وياړم چې د حزب اسلامي غړيتوب لرم او محترم حکمتيار مې مشر دئ — انجینر قطب الدین هلال

 

وياړم چې د حزب اسلامي غړيتوب لرم او محترم حکمتيار مې مشر دئ

 

انجینر قطب الدین هلال

 

انجنير قطب الدين هلال، په روهي ويب پاڼه کې د يوې بې بنياده ليکنې په ځواب کې پخپل يو وضاحتي بيان کې ويلي : د روهي په ویب پاڼه کې زما په هکله ځينې لیکنې شوي، د ویب پاڼې د لیکلو په باب ګرانو لوستونکو ته لاندې عرایض لرم : دا چې زما د قبایلو په چارو کې د ولس مشر سلاکار ټاکل شوی یم حقیقت نلري. په دې هکله د محترم ولسمشر له دفتر څخه که  څوک شک لري باید سپیناوی تر لاسه کړي. دا چې زه مشران تیر باسم دا یو خنداور خبر دی، حقیقت دا دی چې زه د ۴۵ کلن ویاړمن حزب اسلامي غړیتوب لرم او محتر م مجاهد ورور حکمتیار صیب چې د حزب اسلامي امیر دی خپل مشر ګڼم دا به ډېر حماقت وي چې څوک خپل مشر تیر باسي او نه هغه داسې شخصیت دی چې د تیراېستنې  ښکار شي الحمدلله د هجرت،دعوت او د جهاد روڼ  تاریخ لرم چې هر چا ته ښکاره دی. دا چې زه ډګر جنرال شوی یم ، واقعیت دا دی چې زه د اردو په اډانه کې سیول انجینر یم او په ۱۹۹۵ م کال کې د محترم حکمتیار صیب لخوا ماته د ډګر جنرالۍ د رتبې فرمان راکړی شوی چې دا زما ویاړ دی، د مسلک ،د رتبې او سوابقو له مخی هم د جنرالۍ د رتبې مستحق یم چې ډیری همصنفیان مې جنرالان دي، زه د اوسنۍ اردو په اډانه کې او یا په ریفورم کې څه منصب او عهده نه لرم او نه یې غوښتنه لرم او نه دې دندې ته جوړ یم. دا رښتیا ده چې په یوه متحد حزب اسلامي معتقد یم په حزب کې د ډلو سره قطعاً موافق نه یم حزب اسلامي په افغانستان کې یو ملت شموله تنظیم دی چې مشر او امیر یې محترم ورور حکمتیار صیب دی . د یو موټي حزب اسلامي تر اړخ د افغانانو ملي یووالی مې ارمان دی چې د دې ارمان د تحقق لپاره حتی الوسع هاند کوم. په سوليیز ژوند  معتقد یم، سوله د ولس  اړتیا ده او د سولې په وړاندې ټول موانع باید له منځه ولاړ شي که هغه خارجي نظامي شتون دی  او یا په فساد اخته حکومت پر اسلامي او ملي موخو باید کله هم سودا ونه شي. دوه ځلې د صدارت لمړی مرستیال وم خو تر نن ورځې نه په کابل کې ځمکه لرم او نه شخصي کور لرم،د کارته نو په شهرک طلایي کې په یو ه واړه اپارتمان کې په کرایه اوسیږم چې دا مې ویاړ دی نه پانګې لرم او نه بلند منزل.  زه رښتیا هم د ولس یووالی غواړم چې حزب اسلامي پدې یووالي کې ستر او اساسي رول لوبولی شي. د اولس مشر صیب سره ډېره پخوانۍ پیژند ګلوي لرم خو  د دوی په ودولت کې هیځ ډول ماموریت نلرم او نه یې غواړم .دا چې زه د محترم او مجاهد مشر حکمتیار صیب دا جازې پرته هلې ځلې کوم دا باید د کابل میشت د حزب له وروڼو او د حزب  د مرکزي اجرايیې له مسولینو څخه وضاحت وغوښتل شي، له ما څخه باید هیڅ څوک دا تمه او امید ونلري چې خدای مه کړه د اسلام، ملي مصالحو، حزب اسلامي او د حزب اسلامي د قیادت او زعامت  خلاف به څه وکړم زه د هر چا ښه او بهتر د خپلې ۴۳ کلنې مبارزې سنګر پیژنم  او د خپل کور پاسداري، عزت او تعهد ته ان شاء الله تعالی وفادار یم – سترې سترې حزبي او حکومتي دندې مې پر مخ بیولي په وړو  وړو مقاعدو نه دوکه کېږم او نه یې د حصول هڅه کوم.

 

والسلام علیکم  ورحمة الله و بر کاته

 

انجینر قطب الدین هلال

 

۹۲/۱/۲۹ کابل – 20013/4/17

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *