ښځه او حقوق ئې – څلورمه برخه – حكمتيار — ډیلی شهادت

 

ښځه او حقوق ئې – څلورمه برخهحكمتيار

 

قرآن نه يوازي د فرعون په قصې كي د نفوس كمولو هڅه فرعوني نظام ته منسوبوي بلكي په لاندي آيت كي د خلكو مال په ناحقه خوړل د خلكو له وژلو سره مترادف گڼي او دواړه څنگ په څنگ كي يادوي او فرمايي:

اې مؤمنانو! مالونه مو په خپل منځ كي په ناروا مه خورئ، مگر دا چي ستاسو د رضامندۍ تجارت وي او ځان وژنه مه كوئ، يقيناً چي الله درباندي مهربانه دئ. او چا چي په تېري او ظلم سره دا كار وكړ، حتماً به ئې اور ته ننباسو او دا خو الله ته آسان دئ. النساء: 29

په دې مباركو آيتونو كي د مسلمانانو ترمنځ د اقتصادي اړيكو په ارتباط څو اساسي لارښووني شوې:

په ناروا به يو د بل مال نه خورئ. په دې كي ټولو هغو ناراوو لارو ته اشاره شوې چي اسلام حرامي كړې، ربا، قمار، احتكار، دوكه، رشوت، د حرامو شيانو تجارت او نور.

تجارت درته جائز دئ، په دې سره كولى شئ يو له بله جائزه گټه ترلاسه كړئ، خو په تجارت كي به د طرفينو رضايت په پام كي نيسئ، يو به د بل له مجبوريتونو ناروا گټه نه اوچتوي.

له ځان وژلو ډډه وكړئ، مبادا د فقر له وجهي او يا د فقر له وېري ځان يا خپل اولاد ووژنئ. د الله له رحمته مه مأيوسه كېږئ.

خو كه دا انسان وژنه له ظلم او تېري راولاړه شوې وي او د انسانانو د مرگ او وژل كېدو عامل ظلم او تېرى وي، نو دا ظالمان او تېرى كوونكي دي د الله عذاب ته انتظار وكړي. د دې معنى دا ده چي مبادا كوم انسان په ظلم او تېري سره ووژنئ او يا داسي اقتصادي نظام رائج كړئ چي د نېستمنو د مزيد نېستمن كېدو باعث شي او د دوى په تدريجي مرگ منتج شي. دا اوس چي غربي استعمار په نړۍ باندي كوم اقتصادي نظام مسلط كړى، نړۍ ئې په بډايو او فقيرو هېوادو وېشلې، يو له ډېرو خوړو چوي او بل د يوې گولې وچي ډوډۍ له نه موندلو مري، يو د پړسوب او پرېړتوب بيماريو لپاره دواگاني او علاجونه لټوي او بل سل او ملاريا وهلى، د هډوكو له پاسه ئې له پوستكي پرته بل څه نشته، يو په سترو سترو افسانوي بنگلو كي هم قانع نه وي او بل يا له زړوكو جوړي شوې خېمې كي يا له ټيم جوړي شوې گوډلي كي د ژمي سړې شپې يا د دوبي تودې ورځي تېروي، د غرب ظالمانه پانگوال نظام د ژوري په څېر د وروسته پاته هېوادونو د مظلومو ولسونو ويني زبېښلې، ظالم او بې رحمه حكومتونه، جنرالان او پاچايان ئې ورباندي مسلط كړي، د دوى شتمنۍ ئې غارت كړې، يوه ټوټه اوسپنه او پلاسټيك د سرو زرو په بيع ورباندي پلوري، جنرالان ئې شتمنۍ په وسلو مصرفوي خو دا وسلې د دې پر ځاى چي د دښمن په ضد استعمال شي پخپله د ولس د ځپلو لپاره كارول كېږي، په تېري پېړۍ كي به استعماري ځواكونو د خپل فوځ په زور ملكونه نيول او خپلو كمپنيو ته به ئې سپارل، خو اوس د دغو هېوادونو خپل فوځونه دا كار ورته كوي. څو جنرالان په ارزانه بيع واخلي، هم فوځ د دوى په ولكه كي راشي او د قيامونو د ځپلو لپاره ترې كار اخلي او هم د كودتاگانو له لاري نظامونه او چارواكي ئې يو په بل بدلوي. د قرآن په دغه وينا كي دا ټول حقائق توضيح شوي، واقعاً چي په ناروا سره د خلكو مال خوړل، د انسانانو د مرگ او هلاكت لوى عامل دئ.

اسلام د نكاح تړون ته د داسي تعهد او تړون په سترگه گوري چي د دوو انسانانو (نر او ښځي) تر منځ د يوه نوي گډ ژوند بنسټ جوړوي، يوه نوې كورنۍ رامنځته كوي، د نسل د دوام شرائط برابروي، اولاد ته د پالني او روزني مصئون او خوندي غېږ جوړوي، د انسان جنسي اړتيا له قانوني او صفا لاري رفع كوي، په دې نكاح سره دواړه لوري په خپلو كي ژمنه كوي چي د ژوند په سفر كي به څنگ په څنگ وړاندي درومي، په ملگرتيا كي به ئې وفا، اخلاص، مينه او صداقت وي، د يوه غېږ به د بل لپاره داسي پناه ځى وي چي له جنسي انحراف ئې ساتي، اسلام په نكاح كي د جانبينو د توافق او نوموړي تعهد او ژمني ترڅنگ دا هم ضروري گڼي چي نكاح د جانبينو د كورنيو او اولياءو په رضايت او توافق ترسره شي، موخه ئې د اولاد درلودل او د يوې نوې كورنۍ جوړول وي، د نكاح ژمنه او تړون قانوني او څرگند وي، نور هم پرې خبر شي، د دې لپاره ئې د وليمې په نامه محفل جوړول او خلك ورته رابلل غوره دود گڼلى او حتى د دريا وهلو اجازه ئې وركړې، او دا ټول د دې لپاره چي نور خلك هم له دې تړون او ژمني خبر شي او له دې څرگندي نكاح وروسته د ټولني هر غړى د دې تړون درناوى وكړي او په دې اړه قانوني پولي داسي مراعات كړي او له ړنگولو ئې ډډه وكړي لكه چي د نورو ملكيتونو په اړه خپل او د بل حد مراعاتوي او له قانوني پولو اوښتل تېرى او تجاوز گڼي. اسلام وايي: نكاح به د اولاد درلودو په موخه وي نه د جنسي غريزې د اشباع په موخه.

غربي منحط فرهنگ موږ ته وايي: د انسانانو د ډېرښت مخنيوى وكړئ، چرگان، خوگان او سويان زيات كړئ!! له يوې خوا داسي ماشينونه جوړوي چي په سريع توگه او له طبيعي بهير پرته له هگيو چوچوڼي راوباسي خو بلي خوا ته داسي دواگاني بازار ته راباسي او په پراخه پيمانه تبليغات ورته كوي چي د حمل په مخنيوي او د سقط جنين په كار كي له مېرمنو سره مرسته كوي، ځوانانو او پيغلو ته وايي: له نكاح ډډه وكړئ، او د خپلو جنسي اړتياوو رفع كولو لپاره girl friend او boy frind  (ملگرې نجلۍ او ملگرى هلك) غوره كړئ، د حمل مخنيوي لپاره له دواگانو استفاده وكړئ!!! نه پوهېږو د كوم انساني معيار له مخي دا د عقل، انساني عاطفې او فطري سننو مخالف كار د توجيه وړ دئ، اسلام وايي: كله چي ځوانۍ ته ورسېدئ كه توان ئې لرئ نو واده وكړئ، غوره مېرمن هغه ده چي ودود (مينه ناكه) او ولود (د زيات اولاد زېږوونكې) وي، كومه مؤمنه مېرمن چي دوه او تر هغه زيات اولاد وروزي جنت به ئې د پيغمبر صلى الله عليه وسلم خوا ته وي، كه نكاح درته مقدور نه وي نو د عفت او صبر لمن كلكه ونيسئ، د روژې په نيولو سره خپلي نفسي غوښتني مهار كړئ او له نارواوو لارو ډډه كوئ.

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *