افغانستان د حال په ژبه نجات غواړي — مصمم

 

افغانستان د حال په ژبه نجات غواړي

 

مصمم


د
افغانستان سرنوشت څه د پاسه دري لسيزې کيږي چې د هېواد پلورونکو بانډونو لخوا د خرڅلاو په لاسونو کې لاندې باندې کيږي، د خلق او پرچم د ملحدو بانډونو په دور کې د هېواد سرنوشت مستقيماً روسانو په لاس کې واخست، په ظاهر کې که د نوموړو بانډونو بانډستان (روسي مزدوران) کښته ته پورته کيدل اراده او اوامر د روسانو پکې چليدل، قومانده او واک د هغوى پلاس کې و، مزدوران يې د خپلو بادارانو په پله روان وو، د روس له خطه يو خطوه هم ديخوا او هغې خوا ته نشواى کيداى، د اشغالگرو روسانو او د هغوى د غلامانو ټول زور پدې ټکې څرخيده چې د باايمانه افغانانو نوي نسل له خپلې پاکې اسالامي عقيدې واړوي د هريت ته ترغيب او له افغاني غيرت څخه بې برخې او په بې بندوباريو ئې سر کړي.
خو لله الحمد اسلامي نهضت مخکې له مخکې د جهاد اساس او تهداب د خپلو پاکو
وينو په قربانولو د مجاهد ملت لپاره د لارښود په توگه ايښى وو. د روسيې د دوهمې کودتا يعنې ١٣٥٧ کال د ثور د اومې نېټې د خونړۍ کودتا په وړاندې په هماغه کال د ثور په ١١ د حزب اسلامي تر قيادت او مشرۍ لاندې د روس د مزدورانو او د هغوى د بادارانو په مقابل کې سپيڅلې او ژغورنده جهاد پيل شو، افغان مجاهد ملت د روسانو د وحشت او ډول ډول جناياتو په گاللو، د يو نيم ميليون پاکو شهيدانو په نذرانه کولو او لدينه د زيات شمير معيوبينو په تحمل کولو، بسته بسته ولسونه له خاورو سره يو کړى شول، په اکثرو ولاياتو کې د آبادۍ په نامه څه پاتې نشول اما نتيجه هماغه وه چې الله پاک مقدر کړې وه، روسيه (د هغه وخت شوروي اتحاد) مات او دړى وړى کړى شو، د شورويانو په اقمار را ټول هېوادونه تيت او پرک شول، مگر په کمين کې ناست ستر دښمن د امريکا په مشرى د هغوى د مباله رو غربي هېوادونو د خپلو ناروا معامله گريو پواسطه پري نښودل چې افغان مسلمان ملت د جهاد مطلوبه نتيجه تر لاسه کړي، د امريکا لخوا په بگيل کمونستانو گوتې ووهل شوې دون همته کسان يې له ځاى سره يو ځاى کړل، د اقليتونو فتنه را پورته کړى شوه د خپلو زرخريدو جواسيسو په ذريعه يې د شمال او جنوب خبره مطرح کړه د ژبې او مذهب اختلاف يې را پيدا، دا اور يې بل او لمن ور ته ووهل شوه، دا هر څه ددې مظلوم او دردول شوي ملت په وړاندې تير شول او تيريږي د امريکا او د هغوى د مؤتلفينو وحشيانه يرغل څه تصادفي مسئله نه وه او نه هم هغوى د نيويارک تجارتي مرکز د نړولو او يا د شهيد اسامه د موجوديت موضوع وه، د شورويانو له ماتې وروسته امريکايانو د افغانستان د اشغال په پروسه کار کاوه، د برهان الدين رباني د حکومت او طالبانو تر منځ جگړه اوږدول هم ددې هدف لپاره وو چې دا ځپل شوى ملت له هرې خوا ښه وټکول شي تر څو د امريکا د يرغل په هکله که نور څه نه وي د داخلي او خپلمنځي کش مکش او اخ او ډب څخه د خلاصون په مقصد چوپه خوله پاتې شي، تر څو امريکايان له موقع څخه په استفادې سره، ځينې بې همته، خود فروش او وطن فروش کسان د ظاهري جاه او جلال په ور حواله کولو او د ډالرو په ورکړه سره په خپل استعماري جال کې را گير او د خپلو ناروا اهدافو د لاسته راوړلو او تحقق لپاره کار ور ځنې واخلي، همداسې وشول ددې کسانو په اخستو او په کار اچولو سره يې د خپل وحشيانه يرغل د وخت له ملگرو او همکارانو سره په يوه صف کې ودرول شول او عملاً د امريکايانو او انگريزانو په خدمت کې ولاړ د ملي منافعو په خلاف د پرديو اشغالگرو په چوپړ کې واقع شول.
پدې موضوع ډير عادي کسان هم پوهيږي چې امريکايان ددې هېواد ستراتيژيک اهميت
پلاس کې درلودل غواړي، نن سبا چې گورو له اشغالگرو امريکايانو څخه د هغوى بې ايمانه ډالر پرست ځان پلورونکي مزدوران شله دي، همداى چيغې وهي چې له اشغالگرو خونخوارو امريکا سره دې ژر تر ژره ستراتيژيک تړون امضا شي او په پوره سپين سترگۍ او بې شرمۍ سره په خپله هېواد پلورنه د تائيد يو بل مهر لگول د افغانانو په گټه بولي، څومره احمقانه او بې شرمانه خبره ده چې هېواد پلورنه، د وحشي امريکائي فوځيانو پاتې کيدل او افغان خاوره په اشغال کې ساتل د افغانانو په گټه !!! بولي.
يوه خبره واضح کول ضروي او حتمي بريښي افغان او نا افغان څه داسې ټکي ندي
چې د چا په ټنډه ليکلي وي افغان او افغانيت په عمل او کړو وړو کې معلوميږي، يو شمير هغه افغانان چې امريکا او نورو غربي هېوادونو ته تللي، د نوموړو هېوادونو د تابعيت په اخيستو سره يې، له اشغالگرو ځواکونو سره يو ځاى د مسلمانو افغانانو په وړاندې جگړييزه دنده په غاړه واخسته په ټولو جنايتو کې له يرغلگرو سره په يوه خط کې ودريدل، آيا دې ماډل کسانو ته افغان خطاب کول پکار دي او که څنگه؟
له کومې ورځې چې امريکائي ځواکونو او د هغوى مؤتلفينو په افغان خاوره يرغل
وکړ له هماغه ورځې نه دا ډالر پرست امريکا نوازان د هغوى په خدمت او چوپړ کې ولاړ دي، له يرغلگرو سره ئې د افغان مظلوم او مجاهد ملت پر ضد په ټولو سر ته رسول شوو جناياتو کې برخه اخستى او لگيا دي اخلي يې، دوى او د دوى په څير يو شمير گمارل شوي او توظيف کړى شوي خودکش بيگانه پرستان پدې ډنډورو سره دى چې بايد پرې نږدو چې دا دولس کلنى لاسته راوړنې !!! ضايع شي، نه پوهيږو چې دوى کومې لاسته راوړنې يادوي يا دا چې لاندې کار رواييو ته د لاسته راوړنو په سترگه گوري:
١
اشغالگر يوازې د مسلمان او مجاهد ملت په وړاندې ندي جنگيدلي بلکې د بې وزلو مسلمانانو وژنه، عامه او ډليز قتلونه، په نيمو شپو چاپې او په کورونو ور ننوتل واړه او زاړه تر تيغ تيرول او دي ور ته په زرهاوو جنايات يې سر ته رسولي ور سره يې ددې مظلوم ملت په وړاندې له لاندې جناياتو هم مخ ندي اړولي.
٢
اشغالگرو د خپل وحشيانه اشغال په دور کې  د همدغو پلورل شوو عناصرو په مرسته او کومک د ځوان نسل د بې لارې کولو لپاره له هرې وسيلې کار واخست غربي هېوادونو او امريکا ته د ځوانو نجونو، ښځو او هلکانو چکرونه او سفرونه، د عياشۍ په محافلو کې وخت تېرول د ځوانو نجونو او هلکانو لپاره د خلط او گډو محافلو برابرول، د تلويزيوني سريالونو او گمراه کوونکو فلمونو له لارې ناروا فعاليتونه، د غربي آزادۍ لپاره پروگرامونه چلول هغه څه دي چې نتيجه يې ټول ويني او گوري د اسلام د دښمنانو فعاليتونه دې په شکل د اشکالو له اسلام څخه د لرې کيدو او افغاني خصوصياتو شاته غورځولو لپاره کار شوى او کيږي روان دى.
٣
فساد خپل اوج ته رسيدلى، بډى او رشوت له حد او اندازې اوښتى، اشغالگر له خپلو غلامانو سره په لاس ورکونه او د شرکتونو او انجوگانو تر پردي لاندې د اختلاسونو او چور چپاول ريکارډ ټينگ کړ، له ټولو څخه بدتره لا دا چې د ا حرامې ډالرې هم بهرنيو هېوادونو ته وليږدول شوي، رښتيا هم چې د مفسدينو لپاره دا لويې لاسته راوړنې دي.؟!!
٤
تعليم د تعليم په نامه خپل ماهيت له لاسه ورکړ، تعليم د غرض په لاسونو کې لويدلي هر پردى هڅه کوي چې خپل ناروا اهداف لدې لارې تر لاسه کړي.
٥
د افغانستان په سطح يوه کوچنۍ قدرى عام المنفعه پروژه هم تاسيس او جوړه نکړاى شوه.
٦
د برق يا بجلى حال خو گورى، که سبا د ازبکستان تبه خرابه شوه برق به قطع او ښار به توره تياره وي، پدې دولسو کلونو کې يو بند برق قدرې هم جوړ نکړاى شو.
٧
د کورنۍ د عزتمند ژوند د ختمولو او گډوډولو لپاره په خلاص لاس کارو وشو او لگيا دي کيږي.
٨
قضائي او اداري نظام په يو مخيزه توگه شړيدلى دى، او ديته ورته په سلهاوو نور مسايل، د هغو کسانو لپاره شرم پکار دى چې د ټولو مظالمو او دربدريو ته د لاسته راوړنو نوم ورکوي، پدې خبره واړه او زاړه پوهيږي چې همدا ځان بايللي څيري دي چې ژوند يې د اشغالگرو تر سيورى لاندې دي، خپل ژوند په هغوى پورې تړلى بولي له امريکايانو سره د ستراتيژيک د له شرمه ډک تړون چيغې هم همدا کسان وهي، دې پلورل شوو عناصرو ته يو څه په نظر کې ساتل پکار دي او هغه دا چې مجاهد ځواکونه به کله هم پرې نږدې چې اسلام دښمنه امريکا خپل ناولي موجوديت ته ادامه ورکړي او دا ناولى آرمان به انشاالله له ځان سره گور ته وړي.

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *