حزب اسلامي افغانستان د سياسي چارو رياست اعـلاميـه — ډیلی شهادت

 

حزب اسلامي افغانستان د سياسي چارو رياست اعـلاميـه

 

ډیلی شهادت

 

د هېواد په پلازمينه کابل کي د کابل د مزدور حکومت له خوا را بلل شوې تش په نوم لوئې جرگې غونډه د لړم د مياشتې په دريمه ورځ پاى ته ورسيده. د غونډې په پاى کي اعلان شوه چې ددې جرگې غړو د مزدور حکومت له لوري د امريکا سره د امنيتي تړون پر مسودې هر اړخيز بحث وکړ او خپل بشپړ توافق يې له داسې تړون سره څرگند کړ. او پردى يې ټينگار کړى چې د کابل د ادارې مشر حامد کرزى ئې بايد د روان ميلادي کال تر پايه پورې دغه امنيتي تړون له امريکا سره لاسليک کړي. حزب اسلامي افغانستان ته ددغې تش په نوم لوئې جرگې پرېکړه د انتظار خلاف نه وه مونږ پدې باور وو چې له دغې پيرل شوې جرگې له مينځه به همداسې پرېکړه راووځي. زمونږ د هېواد په تېر تاريخ کې ديته ورته جرگې د وخت د حاکمانو لخوا را بلل شوي چې په پاى کې يې پر را بلل شوو کسانو د خپلې خوښې فيصلې تحميل کړي دي. مونږ ددغې تش په نوم لوئې جرگې پرېکړې په لاندې ټکو کې په غوڅه توگه غندو او خپل ملت ته د هغوى څخه خپل بشپړ برائت او بيزاري اعلانوو.

 

١-مونږ د بهرنيو ځواکونو حضور د جگړو او بې امنيو د دوام اصلي عامل گڼو له امريکا سره امنيتي تړون د هېواد پلورنه او  د افغانانو د ملي حاکميت او استقلال په سر سودا گڼو په جدي الفاظو سره دا شرمناک تړون غندو.

 

٢-د هېواد تر بشپړې خپلواکۍ او له ټول هېواد د ټولو اشغالگرو ځواکونو تر وتلو به زمونږ مقاومت د تل په څېر او تر مخکې په لا زيات قوت سره روان وي.

 

٣-ټول افغانان دې ته را بلو چې يو بل ته لاس ورکړي، قومي، ژبني او سياسي اختلافات يوې خوا ته پريږدي خپل هېواد او ولس له دې دردناک حالت وژغوري د افغانستان بحران لدې پرته له بلې لارې نه شي حل کيدى چې اشغالگر ځواکونه ووځي بهرنۍ لاسوهنې متوقف شي، په خپلواک او آزاد افغانستان کي د عادلانه او آزاد او انتخاباتو له لارې د ولس د خوښې اسلامي حکومت جوړ شي.

 

٤-مونږ ډاډه يو چې انشاءالله امريکائي اشغالگران به له همغه برخليک سره مخامخ کيږي چې شوروي اتحاد ور سره مخامخ شو.

 

٥-پدې پوره باور لرو چې د امريکې او د کابل د مزدور حکومت تر مينځ داسې تړونونه به د کاغذ پر مخ يواځې يو څو کرښې وي او بس.

 

د سياسي چارو رياست

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *