د اسلامي نهضت نوم ورکي لارویان — شاهد شفق

 


د اسلامي نهضت نوم ورکي لارویان

شاهد شفق

 
له
ستونځو ډک سفرونه به یې درلودل هغه هم زیاتره پلي ،بڼه به یې توره اوښتې وه خو پر خوله به یې د شکایت لپاره کوم څه له ځانه سره نه درلودل،ستړی به و خو ستړیا یې نه منله،سپین ږیری و او د عمر ډېر کلونه یې د فاني نړۍ لوړو ژورو ورڅخه وړي و خو د کومې لوړې او ژورې په وړاندې یې خپل همت له لاسه نه و ورکړی،پراخه سینه ،لوړه حوصله او کلکه اراده او خاموشه بڼه خو له رازونو او تعهدونو څخه ډکه څېره د یوه مومن شخصیت څرکونه و چې له ده سره به د موندل،په ټولیزه توګه ډېر صابر و ،د حوادثو توندو څپو راګیر کړی و خو د نهضت ارمانونو او هدفونو ته په وروستی کچه صادق او ریښتنی و ،نه یې مادي او دنیوي کومه هیله درلوده او نه د داسې کومې وړوکې هیلې لپاره د نهضت غړی شوی و،د هغه ارادې لوړې وې د یوه اسلامي نظام د راتلو هیلې هغه په سپینه ږیره هغو ستړو او منډو ته اړ کړی و چې زلمیان یې ښایې انځورونه ونه شي کښلی.
هغه
لومړی د حزب اسلامي غړی هم نه و خو د خوږو ملګرو ملتیا هغه د حزب اسلامي له ګلبڼونو سره ورو ورو اشنا کوي او خوږو اسلامي وږمو او سرلوړي ژوند پته د حزب په غېږه کښې او د هغه د امیر په ویناګانو کښې مومي تر دې چې د امت په غېږه کښې د ورکې قافلې د لټون سفر د حزب اسلامي په پیژندلو سره پای ته رسوي او د دغه کاروان د یوه نوموورکي لاروي په توګه له خپلو مومنو ورونو سره یوځای کیږي.
د
روسانو سره د جهاد کلونه او تر هغه را وروسته د اسلامي نهضت په ضد د اسلام د دوښمنانو پټې دسیسې چې زمونږ اسلامي نهضت یې د ازمیښتونو په درشل درولی و هغه د جبهې په دننه کښې کوم ستړی مسولیت درلود او په خپله دنده کښې د زړه له اخلاصه لګیا و تر دې چې د حکومتونو د اوښتو پر څلور لاري کښې د څو کلونو لپاره طالبان او تر هغه وروسته امریکایان تېر او بېر شول.
د
حکومتونو اوښتل کومه طبعي پېښه نه وه ، د ده لپاره یې نوې ستونځې ،اوږدې او ستړې لارې د ملګرو زندانونه او ځورونې او د هغوی د خلاصون لپاره د ده سفرونه او د وخت د حکامو له ظلم او وحشت څخه هجرتونه ورسره مل ول.
زیاتره
به اړ و چې کلي کور او کورنۍ څخه لرې واوسي خو دغه ټول وخت به دی د یوڅه په کولو لګیا و د دې پته به هغه وخت مونږ ته لګېدله چې کله به ده لږ راحت ساه واخیسته او نورو ته به یې د څه ویلو وخت وموندلو او هغه مهال به یو چا اټکل کولی شو چې په ده باندې به څه تېرېدل او یا تېر شوي و
په
دغه دورو کښې به ده د خپلو سفرونو او د خپلو دندو څخه کمه کمه یادونه کوله،ښایې د هغه په جېبونو کښې د مجاهدینو د امیر لیک هم تر سترګو کېدل ناشوني نه و خو چاته به یې کله ښودلو که به کوم لیک چا ولیده او د خپل امیر په لیک به یې سترګې خوږې شوې په زړه پورې خاطره به وه!
د
دغو لیکونو وړل او راوړل او د امنیتي ستونځو سره مخ کېدل هم کومه اسانه خبر نه وه خو دی ورسره اشنا وو،ښایې چا به فکر نه کولو چې دا به کوم هدف لرونکی پیغام وړونکی وي خو ده یو عادت درلود دا هر څه یې پرته له کوم دنیوي امتیازه کول تر اخره یې د کوم څه د لاسته راوړلو لپاره یوګام هم پورته نه کړ،هغه د دې لارې یو مخلص لاروی و نه یې غوښتل چې اخلاص یې وتلل شي حتی ستونځې او مشکلات یې ټول منل دا هر څه له خدای تعالی سره د کړو وعدو او خپل نهضت ته د تعهد نښه وو.
له
کلونو وروسته او نن چې کله د هغه د همت او د اسلامي نهضت لپاره د یوه نومورکي سپین ږیري مجاهد په توګه د هغه تصویر کاږم او فکر ورباندې کوم دې ته اړ کیږم چې ووایم هغه زمونږ لپاره یو نمونه او مخکښ و چې د قدمونو خاپونه لټول به یې زمونږ لومړنی دنده وي او که هغو سپېڅلو موخو ته چې ده لرلې مونږ شاه وګرځوله نو پوه باید شو چې مونږ خپل همت د لاسه ورکړی دی.
اوس
هغو ته دعا کوم چې په نړۍ کښې د خپل رب سره پر کړو وعدو وفا وکړه اود خپل رب لوري ته ور وګرځېدل او د لوی رب له درباره توان او توفیق غواړو چې مونږ د اسلامي نهضت د لارې مخلص لاروي وګرځوي
فاستقم کما امرت ومن تاب معک ولا تطغوا انه بما تعملون بصیر(هود 112)

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *