د وحید مژده سره د یک تلویزون اړو دوړ! — شاهد شفق

 


د وحید مژده سره د یک تلویزون اړو دوړ!

شاهد شفق

په همدې ورځو کښې چې له امریکا سره د غلامۍ د تل پاتې تړون ډنډورې وهل کیږي ،پلازمېنه کابل د تړون د مخالفینو او تړون پلوه امریکایې لاسپوڅو د غونډو او راټولېدو شاهد و،د تړون غندونکو د هغه جرګې په مخالفت غږونه پورته کړل کومه چې له امریکا سره د تړون په اړه د تش په نوم مشورو سرلیک لري،همدا نن کابل د همدې جرګې کوربه وو،د غونډې فضا د یوې خور هغه شعار لړزولې وه چې په امریکا یې د مرګ ویلو او تړون یې د هېواد پلورنې په نوم یاد کړی وو ،تر دې چې کرزی صاحب د ګډوډو احساساتو په انبار کښې پسې چېغه کړي و چې کیست اي دختر؟؟
تر دې څو ورځې وړاندې د متحدې جبهې تر سرلیک لاندې یوه لویه غونډه د تړون په مخالفت کښې ترسره شوې وه چې د غونډې یو ویناوال یې وحید مژده وو
ښاغلی مژده په دغه غونډه کښې د تړون پر لاسلیکوونکو کلکې نیوکې له ځانه سره راوړې وې او هېواد پلورونکي یې ورباندې ټکول.
نن چې د جرګې لومړی ورځ وه د یک تلویزون له لوري د وحید مژده یوه تلیفوني مکالمه خپریږي چې ګواکی ښاغلی مژده د طالبانو له یوه چارواکي سره د خبرو پر مهال هغه ته په کابل کښې د خپلو تبلیغاتي فعالیتونو په هکله ډاډ ورکوي،که څه هم دې تلیفوني خبرو ډېر مهم څه له ځانه سره نه درلودل او مژده هم دا رد کړې او ویلي دي چې دی له بېلا بېلو شخصیتونو سره تماس لري خو دلته یوه خبر جوته ده چې یک تلویزون د تلیفوني مکالمو د اورېدلو او ثبت چارې ښایي خپله په غاړه ونه لري؟ نو بیا چا ورته وسپارلې؟د کابل ګوډاګی اداره کښې امریکایي مزدورانو او که بل چا حتی په همدې مهال یوه ژورنالېست لیکلي و چې یو ایرانی چارواکی وایې چې وحید مژده د امریکا سړی دی خو ماښام ناوخته ځنو سایټونو دا خبره هم کړې وه چې وحید مژده په تښته بریالی شوی دی خو ځنو کسانو بیا د مژده له قوله دا خبر رد کړی و او ویلي و چې مژده صاحب لا هم دم ګړۍ په کابل کښې پروت دی.
د وحید مژده هغه فعالیتونه چې د غلامۍ د تړون په مخالفت کښې یې ترسره کوي  د ستایلو وړ دي خو دا چې په ټولنه کښې نور کسان ورباندې څه نظر لري لږ باید ورباندې تم شو.
د وحید مژده مرکې او لیکنې به مو اورېدلي وي ،خپله مې تر ننه له نږدې هم ندی لیدلی خو د ده په هکله بېلابېل نظرونه اورېدلی شی،ویل کیږي چې وحید مژده لومړی له حزب اسلامي سره و او بیا تر یو څه وخت تېرولو وروسته یې خپله پنډه په شاه کړله او د جمیعت په لوري ور وخوځېد دا چې ده جمیعت کښې تر حزب اسلامي کوم غوره والی موندلی و پر دې نه پوهیږم خو یوه خبره ټولو ته څرګنده ده چې جمیعت د حزب اسلامي سره له هر اړخه د پرتله کولو وړتیا نه لري خو وحید مژده په جمیعت کښې تر هغه خځه کیږي چې طالبان پر هېواد راخواره شول دغه مهال وحید مژده د جمیعت د ګړندي زوال له څپو څخه د ځان ژغورلو تر سوچ وروسته خپله بستره راټولوي ،پګړۍ پر سر کابل ته راځي او طالبانو سره د  بهرنیو چارو وزارت کښې د ملاصاحب وحید مژده اخوند تر نوم لاندې په فعالیت پیل کوي.
ملا وحید مژده اخوند ښایې له جمیعت څخه د وتلو او د طالبانو سره د یوځای کېدلو لپاره بیا هم کوم دلایل ولري خو تاسې باید پوه وی چې دا دریم تم ځای دي چې مژده صاحب په کښې ډه ډه لګولې ده.
د طالبانو د سقوط او عاجلې ماتې غږ هم ډېر ناڅاپي وو چې ښایې ملا مژده اخوند په کښې د خپل راتلونکی تم ځای لپاره ښه سوچ نه وي کړی خو بیا هم ملا مژده اخوند چالاکه سړی دی هغه دا ځل طالبان هم په ځغاسته کښې یواځې پریښودل او خپله د امریکایي دولت ترسیوري لاندې تم شو،همدغه مهال یې د افغانستان او پر هغه د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ تر سرلیک لاندې کتاب له چاپه راووت،دا ځل ملا مژده اخوند بېرته خپل لومړني حالت وحیده مژده ته وروګرځېد او د کتاب د اهداء په ځای کښې دغه کتاب د ده په اصطلاح شهید احدشاه مسعود ته اهداء کړ او کتاب د مسعود فونډېشن په مصارفو چاپ شو،ده په دې کتاب کښې تر خپله وسه د خپلې اخوندی د دورې ملګري وټکول او د هغوی د راز نړۍ یې راوسپړله ،دی چې په بهرنیو چارو وزارت کښې یې دنده ترسره کوله او له مولوي متوکل سره به یوځای و لیکي: چې طالبانو به تلویزون کتلو ته هم اجازه نه ورکوله حتی وایي چې ما او متوکل به غلي او په پټه د ماښام خبرونه په الجزیره تعقیبول او په ډار کښې به و چې هسې نه چې اوس امر بالمعروف راباندې راووځي او شوکي په نوکي مو کړي ،ښایي متوکل به دی په دروازه کښې درولی وي چې له بېرونه د بوټانو د کړپ اورېدلو خبر تر ده ورسوي خو چېرته هغه قیصه اوس په خپل کتاب کښې د زړه له تله کوي.
د طالبانو په هکله د دغه کتاب تر خپرېدو وروسته بیا ظاهرا داسې څرګندېدله چې مژده صاحب بیا له جمیعت سره خپلې هیلې غوټه کړي دي خو وخت څه په چوپتیا او منډه روان وو ،امریکایي صلیبي ځواکونه د مجاهدینو د څو کلن مقاومت وروسته دې ته اړ کیږي چې مجاهدینو سره خبرې وکړي او یا هم د خبرو له لارې مجاهدین ښکار کړي همدغه مهال په قطر کښې د طالبانو لپاره یو ښکلی دفتر پرانستل کیږي خو سپین بیرغ او د لوحې په سر جنجال د دفتر برخلیک له ستونځو سره مخ کوي.
په هغو ورځو کښې چې د دفتر په اړه خبرې ګرمې وې وحید مژده یوه لیکنه لیکلې وه چې د طالبانو دغه دفتر یې تر سیاسي لحاظ زیاد په معماري او ساختماني توګه څېړلی و د مطلب تر لوستلو وروسته به سړي داسې فکر کولو چې مژده صاحب خو به خپله د دفتر معمار او ډیزاینر نه وي؟
ده په خپله لیکنه کښې د طالبانو د دفتر د انجنیر او نورو په هکله څه ډول جوړ شوي ؟ کوم اړخونه یې مسجد ته ورته دي؟ ولې دا ډول رنګ ورته انتخاب شوی دی؟ښي اړخ فلانی ډبره یې له کوم ځایه راوړل شوې ده د چپ اړخ دېوال یې څو سانتي متره دی؟خښتې یې څو سور او څو اوږدوالی لري؟ د بحر له سطحې څومره لوړوالی لري؟د اتموسفیر فشار یې څو دی؟د اوبو او اور وژنې سیستمونه یې څه ډول عیار شوي دي؟ په داخل کښې څومره معنوي فضا ده چې انسان روح ته ارامي ورکوي؟ تقریبا که مو مبالغه نه وي کړې دغه ډول ټولو پوښتنو ته وحید مژده ځواب ویلی وو.
ما چې هغه مهال د وحید مژده دا لیکنه لوستله پوه شوم چې مژده صاحب بېرته اخوند کیږي له ځانه سره موسکی شوم او ومې ویل مونږ به درته انتظار وو.
مژده صاحب د خپلو ټولو عادتونو اړخ بدلولو سره یوځای یو بل عادت هم لري هغه دا چې کله د کابل په دننه کښې کوم تلویزون او یا خبري رسنۍ سره مېلمه شي په غیر عمدي توګه د حزب اسلامي په لوري ډبرې غورځوي که څه هم دی د وجود له اړخه او د کمزورو لاسونو په لرلو دا توان نه لري چې حزب اسلامي پورې کوم ضرر ورسوي خو ما ته یادیږي چې مونږ به ماشومان و او یا هم د ښوونځي په دور کښې ډبره به مو غورځوله او یو له بل سره به مو سیالي کوله ،دوه ډوله ډبره به مو غورځوله یو خپل مخ لوري ته چې د یوه لاس په مټ به مو اچوله او نورو ته په کښې د ضرر رسولو او یا د چا د خوږولو احتمال کم و
دوهم داسې وه چې ډبره به دې په دواړه لاسونو کښې ونیوله او خپل شاه لوري ته به د سر واړوله په دې کښې به د خپل ملګري له هغه اړخه ټول لرې کول هسې نه چې کوم یو د نالیدلي او بې هدفه ډبرې ښکار شي اوس چې کله د وحید مژده ځنې څرګندونې سړی اوري فکر کوي چې مژده صاحب  خپل شاه ته ډبرې غورځوي ،خدای تعالی یی د عاقبت ته خیر پېښوي.
په درنښت

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *