ښځه او حقوق یی – پنځه ویشتمه برخه – حکمتیار دیلی شهادت

 

 

ښځه او حقوق یی – پنځه ویشتمه برخه – حکمتیار

 

دیلی شهادت

 

هغو خلكو ته حيران يو چي د زنا او د هغې د سزا په اړه د قرآن لارښووني د اعتراض وړ گڼي!! دوى ته وايو: كه تاسو د مذهبي انگېرنو له مخي اعتراض كوئ نو موږ ته په ټولي نړۍ او په ټول انساني تاريخ كي داسي د پام وړ مذهب راوښيئ چي زنا ته ئې د جرم او گناه په سترگه نه وي كتلي او سزا ئې همدومره او تر دې هم سخته نه وي ټاكلې!! كه تاسو مسيحي او يهودي يئ نو د دواړو په مذهب كي زنا ته د لوى جرم په سترگه كتل شوي او سزا ئې رجم گڼل شوې!! هندوان ئې گناه گڼي او سزا ئې سوزول!! كه تاسو بې مذهبه غربپال او كمونيستان يئ او داسي سزا د ترحم او عاطفې خلاف گڼئ نو زموږ ساده ځواب دا دئ: ستاسو د ترحم عملي بېلگي مو د بگرام، كندهار، ابوغريب او گوانتانامو په زندانونو كي وليدې، آيا له داسي خلكو سره د ترحم خبره په خوله راوړل ښايي او دا حق لري چي د بل داسي سزا بې رحمي وگڼي چي د دوى تر وحشيانه سزاگانو ډېره نرمه وي؟!! تاسو چي په افغانستان او عراق كي څه وكړل، پر كورونو، كليو، ښارونو، جوماتونو، مدرسو، د بمونو او راكټو ورول، په خوب ويده ښځي، ماشومان او بوډاگان وژل، په لمانځه ولاړو خلكو باندي راكټي ورول او د لمانځه په وخت كي چاودني كول او بې گناه خلك په وينو كي رغړول، په زور د اعتراف اخيستو لپاره د بنديانو نوكان ايستل، په بل سگريټ د بدن نرم ځايونه داغل، جوش اوبه او سره كړي تېل پرې پاشل، برقي شارټونه وركول، د داړلو لپاره سپيان ورتوشل، په اوبو كي ئې تر هغه سر ننايستل چي د مرگ پړاو ته نږدې شي!! دا سزاگاني هغه چا ته وركوي چي يا ئې په خپلو كړنو اعتراف ته اړ كړي او يا د دوى د خوښي گټور معلومات ترې ترلاسه كړي!! چا چي دا عذابونه تجربه كړي دې ته ترجيح وركوي چي زر متروكي پر خپل نازك بدن قبولي كړي تر دې چي سر ئې په اوبو كي تر هغه وخته غوټه شي چي مرگ ته نږدې شي، يا ئې نوكان وايستل شي، يا برقي شارټونه وركړى شي!! جورج بوش د امريكا مخكني جمهور رئيس اعتراف وكړ چي ما د همدغي سزا وركولو اجازه وركړې وه!! په هغو ورځو كي چي ما د دغي مباركي سورې تفسير ليكلو د ناټو ځواكونو د كنر د غازي آباد ولسوالۍ پر كلي بمونه او راكټونه وورول، پنځه شپېته مظلوم او بې گناه كليوال ئې د ښځو، ماشومانو او بوډاگانو په شمول ووژل او گڼ شمېر نور ئې ټپيان كړل، امريكايانو حتى خپله دروغجنه خواشيني هم ونه ښوده!! ورپسې ئې د ماڼوگي په ولسوالۍ كي همداسي بمونه وورول او نه ماشومان ئې ووژل، دوى د لرگيو په راټولولو لگيا ول چي جهازونه راغلل او پر دوى ئې بمونه وورول، كله چي د كابل ذليل حكومت د خلكو د غولولو لپاره خپل خفگان څرگند كړ او پر دې ظالمانه وژني ئې اعتراض وكړ د امريكا د جنگ وزير كابل ته راغى، له جمهور رئيس سره ئې وكتل او خبري رسنيو ته ئې وويل: ما د دې پېښي په اړه خپل خفگان او معذرت كرزي ته وړاندي كړ او هغه قبول كړ!! همدا او نور هيڅ!!! لا يوه اونۍ نه وه تېره شوې چي د خپلو بې پيلوټه طيارو له لاري ئې د شمالي وزيرستان په دته خيلو كي پر يوې قومي جرگې راكټي وورولې چي په ترڅ كي ئې د لسگونو ټپيانو په څنگ كي اته څلوېښت بې گناه قبائلي مشران ووژل شول. په همدغو ورځو كي د ډايوس په نامه د سي آى اې يوه جاسوس په پاكستان كي په رڼا ورځ او د ښار په منځ كي دوه پاكستانيان په ډزو ووژل، ده د هغي ډلي مشري په غاړه درلوده چي مأموريت ئې په پاكستان كي د امريكا مخالفين وژل، په جوماتونو، مدرسو او ښارونو كي چاودني كول، د مذهبي فرقو مشران وژل او له دې لاري د دوى تر منځ د مسلحانه نښتو اور ته لمن وهل وو، د پوليسو له لوري ونيول شو، قضيه محكمې ته وړاندي شوه، د امريكا لوړ پوړي چارواكي پاكستان ته ولاړل، او له جمهور رئيس او صدراعظم ئې وغوښتل چي دا قاتل خوشي كړي، اسلام آباد په دې وگواښل شو چي كه ډايوس خوشي نشي نو كانگريس به له پاكستان سره د امريكا مرستي وځنډوي!! دا د تمدن او ترحم دروغجن او مكار مدعيان څنگه پر اسلام د اعتراض جسارت كوي؟ آيا داسي څوك د دې حق لري چي زناكار ته د اسلام قانوني سزا د ترحم خلاف وگڼي؟ هغه هم داسي زناكار ته چي له هرراز فشار، تهديد، وهلو او ځورولو پرته ئې په خپله اعتراف كړى؟!! اسلام نه يوازي د زور او جبر اعتراف د اعتبار وړ نه گڼي بلكي شكمن اعتراف هم بې اعتباره گڼي، د زنا د اثبات لپاره د تورن اعتراف (هغه هم څلور ځلي او په څلورو مجلسونو كي)، يا د څلورو داسي شاهدانو شهادت ضروري بولي چي د زنا عمل به ئې په خپلو سترگو ليدلى وي، حتى د همدې څلورو شاهدانو هغه شهادت هم د اعتبار وړ نه گڼي چي يوازي ئې د تورنو بربنډه پرېوتا او ملاسته په خپلو سترگو ليدلې!! د مېرمني په ضد د مېړه شهادت سره له دې نه مني چي څلور ځلي د الله تعالى په نامه لوړه وكړي او پنځم ځل ووايي: كه ما دروغ ويلي وي نو پر ما دي د الله لعنت وي!! هغه مهال مېرمن د سزا وړ گڼي چي په خپله اعتراف وكړي!! او دا ټول يوازي د دې لپاره چي قرآن انسان ته په درنه سترگه گوري، د هغه سپكاوى، توهين، تعذيب او وژل نه خوښوي، د زناكار په څېر د ستر مجرم مجازات ئې هم په داسي گرانو او پېچلو شرائطو او شواهدو پوري تړلى!!   

له زاني او زانيه سره د نكاح حكم

قرآن په دې اړه فرمايي:

دا زاني يوازي زناكاره يا مشركه ښځه نكاح كوي، او دا زناكاره ښځه يوازي زناكار او مشرك ئې په نكاح كوي، او دا پر مؤمنانو حرام كړى شوي. النساء: 3

په دې مبارك آيت كي د زناكارو په اړه دا لارښووني شوې:

څوك چي زاني وي نو هغه يا زناكاره ښځه نكاح كوي او يا مشركه، مزاج او سليقه ئې داسي رنگ غوره كړي چي همداسي ښځي خوښوي، جنسي تعلقات ئې همدې لوري ته بيايي، زناكاره ښځه هم د ده په څېر وي، يوازي زناكار او مشرك مېړه په لاس ورځي، پاك لمني ئې نه خوښېږي.

له زناكارو سره نكاح پر مؤمنانو حرامه ده، يعني له مؤمنانو سره نه ښايي چي له بدلمنو سره واده وكړي، بايد داسي مېرمن يا مېړه ځان ته انتخاب نه كړي چي له اخلاقي پلوه د اعتماد وړ نه وي، د ايمان تقاضا دا ده چي داسي څوك د ژوند د همسفر او ملگري په توگه غوره كړو چي خدايپال، ملتزم، پاك لمنى، امين او باوفا وي، او په خپلي غېږ كي صالح او مؤمن اولاد وروزي.

دا پوښتنه راولاړېږي چي آيا د زناكار او زناكاري نكاح يوازي په خپلو منځونو كي جائزه ده او له مؤمنانو سره ئې نكاح حرامه ده، داسي لكه له محرماتو سره نكاح؟ ځواب دا دئ چي كه څوك په دې ناولي كار ككړ وي، لاس نه ترې اخلي او توبه نه كوي، نو له هغه سره له شكه پرته نكاح حرامه ده، هم د دې صريح آيت له مخي او هم د رسول الله صلى الله عليه وسلم د لارښوونو له مخي، خو كه څوك توبه وكړي او ځان اصلاح كړي نو اميد دئ چي الله تعالى ئې په داسي نكاح ونه نيسي، هم ئې مخكنۍ گناه ورته وبخښي او هم ئې په راتلونكې كي له دې گناه وساتي. د آيت له الفاظو معلومېږي چي مصداق ئې هغه زناكاران دي چي دغي گناه ته دوام وركوي او لاس نه ترې اخلي، نه هغه چي گناه ئې كړې خو ژر ئې توبه كړې او ځان ئې اصلاح كړى. د الزاني او الزانيه صيغې همدا مطلب افاده كوي. 

د دې لپاره چي دا مطلب مزيد واضح شي لاندي روايات ستاسو مخي ته ږدم:  

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بن عَمْرٍو قَالَ: كَانَتِ امْرَأَةٌ فِي جِيَادٍ تُسَمَّى أُمَّ مَهْزُولٍ، وَكَانَتْ تُسَافِحُ، وَكَانَتْ تَشْتَرِطُ لِمَنْ تَزَوَّجَهَا أَنْ تَكْفِيَهُ النَّفَقَةَ، فَاسْتَأْذَنَ رَجُلٌ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم فِي نِكَاحِهَا،"فَقَرَأَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: الزَّانِي لا يَنْكِحُ إِلا زَانِيَةً"، المعجم الكبير للطبراني والبيهقي

له عبد الله بن عمرو رضي الله عنه روايت دئ چي ويلي ئې دي: د جياد يوه مېرمن وه چي ام مهزول نومېده او بد لمنه (فاحشه) وه، د واده په اړه به ئې دا شرط وړاندي كولو چي دا به په خپله د مېړه نفقه پر غاړه اخلي (له هغو پيسو چي د بدلمنۍ له لاري ئې ترلاسه كوي) نو يوه سړي له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه له هغې سره د نكاح اجازه وغوښته، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم دا آيت ورته ولوست: الزَّانِي لا يَنْكِحُ إِلا زَانِيَةً…. و حرم ذالك على المؤمنين. 

عن عَبْدُ اللَّهِ بْنُ عُمَرَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ « ثَلاَثَةٌ قَدْ حَرَّمَ اللَّهُ عَلَيْهِمُ الْجَنَّةَ مُدْمِنُ الْخَمْرِ وَالْعَاقُّ وَالْدَّيُّوثُ الَّذِى يُقِرُّ فِى أَهْلِهِ الْخَبَثَ ». مسند احمد

له عبد الله بن عمر رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: درې كسان داسي دي چي الله تعالى جنت پرې حرام كړى: هغه چي تل شراب څښي، د پلار مور له لوري عاق (رټل) شوى او هغه ديوث چي په خپل ټبر كي (زنا او بدلمني گوري خو مخه ئې نه نيسي او) په خپل حال ئې پرېږدي.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *