هغوی چې غیرت نه مني!! — شاهد شفق

 

هغوی چې غیرت نه مني!!

 

شاهد شفق

 

لینا روزبه ،فکر کوم چې د امریکا غږ راډیو خبریاله ده د هغه یوه لیکنه یوه ورور وړاندې کړې وه

لینا روزبه لیکلي وو: د غلامۍ د تړون نه امضاء کول یوه سناریو ده چې په ترڅ کښې به یې خارجي عسکر له افغانستانه ووځي،هېواد اقتصادي حالت به خراب  شي،کومکونه به ودریږي،مجاهدین او د ولس سرتیري به قدرت ته ورسیږي او نړۍ به ورته شاه کړي خو دغه اغلې نه پوهیږي چې سناریو همدا د وحشي عسکرو یرغل او همدا نن د جرګې ترنامه لاندې د ولس په نوم راټولېدل په داسې حال کښې چې ولس ورباندې خبر ندی،بل څه ندي،د هېواد اقتصاد خو تېرو دوولسو کلونو کښې د نړۍ لومړی درجه اقتصاد شوی لینا روزبه ویره لري چې له لومړی درجې کوم انچ راښکته نه شي او  هغه کومکي بمونه چې یو لک اویازره افغانان یې ووژل د دې قطع کول به رښتیا چې ژوند ودروي اوخانم روزبه په اند دا کومکي او مرستندوی بمونه نه ورول به د مظلوم ولس اقتدار ته لار هواره کړي نو ځکه دا هیله لري چې دا حالت دوام وکړي تر څو د خاینینو خولۍ په غوړو کښې سره وي او بهرنیان هېواد لوټ کړي!

خانم روزبه لیکې: دا ولس وایې د غیرت شعارونه ورکوي،کوم غیرت ؟هغه چې یو یرغلګر کوم چې له دوی سره کومک کوي له هېواده وشړي ،اوس وایې د غیرت عصر تېر شوی دی او د دیپلوماسی او سیاسي بصیرت عصر دی غیرت بې معنی شی دی؟

مګر که د خانم روزبه کور ته یوه ورځ کوم ګاونډی یا کوم لاروی یا کوم غل داړه  مار تشریف راوړي او د کور په دننه کښې مېشت شی مثلا د دوی د ژوند یو اطاق تری خپل ځان ته وروګرځوي،د اشپزخانې چارې تر خپل کنترول لاندی ونیسي ،د کورماشومان وډبوي او یو شوخ ترې مړ کړي او د کور مشر په یوه اطاق کښې د ننه کلک وتړي او د سوکانو تمرین هم ورباندې کوي،خانم روزبه ته اجازه نه ورکوي چې په خپله خوښه کوم کار وکړي حتی هر څه به د هغه په خوښه کیږي او د کور هرڅه به دا بهرنۍ خوري او څښي او د کور غړو ته هېڅ نه ورکوي یواځې هغه ژاولې چې دی یې د انساني کومکونو په نامه له ځانه سره لري دوی ته ورکوي او نور به هر څه د ده په واک کوي ،که لینا روزبه د دغه یرغل په وړاندې پټه خوله پاتې شوه او دغه ظلم یې حق وګڼلو او د ژاولو ژوول یې لوی انساني کومک او دغه دیپلوماسي یې ومنله هغه مهال به رښتیا غیرت نشته وي خو زه فکر نه کړم چې روزبه به یې وزغملی شي بلکې کوکې به یې تر اسمانه جګې  شي اونور ګاونډیان به هم راوغواړي او که هغوی څه ونه وایې نو بي غیرته او بې حسه به یې وګڼي ،نن په افغانستان یرغل شوی دا د افغانانو کور دی ،دوی په خپل کور کښې وژل کیږي او د ژاولو غوندی څو بې ارزښته توکو باندې چې هغه هم د ملی خاینانو په جېبو کښې لویږي تیر ایستل کیږي،ایا ضرور ده چې د غیرت نفیی وکړو؟

انسان اشرف المخلوقات دی خو هغه چې د انسانیت غوښتنو ته درناوی لري نه هغه چې د انساني ژوند غوښتنې ردوی او سترګې ورباندې پټوي. خانم لینا لیکي: دا تړون هېواد پلورل ندي دا د افغانستان د خلکو حق اخستل دي له نړۍ څخه؟؟؟؟

خو پوه نه شوم چې په خپل کور کښې بل مېشت کول حق اخستل دي که حق د لاسه ورکول دي؟؟؟

ښایې د خانم لینا روزبه عقل او فکر تر دې زیاد دې ته د لیدلو اجازه ورنه کړي

خانم روزبه، او دې ته ورته موجودات چې په خپل کور کښې د بهرنیو پاتې کېدل غواړي اصلا افغانان ندي او نه د انسانیت په غوښتنو پوهیږي حتی دوی د حیواناتو هغومره شعور هم نه لري که تاسې نشنل جغرافیه وېډیوګانې وګوری حیوانات په ځنګلونو کښې ټاکلې نښې او سرحدونه لري د بل د ظلم په وړاندې یو لاس وي او هڅه کوي بل د دوی سیمې ته داخل نه شي خو مونږ اوس حیران یو چې د کابل د ګوډاګی ادارې کارکوونکو او روزبه غوندې موجوداتو کښې که نور نه وي لږ تر لږه حیواني شعور څنګه راویښ کړو؟؟؟؟؟؟؟؟

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *