ښځه او حقوق ئې – دولسمه برخه – حکمتيار — ډیلی شهادت

 

 

ښځه او حقوق ئې – دولسمه برخه – حکمتيار

ډیلی شهادت

 

په قانون منع خشونت عليه زنان كي مېرمني دې ته هڅول شوې چي نه يوازي د مېړه برلاسى ونه مني، د بغاوت لار غوره كړي، له اجازې پرته له كوره وتل او له هر چا سره له كوم ممانعت، قيد او شرط پرته روابط ساتل د ځان مسلم حق وگڼي، كه مېړه د هغې غوښتنو ته غاړه نه ږدي كولى شي هغو استوگنځيو ته پناه يوسي چي د (خانه امن) نوم وركړى شوى او د فراري مېرمنو لپاره جوړ شوي، يقيناً چي دا د كورنيو د افغاني جوړښت د ختمولو او متلاشي كولو هغه كركجنه هڅه ده چي شيطان تر بلي هري گناه او جرم زيات پرې خوشحالېږي!! هغه مېرمن چي د خپل مېړه له كوره تښتي، د دې پر ځاى چي د خپل پلار، ورور، خور او نورو خپلوانو كور ته ولاړه شي دغو دولتي استوگنځيو ته پناه وړي چي هلته ئې نه عزت خوندي دئ، نه حيثيت او نه عفت او ناموس، نه ئې اداره كوونكي صالح او امين وگړي دي او نه ساتونكي، دا مېرمن به بيا څنگه او په كومو سترگو د خپل خاوند كور ته درومي او مېړه به ئې څنگه هغې ته د مخكي په څېر په درنه سترگه گوري او اعتماد به پرې كوي؟!! يقيناً چي د دې قانون د ليكونكو او مدافعينو يا موخي ډېري ډېري شيطاني دي او يا ډېر ډېر ناپوه دي، نه د انساني فطرت له مقتضياتو خبر دي او نه د افغاني ټولني له ځانگړتياوو، نه پوهېږي چي د دې قانون پايلي څومره بدي او خطرناكي دي. پر دغو ناأمنو كورونو د كابل حكومت د عدليې وزير كلكه نيوكه او په سختو الفاظو اعتراض وكړ او هغه ئې د اخلاقي فساد او فحشاء خورولو مركزونه وگڼل، د غربپالو مېرمنو او غربي رسنيو غوغا او د غربي سفارتونو توند عكس العلمونه ئې راوپارول، او جناب وزير ئې دې ته اړ كړ چي خپلي خبري ترميم كړي!! 

د كور حرمت
د اسلام له نظره د يوه انسان كور ځانگړى حرمت لري، هيڅوك حق
نه لري د هغه كور ته د ده له اجازې پرته ننوځي، له كومي لوړي، له كوم چاود، يا د دروازې له چولې د كور منځ ته وگوري، د باصلاحيته محكمې له حكم پرته هيڅوك د چا د كور د پلټني حق نه لري كه څه هم يوه قاتل هلته پناه وړې وي، په دې اړه د اسلام په لارښوونو د ښه پوهېدو لپاره د قرآن دې لارښووني ته ځير شئ:
اې مؤمنانو! داسي كورونو ته مه ننوځئ چي ستاسو خپل كورونه نه وي، تر هغه چي
موافقه (اجازه) وغواړئ او پر خاوندانو (استوگنو) ئې سلام واچوئ، همدا درته غوره دئ، ښايي پند واخلئ،
د النور د سورې په دغه 27مبارك آيت كي لاندي مهمي لارښووني زموږ مخي ته ځلېږي
:
مؤمنانو ته ويل شوي: داسي كورونو ته مه ننوځئ چي ستاسو خپل كورونه نه وي،
تر هغه چي موافقه (اجازه) وغواړئ، او پر استوگنو ئې سلام واچوئ، همدا درته غوره دئ، يعني د بل كور ته د ننوتلو لپاره به دوه خبري په پام كي لرئ: لومړۍ دا چي د كور د خاوند او استوگن موافقه او اجازه به ترلاسه كوئ، دلته د استئذان (اجازه غوښتلو) پر ځاى د تستأنسوا صيغه كارول شوې چي رضايت او موافقه افاده كوي او معنى ئې دا ده چي د بل كورته په هغه صورت كي ننوځئ چي هغه ستاسو له ورتلو سره موافق وي او د اجازې وركولو ته اړ شوى نه وي، داسي نه چي هغه اجازې وركولو ته اړ شوى وي، په وار وار او تر هغه دي دروازه ورټكولې وي چي ناچار درته پرائې نيزي او د ننوتلو اجازه دركړي او يا د ده له خوښي او موافقې پرته ورننوځې، دوهمه دا چي پر اوسېدونكو به سلام اچوئ، دا سلام يوازي د معاشرتي آدابو يوه بېلگه نه ده چي له اخلاقي پلوه ئې مراعات ضروري دئ او يوازي يوه دعاء هم نه ده، بلكي دا استوگن ته د ځان له لوري د سلامتيا پيغام او د تاوان نه رسولو ډاډ وركول او له هغه سره ژمنه هم ده، له همدې پيغام سره به د بل كور ته ننوځئ، همدا ستاسو لپاره غوره دئ، دا د ډېرو ناخوالو مخنيوى كوي، هم له اخلاقي پلوه او هم له معاشرتي پلوه. خو دې ته مو پام وي چي دا نه يوازي د ټولني د افرادو تر منځ معاشرتي دود او ادب دئ بلكي د ټولني په كچه او د دولت او وگړو تر منځ د يوه قانون او الهي لارښووني حيثيت لري، نه يوازي اشخاص حق نه لري د بل كور ته ننوځي، د دروازې له چاك او چاود، يا د بام له سره او له كومي لوړي د بل د كور منځ ته وگوري، يا خپل كور داسي جوړ كړي چي د بل پر كور مشرِف وي او منځ ئې ترې وليدى شي، بلكي د اسلامي حكومت هيڅ چارواكى حق نه لري د چا كور ته د شرعي محكمې له پرېكړي پرته داخل شي، كه دا د پلټني په موخه وي او كه د كوم مجرم د نيوني په موخه، همدا راز چارواكو ته دا حق نه دئ وركړى شوى چي د چا د كور دننه رازونو تجسس وكړي.
كه په كوم كور كي هيڅوك ونه مومئ نو تر هغه مه ورننوځئ چي اجازه دركړى شي،
يعني تشو كورونو ته مه ننوځئ، كه ننوتو ته اړ شوئ نو له اجازې وروسته ورننوځئ.


كه د كوم كور دروازې ته ودرېدئ، د ننوتلو اجازه مو وغوښته، او د
كور له منځه مو د ننوتلو اجازه تر غوږ نه شوه او يا درته وويل شول چي ستانه شئ، نو ستانه شئ، په دروازې كي له مزيد ودرېدا او تر درې واري زيات د دروازې له ټكولو او د اجازې له غوښتلو ډډه وكړئ، په دې مه ناراضه كېږئ چي د ننوتلو اجازه درنه كړى شي، يا درته وويل شي چي اوس ستون شه او بل وخت راشه، همدا درته ښه پاكيزه او د پاكوالي ضامنه طريقه ده، الله تعالى ستاسو پر ټولو كړنو او ښو او بدو پايلو او اغېزو ئې ډېر ښه پوهېږي، د خپل بشپړ علم له مخي تاسو ته لارښوونه كوي چي همداسي وكړئ او په همدې كي ستاسو خير مضمر دئ


خو كه داسي كور ته د ننوتلو ضرورت احساس كړئ چي نااستوگن وي او په هغه كي
ستاسو لپاره كومه متاع او د استفادې وړ شى وي، نو په دې كي څه گناه درباندي نشته چي داسي كورونو ته له اجازې پرته ننوځئ.
الله تعالى پوهېږي چي
تاسو يوه تش يا ډك كور ته په كوم نيت ننوځئ، د كوم پټ كار اراده لرئ كه د كوم څرگند كار، په نېك نيت ننوځئ كه په بد نيت، تشو كورونو ته ننوتل ډېر ځلي په دې نيت وي چي څوك غواړي د نورو له نظره پټ كوم كار وكړي، نو ځكه دلته ويل شوي چي الله تعالى په هر هغه څه پوهېږي چي تاسو ئې په څرگنده يا په پټه توگه كوئ

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *