په لویه جرګه کي دحزب اسلامي برخه اخیستلو خبر کاملاً درواغ او بی بنیاده دئ — ډیلی شهادت

 

په لویه جرګه کي دحزب اسلامي برخه اخیستلو خبر کاملاً درواغ او بی بنیاده دئ

 

ډیلی شهادت

 

پرون دمشورتي لویې جرګې د دارالانشاه مدیر صادق مدبر د بی بی سی سره په یوه مرکه کي وویل : «حزب اسلامي هم په لویه جرګه کي برخه اخلي». حزب اسلامي دا خبر په کلکه رد کړ او دا خبر یې کاملاً درواغ او بی اساس وباله. دحزب اسلامي لخوا په افغانستان کي د بهرنیوځواکونو چتر لاندې : دلویه جرګې جوړول ،امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک او انتخاباتوکي برخه اخیستل مردود دي . ځکه دامریکا سره د امنیتي تړون په سند کي دنوروغوښتنوترڅنګ داهم : امریکایې فوځیانوته افغانستان کي دهغوی  په خوښه ځایونوکي اډې ورکول ،د امریکایې سرتیروجنایاتو ته قضایې خوندیتوب او مصئونیت  اوامریکایې استخباراتي اداروته په افغانستان کي پوره صلاحیت ورکول(دافغانانو پلټنه ،ځورونه ،بندیانولو او وژنه کي) شامل دي . چي داسې سند لاسلیکولو معنی دافغانانوپه لاس  د افغانستان دایمي اشغال ته رسمي اوقانوني بڼه ورکول دي. ددغې لوې جرګي ریس صبغت الله مجددی په ډیره بی شرمی سره وایې : امریکا سره باید د امنیتي تړون سند لاسلیک شي او لویه جرګي ته ضرورت هم نشته . یقیناً حزب اسلامي او هر با احساسه افغان داسې لویه جرګې کي ګډون په کلکه رد وي چي په هغې کي د بهرنیو یرغلګرو په ګټه د تائید فیصلې کیږي.

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *