رباني کر ملایان را ټولوي! — سيد ولي حامد

 

رباني کر ملایان را ټولوي!

 

ليكوال: سيد ولي حامد

 

افغانستان او پاکستان پرېکړه وکړه، چې د افراطيت او سخت دريځۍ پر ضد به د علماوو نړيوال کانفرانس به په جنورۍ مياشت کې په کابل کې جوړه شي.

دغه پرېکړه د افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو نن د ليندۍ په ١٠مه، په اسلام اباد کې تر خبرو اترو وروسته په يوه ګډه خبري غونډه کې وکړې.) پژواک ١٠ ليندۍ ٩١.

عجبه لوبه ده، په رښتیا هم چې آخره زمانه شوه، تازۍ رباني کر هم اوس ددې شوه چې د اسلام په اړه خبرې وکړي، اسلام خلکو ته وښيي، هغه کر چې لا یې له بلاول سره دپرونۍ بې شرمۍ بویونه نه دي ورک شوي،  دا ده اوس یې په خورا بې شرمۍ سره د ځینو تش په نامه علماوو چې په حقیقت کې دسپېنې ماڼۍ ویاندویان دي د راغونډولو تابیا کړې ، تر څو داستشهادي بریدونو د ناروا والي په اړه فتاواګانې صادرې کړي، دا چې دغه فتاواګانې څومره وزن او څومره اثر لري، دفتوا له مصدر نه یې ښه درک لګېږي.

په حقیقت کې دفتوی مصدر یو ځل بیا په زړه توره او په څېره سپینه ماڼۍ ده، دا عبد الرسول نداف،  ولاړ الدین څوسن ( قیام الدین کشاف ) او دوی ته ورته یې هسې دغوښې لاسپیکرونه دي، د بیخ آواز یې تر خولو را وزي، دا خو ټولې نړۍ ته ښکاره معلومه ده چې دا څو لسیزې کېږي چې استشهادي بریدونه داسلامي نړۍ په ګڼو اشغال شویو هېوادونو کې دمظلومانو له خوا دظالمانو د شړلو لپاره تر سره کېږي، خو تعجب دا دی چې دغه نداف خېل او څوسن خېل تر اوسه پورې چېرته او دکوم فیل په غوږ کې ویده وو؟ 

په هر صورت په دې خبره هر څوک ښه پوهېږي، خو خبره د تازۍ ده، تازۍ! تازۍ په دې وچ او خوار بدن  د بې نظیرې بچی بلاول په خپلو تارونو کې را ګیر کړ، په خپله زړه او له کاره لوېدلې متاع یې د کم عقل بلاول تنکۍ ځواني وپیرله، او له همدې څخه معلومېږۍ چې تازۍ ښه مدارۍ تازۍ ده.

دا ده اوس یې څوسن خېلو ته مخه کړه، پاکستان هم پوهېږي چې همدا تازۍ کولی شي د امریکې په ډالرو خرڅ شوي څوسن اوښان وڅروي، ځکه خو یې دا مسولیت دېته ور له غاړې کړی، زه حیران دغه د اوښانو مشر ( ولاړ الدین څوسن یا قیام الدین کشاف ) ته یم، اوو ورمېږ دې مات شه! دګور له غاړې ولاړ یې! آخر له دغه خپلې سپینې ږیرې نه هم حیا نه درځي! دسپینې ږیرې بلا در واوړه! د چپنې او پګړۍ بلا در واوړه! که له خلکو نه شرمېږې آخر لږ له ځان څخه وشرمېږه! کله دې ځان ته کتلي؟ رباني کر په تاسو کې داسې ښکاري لکه بیزه په اوښانو کې، آخر په دې لویو لویو تنو د یوې وړې بیزې د لوبو شوئ؟ الله به مو له دې زیات سپک کړي، ځکه چې تاسو له علم او پوهې سره سره د الله دښمنۍ ته مټې را نغښتې دي، که نور نه وي دهغه بل ستا په شان فضل الهادي له انجام نه پند واخله، چې څو میاشتې یې ساه نه ختله!

افسوس چې علم او علماوو ته خو مو نسبت نه کېدای! علم او علماوو مو دواړه وشرمول! علم دالله جل جلاله ذاتي صفت دی، باور وکوئ چې خامخا به مو الله جل جلاله له دې هم زیات دذلت کندې ته ورګوزاروي.

په پای کې یوه دخواخوږۍ او انساني همدردۍ مشوره در کوم، لا  اوس هم فرصت شته، الله ته توبه وباسئ له دې لوی او ستر ذلت نه ځان وژغورئ، پر خپل ځان رحم وکړئ، سبا به دقیامت په ورځ دالله جل جلاله په حضور کې څه وايئ؟ فرض کړه که الله جل جلاله یوازې دومره درته ووایي چې تا ولې دکفارو په ضد فتوا نه ور کوله؟ او بل دا چې که استشهادي بریدونه په رښتیا ناروا وو نو دا څو کاله ولې پټه خوله وې؟ ستا او ستا د نورو څوسن خېلو ځواب به څه وي؟

ليكوال: سيد ولي حامد.

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *