آخر دعرفې په خطبه پسې هم درواغ! — عبد الخبیر جاهد

 

آخر دعرفې په خطبه پسې هم درواغ!

 

لیکوال: عبد الخبیر جاهد

 

  سبحان الله! درواغ خو به  څوک وايي او څوک نه، خو ځینې خلک په نړیواله کچه دومره ښکرور درواغ ووايي چې سړی بالکل حیران کړي، داختر په ورځو کې په ځینو رسنیو کې یو خبر راغی، خبر داسې و:

«دسعودي مفتي دعرفې په خطبه کې استشهادي بریدونه ناروا بللي، د سعودي عربستان تر ټولو لوی مفتي او د اسلامي نړۍ پېژندل شوي عالم شیخ عبدالعزیز بن شیخ د عرفاتو په سپېڅلو مراسمو کې چې د نړۍ تر دوه میلونو زیاتو مسلمانانو پکې برخه درلوده پخپله وینا کې د اسلام له نظره ځانمرګي بریدونه حرام وبلل او زیاته یې کړه چې په اسلام کې ځانمرګی برید مشروعیت نلري.

   نوموړي د حج د زایریرونو په منځ کې وویل هغه کسان چې ځانمرګي بریدونه کوي د خدای (ج) لخوا نه بښل کېږي. نوموړي زیاته کړه چې د اسلام او تندلارۍ ترمنځ هېڅ تړاو نشته، اسلام د سولې او ورورولۍ دین دی.)   کابل لیکس http://www.kabulleaks.com/index.php/general/3046-%D8%AF-  پنجشنبه:   ۲۰۱۲ / ۱۰ / ۲۵ ».

   ډېر دتعجب ځای دا چې خپله کرزي چې دیو هېواد ولسمشر یادېږي په دومره لویه تنه، او له یو څه په نشت حساب حیثیت سره سره دټولو خلکو بلکې دټولې نړۍ په وړاندې  په نا خبرۍ او یا قصدا په درواغو دا خبره کوي چې دسعودي ستر مفتي دعرفې په ورځ استشهادي بریدونه حرام وبلل، د نوموړی خبري په لاندې لینکونو کتلې اورېدلی شئ!:

، http://new.taand.com/news/id-36373/cid-1/   

http://pa.azadiradio.org/content/article/24753500.html

http://www.mashaalradio.org/content/article/24753948.html

 دا خو یقیني ده چې کرزی خپله په عربي ژبه نه پوهېږي نو خامخا به کوم بل چا ورته ویلي وي چې مفتي دعرفې په خطبه کې داسې وویل، او ده بیچاره به له پلټنې پرته منلې اودا ده دټولې نړۍ په مخ کې یې دا خبره وکوله، او یا خو به دی خپله خبر وي چې دعرفې په خطبه کې دا خبره نه ده شوې خوهسې دخپلو سیاسي شومو اهدافو لپاره به دعرفې له نامه او خطبې نه په درواغو  ناوړه ګټه پورته کوي.

   دیادونې وړ ده چې داستشهادي بریدونو دروا والي او فضیلت په اړه قوي او مستند شرعي نصوص او دلایل شته، چې  دنړۍ زیاتره علمای کرامو خصوصا دازهر شریف علماوو چې تر ټولو مشهور یې  داسلامي نړۍ دعلماوو داتحاد مشر دکتور یوسف قرضاوي دی، داستشهادي بریدونو روا والی څه چې فضلیت یې هم  په مستندو دلایلو سره ثابت کړی او بیان کړی دی، هو دا بیا بیله خبره ده چې آیا په رښتیا هم هره چاودنه استشهادي برید وي؟  او هره چاودنه مجاهدین کوي؟  او یا داچې دملکي خلکو وژنه روا ده؟ دا ټول ځانله ځانله موضوعات دي چې پوره وخت او تفصیلي څېړنه غواړي، خو اصل خبره دا ده چې د اشغالګرو او دهغوی دملګرو په مقابل کې استشهادي بریدونه  رواعمل دی، او لوی  فضیلت لري.

   دا مهمه نه ده چې اوس یو څوک را پورته شي او داشغالګرو په ګټه له ځان نه فتواګانې صادرې کړي، که یې صادرې هم کړي، الحمد لله مسلمان ولسونه په حق او حقیقت ډېر ښه پوهېږي، دځینو درباري عالمانو سیاسي فتواګانو ته  کوم ارزښت او اهمیت نه ورکوي.

له دې ټولو سره سره کومه خطبه چې دسعودي مفتي عبد العزیز  آل شیخ دعرفات په میدان کې وویله په هغه کې یې بالکل داستشهادي بریدونو په اړه یوه خبره هم نه ده کړې،  دا دي په لاندې لینکونو کې یې که هر څوک وغواړي  او په عربي ژبه پوهېږي خپله اورېدلی او لیدلی شي:

خطبة يوم عرفة 1433-2012 للشيخ عبد العزيز آل الشيخ http://www.youtube.com/watch?v=0WejLUlVkCs

http://forsanhaq.com/showthread.php?t=337557

http://www.albkri.com/vb/showthread.php?t=35111

دخطبې په لومړي سر کې دتوحید خبرې شوې دي، دیو مخلص او کامل مومن خصوصیتونه بیان شوي، بیا وروسته دمسلمانانو پر یووالي او وحدت ترکیز شوی، نوموړي مفتي  دفتنو خبره کړې ، اوپه یو ځای کې وايي چې  زمونږ په اسلامي نړۍ فتنې دي، مصیبتونه دي، غمیزې دي، دوینو تویول دي، دملکیتونو خرابول دي، دښارونو او هېوادونو ورانول دي، او دا د ډېر سخت تاسف او غم ځای دی، داسلامي ولسونو پر واکمنانو فرض دي چې داسلامي وروولۍ، تفاهم او روغې جوړې، داختلاف دهواري لپاره کار وکړي، په کوم شي کې چې اختلاف وي هغه دشریعت احکامو ته حواله کړي، داختلافونو دپرېښودلو، دوینو دنه تویولو او دوسلې دنه کارولو لپاره کار وکړي.

  باید ددښمنانو دسیسو ته توجه وشي، دوی دولسونو او حکامو تر منځ ګډوډي جوړوي، له مسلمانانو نه ددوی امن او ډاډ تروړي، اسلامي ولسونه باید په خپل منځ کې یو او بل ته لاس سره ور کړي، داسلامي امت واکمنان او ولسونه باید له سیاسي پلوه دې ټکي ته متوجه شي  چې خپل سیاست په خپله وکړي، په دې اړه  له خارجي اغېزو نه ځان خپلواک کړي، او ددې لپاره چې زمونږ ټولنې له اخلاقي انحلال نه ژغورل شوې وي باید پلرونه او میندې دخپلو اولادونو او همدا رنګه ښوونکي دهغوی تربیې ته جدي پاملرنه وکړي، له فساد، بد اخلاقۍ ، اختلاط او فحاشۍ ، بربنډتوب نه یې منع کړي، په اسلامي تربیه وروزل شي،توجه ورته وشي ټول هغه وسایل چې خیر پکې نشته او دځوانانو دبېلارې کولو لپاره ددښمن له خوا کارول کېږي دهغو مخه ونیول شي.

  مال چې دژوند دپرمختګ اصل او اساس دی، دهر ولس دستونزو دهواري اصل دی، باید په داسې لارو چارو کې وکارول شي چې اسلامي ولسونو ته ګټه وکړي، اقتصاد يې پرې پیاوړی شي، تجارت پرې وکړي، تعلیمي پروژې پرې جوړې کړي، نوې تکنالوژي پرې زده کړي، داسلامي امت ځینې داسې بچیان شته چې خپل مالونه دنورو دګټو لپاره استعمالوي، که دغه مالونه دمسلمانانو دګټو لپاره استعمال شي دمسلمانانو ډېر مشکلات به پرې حل شي.

 نن ورځ بشریت مادي پر مختګ کړی، مګر په روحي او اخلاقي جانب کې وروسته پاتی دی، انصاف، عدل او ترحم نشته،  کوم چې اسلام يې غواړي، نن ورځ بشریت داسلام انصاف، عدل او ترحم ته ډېر ضرورت  لري.

  نوموړی مفتي په خپله خطبه کې وايي  چې اوس دمسلمانانو په منځ کې ځينې کسان داسې دي چې دداسې مدني حکومت او دیموکراسۍ خبرې کوي، چې له اسلامي شریعت سره هېڅ رنګه تړاو نه لري، ، ډېرې نارواوې تاییدوي،  چې دا بې له شکه داسلام او شریعت داصولو خلاف کار دی، اسلام په هر وخت او هر ځای کې عملي کېدای شي، هر هغه  څه چې له اسلام سره په ټکر کې وي که هر رنګه وي او دهر چا له خوا وي هغه مردود دی، هېڅ قانون داسلام مقابله نشي کولی.

       دانسانانو یوه وړه ډلګۍ غواړي د آزادۍ تر عنوان لاندې  په پوچو دلایلو سره په اسلام پسې خبرې وکړي، دوی وايي اسلام داوس وخت لپاره مناسب نه دی، پر قصاص اوحدودو باندې اعتراض کوي، دانساني حقوقو خلاف یې بولي، دوی وايي که اسلام تطبیق شي نو بیا به مسلمانان وروسته پاتې شي!

  دوی خپلو ځانونو ته ددې اجازه ور کوي چې په دین پسې خبرې وکړي، نصوص یې تحریف کړي، او ګومان کوي چې دا ترقي ده! بېشکه چې دا داسلام ددښمنانو دهغو حملو یوه برخه ده چې ددې امت پر خلاف یې کوي، دوی غواړي اسلامي امت له خپل دین نه لیرې کړي، هویت او تشخص یې له منځه یوسي،اسلامي  ټولنې غربي کړ ي.  

   په پای کې دسعودي پاچا ته دعا کوي، دسعودي له وزیر داخله او نورو هغو څانګو نه مننه کوي چې حاجیانو ته یې آسانتیاوې برابرې کړې دي، او پر حاجیانو غږ کوي چې دوی باید دالله جل جلاله شکر  ادا کړي، چې دلته دامن او ډاډ په فضا کې خپل عبادت کوي.

    لنډه داچې داستشهادي بریدونو خبره بالکل په خطبه کې نشته، نه پوهېږم  هغه رسنیو چې دغه خبر یې خپور کړی، او خپله کرزي  له کومه ځایه دا خبره اورېدلې ده؟   درسنیو زیاتره کارکوونکي په عربي ژبه سم نه پوهېږي کېدای شي کوم یو سم پوه شوی نه وي،  نوموړې خطبه به یې پوره اورېدلې ا وکتلې نه وي، بیا هم که له دوی سره په دې اړه مستند شواهد وي باید وړاندې یې کړي، تر څو  ټول خلک یې وويني چې دا دي په رښتیا هم  دعرفې په خطبه کې دا خبره شوې ده،    پاتې دې نه وي  چې عربي رسنیو  هم   دعرفې په خطبه کې دسعودي دمفتي  ددې خبرې ذکر  نه دی کړی.

   اشغالګر او داخلي ملګرو یې په دې وروستیو کې مطبوعاتي جګړې ته ډېر زور ورکړی، دخپلو ځانګړو اهدافو لپاره مطبوعات دیوې حربې په توګه استعمالوي، دمطبوعاتو حیثیت او ارزښت تر پښو لاندې کوي او کړی یې دی، دوی دا لس کاله ونه توانېدل چې دټانک، بم، طیارې، وهلو ټکولو او زندان ته اچولو په زور مجاهد ولس کمزوری کړي،  نو اوس به څه رنګه  وکولی شي چې په پوچو تبلیغاتو او ښکرورو درواغو سره خپلو شومو اهدافو ته ځان ورسوي؟  هغه چې وايي اوبو اخیستی ځک ته هم لاس اچوي، اوس پر دوی هم همغه کانه شوې.

لیکوال: عبد الخبیر جاهد.  

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *