د حزب اسلامي دهمکاریو غوښتنې — محمد عيسی

 

د حزب اسلامي دهمکاریو غوښتنې

 

ليکنه : محمد عيسی

 

سره لدی چی وخت کم دی خو بیا هم که امریکایان اوس دې فکر ته راغلی وي چې د یوې آبرومندانه لارې له افغانستان  نه پښی سپکی کړي ښه به وي . څکه با احساسه افغانان پدا اړه  دبهرنیانو سره ښکاره  تفاهم او معقوله طرحه غوره ګڼي، فرانسه د ایتلافی هیوادونو څخه هغه هیواد دی چی د افغانستان نه  یې خپل فوځونه په آبرومندانه توګه وایستل خپله ژمنه یې د خپل ولس سره عملي کړه او افغانستان کي يې خپله اشتباه ومنله، دحزب اسلامي مشر محترم حکمتیار د مجاهدینواو دافغان مسلمان ولس  په نمایندګۍ دیوځانګړي پیغام په لیږلو د فرانسی ولسمشر ښاغلی فرانسوا اولاند  ته ، چې پکې له هغه نه  مننه شوی وه . فرانسی حکومت د افغانی ټولو ډلونمایندګان دحزب اسلامي او طالبانوپه شمول رسمي دعوت او د یوی مشترکې غونډی لپاره يې زمینه مساعده کړه تر څو د افغانستان د لانجې د حل لپاره دیو او بل نظریات مخامخ واوریدل شي .البته ښه او غوره خبره داده چی افغانان د بل له وساطت او امر بغیر خپل  مینځ کې په یوه معقوله طرح تفاهم وکړي .بل  خوا د امریکاځینی چارواکي اوس  پدی معترف دي چی دوی  د فرانسې په څیرد یوی غونډی په جوړولو کي تر اوسه پاتې راغلي دي اویا د غلطو مشورو پسی لاهم روان  اوخپلې سرتمبګي ته اړم دي، پایلۍ کی لار ورکي دي.ښایی امریکایان پداهڅه کي هم وي چی د افغانستان راتلونکي انتخابات  یوه قانونی بڼه ولري چی دخپلو ځواکونو وتلو وروسته یوه توجیه پیداکړي ، دامریکا اوسني ځینى  هڅی هم پخوانی ناکاری تجربی دي (حامدکرزی جمهور ریس او په هغه باندی جنرال دوستم لوی درستیز منل یا … ) چی سر له اوس ناکامه څرګندیږی لکه  راتلونکی نوماند ډاکتر اشرف غني او په هغه باندی جنرال دوستم منل یا د نورو ترمینځ معاونیتونه او وزارتونه ویشل . بل خوا د راتلونکې ولسمشرۍ لپاره نوماندان هم خپل وزن او ضرورت  ګوري چی د بهرنیانو ملاتړ ترڅنګ د ولس رای لرل هم حسابی ده ، بل طرف څومره چی د بهرنیانو ځواکونو وتلو لړۍ په چټکۍ سره زور اخلي  همدومره دحزب اسلامي یادونه هم زیاتیږي ، ځکه حزب اسلامي افغانستان شموله تنظیم دى په انتخاباتو او  اولس کي دحزب اسلامي په رای هم څوک سترګی  نشي پټولای . دیوجګ پوړي امریکایې  له قوله :دافغانستان په اداروکي د مامورینو د داخلیدو فورمو له مخه څه باندی شپیته سلنه کسانو اړیکی د حزب اسلامي سره څرګندى شوې دي . بی لدی هم ټولوته معلومه ده د پخوانی شوروي اتحاد یرغلګرو ځواکونو مقابل کی مقاومت اود مجاهدینو ، مهاجرینو اتیا سلنه اړیکی  د حزب اسلامی سره وی همدارنګه په افغانستان باندی د امریکا اوناتوفوځیانو یرغل مقابل کي حزب اسلامي د اولې ورځی تر ننه دهیواد او اسلامی نوامیسو په دفاع کي د اولس ترڅنګ ولاړ او قرباني ورکوي او په ګاونډي هیوادونوکې په میلیونونه مهاجرین چې اکثریت دحزب اسلامي پوری مربوط دي  کمپونو کي پاتی  دسختو شرایطولاندی  ژوند کوي. همدارنګه دهیواد دننه دولتی ادارو په ټیټو او جګو رتبوکی هم دحزب اسلامي په نامه ډیر کسان نومول کیږي ، داچی دشرایطو مطابق اړیکی دحزب اسلامي په کوم معیاردي اویا  دلوګر د پخواني والي مرحوم جمال ارسلا په څېر چی ټول عمر یی  دحزب اسلامی سره او دحزب په تعلیمی ادارو کی زده کړه اوکار کړی وو تیر لس کاله دولت سره پاتی شو  اوکیدای شی  دنوروعواملوترڅنګ د حزب اسلامي په نوم وژل شوی  وي  اوداچی  جمال ارسلا دامتیازاتو په لرلو او خپلو شرایطو مطابق د حزب اسلامي سره  ظاهراخپله رابطه قطع کړی وه دابل بحث دی خو په افغاني ټولنه کی تر مرګه د حزب اسلامي په نوم مشهور وو لکه ملا راکټي ،مولوی صاحب متوکل اوملا صاحب عبدالسلام ضعیف ، چی خپله رابطه د طالبانو تحریک سره پری کړې څرګند وي خو بیاهم د طالبانو په نوم یادیږي.

 

اوس افغانانو مخته دبهرنيو ځواکونو وتلو دپروسې ترڅنګ  دسیاسي  مذاکراتولپاره لاندینۍ طریقی پرتي دي :*  پریږدو چې بهرنیان زمونږ په برخه لیک او سرنوشت  سیاسي غونډې اوفیصلې وکړي ، *او یا  مونږ دخپل قدرت په خاطر تنها بهرنیانوسره خبری قبولي او افغانی ډلوسره د نه صلاحیت تر نامه لاندې رد کړو* اویا یوازی د افغاني ډلوسره خبری او تفاهم دافغانستان جګړی پای او دمشکلاتوحل لپاره کافي وبولو. *اویا دافغاني ډلو او د افغانستان په کشاله کي اړونده بهرنیانو سره دیوی معقولی لار راویستلو لپاره مذاکرات وکړو .؟  د مذاکراتو ما سوا بله لارد جګړی او زور  ده چی هر څوک په هر ځای بر لاسه شو خپل بیرغ اوچت کړي . خو دابه خدای مکړه یوه بله تباهي وي  خکه دا حقیقت هم په نظرکي ساتل پکار دی چی   نوردپردیوپه زوراوتزویر حکومت کولو تجربې ناکامې دي . نن  امریکایي  او اروپا یې  مشران د بن په غونډه کي دطالبانو او حزب اسلامي د بی برخه کولو په اشتباه اودهغې  نه جبرانیدونکی تاوانونو پایلو اونتیجوباندی اعتراف کوي .

 

دهیواد دغمیزی دحل او دجګړې د پای  لپاره حزب اسلامي دپخوا په څېر د ټولو افغاني ډلو سره تفاهم ، مذاکرات او دهغوی وړاندیزونوباندی خبروته لبیک وايي، حزب اسلامي خپلې مختلفې طرحی د هیواد دجګړی پای او مستحکم نظام جوړولو لپاره ټولو ذیدخلو طرفونوته وړاندی کړي دي.

د 2014 کال په رارسیدو د بهرنيو فوځیانو وتل او اشغال پای ،انتخابات او دهیواد راتلونکی په اړه د هر با احساسه افغان  اندیښنه ده چی څرنګه افغانان کولای شي دپرمختګ په لور او باثباته افغانستان ، د جګړی ټغرټول ،  دصلح او امن فضا جوړه کړي ؟ دامریکا جمهور ریس اوباما په وینا: د 2014 کال پای کې به افغانستان کی یو امریکایی سرتیری نه وي ، بل خوا امریکایی  چارواکود امینیتي تړون په بهانی ټولو بین المللی مسئولیتونوته شاکړی او دعراق ،سوریه ،سومالیا، لیبیا ،پاکستان اومصرپه څېر ګډوډۍ او نا امنۍ ته لمن وهی او پړه هم دهغه ملک په خلکو او حکومتونو اچوی او که د سودان حکومتی چارواکو په څېردامریکا او دملل متحد په غوښتنو   دخپل هیواد یوه ټوټه جنوب د ځان نه بیله او تجزیه قبوله کړله خوبیاهم امریکا دیوی بلی ټوټی دارفور او بیا آبی سیمو بیلتونوالی غوښتنی پیل کړلی  سربیره پردی  دامریکا او ملل متحد ډیرو غوښتنو منونکی عمر البشیر د سودان ولسمشرد  بین المللی محکمې دجرم له تورن والي پاک نه شو  حتی دخپل دوست هیواد عربستان سعودی د فضا تیریدو اجازه يې هم تر لاسه نکړه او هیواد یی هم تراوسه د بین المللی تعزیراتومحاصری  لاندی بند پاتی  دی او ورځ تر بلی ورته دامریکا لخوا لانجی جوړیږی ، داخلی بی رحمه جګړی پکی روانی دي. 

 

 دحزب اسلامي دریځ د پخوا په شان دی که چیری امریکایې نارینه او ښځینه فوځیان د پنځلس زره کیلومترو لرې واټن څخه زمونږ دهیواد اشغال او د امریکا دګټو لپاره دافغانستان خطرناکو دنګودنګو غرونو اودرو مینځ کی جګړی کی برخه اخلی اوزمونږ بی ګناه هیوادوال وژني په کورونو يې ناڅاپه دشپی چاپې او حملې کوي زمونږ لپاره دخپلی خاورې دفاع په مسلحانه جهاد شرعي وجیبه اوبین المللی قوانینو سره  حق دی .

 

دغه  څرګند او اصولی موقف دافغانانوحق دی :*د بهرنيو یرغلګرو فوځیانو بشپړوتلو  پوری مسلحانه جهاد ، * بین الافغانی تفاهم راتلونکی نظام *  آزاد انتخابات  * او د ټولو افغانانو په معقولو او څرګندو طرحو باندې خبری .* اوکه امریکا د خپلو فوځیانو آبرومندانه وتلو او د افغانستان د کشالی  په اړه  خبری کوی حاضر یو که نه نو د راتلونکو پیښو مسئولیت د دوی په غاړه دی .

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *