ښځه او حقوق یی – شپږویشتمه برخه – حکمتیار — دیلی شهادت

 

ښځه او حقوق یی – شپږویشتمه برخه – حکمتیار

 

دیلی شهادت

 

نامحرم سړي او نامحرمي ښځي ته كتل

په دې اړه د قرآن لارښوونه دا ده:

مؤمنانو ته ووايه چي د خپلو سترگو (كتل) راكم كړي او خپل عورت وساتي، دا ورته ډېر غوره دئ، يقيناً چي الله په هغه څه ښه خبر دئ چي دوى ئې كوي. او باايمانه ښځو ته ووايه چي د خپلو سترگو (كتل) راكم كړي، او خپل فروج وساتي او خپله گاڼه څرگنده نه كړي، مگر هغه ئې چي څرگنده وي او خپل ټكري دي په خپل گرېوان واچوي او خپله گاڼه دي له خپلو مېړونو، خپلو پلرونو، د خپلو مېړونو له پلرونو، خپلو زامنو، د خپلو مېړونو زامنو، خپلو وروڼو، ورېرونو، خورييو، خپلو ښځو، خپلو وينځو، هغو ترلاس لاندي سړو چي بې شهوته دي او له هغو ماشومانو پرته چي د ښځو په عورت خبر نه دي بل چا ته نه څرگندوي او خپلي پښې دي داسي (پر زمكه) نه وهي چي هغه گاڼه ئې معلومه شي چي پټوي ئې او اې مؤمنانو! ټول د الله لوري ته رجوع او توبه وكړئ چي بريالي شئ.     النور: 30-31

د دغو مباركو آيتونو لارښووني دا دي:

مؤمنان په دې گمارل شوي چي د خپلو سترگو كتل راكم كړي او خپل عورت وساتي، دلته د سترگو په اړه د (يغضوا) صيغه كارول شوې چي كمول افاده كوي، او دې ته په پام سره چي ترې وروسته د عورت (شرم ځاى) ساتنه راغلې نو مطلب ئې پردي او نامحرم ته له داسي كتني ډډه كول دي چي شهوت پاروي، لكه پر له پسې او زيات كتل او هغه هم د شهوت په نظر، ورپسې ويل شوي چي دا ورته ډېر غوره دئ، يعني همدا كار له اخلاقي پلوه ورته غوره دئ، په گناه كي له پرېوتو ئې ساتي، او د آيت په پاى كي ويل شوي چي الله تعالى په هغه څه ښه خبر دئ چي دوى ئې كوي. يعني دا لارښووني د هغه الله تعالى له لوري دي چي د انسان د كړنو او عملونو د پايلو او نتائجو په اړه بشپړ علم لري، د همدې جامع او كامل علم له مخي ئې دا لارښووني ورته كړې دي.

با ايمانه ښځي هم په دې گمارل شوې چي د خپلو سترگو كتل راكم كړي او خپل عورت وساتي او خپل زينت څرگند نه كړي، مگر هغه ئې چي څرگند وي. كه څه هم په مخكني آيت كي حكم ټولو (نارينه وو او ښځو) ته متوجه وو، خو له دې كبله چي ښځو ته ځيني نوري لارښووني ضروري وې نو ځكه مخكنى حكم بيا تكرار شوى او پر هغه سربېره د خپل زينت نه ښودو لارښوونه هم ورته شوې. دلته څو پوښتني راولاړېږي: د زينت معنى څه ده؟ آيا مراد ئې گاڼه او زينتي شيان دي، كه د بدن سينگار شوي غړي او كه په خپله جمال، ښكلا او ښايست؟ كوم څه ته څرگند زينت ويل شوي او له نه ښودلو مستثنا شوي؟ په دې اړه څو خبري بايد په پام كي ولرو:

د زينت معنى بايد تر ټولو وړاندي په قرآن كي او مخصوصاً د دې آيت شاوخوا كي ولټوو او وگورو چي دلته په كومه معنى راغلى، دا صحيح نه ده چي د خپلي سليقې او خوښي معنى ورواغوندو. په همدې آيت كي ويل شوي: او خپلي پښې دي داسي (پر زمكه) نه وهي چي هغه گاڼه ئې معلومه شي چي پټوي ئې)، دا فقره په ډېر وضاحت سره ښيي چي دلته زينت د گاڼې په معنى راغلى، ځكه پر زمكه د پښو په كلكو وهلو سره يوازي پټه گاڼه څرگندېږي او غږ ئې اورېدل كېږي او د نامحرم توجه جلبوي، نه بل څه، كه دلته زينت له گاڼې پرته په بله معنى نه شو اخيستى نو په مخكنيو كي ئې هم په بله معنى اخيستل بې دليله خبره ده. دا صحيح نه ده چي څوك له خپله ځانه زينت د جمال او ښكلا په معنى تعبير كړي او ادعاء وكړي چي مراد ترې مخ، سترگي او شونډي دي، په دې فقرې كي او ترې وړاندي فقرې كي چي وايي: او خپله گاڼه دي نه څرگندوي، مگر هغه ئې چي څرگنده وي) زينت د گاڼې په معنى راغلى او له گاڼې پرته ئې په بلي معنى قطعاً نشو اخيستى، له دواړو په څرگنده توگه معلومېږي چي له زينت نه مراد گاڼه ده، ځكه په مخكني كي (ما ظهر منها) او په دې كي (ما يخفين من زينتهن) ويل شوي، پر زمكه د پښې كلك وهلو سره له گاڼې پرته بل څه نه څرگندېږي، نو اطلاق ئې په بل څه نشي كېدى. كه له (ما يخفين) څخه مراد گاڼه وي نو له (ما ظهر منها) څخه هم له گاڼې پرته بل څه مرادول اشتباه ده. كه څه هم زينت له گاڼې علاوه په نورو معانيو هم راغلى وي. د قرآن په هيڅ آيت كي زينت د انسان د جمال، ښكلا او ښايست په معنى نه دئ راغلى، په مخ، شونډو او سترگو او نورو ښايسته برخو ئې اطلاق نه دئ شوى.

د (ما ظهر منها) مراد نه مخ دئ او نه جامه، بلكي هغه گاڼه ده چي ښځي ئې په مخ او لاسونو كي كاروي، لكه گوتې، ټيك، ډيډې (والۍ)، او غاړگۍ. البته د گاڼې د نه څرگندولو مراد په اصل كي د وجود هغه برخه نه څرگندول دي چي د تزئين لپاره ئې گاڼه كارول كېږي، لكه غاړه، سينه، غوږونه، پزه او نور غړي. د آيت له دې برخي دا هم معلومېږي چي كه ښځو خپل مخ سينگار كړى وي، سترگي ئې توري او شونډي ئې سرې كړې وي ورته روا نه دي چي لوڅ ئې كړي، ځكه چي د زينت له څرگندولو منع كړى شوې دي. او زينت په اصل كي د دې لپاره وي چي د بل توجه ځان ته جلب كړي، هر هغه كار چي ښځي ئې د نامحرم د توجه راجلبولو لپاره وكړي ناروا دئ.

ښځو ته لارښوونه شوې چي خپل ټكري دي پر خپل گرېوان واچوي او خپله گاڼه دي له خپلو مېړونو، پلرونو، د خپلو مېړونو له پلرونو، خپلو زامنو، د خپلو مېړونو له زامنو، خپلو وروڼو، ورېرونو، خورييو، خپلوانو ښځو، خپلو وينځو، هغو ترلاس لاندي سړيو چي بې شهوته دي او له هغو ماشومانو پرته چي د ښځو په عورت خبر نه دي بل چا ته نه څرگندوي او خپلي پښې دي داسي پر زمكه نه وهي چي پټه گاڼه ئې معلومه شي. دلته هم څو پوښتني راولاړېږي: پر گرېوان د ټكري اچولو معنى څه ده؟ آيا معنى ئې دا ده چي خپل ټكرى به پر مخ داسي اچوي چي گرېوان ئې هم پټ كړي؟ او كه ئې معنى دا ده چي د ټكري يوه پيڅه به پر خپلي غاړي داسي راتاو كړي چي غاړه او گرېوان ئې هم ورپټ كړي؟ په دې اړه هم د صحابه وو تر منځ د رأيي اختلاف تر سترگو كېږي او هم د فقهاوو او محدثينو تر منځ، هم د مخكنيو او هم د وروستنيو، ځيني د ښځو مخ او لاسونه تر بند پوري عورت نه بولي او پټ ساتل ئې فرض او واجب نه گڼي او د ښځو د بدن همدا برخي د (ما ظهر) مصداق بولي، خو ځيني نور د دې پټول هم فرض گڼي او د (ما ظهر) مصداق يا د ښځو جامه گڼي يا په غير قصدي توگه د مخ او لاسونو يا نورو برخو څرگندېدا گڼي. احناف د لومړۍ رأيي پلوي كوي او يقيناً چي همدا رأيه دقيقه او سمه ده. دلائل ئې دا دي:

د مخ پټول مو په هغه صورت كي فرض گڼلى شو چي: 1- د پټولو په اړه ئې د نص الفاظ صراحت ولري، حال دا چي په ټول قرآن كي د مخ پټولو په اړه صريح حكم نه مومو. 2- كه دا فرض وى نو د حج په دوران كي به ښځي د يوه فرض په ترك كولو نه مكلف كېدې او دا به نه ورته ويل كېدل چي د احرام په حالت كي به مخ او لاسونه نه پټوي. څوك چي حج ته د استثنائي حالت نوم وركوي اشتباه كوي، په حقيقت كي حج معياري حالت دئ، څه چي په حج كي جائز وي په بل وخت كي په اولى درجه جائز دي.

كه څوك د ډېر احتياط له كبله افراط كوي نو دومره دي ووايي چي مخ پټول مستحب دي، نه دا چي فرض او واجب ئې وگڼي، هغه هم محيط ته په پام سره.

د نارينه او ښځي لپاره د فرض حجاب حد همغه دئ چي په حج كي بايد مراعات شي، تر دې زيات ئې په مستحباتو كي راځي.

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *