د امریکا جنګ طالبان له ګرانښته وا نه چول — ډاکټر نثار احمد صمد

 

د امریکا جنګ طالبان له ګرانښته وا نه چول

 

راپورتره : مشهوره خبریاله کېتي ګېنن

منبع : اسوشیټیډ پریس ( امریکا )

نېټه : ۲۰۱۲/۱۲/۱۱

ژباړه او لنډیز : نثار احمد صمد

 

مارجه ، افغانستان ـ په هغه ځای کی چی امریکا خپل تر ټولو غټ جنګ وکړ ، بیا هم طالبان پر خلکو ګران دي . د امریکا په مشرۍ د افغان جګړې د ټولو نه لویو پوځي عملیانو څخه ، چی هدف یې د طالبانو شړل ، د اقتصادی ودې رغول او د پاته افغانستان لپاره د یوې نمونې ښودل و ، درې کاله وروسته بیا هم د هلمند ولایت خښمېدلي خلک وایی چی موږ د شپې ځکه نسو راوتلای چی د لاره نیونکو او غلو څخه بیریږو .

هغوی وایی چی د ورځی بیا د فاسدو پولیسو او حکومتی کسانو لخوا ځورول کیږو چی رشوت راڅخه غواړي . تر یوولس کلن جنګ وروسته بیا هم ډیر کسان بیرته هماغه طالبان غواړی . هغوی وایی چی د طالبانو د واک پر مهال چی به هغوی د سزا په توګه د غلو لاس پرې کاوه ، نو موږ هم لږ تر لږه د جرم او فساد څخه ژغورلی وو .

یو دکاندار مولوی داؤد وویل چی « که د یو چا پر سر د پیسو بکس هم وای ، نو د مارجې خورا لیری برخی ته به تللی وای ، او هیچا به آن په شپه کی لا هم دا پیسې نه ورڅخه اخیستې . خو که نن څوک خپل موټرسایکل آن د خپل دکان مخی ته هم ودروي ، ورڅخه وړل کیږی . نن که څوک پر سړک روان وی نو د وسلوالو پولیسو او پوځیانو سره به مخامخ سی او پیسې به ترې واخلی . »

د ۲۰۱۰ په لومړیو کی پنځلس زرو بهرنیو او داخلی پوځیانو په مارجه کی د افغان جګړې تر ټولو غټ جنګ وکړ . هغوی نه یوازی د طالبانو سره وجنګېدل ، بلکی دا ژمنه یې هم وکړه چی مارجې او د هلمند جنوبی سیمی ته به یو ښه حکومت راوړی او اوسېدونکو ته به د طالبانو څخه د جدایی ښېګڼې او ګټی ورښکاره کوی .

خو دا پلان هله نیمګری سو چی تر دغه جنګ وروسته د ولسمشر حامد کرزي لخوا د دې سیمی د ښه حکومت دارۍ او ساتنې لپاره بې کفایته افغانان وټاکل سول . دا هغه څه دي چی د ۲۰۱۴ په پای کی د بهرنیو پوځیانو تر وتلو وروسته د ټول هیواد په کچه پر شک او ګومانونو باندی ور اضافه کوی .

د دې ادعاګانو سره سره چی وایی په ټول ولایت کی مو پوځي بری ګټلی او تشدد یا ناامنی مو لږ کړې ده ، د مارجې اوسېدونکو اسوشیټیډ پریس ته وویل چی د طالبانو پر ضد د ناټو کړنه ناکامه ده . دا لا څه ، د هلمند ولایت د نورو سیمو او د خورا نا امنو ولسوالیو په شمول د ډیرو کسانو څخه زموږ پوښتنی هم کټ مټ تصویر په اثبات رسوي .

ډیرﺉ کسان ادعا کوی چی د امریکا په مصرف جوړ سوي پولیس چی اصلأ یو ډول منل سوې ملېشه ده ، عادتأ رشوت غواړی او هغه کسان ترټی چی نه غواړی د طالبانو ملګري سی . دا خلک وایی چی مارجې ته هیڅ یوه ښه حکومتی اداره نه ده راغلې .

په کلیو ، د بسونو په تم ځایونو  ، سماوارونو ، هوټلونو او د ګڼې ګوڼې په نورو ځایونو کی خلک په دې ادعاګانو باندی ملنډی وهی چی وایی امنیت او پرمختګ مو راوړی دی . هغوی پر افغان حکومت او چارواکو خورا ډیر انتقادونه کوی او په دې خاطر یې غندي چی هغه په بلیونونو ډالره غلا کوی چی نړیواله ټولنه یې د خلکو د مرستې لپاره ورکوی ، او نړیواله جامعه هم ځکه غندی چی د خلکو پر اړتیاوو سترګی پټوی او د فاسدی ادارې د جرم شریکان دي .

د مارجې دکاندار داؤد وویل چی د طالبانو د رژیم پر مهال ډیر امنیت برقرار و . ده وویل چی « هغوی زموږ سره هیڅکله هم ظلم نه کاوه او یو فرق یې هم امنیت و . د طالبانو وخت ډیر ښه و . » د مارجې د دغو زړو دکانونو له جملې نه د ده شریک دکاندار محمد حیدر وویل چی هغه بزګران چی د تریاکو پر ځای یې پنبه وکرل ، ځکه ډیر زیانمن سول چی خپل حاصلات نسي پلورلای . ده پیش بینی وکړه چی په ۲۰۱۴ کی به د بهرنیو پوځیانو تر وتلو وروسته د تریاکو تولید دوه چنده زیات سی .

د هلمند د مرکز لښکرګاه د بس په یو تم ځای کی ډیرو کسانو د زړو بسونو او موټرو لپاره انتظار کاوه تر څو د هلمند نورو برخو ته ولاړ سی . یو نفر هم حمیدالله نومېدی او د سنګین یعنی هغه ولسوالۍ  بس ته منتظر و چی د امریکایی او برتانوي پوځیانو سره د طالبانو تر ټولو سخت جنګونه پکښی کیږی . ده هم په دې تم ځای کی د نورو کسانو غوندی دا غوښتنه کول چی بهرني پوځیان دی له افغانستانه ووځی . حمیدالله وویل : « دا چی دغه بهرني پوځیان دلته راغلی دي ، نو د هلمند په هر ځای کی ناامنی ورسره خپره ده . هر څومره موده چی هغوی په افغانستان کی پاته وی ، په هغه اندازه به جنګ هم جاری وی . »

ځینی کسان چی په زحمت د بسونو جنګلې ته ختل او د کوچنیو موټرو په شا کی تخته سره کښېناستل  په خپل منځ کی د بهرنیو پر شتون باندی سخت خښمېدل . صرف یوه پوښتنه می ځنی وکړه : نن په هلمند کی وضع څنګه ده ؟ ډیرو له قهره ډک ځوابونه راکړل او لږ ځوابونه هم مختلف وو ؛ څو کسان خو له قهره راڅخه روان سول . حمیدالله راته وویل چی « نن موږ باالکل تباه سوي یو . »

د ګڼی ګوڼی څخه یو ږغ راووت چی داسی یې وویل : « اوضاع ورځ په ورځ خرابیږی . » یو بل په لوړ ږغ داسی راغبرګه کړه : « دلته د بهرنیانو له امله امنیت نه راځی . »  یو بوډا په قهرجنه او غمجنه لهجه سره داسی راته وویل : « که دغه خارجیان د افغانستان څخه ووزی ، نو ټوله ستونزی به حل سی . زموږ په ژوند کی څه سمون راغلی دی ؟ »

تحلیل ګران چی هلمند ښه ورمعلوم دی ، وایی چی د ثبات په وړاندی تر ټولو غټ خنډ پخپله فاسد حکومت دی ، هغه عوام له ځانه بیزاره کوی او په لوی لاس یې طالبانو ته ورسپاری .

ایساف وایی چی د تیر کال د اتو میاشتو په پرتله سږ کال د جنوري څخه تر اکتوبر پوری د طالبانو په حملو کی د ۸٪  لږښت سره سره په دې موده کی په افغانستان کی پر بهرنیو پوځیانو د حملو ۳۲٪ یوازی په همدې هلمند او ګاونډی ولایت نیمروز کی سوي دي .

په امریکا کی د « ملی تګلاری د مرکز » څخه یو څیړونکیً ( رې ین ریونز ) هلمند د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کی « تر ټولو خطرناک او متشدد » ولایت وباله . ده وویل چی « د ۲۰۱۰ څخه د ۲۰۱۲ تر لومړیو پوری د ایساف د هرو پنځو پوځیانو څخه یو په همدې ولایت کی وژل سوی دی . همدغه ولایت د بل هر ولایت په مقاسه ډیر کسان له منځه وړي دي . » ایونز په هلمند کی د امریکایی او برتانوي پوځیانو سره په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کی کار کاوه .

نو لوی سوال دا دی چی آیا د بهرنیو پوځیانو تر وتلو وروسته خو به هغه څه چی نن په هلمند کی روان دي ، د متباقی افغانستان لپاره یو قاصد نه وی ؟!

هغه راپور چی تیره میاشت د برتانوي پارلمان د نړیوال انکشاف د کومیټې لخوا خپور سو ، دغه وضع شومه او بېرونکې بللې ده .

افغانستان همدا نن د ۳۲ بلیونو ډالرو بهرنیو مرستو سره سره ، د نړۍ تر ټولو غریب هیواد دی چی سړي سر عاید یې د ورځی آن تر یو ډالر هم لږ دی .

دا هیواد د نړیوال شفافیت د جوړښتون لخوا د فساد په برخه کی هم ډیر له پښو لوېدلی بلل سوی دی . افغانستان په ۲۰۰۵ کی د ۱۵۸ هیوادو څخه ۱۱۷م مقام درلود ، خو تیر کال د ۱۸۳ هیوادو څخه ۱۸۰یم نمبر ته راولوېد . د کابل بانک لخوا خو د افغانانو په ملیونونو ډالره ورک او غبن سول .

ځینی افغانان وایی چی افغانان پخپله د دې حالت مسؤلین دي . حاجی خلیل چی د ۲۰۱۰ په جنګ کی د مارجې څخه لښکرګاه ته کډه سو ، د طالبانو تر سقوط را وروسته پخپله افغانان د غلاوو او بې قانونیو له امله ملامت بولی . ده وویل چی « د طالبانو پر مهال ځکه هیچا غلا نسوه کولای چی سزا یې ورته معلومه وه ، خو کله چی هغوی ولاړل نو ډیرو کسانو غلاوی شروع کړې . موږ د طالبانو څخه وروسته نور هم خراب سوي یو . مشکل پخپله په موږ کی دی ». پای 

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *