د سولی جرګه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

د سولی جرګه

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

کوم وخت د یو ځنګله د حیواناتو مشرانو د یوې غونډی په ترڅ کي داسي فیصله وکړه: نور باید پخپلو کي دښمنۍ پرېږدو، نفاق او جنګ ته په کرکه وګورو، په دښمنیو کي هیڅ ګټه نسته بلکي هغه د ټولو په مطلق زیان تمامیږي. بس دی ډېري دښمنۍ مو سره وکړې، نور به د سولي او ورورۍ ژوند کوو او د ګډ دښمن په وړاندي به یو موټی کیږو.

د دې لپاره چي د دغو مشرانو د فیصلې څخه د ځنګله ټول حیوانات خبر سي نو یوه ورځ یې وټاکله چي په هغه ورځ باید د ځنګل هر اوسیدونکی د جرګې په میدان کي حاضر وي.

په ټاکل سوې ورځ د ځنګله ټول ځناور د مشورتي جرګې میدان ته حاضر سول او غونډه په خاصو مراسمو سره پرانيستل سوه. په دغه لویه غونډه کي چي د ځنګله په تاریخ کي یې ساری نه درلود، د اتحاد او اتفاق تاوده تقریرونه وسول او مهمو ځناورو هر یوه پخپل نوبت دښمني وغندله او د ورورګلوۍ، سولي او امنیت ژوند ته یې په درنه سترګه وکتل.

د تقریرونو او ویناوو په پای کي خنځیر وړاندیز وکړ: اوس چي موږ او تاسي پخوانۍ دښمنۍ هیري کړې او د ورورۍ ژوند پیلوو، نو لازمه ده، چی ټول یو بل د محبت په ګرمه غیږ کي سره ونیسو. د غونډي برخه والو د خنځیر دا پیشنهاد په یوه خوله ومانه او لږ ګړی وروسته د یو بل له خوا په غیږ کي نیولو پروګرام پیل سو. په دې ترڅ کي چي به هر حیوان خنځیر ته غیږه ورکوله، نو څنګه چي خنځیر په سینه کي پر ټولو حیواناتو قوي دﺉ هغه حیوان به یې دومره سره کښیکیښ چي پُښتۍ به یې ورماتي کړې او په دغه ترتیب د پُخلایني او ورورۍ په فضا کي خنځیر د ځنګله د ټولو هغو حیواناتو پښتۍ ماتي کړې چي په دې غونډه کي حاضر وو.

د دغو حیواناتو لویه بدبختي دا وه، چي یو حیوان به بل ته د خپلو ماتو پښتیو په هکله هیڅ هم نه ویل او د هر ځناور پښتۍ چي به خنځیر ورماتي کړې نو هلته به په یو کونج کي غلی کښیناست او سوړ اسوېلی به یې کښیً.

د سولي او پخلایني د غیږو د پروګرام په پای کي بیا خنځیر په لوړ ږغ داسي وویل: زړه ته رانږدې وروڼو، اوس چي موږ او تاسي رښتیاني وروڼه سوو، نو یو بل وړاندیز هم لرم او هغه دا چي که ستاسي خوښه وی موږ او تاسي باید یو مشر هم ولرو تر څو آینده کارونه او چاري مو ښه تنظیم سي. زما هیله دا ده چي تاسي په همدغه عالي شانه او تاریخي غونډه کي ډېر ښه اجراآت وکړل خو لطفاً له خپل منځه یو مشر هم وټاکئ.

حیواناتو چي یو بل ته سره وکتل نو په رمزونو او اشارو پوه سول، چي په یوه کي هم د مشرۍ توان نور نسته. نو د خنځیر د سوال په ځواب کي ټولو ځناورو خړ خړ خنځیر ته کتل او ورته ویې ویل چي صاحبه! اوس خو بس همدا ته یې! ډېر ښه دي پخلا کړو او ډېره ښه د سولي مشورتي جرګه دي رهبري کړه، خدای دي هر څه تا ته مبارک کړی!

هو! د افغانانو پښتۍ او ککرۍ د درو لسیزو راهیسي دغو او هغو ماتي کړي دي او فعلاً هماغه بهیر په ښو غوړو او غولوونکو نومونو سره دا ځل د ابلیس له خوا د جریان په حال کي دئ. الله دي د انسانانو په څیره کي دغه خنځیران تباه کړي.

 

منبع : د لیکوال اثر ( د پند او عبرت قصې ـ لومړی ټوک ـ ۲۰۱۰ ) ؛ ۴۰۷ ـ ۴۰۸ مخونه .

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *