د نړیوال سره صلیب پر دفتر برید چا کړی؟ — ایمل نوري

 

د نړیوال سره صلیب پر دفتر برید چا کړی؟

 

ایمل نوري

 

   د تیری چهار شنبې په ورځ چې د ۲۰۱۳ د می میاشتې له ۲۹ نېټې سره سمون خوري د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد کې د نړیوال سره صلیب پر دفتر برید تر سره شو، نوموړي برید که له یوې خوا د نړیوال سره صلیب غوسه را وپاروله چې په پایله کې یې د څه وخت له پاره دخپلو کارونو دځنډولو اعلان وکړ،  له بلې خوا د نوموړي برید د مسولیت په اړه د ټولو خواوو پټه خوله کېدلو هم ګڼې پوښتنې او اندېښنې را وټوکولې.

   په عام ډول د بهرنیو ځواکونو او کابل ادارې  پر اډو، مرکزونو، دفترونو بریدونه د مجاهدینو له لوري تر سره کېږي، چې د هر برید پړه پر غاړه اخلي او د ورته نورو بریدونو ګواښونه هم کوي.

   مګر د نوموړي برید پړه هېچا و نه منله، که څه هم چې د کابل ادارې نوموړی برید د مجاهدینو کار وبللو، خو د طالبانو ویاند د خپلو څرګندونو په ترڅ کې په ډاګه کړه چې په نوموړي برید کې نه دوی لاس لري او نه یې ملاتړ کوي، تر ټولو مهمه دا چې خپله سره صلیب هم تر اوسه پورې کوم مشخص لوري ته ګوته نه ده نیولې، سره له دې چې د کابل ادارې له بیلابیلو لارو ډېرې هڅې و کړي چې د سره صلیب په خوله کې طالبان ور کړي، خو تر اوسه پورې ونه توانېدل چې سور صلیب له خپلې بې پرې پالیسۍ  نه په بل لوري کړي، دا چې دغه برید به د چا له خوا تر سره شوی وي لاندې څو ټکي کولی شي تر یو ځایه د حقیقت په را برسېره کولو کې مرسته را سره وکړي:

لومړی: د یوولسو کلونو په ترڅ کې ټولو ته په ډاګه شوې چې مجاهدین تل پر نظامي او استخباراتي هدفونو برید کوي، چې په دې کې په غیر نظامي او غیر استخباراتي ځایونو کې نظامي او استخباراتي هدفونه هم راځي، په دې معنی چې په ملکي تاسیساتو او د بې پرې  موسساتو پر دفترونو چې یوازې د بشري خواخوږۍ له مخې خلکو ته انساني خدمات وړاندې کوي، مجاهدین بریدونه نه کوي. 

دوهم: که مجاهدین وغواړي چې په غیر نظامي او غیر استخباراتي هدفونو بریدونه تر سره کړي نو بیا خو په ډېره آسانۍ او په هر وخت کې کولی شي چې عام خلک په نښه کړي، د بېلګې په توګه دوی کولی شي په بازارونو، جوماتونو، ښوونځیو، پوهنتونونو او د عامو خلکو په ګڼه ګوڼه کې چاودنې وکړي، کوم څه چې تر اوسه ه نه دي شوي، او که په ځینې ځایونو کې له کوم نا معلوم لوري نه څه پېښ شوي هغه مجاهدینو نه دي منلي.

دریم: په عام ډول په عامو خلکو او پر هغو خدماتي بنسټونو چې په ريښتینې توګه د عامو خلکو خدمت کوي برید کول په هېڅ ډول چا ته د منلو نه دي، او نه مجاهدینو ته ګټه کوي، بلکې هم په نړیواله کچه او هم د هېواد او ولس په کچه لوی تاوان ورته کوي، ځکه چې هم نړۍ او هم ولس ترېنه خوابدي کېږي، دا په داسې حال کې چې له مجاهدینو سره د الله جل جلاله له نصرت نه وروسته همدا ولس دی چې تر شا یې کلک ولاړ دی، او دوی هم سخته اړتیا ور ته لري، همدا رنګه د نړۍ د منصفو ولسونو او بې پرې ټولنو ملاتړ او مرستې ته د اړتیا احساس کوي، نو بیا دوی څنګه خپلې پښې په خپله وهي!  

څلورم:سور صلیب چې په عامه توګه بې پرې فعالیتونه کوي، له عامو خلکو سره مرسته کوي، پرته له کوم توپیر نه انساني خدمتونه تر سره کوي، په ښکاره له کوم سیاسي او یا استخباراتي لوري سره لاس نه لري، ځکه خو پر دوی باندې برید کول معقول نه برېښي، د یادونې ده چې سور صلیب یوازینۍ هغه ټولنه ده  چې د انساني خواخوږۍ له وجې د جګړې د ښکیلو خواوو له ټپیانو سره هم مرستې کوي، علاج یې کوي، په داسې حال کې چې پرته له سره صلیب نه بل کوم داسې نړیوال او رسمي بنسټ نشته چې د جګړې د ټولو ټپیانو دارو درمل په آزاده توګه و کړي، نو مجاهدین به څه رنګه داسې یو بنسټ چې دوی تر بل هر چا زیاته او سخته اړتیا ورته لري په نښه کوي؟

پنځم: مجاهدینو په ۲۰۱۱کال کې د نړیوال سره صلیب په اړه وویل چې سور صلیب په ریښتیني ډول د خلکو خدمت کوي، او انساني خدمات عرضه کوي، بل دا څو ورځې وړاندې یې د پولیو د واکسیناسیون په اړه په څرګند ډول په ډاګه کړه چې دوی یې نه یوازې دا چې مخنیوي به یې نه کوي بلکې مرسته به ور سره وکړي.

نو اوس به کوم اصول او قوانین وي چې له یوې خوا هغوی ته ډاډ ور کول کېږي او له بلې خوا بیا په نښه کېږي؟!

شپږم:  په دې هم ټول ښه پوهېږي چې د کابل اداره د طالبانو له بریدونو نه سخته په ویره کې ده؛ ځکه یو خو یې بهرني دوستان نور په تلو دي، او له بل پلوه د طالبانانو بریدونو د نور کله په پرتله ډېر زور اخیستی، د کابل اداره چې په عملي ډکر کې یې د څه کولو توان له لاسه ور کړی تبلیغاتي جګړې ته یې زور ور کړی، تر څو په دې توګه له یوې خوا د خپلې ناتوانۍ په پټولو سره خپلو جنګیالیو ته یو څه نیم ژواندې روحیه ور کړي او له بل پلوه طالبان د نړیوالو او خلکو تر نظره کم راولي، سره له دې چې دغه لوبه یې دا یوولس کاله روانه کړي مګر کوم د پام وړ لاسته راوړنه یې نه ده درلودلې.

  دا کار به ځکه دطالبانو د بدنامولو لپاره شوی وي، چې په دې وروستیو کې طالبانو د سیاسي خوځښت په چوکاټ کې له بهرنۍ نړۍ سره خپلې اړېکې د ښه کېدو په لورې روانې کړې دي،، کوم څه چې ډېرو ته د زغملو او منلو نه دي.

اووم: د پام وړ دا چې د کابل پر اداره نړیوال او په ځانګړې توګه نړیوالې بشري ټولنې هم باور نه لري، دوی تر ټولو ښه پوهېږي چې نوموړې اداره تر کومه ځایه له حقایقو او واقعیتونو سره مثبت چلن کوي، له همدې کبله خو یې د نوموړي برید په اړه د کابل ادارې سرسري او بيړنۍ څېړنې ته  د یو تور په سترګه وکتل، په دې توګه سره صلیب له یوې خوا ټولې نړۍ او افغان ولس ته وښوده چې د حقایقو په را سپړلو کې تر وسه خپلې هڅې کاروي، او کوښښ کوي چې خپل بې پریتوب په ریښتیني ډول وساتي، او تر څنګ یې د حقایقو په اړه د کابل ادارې رېښتینولي له لوی ګواښ سره مخ کړه، او دا ځکه د تعجب ځای نه دی چې کابل ادارې په نړیواله کچه د درغلۍ، خیانت او فساد تر ټولو لوړ پوړ ته ځان مخکې له مخکې رسولی دی.

مهمه دا چې  سره صلیب وښودله چې طالبان د یو قانون له مخې جګړه کوي، انساني ارزښتونو ته ژمن دي، ځکه خو یې د کابل ادارې خبره ونه منله، او له همدې ځایه جوتېږي چې طالبان په نړیواله کچه له ګڼو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره پراخه او ټينګې اړیکې لري، دا په دې معنې چې نړیوال طالبانو ته په داسې یو حیثیت قایل دي چې د کابل ادارې ته نه دي پرې قایل.

اتم: لکه څه رنګه چې سره صلیب خپله وویل چې په دغه دیرشو کلونو کې ددوی پر دفترونو برید نه و تر سره شوی، په حقیقت کې  ددې خبرې موخه دا را وزي چې که طالبانو په بې پرې او خدماتي ټولنو، په ځانګړي ډول سره صلیب باندې بریدونه کولی نو له دې مخکې یې ولې نه پرې کول؟ سره له دې چې طالبان له بهرنیو خیریه موسساتو او ټولنو سره د اوس په پرتله په لومړیو وختونو کې ډېر حساسیت درلود، مګر کله چې دوی په هغه وخت کې دا رنګه بریدونه ونه کړل نو  اوس خو به یې په طریقه اولې نه وي کړي.

نهم: نوموړی برید په داسې وخت کې تر سره شو چې په همدې ورځو کې په کابل او پنجشېر کې ورته خونړي بریدونه تر سره شول، چې دهغوی مسولیت مجاهدینو پر غاړه واخیست، کېدای شي د جلال آباد برید ددغه نورو بریدونو د پیکه کولو لپاره تر سره شوی وي، په دې معنی چې خلکو ته به دا ښودل مطلب و چې د طالبانو بریدونه د یو منظم او پلان شوي پر وګرام له مخې نه بلکې هسې هغه په اصطلاح د ړانده ګوزار دی چې په هر ځای کې او پر هر چا ور برابر شو، ور برابر شو، په دې توګه به د دې هڅه شوي وي چې دطالبانو نظامي مهارت او تکتیک کم رنګه وښيي.

لسم: تر ټولو د پام وړ دا چې د جګړې صحنې دا ښودله چې دغه برید یوه نمایشي بڼه درلوده، ځکه یو خو دا لومړی ځل و چې د جګړې له صحنې نه په دومره کچه بهرنیان په یوه آرامه او سوله ایزه! فضا کې وایستل شول، کوم څه چې په دغه یوولسو کلونو کې نه و تر سترګو شوي!

او ډېر دغور وړ دا چې هغه کسان چې بهرنیان یې را ایستل دومره ډاډه او خوشحاله ښکاري ته به وايي په کوم واده کې ډوډۍ ویشي، د ډار، ترهي او وارخطایۍ هېڅ نښې نښانې نه پرې تر سترګو کېدې، بلکې داسې په نره یې د لوګي په لوري ډزې کولې لکه کومه نښه چې ولې، دا په داسې حال کې چې دکابل او نورو بریدونو له صحنو نه په خورا جوته توګه ښکاري چې همدغه د اردو او پولیسو کسان داسې یوې او بلې خوا ته ځغلي لکه هره ونه او هر بوټی چې  ورته طالب وي او ډزې پرې کوي! ځینې ځينې خو یې ځانونه داسې کونج کونج لکه له مرګ نه چې تښتي او مرګ ور پسې وي په زور یې را کاږې!

دا هم د غور وړ ده چې د بریدکوونکو په اړه لومړی ویل کېدل چې شپږ کسان دي، بیا پنځه شول، ور پسې درې او په پای کې یې نچوړ دوه شول، او دا هم جوته نه شوه چې دغه چاودنه په رښتیا کوم سرښندونکی برید و او که ځای پر ځای شوی ماین او که موټر بم و، ځکه تر ننه پورې چا ونه ولیدل چې دا څه وو، دا په داسې حال کې چې د کابل اداره  دتلویزیونونو له اړخه ښه بډایه ده، لکه څه رنګه یې چې هغه دبهرنیانو د را ایستلو صحنه دجګړې له ګرم ډګر نه ټولو ته وښودله کولای یې شوای چې دا هم وښيي چې دا برید څه ډول و!

په هر صورت پورته یادو ټکو ته په کتو سره ویلای شو چې کېدای شي په جلال آباد کې د نړیوال سره صلیب پر دفتر برید د مجاهدینو او بهرنۍ نړۍ په ځانګړي ډول خیریه موسسو او خصوصا سره صلیب تر منځ د اړیکو د ګډوډېدو په موخه تر سره شوی وی، ځکه د کابل اداره او همغږي یې هر وخت وايي چې د مجاهدینو د ټپیانو درملنه څوک کوي؟ او ولې یې کوي؟  دوی د خپلو بهرنیو دوستانو په څېر انساني ارزښتونو ته کوم اهمیت نه ور کوي، دوی غواړي خپل مخالف له هر رنګه انساني حقونو څخه محروم وساتي، مګر ځینې بشري ټولنې بیا دا کار نه ور سره مني، او دوی په ښکاره هغوی ته ویلی نه شي چې تاسو د طالبانو د ټپیانو درملنه مه کوئ، کېدای شي ورته ویلي یې هم وي مګر هغوی یې د خپلو اصولو له مخې کله ور سره مني، ځکه خو به دوی په دې توګه غوښتي وي چې له یوې خوا نړیوال سور صلیب وګواښي ځکه چې ددوی دمخالفینو د ټپیانو درملنه کوي، له بلې خوا د طالبانواو سره صلیب تر منځ اړیکې ترینګلې کړي، او له بل پلوه د طالبانو د بریدونو زور او جنګي تکتیک کم رنګه وښيي، او په دې توګه خپلو مورال بایللو ځواکونو ته یو څه روحیه ور کړي، او هم خپله نه پټېدونکې ماتې او کمزوریانې پرې پټې کړي.

ایمل نوري

 

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *