د حكمتيار له لوري جمهور رئيس ښاغلي حامد كرزي ته — ډیلی شهادت

 

د حكمتيار له لوري جمهور رئيس ښاغلي حامد كرزي ته

 

ډیلی شهادت

 

سلام او الهي رحمت پر هغو چي له الله تعالى پرته بل ته سر نه ټيټوي او عزت په اسلام او خپلواكۍ كي لټوي.

     

ښاغليه!

دا راته مناسبه وبرېښېده چي د مشورتي جرگې په پاى كي او له امريكا سره د امنيتي تړون تر لاسليك وړاندي ځيني ضروري مطالب ستاسو مخي ته كښېږدم، دا مطالب مي د يوه پيغام له لاري ستاسو دفتر ته ولېږل، دا دئ د يوه ليك له لاري ئې هم تاسو ته لېږم:

ښه به وي چي د خپلي واكمنۍ په دې وروستيو شېبو كي داسي څه وكړې چي ماضي جبران كړي او په تاريخ كي تا ته نېك نوم پرېږدي، معلومه نه ده چي ژوند به څومره نور درسره ياري وكړي، د امنيتي تړون تر نامه لاندي د هېواد د پلورلو وثيقه مه لاسليك كوه، باور وكړه چي د غلامۍ د دې شرمناكي وثيقې ترلاسليك مرگ ډېر ډېر شرف لري، پر خپلو شرائطو ټينگار وكړه، له دې هيڅ وېره او اندېښنه مه لره چي امريكا خپل فوځونه وباسي او خپلي مرستي بندي كړي، د هغو ذليلو وطن پلورو مشوره مه منه چي وايي: كه بهرني ځواكونه ووځي نو پر افغانانو به تندر راپرېوځي، كه دا اندېښنه سمه هم وي چي هيڅكله نه ده؛ نو غوره دا ده چي ته ئې راتلونكي حكومت ته پرېږدې.

يوازي هغه ذليل او سپك انسان به د دې ننگين سند د لاسليك حمايت كوي چي يا كمونيستان دي يا هغه چي نه دين او مذهب لري او نه شرف او غيرت، هيڅ باشعور او له حقائقو خبر انسان به دا ادعاء ونه كړي او له هيچا به ئې ونه ومني چي ناټو افغانانو ته صلح او امنيت راوستى يا به ئې راولي، او د بهرنيو ځواكونو په شتون كي به جگړه پاى ته ورسېږي، د تېرو دولسو كلونو جگړو وښوده چي دا ادعاء دروغجنه او بې بنسټه ده. دا هم خوشې او پوچه وينا ده چي د اته څلوېښتو هېوادو ځواكونه موږ د دوه وو گاونډيو له شره ژغوري، گواكي لوى او پراخ شر د وړوكي احتمالي شر مخه نيسي!! دا مسخره وينا همغه د كمونيستانو پرونۍ پوچه وينا ده چي نن ئې د دوى تر څنگ نور وطن پلوري هم زمرزمه كوي، حقيقت دا دئ چي گاونډيانو هغه مهال موږ ته زيات تاوان رسولى چي د اشغالگرانو ملگرتيا ئې كړې، د اشغالگرانو له ملتيا پرته هغوى موږ ته د تاوان رسولو توان نه لري.  

 موږ دې ته چمتو يو چي د بهرنيو ځواكونو د وتلو په صورت كي د ډاډمني صلحي په تأمين كي او د هر بهرني تجاوز په وړاندي د افغان ولس په مقاومت كي په خپل ټول توان او طاقت سره فعاله او رغنده برخه واخلو.

افغانان دومره هم د پرديو مرستو ته اړ نه دي لكه چي ځيني ئې وايي، او زموږ د بقاء اساسي عامل ئې گڼي، كه صلح تأمين شي نه به بهرنيو مرستو ته اړ وو او نه دومره لوى شمېر اجير امنيتي ځواك ته، د عوائدو ډېر مدارك لرو، يوازي د مخابراتو او گمرك د ډاډمن كنټرول له لاري دومره څه ترلاسه كولى شو چي ډېري ستونزي مو حل كړي، كه افغانان همدا نن شل مليونه مبايل ولري، او هر يو د ورځي لس پنځلس دقيقې له خپل مبايل استفاده وكړي او مصرف ئې يو ډالر حساب كړو نو د كال اوه مليارډه دوه سوه مليونه ډالر كېږي، دا مبلغ نن يا په شخصي جيبونو كي لويېږي، يا د هغو كمپنيو په كڅوړه كي چي د دوى د هېوادونو فوځونه د افغانستان په اشغال كي د امريكا ملگرتيا كوي، په دې توگه په تېرو دولسو كالونو كي نږدې (86400000000) ډالر له افغانانو ترلاسه شوي، آيا همدا د دولت لپاره كفايت نه كوي؟!! پر دې سربېره د افغانستان موقعيت، معادن او تر زمكي لاندي ذخائر… داسي دي چي د امنيت په صورت كي به ډېر شتمن هېوادونه زموږ له شرائطو سره سم مرستي ته راوړاندي كېږي.

كه څه هم د رزق خزانې له الله تعالى سره دي، الله تعالى له كافر هم خپل رزق نه سپموي له مؤمن به ئې څنگه سپموي، كه احياناً د درې وخته پر ځاى دوه وخته ساده خواړه ولرو دا تر دې ډېر غوره دئ چي پر دسترخان مو د خيرات رنگ رنگ حرام خواړه پراته وي، يقيناً چي تر موړ غلام وژى آزاد ډېر شرف لري.   

په احترام

 

حكمتيار

افغانستان

قوس 1392

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *