د فرانسي جمهور رئيس ښاغلي فرانسوا هولانډ ته — ډیلی شهادت

 

 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

د فرانسي جمهور رئيس ښاغلي فرانسوا هولانډ ته

 

زما احترامات او نېكي هيلي و منئ

اجازه راكړئ ترهرڅه وړاندي يوځل  بيا له افغانستان د فرانسوي ځواكونو د ايستلو په اړه ستاسو د مدبرانه پرېكړي ستاينه وكړم،  دا نه  يوازي يو معقول  او مثبت اقدام وو، بلكي د افغان ولس او په خپله د فرانسې  د ولس غوښتنو او رايي ته درناوى وو، دافغانانو انتظار دا دئ چي نور هېوادونه هم د فرانسې  پر پل گام کېږدي، د خپلو ولسونو رايي ته درناوى وكړي ا و خپل فوځونه  له افغانستان  و باسي.

ستاسو د حكومت ددې پرېكړي هم ستانيه كوو چي غواړي د افغانستان دغميزي لپاره د حل لار پيدا كړي او هغه هم د افغانانو تر منځ  د تفاهم له لاري. حقيقت  دا دئ چي د بحران دحل يوازينۍ لنډه ا ومعقوله لارهمدا ده. زموږ  هيله دا ده چي د فرانسې  مدبر مشر په نړۍ واله كچه له خپل دروند حيثيت  او اعتبار په استفادې  سره دافغانستان د رواني خونړۍ جگړي د پاى ته رسولو لپاره اغېز من گامونه واخلي او دې ورځ په ورځ پراخيدونكې ستونزي ته د حل لار پيدا كړي، زه د افغان ولس په استازيتوب تاسوته اطمينان دركوم چي په دې ارتباط به ستاسو ملتيا كوو.

دايو حقيقت دئ چي بحران  يوازي په هغه صورت كي پاى ته رسېدلي شي چي بهرني ځواكونه په بشپړه توگه ووځي، افغانان پرېږدي چي خپلي ستونزي په خپله او د پرديو له وصايت ا و وساطت پرته حل كړي، بهرني ذيدخل لوري هغه ډلي  چي دوى پرې لږ يا زيات اغېز لري دې ته تشويق يا اړ كړي چي د كودتاگانو، جگړو او د پرديو د وسلو او پيسو په زور قدرت ته د رسېدو هڅه  و نه كړي، انتخابات د اقتدار د انتقال يوازينۍ مشروع او قانوني لاري او وروستي بديل په توگه ومني او هغي ډلي ته د اقتدار له سوله ييز انتقال سره توافق و كړي چي دملت اكثريت ئې خواته ودرېدلي، كه داسى وشى نو يقيناً چي دېدى شي د 2014 پاى د يوې نوې مرحلې پيل وي.

خو كه سپينه ماڼۍ د جنگ غوښتونكو جنرالانو تر فشار لاندي دا غلطه پرېكړه وكړي چي تر 2014 وروسته هم د افغانستان اشغال  او د مجاهدينو په ضد جنگ ته ادامه وركړي او په دې موخه يو شمېر فوځونه تر نامعلومي نېټې په افغانستان كي پرېږدي نو په دې صورت كي به جگړه حتماً دوام كوي، دا يو څرگندحقيقت دئ چي د بهرنيو فوځونو له وتلو پرته له بلي لاري او په بله توگه د افغانستان  بحران نشى حل كېدى، څوك چي گمان كوي د بهرنيو ځواكونو په حضور كي به جگړه پاى ته ورسېږي او دا بحران به د سپيني ماڼۍ له خوښي سره سم حل شي ډېره ډېره  اشتباه كوي  د تېرو دولسو كلونو ترخه تجربه گواهي وركوي چي دا انگېرنه بې بنسټه او د واقعيتونو خلاف ده، همدا راز څوك  چي گمان كوي د ناټو له وتلو وروسته به د  كابل حكومت له هغه برخليك سره نه مخامخ كېږي چي د شوروي اتحاد لاسپوڅي حكومت ورسره مخامخ شو  او هغه تجربه به نه تكرارېږي چي د شوروي ځواكونو له وتلو وروسته رامنځته شوه؛ اشتباه ئې كړې او له تاريخي تجربو د عبرت اخيستو اهليت نه لري.

هغه خلك هم سخته اشتباه كوي چي گمان كوي اشغالگر ځواكونه به په دې وتوانېږي چي د اداري فساد مخه ونيسي او يو صالح او مضبوط حكومت جوړ كړي، له هغو ډلو او څېرو يو صالح او مضبوط حكومت جوړول محال دئ چي اشغالگرانو استخدام ا و پر افغانانو ئې مسلط كړي، دوى په فساد ا و جنايتونو كي تر ستوني غرق دي ا و د وطن پلورني ننگينه سابقه لري، څنگه ممكنه ده چي له دوى دي يو مضبوط او صالح حكومت جوړ شي؟!!، دا هيله به هم هيڅكله  ترسره نشي  چي جنگ غوښتونكي امريكايي جنرالان به دا بې گټي او ناكامه جگړه وگټي او اوضاع به اداره كړي شي، زه گمان نه كوم چي د افغانستان له نظامي او امنيتي ويجاړ حالت واقف انسان به دا هيله وكړي چي د ناټو ځواكونو له وتلو وروسته به د كابل لاس پوڅي حكومت د دې جوگه شي چي د هېواد امنيتي  چاري سمبال كړي، د هغو كړيو تبليغات غرضي او دروغجن دي چي وايي د كابل حكومت او امنيتى ځواكونه به ئې د دې جوگه شي چي په يوازي سر او د ناټو له مرستي پرته هېواد اداره كړي شي.

كه بهرني ځواكونه  له مجاهدينو سره له كوم جامع او معقول توافق پرته ووځي نو نتيجه به ئې له شك پرته همغسي وي لكه شوروي ځواكونه چي دمسكو او واشنگټن تر منځ د يوې موافقې په لړ كي او له مجاهدينو سره له توافق پرته ووتل، سپيني ماڼۍ او كرملين دا پرېكړه كړې وه چي د ډاكټر نجيب حكومت دوام وكړي، مجاهدين تر فشار لاندي ونيول شي، مرستې پرې بندي شي، جگړه تر هغه دوام وكړي چي مجاهدين خپل ټول نظامي امكانات له لاسه وركړي او جنگي ځواك ئې ذوب شي، په دې توگه د داسي يوه  ائتلافي حكومت لپاره لار آواره شي چي كمونيستان اوغربپالي ډلي به ئې په گډه جوړوي، داسي معلومېږي چي د ناټو ځيني لوري په همداسي يوې منصوبې كار كوي خو دوى دې ته متوجه نه دي چي د جنگ د دوام بدي پايلي به  د افغانستان په حدودو كي محدودي نه پاته كېږي، د دې اور لمبې به نورو سيمو ته هم سرايت كوي.

تر كومه ځايه چي په موږ پوري مربوطه ده؛ دې ته ترجيح وركوو چي د بهرنيو ځواكونو وتل له مجاهدينو سره د يوې موافقې په ترڅ كي وي، دځواكونو بشپړ وتل او بيا عام او عادلانه انتخابات او د اقتدار سوله ييز انتقال  د دې موافقې اساسي  بندونه وي، په همدې سره كولى شو له 2014  وورسته د جگړي پاى او د واقعي او ډاډمني صلحي راتگ تضمين كړو، كه ناټو له افغانستان عزتمن وتل غواړي موږئې مرسته كولى شو خو كه د جنگ په دوام ټينگار كوي نو په دې سره به هغوى  مجاهدينوته د مقاومت له دوام پرته بل بديل او بل انتخاب نه وي پرېښي.

موږ د جگړي پاى غواړو، تر هر چا زيات د جگړي عاجل پاى او د صلحي عاجل راتگ ته منتظر يو، په سياسي بهير كي ننوتلو ته تل چمتو وو او يو، خو داسي غولوونكې صلح نه چي د پرديو د جهازونو تر وزر لاندي وي، زمكه اوهوا مو د پرديو په واك كي وي، بهرني ځواكونه  په خپل هېواد كې نشو زغملي كه څه  هم سل كاله نور جنگ ته اړ شو، د خپل عزت او آزادۍ سودا نه كوو، نه د هېواد په آسمان كي د پرديو جهازونه منو او نه ئې پر سړكونو د هغوى زغروال گاډي او ټانكونه او نه د دولت په دفترونو كي د دوي واكمن مشاورين.

متأسفانه اروپايي هېوادونو د جورج بوش د يوه عجولانه، نامعقول او پر احساساتو ولاړ تصميم ملاتړ وكړ ا و پر افغانستان ظالمانه بريد كي له امريكايانو سره شريك شول، كه نن او له دولسو كلونووروسته د دغو هېوادو له مشرانو پو ښتنه وكړو چي تاسو د څه لپاره خپل تنكي زامن د مرگ كومي ته ولېږل؟ ځواب به ئي څه وي؟!! له دې جگړي د دوى لاسته راوړنه څه وه؟  دا نږدې  شپيته زره مړي او زخميان ئې د څه لپاره وو؟ دا يو لك او يا زره مظلوم افغانان چي د دوى په لاس ووژل  شول ولي؟ دوى په افغانستان كي د چا په ضد جنگېږي؟ د مظلومو افغانان چي د دوى په لاس ووژل ولي؟ دوي په افغانستان كي د چا په ضد جنگېږي؟  د مظلومو افغانانو جرم څه وو؟ دغو هېوادو ته له افغانستان  او افغانانو كوم گواښ متوجه وو؟

داهسي يوه بې بنسټه ادعاء ده چي له افغانستان د اروپا امنيت ته گواښ متوجه دئ!! هيڅ عاقل او له حقائقو خبره انسان به دا پوچه  ادعاء و نه مني، هر څوك پوهېږي چي اورپايي جنگ غوښتونكو دا بې بنسټه استدلال په جگړي كي له ښكېلېدو وروسته او هغه مهال وړاندي كړ چي خپلو ولسونوئې پر دې بې هدف او غير عادلانه  جگړي اعتراض وكړ، دا په حقيقت كي د ناورا تېري د توجيه  لپاره يوه غولونكې پلمه او د حقيقت خلاف ادعاء  ده، له افغانستان هيڅكله اروپا او امنيت ته ئې نه مخكي كوم گواښ متوجه وو او نه اوس او نه په راتلونكي كي.

ناټو غواړي داسي افغان امنيتي ځواكونه رامنځته كړي چي د دوى د ځواكونو ځاي ناستي شي او د دوى نيگړي جنگي ماموريت  بشپره كړي، په  سلگونو مركزونه ئې د دوى د روزني لپاره پرانيستي په زرگونو روزونكي ئې استخدام كړي او هر مياشت په سلگونو مليونه ډالر پرې لگوي خو د دغو روزل شوو افرادو له ډلي دېرش سلنه له خپلو وسلو سره تښتي، د همدغو له ډلي ځينو په تېرو دولسو كلونو كي په هرو څلورو ورځو كي يو بريد پر خپلو بهرنيو روزونكو ترسره كړي، په ځينو مواردو كي له بريد وروسته خوندي او ژوندي وتلي او په ځينو مواردو كي په شهادت رسېدلي، امريكايي جنرالان دي موږ او خپل ولس ته ووايي: تاسو افغان امنيتي ځواكونه يا له هغو مليشوجوړ كړي چي د شوروي ځواكونو په چوپړ كي وو، يا له هغو مليشو چي په ايران پلوه ډلوپوري تړلي دي، څنگه به له دغو سر پلورو اجيرو مليشو يو ډاډمن او مضبوط امنيتي ځواك جوړ كرئ؟!!

امريكايان په افغانستان كي هغه جگړه پرمخ بيايي چي گټه ئې د دوى رقبيانو ته رسېږي، امريكايانو د افغانستان فوځ، پوليس او امنيتي ځواكونه له هغو ډلو جوړ كړي چي د شوروي اتحاد او تهران له لوري جوړې شوې، د كابل امريكايى نظام په سياسي او نظامي برخو كي اقتدار د همدغو ډلو په واك كي دئ، ناټو د ايران او روسيې لپاره هغه څه كوي چي دوى په ډېرو مصاروفو و نشو كړي، ايران غواړي چي د ناټو ځواكونه نور هم په افغانستان  كي پاته شي، تهران پوهېږي چي امريكايانو افغانستان د ايران ا وايران پلوه  ډلو لپاره فتح كړي، د كابل په امريكايي نظام كي ايرن او ايران پلوه ډلو ته دومره امتيازات وركړي شوي چي د افغانستان په تېر تاريخ كي كله هم تهران د افغانستان په چارو كي د دومره ژور نفوذ مجال نه وو تر لاسه كړى.

زه د ناټو غړو هېوادو مشرانو ته بلنه وركوم چي خپل فوځونه له افغانستان وباسي، افغانستان پريږدي چي خپلي ستونزي په خپله او دنورو له مداخلي او وساطت پرته حل كړي او خپل برخليك په خپله وټاكي، تاسو  له افغانانو سره خپلي اړيكي  پر داسي نويو بنسټونو ودروئ چي هم عادلانه وي, هم پر واقعيتونو مبتني وي، هم ستاسو ملى گټي تأمين كړي او هم زموږ او په نړۍكي د صلحي، امنيت او عدالت په راوستو كي ممد ثابت شي، د نورو په وينا او د هغو د گټو لپاره مه خپل زامن وژنئ او مه د نورو زامن، په درناوي.

حكمتيار

1/10/2013

 

لیږونکی: ډیلی شهادت

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.