي احصایو له مخې تقریبا څلور نیمو سوو یې پښې غځولې دي، او په سوونو نور یې دټپونو له وجې ناکراره دي، انګریزان بیچاره ګان له طالب جان نه دومره یرېږي چې خپل ځان په خپله ددې لپاره ټپي کوي چې له طالب جان سره دمخامخ کېدو جوګه نه شي، الحیاة عربي نړیوالې ورځپاڼې  د ډیلي اکسپرس ورځپاڼې په حواله لیکلي چې دبریتانیې وزارت دفاع ورته ویلي چې ددوی هغه ټپي عسکر چې ځانونه یې له دې وجې چې له افغانستان نه زر خپل هېواد ته لاړ شي ټپيان کړي له هغو  چې له طالبانو سره په جګړه کې ټپي شوي درې چنده زیات دي، دوی وايي چې مونږ ۱۵۱ هغه ټپیان چې له طالبانو سره په جګړه کې ټپي شوي بریتانیا ته راوړي، خو دا په داسې حال کې چې هغو چې ځانونه یې خپله له دې وجې ټپیان کړي چې دطالب له ګوزار نه په امن شي ۴۷۱ کسه کېږي! http://alhayat.com/Details/449804

  ښه نو اوس دې خپله لوستونکي قضاوت وکړي چې که بي بي سي دطالب هسکه ووايي او یا کم تر کمه حقیقت ووايي، او یا دطالب ټېټه ونه وايي نو بیا په لندن کې شپه تېرولی شي؟ بیا اوبه له کومه کړي؟ یوه مړۍ ډوډۍ له کومه کړي؟ لمڅی او بړستن له کومه کړي؟

   لنډه ګڼده یې دا چې بي بي سي نه له روسانو سره دجهاد پر مهال دافغان ولس غم خوړلی او نه یې نن پروا لري، هغه بیچاره په هغه وخت کې هم د خان دسترګو اشارو ته کتل او اوس هم، دا هسې سره برابره شوې وه چې په هغه وخت کې دبي بي سي خان د خپلو موخو لپاره له افغان ولس سره خواخوږي ښودله، او اوس چې دخان سیاست بدل شوی نو بي بي سي ابۍ څه ګرمه ده!

 بي بي سي ابۍ دخپل خان دکلتور او ثقافت لپاره شپه او ورځ په ځان یوه کړې، تر دې چې په روژه کې یې خپل عورت هم په خاورو ورته ولړلو، لپ لغړ عکسونه یې د روژې په مبارکه میاشت کې خپاره کړل، او بیا یې ویل چې دا خو پښې دي؟ خبره یې سمه وه، ځکه په رښتیا هم چې پښې وې، خو دپښو سرونه نه وو، بلکې بیخونه یې وو!!! 

بي بي سي په غېږ کې دانګریز 

نابودې دنیاګۍ ته

 سترګې کړې را خلاصې

ماشومه، او هملته شوله پېغله        

 بیا واده، او اوس بوډۍ.

طالبه یاره ته نو څه رنګه ګیله کړې!

عبد القادر زلمی

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *