ښځه او حقوق ئې – څوارلسمه برخه- حكمتيار— ډیلی شهادت

 

ښځه او حقوق ئې – څوارلسمه برخهحكمتيار

 

ډیلی شهادت

 

صالحي ښځي هغه دي چي په كورنۍ كي د مېړه قيموميت مني، دا هڅه نه كوي چي دا د كور واكمنه او مېړه ئې دې ته تابع او منقاد وي، د خاوند په غياب كي بايد د ټولو هغو شيانو حفاظت وكړي چي الله تعالى ئې د حفاظت امر كړى، خپل عفت، خپل ماشومان، د خاوند مال او د ده عزت.

 

د دې آيت له مخي نارينه د كور (چارواكى) او مېرمن ئې (ساتونكې) ده. صالحه ښځه هغه ده چي د وظائفو دا وېش مني او خپله دنده په ښه توگه ترسره كوي.

 

كه څه هم د دغو دوو دلائلو له مخي اسلام نارينه د كورنۍ قيم ټاكلى خو دواړه مخصوصاً نارينه ئې په ښه سلوك او د كورنۍ په ټولو كارونو كي په مشوره مكلف كړى.

 

كه ښځو نشوز كاوو، نه ئې دا پورتنى تقسيم منلو او نه ئې د ساتني دنده په امانتدارۍ او اخلاص ترسره كوله، ځان ئې تر مېړه اوچت گاڼو او هڅه ئې كوله چي هغه ځان ته مطيع كړي، نو د ستونزي د حل لپاره ئې خاوند څو كارونه كولى شي: په وعظ او نصيحت سره دي هغه اصلاح كړي، كه وعظ او نصيحت نتيجه ورنكړه، نو څه وخت دي ترې مرور شي، خو داسي مرور نه چي يا دى كور ورته پرېږدي او يا دا له خپل كور بل ته ولېږي، نه، پخپله خونه او بستره كي دي لږ ترې لري څملي، كېدى شي په دې سره د هغې بې ځايه غرور مات شي او روغه جوړه وشي، خو كه دې تدبير هم نتيجه ورنكړه نو د تأديب لپاره ئې وهلى شي، خو دا وهل به داسي وي لكه پلار چي زوى تأديبوي، هدف به اصلاح وي نه غچ او انتقام، نه د خپلي برلاسۍ ثابتول، نه به ئې پر مخ او بل نازك ځاى وهي او نه به د داسي شي گوزار ورباندي كوي چي ټپي ئې كړي. كه په دې سره هغې له نشوز لاس واخيست او د مېړه اطاعت ته چمتو شوه، نو بايد د تېرو كړو په وجه ئې ونه ځوروي او د ځورولو لپاره ئې حيلې او بهانې ونه لټوي.

 

د آيت په پاى كي د الله تعالى دوه صفتونه راغلي چي له پورتني مضمون سره ئې خاص تعلق دئ: الله لوړ او ستر دئ، لويي او كبر يوازي له ده سره ښايي، نه دي ښځه كبر او لويي كوي او نه ئې مېړه، ستونزه له همدې راولاړېږي چي يو تر بل ځان اوچت وگڼي، كبر او لويي وكړي، بل ته د حقارت په سترگه وگوري او حقوق ئې ترپښو لاندي كړي.

كه ستونزه په دې هم حل نشوه نو لانجه بايد د يوه مصلح گډ كورني هيئت د حكميت له لاري حل شي، لكه چي قرآن فرمايي:

او كه د دوى ترمنځ له بېلتون ووېرېدئ نو يو حكم د ده له كورنۍ او يو حكم د دې له كورنۍ ورولېږئ، كه ئې د اصلاح اراده وه نو الله به د دواړو ترمنځ موافقت راولي، يقيناً چي الله خبردار پوه دئ. النساء: 35

 

كه مخكني تدبيرونه مؤثر ثابت نه شول، نو بايد د دواړو د كورنيو د مداخلې له لاري شخړه حل شي، دوه كسيزه جرگه دي وټاكل شي، يو د يوه له كورنۍ او بل د بلي له كورنۍ، دې جرگې ته دي د كشالې د حل و فصل واك وركړى شي، دواړه دي د جرگې وروستۍ پرېكړي ته غاړه كېږدي. په دې سره به قاضي ته د شخړي د وړاندي كېدو او يا طلاق مخنيوى وشي.

 

كه د مصالحې حكم هيئت هم ونه توانېدو د دوى لانجه حل كړي او د دوى دواړو له بېلتون پرته بله د حل لار نه وه نو اسلام نارينه ته دا حق وركړى چي خپله مېرمن طلاق كړي او مېرمني ته ئې دا حق وركړى چي د طلاق مطالبه وكړي، دا مطالبه هم خپل خاوند ته وړاندي كولى شي او هم د هغه د مخالفت او عدم توافق په صورت كي محكمې ته.

دا بايد په پام كي ولرو چي په نورو ژوو كي هم نارينه د كورنۍ قيم، مدير او ساتونكى دئ، د هر يرغل مقابله كوي، سره له دې چي ځان او بچو ته د خواړو په مهيا كولو كي دواړه په گډه برخه اخلي، حتى زمريان گورو چي اكثرأ د ښكار دنده هم د زمرۍ (ښځي) په غاړه وي، په ځانگړې توگه هغه مهال چي د زمري عمر زيات شي او د زمرۍ په څېر منډي نشي وهلى، دا مهال د ښكار دنده په بشپړه توگه د زمرۍ په غاړه وي، او دا وفاداره مېرمن تل خپل ښكار د مېړه مخي ته ږدي، لومړى هغه ځان موړ كړي بيا دا په خوراك پيل كوي، دا كافي گڼي چي مېړه ئې د دې او بچيانو ساتنه كوي. 

 

آيا تر يوې مېرمني زياتي ښځي درلودل جرم دئ؟

په قانون منع خشونت كي هغه څوك مجرم او د سزا وړ گڼل شوى چي تر يوې زياتي مېرمني ئې په نكاح كړې؛ پرته له دې چي د مدني قانون اړوند شرط تأمين كړي!! راشئ وگورو چي قرآن په دې اړه څه ويلي، په كوم صورت كي ئې تر يوې د زياتو ښځو نكاح كول جائز گڼلي او كوم شرائط ئې وضع كړي؟ او كه څوك دا شرائط مراعات نه كړي نو آيا د هغه لپاره ئې كومه سزا ټاكلې او كه مېرمني ته ئې دا حق وركړى چي د خپلو حقوقو ترلاسه كولو او يا نكاح فسخ كولو لپاره مناسبي لاري چاري ولټوي؟ قرآن فرمايي:

او كه له دې ووېرېدئ چي د يتيمانو په اړه به عدالت ونكړئ، نو له دغو ښځو د خپلي خوښي، دوه دوه، درې درې او څلور څلور په نكاح كړئ، خو كه ووېرېدئ چي عدالت به ونكړئ نو بيا به يوازي يوه وي او په خپل واك كي وينځي مو، دا دې ته نږدې ده چي ظلم ونكړئ. النساء: 3

 

د دې آيت په ارتباط لاندي ټكي په پام كي وساتئ:

كه يتيمان داسي ولي ته پاته شوي وي چي د دوى ترمنځ نكاح روا وي، لكه د تره زوى، نو ولي په هغه صورت كي دا كار كولى شي چي له يتيم سره د خواخوږۍ په نيت دا كار وكړي، بې عدالتي ترې ونشي، د خپل شوق پوره كولو او د يتيم د مال ترلاسه كولو په نيت نه وي.

 

كه د بې عدالتۍ وېره ئې درلوده نو له داسي نكاح دي ډډه وكړي او پر ځاى دي له نورو ښځو څوك په نكاح كړي.

خو له دې نورو ښځو مراد كومي ښځي دي؟ له يتيم سره ئې څه تعلق شته كه نه؟ په يوه آيت كي د دواړو له راتلو خو معلومېږي چي د يتيمانو او دغو ښځو ترمنځ حتماً څه ارتباط بايد وي. تاسو پوهېږئ چي له يتيمانو سره يوه لويه مرسته دا ده چي د دوى ميندي بې كفيل او متولي پاته نشي، څوك ئې په نكاح كړي، په دې نكاح سره به له يوې خوا هغه تشه ډكه شي چي د خپل پلار له مړيني وروسته د يتيمانو په برخه شوې او له بلي خوا به د كونډو مشكل حل شي، دا لويه بې عدالتي ده چي د چا پلار د اسلام په لار كي شهيد شي، يا په خپل مرگ ومري، نو هم ئې زامن بې كفالته پاته شي او هم ئې ښځه، نه څوك د يتيم په وړاندي د مسئوليت احساس وكړي او نه د كونډو په اړه. د كونډو او يتيمانو د مشكل تر ټولو غوره او مناسبه د حل لار همدا ده چي كونډي په نكاح شي. د يتيمانو د بحث په ضمن كي د تعدد زوجات ذكر همدا مطلب افاده كوي چي دا اجازه په اصل كي د دغي لويي ستونزي د حل لپاره وركړى شوې، د پيغمبر عليه السلام له سنت هم دغه معلومېږي او د صحابه وو له عمل هم، چي له هر جنگ وروسته دوى تر هر څه د مخه دې موضوع ته اهتمام كاوو چي د خپلو شهيدانو وروڼو د كونډو او يتيمانو ستونزه حل كړي، حتى د جنگ په ميدان كي به ئې دا پرېكړه كوله چي څوك څوك به د كوم كوم شهيد كونډه په نكاح كوي او د يتيمانو كفالت او پالنه به ئې په غاړه اخلي. له عائشې رضي الله عنها پرته د پيغمبر عليه السلام نوري بيبياني كونډي دي او رسول الله صلى الله عليه وسلم په همدې موخه په نكاح كړې.

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.