ښځه او حقوق یی – اووه ویشتمه برخه – حکمتیار — دیلی شهادت

 

ښځه او حقوق یی – اووه ویشتمه برخه – حکمتیار

 

دیلی شهادت

 

دې ته بايد متوجه وو چي د نارينه او ښځي لپاره د احرام لباس يو داسي معيار دئ چي ښيي مسلمان نارينه او مسلمانه ښځه په همدومره لباس مكلف دي، تر دې زيات ئې نه فرض دي او نه واجب، بلكي مستحب دي او د دوى خوښي او ظروفو ته پرېښودل شوي، كه د حج په څېر ستر عبادت كي، د بيت الله خوا ته، د لكونو خلكو په منځ كي دومره لباس كافي وي؛ نو په نورو وختونو كي خو په اولى درجه كافي دئ، څوك چي وايي نارينه د سر په پټولو او ښځه د مخ او لاس په پټولو مكلف دي په دين كي غلو او بې ځايه سختي كوي او خلك په هغه څه مكلف كوي چي الله تعالى نه دي پرې گمارلي، كه د ښځي لپاره مخ او لاسونه پټول ضروري وى نو الله تعالى به د حج په دوران كي پرې مكلفه كړې وه او كه د نارينه لپاره سر پټول ضروري وى نو الله تعالى به په حج كي پرې مكلف كړى وو. ښځي به په دې نه گمارل كېدې چي د حج په دوران كي به نه مخ پټوي او نه به دستكشي په لاس كوي، نارينه به پر دې نه گمارل كېدل چي سر به نه پټوي او داسي بوټونه به نه پښو كوي چي تر پڼو ئې زياتي پښې ورپټي كړي، كه مخ او لاسونه پټول فرض وى نو ښځو ته به جائز نه وه چي په لوڅ مخ او له دستكشو پرته لوڅو لاسونو  سره لمونځ وكړي، كه څه هم خوا ته ئې كوم نامحرم نه وي!! له پكول، خولۍ، پټكي او لونگۍ سره لمونځ كول يو برابر دي، او حتى ويلى شو چي كه څوك د الله تعالى په وړاندي د خپل عجز او انكسار ښودلو لپاره لوڅ سر ودرېږي نه يوازي گناه ئې نه ده كړې بلكي د ثواب داسي كار ئې كړى چي د حج په دوران كي ئې كوي. د احنافو د فقهاوو رأيه همدا ده، اهل حديث د احنافو له رأيي سره مخالفت كوي او هغه احاديث هم يا نه مني او يا ئې تأويلوي چي د احنافو د رأيي تأييد كوي. دوى وايي: د حج په دوران كي ښځي بايد نقاب پر مخ راكش كړي خو داسي چي له مخ سره به ئې نه لگېږي!! گواكي په دې سره ئې هم پر حديث عمل كړى او هم ئې پر خپل مذهب!! ځيني بيا داسي دي چي وايي په لوڅ سر لمونځ كول مكروه دي!! كه پوښتنه وكړو چي د كوم نص په استناد؟ قرآن خو دا خبره نه ده كړې، په احاديثو كي خو دا خبره نه ده شوې، رسول الله صلى الله عليه وسلم خو هم د حج په دوران كي لوڅ سر لمونځ كړى او هم په ځينو نورو وختونو كي، تاسو د څه په استناد دا خبره كوئ؟! داسي څه به ترې واورې چي حيران به شې، وايي: الله تعالى فرمايلي: خذوا زينتكم عند كل مسجد، د دې آيت ترجمه هم داسي كوي: هر جومات ته د تلو په وخت كي خپل زينتي لباس واغوندئ، خو نه د دې آيت ترجمه دغسي ده او نه ئې مطلب دا دئ چي پگړۍ يا خولۍ په سر كړئ، ځكه دلته مسجد د اسم زمان په توگه راغلى نه د اسم مكان، مراد ئې د سجدې او لمانځه وخت دئ نه جومات، او مقصد ئې دا دئ چي د هغو خلكو غلطه عقيده ترديد كړي چي وايي په زړو، ځيږو، خيرنو، پينه شوو، وړينو، كرباسي او ملنگي جامو كي لمونځ كول ډېر ثواب لري!! الله تعالى فرمايي چي تر ټولو ښكلې جامې مو د لمانځه لپاره واغوندئ، الهي شريعت موږ ته وايي چي جومات ته د تلو په وخت كي ښې جامې واغوندئ، عطر ووهئ، كه مو داسي څه خوړلي وو چي له خولې مو بد بوى تلو يا د ډېرو خولو په سبب بد بوى درنه تلو جومات ته له تللو ډډه وكړه، ځان پاكيزه او ستره كړه بيا جومات ته ولاړ شه. د خذوا زينتكم معنى او مراد دا دئ، نه د خولۍ او پگړۍ په سر كول.

 

كه په حجاب كي مخ شامل وى نو په دېرشم آيت كي دې حكم مورد نه درلود چي مؤمنانو ته ووايه: خپلي سترگي ټيټي واچوي، دا حكم خو په هغه صورت كي وارد دئ او مجال لري چي د ښځو مخ لوڅ وي.

 

د سترگو ټيټ اچول غوره كار دئ؛ له گناه د مخنيوي وسيله ده، الله تعالى مؤمنان پرې گمارلي، خو دې ته بايد متوجه وو چي كتل خو پرېږدئ حتى له زنا مخكي ټول ناروا كارونه په صغيره گناهونو كي راځي، نه په كبيره گناهونو كي او د يوه فرض په پرېښودو كي.

 

د ښځو لپاره د سترگو ټيټ اچول همغه حكم لري چي د نارينه وو لپاره ئې لري، په دې دواړو كي په تفكيك او امتياز باور درلودل د دې آيتونو د روحيې خلاف خبره ده.

 

په قرآن كي د ستر په ارتباط درې الفاظ راغلي: حجاب، خمر او جلابيب، ځيني دا درې واړه سره خلط كړي او د ټيكري او پړوني په معنى ئې ونيسي، حال دا چي حجاب هغه څه ته ويل شوي چي د دوو لوريو تر منځ د ليدا مانع شي، لكه د دروازې پر سر پرده، كومه دړه او دېوال، قرآن د حجاب لفظ هلته كارولى چي مؤمنانو ته وايي: كله چي له امهات المؤمنين (د رسول الله صلى الله عليه وسلم له مېرمنو) كوم څه غواړئ نو د حجاب (پردې) تر شا ئې وغواړئ، د حجاب له شا ورغږ كړئ چي اې د مؤمنانو مورې! دا شى مي په كار دئ. دغي لارښووني ته په پام سره ويلى شو چي ټيكري ته د حجاب نوم وركول او مستوري ښځي ته محجبه ويل غلطه نومَوَنه ده. خمار هغه واړه ټيكري ته وايي چي مېرمني ئې پر سر كوي او غاړه او گرېوان پرې پټوي، او جلباب هغه لوى پړوني ته وايي چي ښځي ئې پر خپل سر اچوي او پر خپل ټول ځان ئې راتاووي.

 

 موږ په هغه صورت كي ادعاء كولى شوى چي مخ هم په خمار (ټيكري) سره پټول ضروري دي چي تر جيوبهن مخكي د وجوههن ذكر راغلى وى، كه مراد د مخ پټول وى نو دوه خبري ضروري وې: 1- بايد په صراحت سره د مخونو (وجوههن) يادونه شوې وى، 2- د مخ لپاره بايد د غطاء (پټولو) لفظ راغلى وى نه د يضربن چي دلته د غوړولو او اچولو په معنى دئ، له مخ سره د غطاء لفظ ښايي او پر گرېوان د ټيكړي له اچولو سره د يضربن صيغه.

 

ځيني د ابن شهاب الزهري په هغه روايت استناد كوي چي د افك د قضيې په ارتباط راغلى او په هغه كي عائشې رضي الله عنها ته دا وينا منسوب شوې چي د حجاب آيت نازل شوى وو نو ځكه ما خپل مخ په ټكري پټ كړ. د دې روايت په اړه څو پوښتني شوې چي هيچا ئې ځواب نه دئ ويلى: د الاحزاب سوره او په هغې كي د حجاب آيت د بني المصطلق له غزوې او د افك له پېښي وړاندي نازله شوې كه وروسته؟ كه وايي چي وروسته نازله شوې نو د روايت دا برخه ردوي چي د حجاب حكم د بني المصطلق له غزوې مخكي راغلى وو او كه وايي چي وړاندي نازله شوې نو په دې سره د روايت هغه برخه ردوي چي د سعد بن معاذ رضي الله عنه او په جومات كي د هغه د وينا يادونه كوي ځكه سعد بن معاذ رضي الله عنه د احزاب په غزوې كي ټپي شوى او لږ وروسته له همدې ټپ وفات شوى!! همدا راز عائشې رضي الله عنها ته دا وينا منسوبول چي د حجاب آيت ته په پام سره ئې خپل مخ پټ كړى، صحيح انتساب نه دئ، ځكه د حجاب د آيت موضوع د مخ پټول نه بلكي له امهات المؤمنين څخه د پردې له شا څه غوښتل دي، كه په ټكري سره د مخ پټولو يادونه ئې كړې وى نو د احزاب د سورې 59 آيت ته به ئې اشاره كوله چي وايي: اې پيغمبره! خپلو مېرمنو، او خپلو لوڼو او د مؤمنانو مېرمنو ته ووايه چي خپل پړوني ورباندي راتاو كړي، همدا دې ته نږدې ده چي وپېژندى شي او ونه ځورول شي، او الله مهربان بخښونكى دئ.

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *