كمعقل انقلابيون — ملا عبد الله

 

كمعقل انقلابيون

 

لیکوال: ملا عبد الله

 

هر اصولي فكري تحريك ته يوه ستونزه له هغو كمعقلو انقلابيونو راولاړېږي چي د تحريك د فكري اصولو، ارزښتونو او بنسټونو په اړه ناسمه، كچه او ډېر ځلي معكوسه انتباه او غلط تعبيرونه لري، د اصلي او فرعي دښمن له تشخيص او تفكيك عاجز وي، له فرعي او كمزوري دښمن سره د سخت چلن غوښتنه كوي او له اصلي او زورور دښمن سره د روغي جوړي سپارښتنه كوي، هغه به تر ټولو ستر دښمن گڼي چي په فروعي قضاياوو كي له ده سره اختلاف لري، خو هغه دښمن به له پامه غورځوي چي له ده سره ژور او بنسټيز اختلافات لري، كله له وخت وړاندي له دښمن سره د تصادم غوښتنه كوي او كله تر وخت وړاندي د روغي جوړي، د دوست او دښمن په اړه د هغوى دريځ د عقل او اصولو پر ځاى له جذباتو، احساساتو او نفسي غوښتنو خړوبه كېږي، رسول الله (صلى الله عليه وسلم) له همدې ستونزي سره مخامخ وو، هر اسلامي تحريك له دې سره مخامخ شوى، موږ ورسره مخامخ وو او يو، دا دئ گورئ چي نن د مجاهدينو او رژيم د مخالفينو په ليكو كي داسي كمعقل انقلابيون راټوكېدلي چي په جوماتونو كي د لمانځه په وخت كي چاودني نه يوازي جائز گڼي بلكي جنت ئې ته د رسېدلو وسيله بولي، د غير محاربو افغانانو وژل ورته د ثواب كار برېښي، عادي افغانان خو پرېږدئ د مولوي حسن جان او مولوي نورمحمد اومولوي عبدالله ذاكري په څېر ستر ستر علماء وژل گناه نه بلكي د كمال او فخر كار گڼي، ماشومان د داسي انتحاري عملياتو لپاره چمتو كوي چي په ترڅ كي ئې اصلي دښمن نه بلكي په جومات او د جنازې په لمانځه كي راغونډ شوي لمونځ كوونكي وژل كېږي، له امريكا سره پټ مذاكرات د فخر وړ بولي خو له افغاني لوريو سره ناسته ورته ناروا برېښي، د اسيرانو ډله ييز وژل په څلورو كتابونو جائز او حتى د ثواب كار گڼي، له مسلمان سره خدعه، د روغي جوړي په نامه هغه ته بلنه وركول او بيا ئې نيول، وژل او مثله كول نه يوازي حرام كار او بې مروتي نه گڼي بلكي د ثواب كار ئې بولي!!

راشئ د قرآن او د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د سنت څو لارښووني خپلي مخي ته كښېږدو او په رڼا كي ئې د دغو كچه انقلابيونو دريځونه وڅېړو:

قرآن لارښوونه كوي چي د جهاد په دوران كي خپله توجه د كفر مشرانو ته واړوو:

وَ إِن نَّكَثُوا أَيْمَانَهُم مِّن بَعْدِ عَهْدِهِمْ وَ طعَنُوا فى دِينِكمْ فَقَتِلُوا أَئمَّةَ الْكفْرِ إِنَّهُمْ لا أَيْمَانَ لَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَنتَهُونَ   التوبه:12

او كه ئې له خپلو ژمنو وروسته خپلي لوړي ماتي كړې او ستاسو په دين ئې ملنډي ووهلې نو د دغو كافرانو مشران ووژنئ، يقيناً چي دوى هيڅ داسي لوړه نه لري چي (له ماتولو ئې) ډډه وكړي.

دا مبارك آيت كه له يوې خوا مسلمانانو ته وايي چي كه پاته معاهد قومونه چي تر اوسه په خپلو ژمنو ولاړ او تاسو مكلف شوي يئ چي تر خپلي ټاكلې مودې معاهدې بشپړي كړئ، كه دوى د نورو مشركينو په څېر خپلي ژمني تر پښو لاندي كړې او ستاسو پر دين ئې تيري ته ملا وتړله او د اسلام په ضد ئې د طعن او بد و رد ويلو لړۍ پيل كړه نو د دوى په ضد وسلې ته لاس كړئ، خو له بلي خوا مجاهدينو ته لارښوونه كوي چي له محارب دښمن سره په جگړو كي بايد ډېره توجه د دښمن هغو مشرانو ته وي چي د كفر د جبهې زعامت او قيادت په لاس كي لري، هغه چي بې عقله او ناپوه كافران ستاسو په ضد جگړو ته هڅوي، د دوى په وژلو سره دا جبهه له قيادت محرومېږي او متلاشي كېږي. دا يوه ستره له حكمت ډكه لارښوونه ده، په اهميت ئې هغه څوك ښه پوهېږي چي په جهاد كي ئې برخه اخيستې او د كفر له جبهې سره د تصادم او ټكر تجربه لري، ځيني بې تجربې مجاهدين د دې په ځاى چي دا الهي لارښوونه مراعات كړي او اصلي دښمن ته توجه وكړي په داسي ځاى گوزارونه كوي چي د دښمن عام وگړي په كي وژل كېږي، تر دې هم مخكي درومي او په داسي ځاى له گوزارونو هم ډډه نه كوي چي بې خبره مسلمانان په كي ژوبل يا وژل كېږي، حتى د يوه دښمن د وژلو لپاره د جومات په څېر سپېڅلو ځايونو او بازارونو كي هم له لويو چاودنو ډډه نه كوي!! داسي بې تجربې جنگيالي د دې په ځاى چي اسلام او مسلمانانو ته گټه ورسوي؛ دښمن ته گټه رسوي، د اسلام او مسلمانانو نوم بدوي، له مجاهدينو سره د عام ولس خواخوږي له منځه وړي او دښمن ته دا موقع په لاس وركوي چي د عام ولس احساسات وپاروي او د دوى ملاتړ ترلاسه كړي.

د آيت له دې فقرې (طعنوا في دينكم) معلومېږي چي د دښمن هغه مبلغين هم بايد د اصلي دښمنانو په فهرست كي ونيول شي چي د دين په ضد تبليغات كوي. د پيغمبر عليه السلام له سنت معلومېږي چي د داسي دښمنانو د وژلو امر ئې كړى او مجاهدو صحابه وو هغوى وژلي.

قرآن وايي: اماتور انقلابيون هر كافر د وژلو وړ بولي خو قرآن په واضحو الفاظو وايي: له هغه كافر سره مه جنگېږئ چي ستاسو په ضد نه جنگېږي:

إِلا الَّذِينَ يَصِلُونَ إِلى قَوْمِ بَيْنَكُمْ وَ بَيْنهُم مِّيثَاقٌ أَوْ جَاءُوكُمْ حَصرَت صدُورُهُمْ أَن يُقَاتِلُوكُمْ أَوْ يُقَاتِلُوا قَوْمَهُمْ وَ لَوْ شاءَ اللَّهُ لَسلَّطهُمْ عَلَيْكمْ فَلَقَاتَلُوكُمْ فَإِنِ اعْتزَلُوكُمْ فَلَمْ يُقَاتِلُوكُمْ وَ أَلْقَوْا إِلَيْكُمُ السلَمَ فَمَا جَعَلَ اللَّهُ لَكمْ عَلَيهِمْ سبِيلاً النساء:90

له هغو پرته چي له كوم داسي قوم سره پيوست كېږي چي ستاسو او د دوى ترمنځ كومه معاهده وي او يا تاسو ته په داسي حال كي راشي چي سينې ئې له دې تنگي شوې وي چي له تاسو سره وجنگېږي او يا له خپل قوم سره وجنگېږي او كه الله غوښتى نو دوى به ئې درباندي مسلط كړي وو او بيا به حتماً درسره جنگېدل، نو كه درنه يوې خوا ته شول او درسره ونه جنگېدل او روغه، جوړه ئې دروړاندي كړه، نو بيا الله تاسو ته پر دوى (د تېري) كومه لار گودر نه دئ ټاكلى.

يعني په دوه صورته كي د دوى له نيولو او وژلو ډډه وكړئ:

•    له داسي قوم سره ئې خپل پيوستون اعلان كړى وي چي تاسو ورسره د عدم تعرض معاهده لرئ.

•    تاسو ته په داسي حال كي راشي چي له جگړو كركه څرگندوي، ستومانه دي، نه له تاسو سره جنگېدل غواړي او نه له خپل قوم سره.

دا چي يوه ډله ستاسو په خلاف له جگړي لاس اخلي، دا د الله يوه پېرزوينه وگڼئ، فوراً مثبت ځواب وركړئ، غوښتنه ئې ومنئ او د دوى په خلاف له جگړي ډډه وكړئ. كه دوى يوې خوا ته شول، درسره ونه جنگېدل او روغه، جوړه ئې دروړاندي كړه، نو بيا پر دوى باندي د تعرض هيڅ حق نلرئ، الله تعالى د دې اجازه نه ده دركړې چي د دوى په خلاف وسله استعمال كړئ.

همداراز فرمايي:

سَتَجِدُونَ آَخَرِينَ يُرِيدُونَ أَنْ يَأْمَنُوكُمْ وَيَأْمَنُوا قَوْمَهُمْ كُلَّمَا رُدُّوا إِلَى الْفِتْنَةِ أُرْكِسُوا فِيهَا فَإِنْ لَمْ يَعْتَزِلُوكُمْ وَيُلْقُوا إِلَيْكُمُ السَّلَمَ وَيَكُفُّوا أَيْدِيَهُمْ فَخُذُوهُمْ وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأُولَئِكُمْ جَعَلْنَا لَكُمْ عَلَيْهِمْ سُلْطَانًا مُبِينًا النساء:91

ژر ده چي نور هم داسي ومومئ چي غواړي هم له تاسو نه په امن كي وي او هم له خپل قوم څخه په امان كي، خو كه كله فتنې ته وبلل شي، په كي پرېوځي، نو كه له تاسو يوې خوا ته نه شول او روغه، جوړه ئې دروړاندي نه كړه او خپل لاسونه ئې راتم نه كړل، نو وئې نيسئ او چي هر ځاى ئې مومئ وئې وژنئ او پر دې ډلي مو تاسو ته څرگند حجت دركړى.  

له داسي خلكو سره به هم مخامخ شئ چي امن خوښي دي، غواړي له تاسو هم امان تر لاسه كړي او له خپل قوم هم خوندي وي، څوك ورباندي تېرى ونكړي، جگړه فتنه گڼي، غواړي له دې فتنې لري پاته شي، خو كه ورباندي تېرى وشي او جگړي ته اړ كړى شي نو بيا په ټول توان، طاقت په كي برخه اخلي، دوى مه چېړئ، جگړي ته ئې مه اړ كوئ، مثبت ځواب وركړئ، له خپلي خوا ئې مطمئن كړئ، خو كه سره له دې له تاسو يوې خوا ته نه شول، روغه، جوړه ئې دروړاندي نه كړه او له تېري ئې ځان ونه ساتو، نو وئې نيسئ او چي هر ځاى ئې مومئ وئې وژنئ، الله تعالى د دې حق او اجازه تاسو ته دركوي.

دوى موالات، مودة او ميثاق په يوه معنى تعبيروي، د ميثاق د لفظ په رد كي پر داسي آيتونو استناد كوي چي له محاربو كافرانو سره د موالات او مودة په اړه راغلي!! دوى ته وايو: لومړى د دغو قرآني مفاهيمو په معنى ځان پوه كړئ، بيا د هغو آيتونو تفسير ولولئ چي دغه مفاهيم په كي راغلي، بيا په خپل خپل ځاى او مورد كي هغوى وكاروئ او استناد پرې وكړئ، په دې ځان پوه كړئ چي د ميثاق معنى په پښتو كي (تړون) ده، تړون هم له محارب دښمن سره كېدى شي او هم له بل هر لوري سره، البته له خپلو شرائطو سره سم، رسول الله (صلى الله عليه وسلم) تر بعثت وړاندي هم له قريشو سره ميثاقونه كړي او تر بعثت وروسته هم، له يهودو او نورو قومونو سره ئې په مدينه كي ځانگړي ميثاقونه درلودل، موالات د متقابلي دفاع تړون ته وايي چي له محارب دښمن سره ئې نه مجال شته او نه جواز، مودة دوستي او محبت ته وايي چي له محارب دښمن سره حرام او له خپلوانو كافرانو سره جائز دئ، متأسفانه دوى د قرآن بېل بېل آيتونه سره خلط كړي!!

په دې مبارك آيت كي هم له كافرانو سره د (ميثاق) خبره شوې او هم له هغو خلكو سره له جگړي ډډه كول چي نه غواړي د مسلمانانو په ضد وجنگېږي. او دا د هغو (كچه او له چتې وتلي انقلابيونو) پر غلط تصور د بطلان كرښه كاږي چي د كافرانو تر سلطې لاندي هر استوگن واجب القتل گڼي!!

قرآن وايي: لومړى دښمن مو يهودان دي، دوهم مشركان، او مسيحيان تر ټولو درنږدې دي:

لَتَجِدَنَّ أَشدَّ النَّاسِ عَدَاوَةً لِّلَّذِينَ ءَامَنُوا الْيَهُودَ وَ الَّذِينَ أَشرَكُوا وَ لَتَجِدَنَّ أَقْرَبَهُم مَّوَدَّةً لِّلَّذِينَ ءَامَنُوا الَّذِينَ قَالُوا إِنَّا نَصٰرَىٰ ذَلِك بِأَنَّ مِنْهُمْ قِسيسِينَ وَ رُهْبَاناً وَ أَنَّهُمْ لا يَستَكبرُونَ  المائده: 82

له مؤمنانو سره په دښمنۍ كي به حتماً يهودان او مشركين تر ټولو خلكو شديد ومومې او هرومرو به مؤمنانو ته په دوستۍ كي هغه كسان ډېر نږدې ومومې چي وايي: موږ نصارا يو، دا د دې لپاره چي د دوى ځيني كشيشان او زاهدان دي او د دې لپاره چي تكبر نه كوي.

دا آيت موږ ته وايي چي د مسلمانانو تر ټولو سخت دښمنان يهودان او بيا مشركان دي، او له مسلمانانو سره په دوستۍ كي تر ټولو ورنږدې خلك هغه دي چي ځان ته نصارا وايي، دا ځكه چي د دوى ځيني هغه كشيشان دي چي د دين زده كړي ته ئې ځان وقف كړى او ځيني ئې هغه زاهدان دي چي د عبادت لپاره ئې ځان وقف كړى، هغه كسان چي له زړه او په اخلاص سره د الله تعالى په دين د پوهېدو هڅه كوي او غواړي په خپل عبادت سره د الله رضاء ترلاسه كړي، حتماً به له مسلمانانو سره مينه كوي، ځان به هغوى ته ډېر نږدې گڼي او دوى به ځان ته ډېر نږدې. د ايمان مانع يا جهل دئ يا د دنيا حب او د خپل هوس بندگي، حقيقي عالم او رښتينى زاهد به خامخا له مسلمانانو سره د دوستۍ لار غوره كوي، لدوى سره به مينه لري، د دوى په څېرو كي به هغه څوك گوري چي دوى ئې په لټه كي دي.

خو دې ته مو بايد پام وي چي مشركان يوازي هغو خلكو ته نه ويل كېږي چي د بتانو عبادت كوي (لكه هندوان او بودايان)، بلكي د نن ورځي مسيحيان د مكې تر قريشو په شرك كي مخكي دي، كه د مكې قريشو كعبه له بتانو ډكه كړې وه، دوى خپلي كليساگاني له بتانو او مجسمو ډكي كړې دي، هغوى بتان رب العالمين ته د تقرب وسيله گڼل، خو دا په دريو خدايانو باور لري او عيسى ته د خداى په سترگه گوري. دې ته مو هم بايد پام وي چي نني نصارا د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د دور له نېكو نصاراوو سره قياس نكړو، اوسني نصارا د اسلام تر ټولو خطرناك او كينه كښ دښمنان دي، د مسلمانانو په ضد ټول روان جنگونه د دوى لخوا دي، دا دوى دي چي يهودان د مسلمانانو په ضد جنگوي، د اسرائيلو صهيونستي دولت چي نن پر مظلومو فلسطينيانو دا وحشيانه ظلمونه كوي، نصاراوو جوړ كړ، دوى فلسطين وروسپارو، دوى پر بيت المقدس مسلط كړ، دوى وسلې وركوي او د مسلمانو په ضد ئې جنگوي.

د دې الهي لارښووني تقاضا دا ده چي موږ تل خپل دښمنان په لومړۍ، دوهمي او درېيمي درجې دښمنانو ووېښو، د هغو اماتور يا جاهلو انقلابيونو په څېر عمل ونه كړو چي د دښمنانو له تفكيك او توپير عاجز دي، له فرعي او حتى سليقوي دښمن سره تر اصلي او لومړي دښمن هم سخت چلن كوي، قرآن موږ ته وايي چي د روم او فارس تر منځ د جگړو په دوران كي مسلمانانو د روميانو د بريا هيله درلوده او ورباندي خوشحاله كېدل، دا ځكه چي فارسيان مشرك او روميان مسيحيان ول.  

قرآن موږ ته په صريحو الفاظو لارښوونه كوي چي كه كوم مشرك تاسو ته پناه دروړي نو نه يوازي پناه وركړئ بلكي هغه تر مصئون ځاى او خپل مأمن پوري ورسوئ او تر هغه چي له تاسو سره وي د الله تعالى كلام ورواوروئ، فرمايي:

وَ إِنْ أَحَدٌ مِّنَ الْمُشرِكِينَ استَجَارَك فَأَجِرْهُ حَتى يَسمَعَ كلاَمَ اللَّهِ ثُمَّ أَبْلِغْهُ مَأْمَنَهُ ذَلِك بِأَنهُمْ قَوْمٌ لا يَعْلَمُونَ التوبه: 6

او كه د مشركينو كوم يو له تا پناه وغواړي نو پناه وركړه؛ ترڅو د الله كلام واوري؛ بيا ئې خپل امن ځاى ته ورسوه، دا د دې لپاره چي دوى داسي خلك دي چي نه پوهېږي.

دا مبارك آيت ښيي چي:

كه له محاربو مشركينو كوم يو له مسلمانانو پناه وغواړي؛ نو نه يوازي دا چي بايد پناه وركړى شي بلكي بايد تر خپل خوندي ځاى پوري ئې ورسوي.

يوازي دا هم نه بلكي بايد هغه ته د الله تعالى كلام واورول شي او د دين په حقيقت پوه كړى شي. دا ځكه چي د دوى د مخالفت اصلي وجه دا ده چي د الهي دين له حقيقته خبر نه دي.

له دې آيته په صراحت سره معلومېږي چي مشرك مخالفين هم بايد سره تفكيك شي، له هغو سره بايد د (مغفرت) او (رحمت) له مخي چلن وشي چي د ناپوهۍ په وجه له اسلام او مسلمانانو سره مخالفت كوي، مجرم او مفسد مشران ئې غولوي او د اسلام په ضد ئې جنگوي، او له اصلي مجرمينو سره بايد هغه معامله وشي چي د څلورم آيت په سر كي ورته اشاره شوې، وژل، محاصره كول او په كمين كي ورته كښېنستل. 

ځينو درنو مفسرينو دا آيت په داسي بڼي كي تعبير كړى چي د آيت له تركيب او د الفاظو له ترتيب سره ئې اړخ نه لگوي، وايي: كه له مشركينو كوم يو د دې لپاره له تاسو پناه وغواړي چي د الله كلام واوري نو پناه وركړئ او بيا ئې تر خپل خوندي ځاى پوري ورسوئ. دا تعبير يوازي په هغه صورت كي صحيح گڼل كېدى شو چي (حَتى يَسمَعَ كلامَ اللَّهِ) په لومړۍ فقرې پسي متصل راغلې وى او تر منځ ئې د (فَأَجِرْهُ) صيغه نه وى.

جناب مفتي د قرآن دوه آيتونه په غلطه توگه د اسيرانو د وژلو غلطي رأيي په حساب تأويل كړي، آيتونه دا دي:

مَا كَانَ لِنَبِيٍّ أَنْ يَكُونَ لَهُ أَسْرَى حَتَّى يُثْخِنَ فِي الْأَرْضِ تُرِيدُونَ عَرَضَ الدُّنْيَا وَاللَّهُ يُرِيدُ الْآَخِرَةَ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ * لَوْلَا كِتَابٌ مِنَ اللَّهِ سَبَقَ لَمَسَّكُمْ فِيمَا أَخَذْتُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ  النساء: 67-68

هيڅ پيغمبر ته نه ښايي چي اسيران ئې وي، تر هغه چي په زمكي كي مضبوط شي (د دښمن په وژلو سره)، (تاسو) د دنيوي ژوند متاع غواړئ او الله آخرت (درته) غواړي او الله باحكمت عزتمن دئ. كه هغه الهي ليكلى حكم نه وى چي مخكي تېر شوى نو حتماً به د هغه څه په وجه په ستر عذاب اخته شوي وئ چي ترلاسه مو كړ.

(67-68)- په دې مباركو آيتونو كي د اسيرانو او فديې په ارتباط څو مهمي لارښووني شوې:

له هيڅ پيغمبر او د ده له پلويانو سره دا نه ښايي چي د دښمن له بشپړ ځپلو مخكي اسيران ونيسي، د اسيرانو د نيولو لړۍ بايد هغه مهال پيل شي چي دښمن پوره ځپل شوى وي، د مقاومت او مقابلې توان ئې له لاسه وركړي وي، دا احتمال پاته نه وي چي بيا ځان راغونډ او له بلي خوا بريد وكړي. دا يوه ډېره مهمه او اساسي لارښوونه ده، د دې په اهميت هغه څوك ښه پوهېږي چي په جگړو كي ئې برخه اخيستې، ماتي او برياوي ئې په خپلو سترگو ليدلې، د جگړو په ميدان كي ئې ليدلي چي د دښمن له بشپړ ځپلو مخكي د اسيرانو په نيولو او د غنائمو په راغونډولو مصروفېدا څومره بدي پايلي لري.

دا كار هغه څوك كوي چي د دنيوي اغراضو په لټه كي وي، د جهاد له هغه عظيم اجر او ثواب غافل وي چي الله تعالى به ئې په آخرت كي وركوي، د الله تعالى او د ده د دين غوښتنه دا ده چي تاسو آخرت په پام كي ولرئ او د جهاد اصلي موخه مو د آخرت بريا وي.

دا د هغه ذات له لوري درته ويل شوي چي هم عزيز دئ او هم حكيم، په هر حكم كي ئې مصلحتونه مضمر دي او په دې قادر دئ چي نور فتوحات مو په برخه كړي، نور غنائم په لاس دركړي، تر هغه څه زيات دركړي چي تاسو ئې په لټه كي يئ.

كه د الله تعالى مخكنى حكم نه وى نو د اسيرانو د نيولو او د دوى په بدل كي د فديې د ترلاسه كولو په سبب به په سخت الهي عذاب اخته شوي وئ.

دلته يوه داسي مهمه پوښتنه راولاړېږي چي په ځواب كي ئې د مفسرينو تر منځ كافي اختلاف شته، او هغه دا چي:

د اسيرانو نيول، د فديې په مقابل كي د دوى پرېښودل او د غنائمو ترلاسه كول خو جائز كار دئ او قرآن تر دې د مخه په واضح الفاظو د دې اجازه وركړې، او وايي د اسيرانو نيول او د فديې په بدل كي آزادول درته جائز دي، نو ولي به د دې كار په كولو سره پر صحابه وو عذاب نازلېدو، په داسي حال كي چي پيغمبر عليه السلام هم دغه رأيه درلوده او له يوه دوه پرته ټولو صحابه وو هم په دې اتفاق كړى؟! دې پوښتنو ته دا محترم مفسرين ځواب نه لري، ځيني مفسرين وايي چي پيغمبر عليه السلام د بدر د اسيرانو په اړه له صحابه وو سره مشوره وكړه، د ابوبكر (رضي الله عنه) رأيه دا وه چي اسيران د فديې په بدل كي خوښي شي، عمر (رضي الله عنه) دا غوره گڼله چي ووژل شي، پيغمبر عليه السلام او د صحابه وو اكثريت د ابوبكر (رضي الله عنه) رأيه غوره وگڼله، اسيران د فديې په بدل كي آزاد شول، دوى وايي چي دا كار د الله تعالى د رضاء او خوشي خلاف وو، نو ځكه دغه آيت نازل شو: لَوْلَا كِتَابٌ مِنَ اللَّهِ سَبَقَ لَمَسَّكُمْ فِيمَا أَخَذْتُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ دوى دا هم وايي چي گواكي د دې آيت په اورېدو سره رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ويلي چي كه عذاب نازل شوى وى نو له عمر(رضي الله عنه) پرته به ټول پرې اخته شوي وو!!

همداراز دې پوښتني ته د منلو وړ ځواب نه لري چي د آيت د دې برخي لَوْلَا كِتَابٌ مِنَ اللَّهِ سَبَقَ معنى څه ده، او كوم مخكي تېر شوي الهي حكم ته اشاره كوي؟! ځيني وايي دا په لوح محفوظ كي ليكل شوې الهي قضاء ده، ځيني وايي چي الله تعالى له مخكي دا پرېكړه كړې وه چي دې امت ته به فديه او غنائم حلالوي خو دوى د حكم له نازلېدو د مخه دا كار وكړ!! ځيني وايي چي د بدر مجاهدينو ته ويل شوي وو چي له دغو دوو خبرو يوه غوره كړي: يا د اسيرانو وژل او يا د فديې اخيستل خو د فديې د اخيستلو په صورت كي به په راتلونكو جگړو كي ستاسو همدومره جنگيالي په شهادت رسېږي، دوى دغه دوهم صورت غوره كړ!! 

دا آراء ډېري ستونزي لري، لومړۍ ئې دا چي پيغمبر عليه السلام ته داسي رأيه منسوب شوې چي د الله تعالى د رضاء خلاف وه!! دوهمه ئې دا چي د اسيرانو نيول او د فديې په بدل كي ئې آزادول جائز كار دئ، قرآن تر دې د مخه د محمد په سورې كي په څرگندو الفاظو د دې اجازه وركړې وه، الله تعالى به ولي دوى په جائز كار مؤاخذه كول او په ستر عذاب به ئې گواښل؟ درېيم دا چي د كوم مخكني حكم په سبب د دوى مؤاخذه ځنډول شوې؟

خو د دغو كمزورو او متعارضو آراوو په مقابل كي غوره، دقيقه او د قرآن په نوروآيتونو مستنده رأيه دا ده چي:

د الانفال له سورې مخكي د محمد په سوره كي مسلمانانو ته لارښوونه شوې وه چي په جگړي كي له دښمن سره د مخامخېدو په دوران كي ستاسو لومړۍ دنده دا ده چي دښمن ښه وځپئ، داسي چي د ځان راغونډولو او بيا بريد توان له لاسه وركړي، تر دې وروسته د اسيرانو د تړلو او د غنائمو د راغونډولو اقدام وكړئ، بيا ستاسو خوښه چي له اسيرانو سره احسان كوئ او له فديې پرته ئې آزادوئ او كه فديه اخلئ، داسي نه چي د دښمن د تعقيب او ځپلو كار په نيمايي كي پرېږدئ او د اسيرانو په نيولو او د غنائمو په راغونډولو بوخت شئ.

ځينو جنگياليو د دغه صريح حكم په خلاف د جگړي په نيمايي كي د اسيرانو په نيولو او د غنائمو په راغونډولو لاس پوري كړ، دا د الله تعالى د حكم او رضاء خلاف كار وو.

دوى ته ويل شوي چي كه الله تعالى د اسيرانو په بدل كي د فديې د اخيستلو اجازه نه وى دركړې نو په دې كار سره به په ستر عذاب اخته شوي وئ. دا اجازه د محمد د سورې په پورتني آيت كي دوى ته وركړى شوې وه.

وروستى آيت په ډېر صراحت سره وايي چي د گواښ وجه غنائم او د اسيرانو په بدل كي څه ترلاسه كول نه وو، دا تاسو ته حلال دي، د گواښ وجه له دې پرته بل څه وو او هغه د دښمن له بشپړ ځپلو مخكي د اسيرانو نيول او د غنائمو غونډول وو.

فَإِذا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا فَضَرْبَ الرِّقَابِ حَتَّى إِذَا أَثْخَنْتُمُوهُمْ فَشُدُّوا الْوَثَاقَ فَإِمَّا مَنًّا بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاءً حَتَّى تَضَعَ الْحَرْبُ أَوْزَارَهَا …. محمد: 4

نو كله چي له كافرانو سره مخامخ شئ نو د غاړو وهل دي (دنده مو)، تر هغه چي ښه ئې ووژنئ، بيا (ئې د تړلو لپاره) بندونه كلك كړئ، بيا يا احسان پرې كول دي او يا فديه (واخلئ)، تر هغه چي جگړه خپل اوزار كېږدي، …

په دې مباركو آيتونو كي هغه اساسي او مهم مطالب څېړل شوي چي د اسلام په جنگي تگلاري كي ټاكونكې لارښووني گڼل كېږي، په دې توگه:

كله چي مؤمنان له كافرانو سره په كومي جگړي كي مخامخ شي نو د دوى لومړۍ او اساسي دنده دا ده چي خپله ټوله توجه د دښمن ځپلو ته واړوي، تر هغه چي ښه ئې ووژني او له پښو ئې وغورځوي، د دښمن له ماتولو وروسته دي بې وسلې شوي او نيول شوي جنگيالي د جنگي اسيرانو په توگه ونيسي، د دوى د تړلو لپاره دي مضبوط بندونه او بشپړ احتياط وكاروي، بيا دي يا له دې اسيرانو سره احسان وكړي او له كومي معاوضې او بدلې پرته دي دوى آزاد كړي او يا دي د فديې په بدل كي دوى خوشي كړي.

دا لړۍ بايد تر هغه دوام وكړي چي جگړه خپل اوزار او جگړه ماران خپله وسله پر زمكه كېږدي او د جگړي امكانات پاى ته ورسېږي.

له هغه وروسته چي دښمن ته مو ماته وركړه، د هغه صفوف مو متلاشي كړل او د جنگ د دوام توان ئې له لاسه وركړ، بيا د جنگي اسيرانو نيولو ته مخه كړئ، د دښمن د هغو جنگياليو نيولو ته توجه وكړئ چي د جگړي په ميدان كي په لاس درځي، له دې وروسته دا ستاسو رأيي او خوښي ته پرېښودل شوې چي احسان ورسره كوئ او له كومي معاوضې پرته ئې آزادول د اسلام په گټه گڼئ او يا ئې د فديې په بدل كي خوشي كوئ، خو بايد پوه وئ چي ستاسو لومړۍ وجيبه (ضرب الرقاب: د غاړو وهل) ده او دوهمه د اسيرانو نيول.

د بدر په لومړۍ جگړي كي دا لارښوونه او جنگي قاعده او ضابطه مراعات نه شوه، الله تعالى دا له عتاب ډك آيت نازل كړ :

مَا كَانَ لِنَبِيٍّ أَنْ يَكُونَ لَهُ أَسْرَى حَتَّى يُثْخِنَ فِي الْأَرْضِ تُرِيدُونَ عَرَضَ الدُّنْيَا وَاللَّهُ يُرِيدُ الْآَخِرَةَ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ * لَوْلَا كِتَابٌ مِنَ اللَّهِ سَبَقَ لَمَسَّكُمْ فِيمَا أَخَذْتُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ  النساء: 67-68

هيڅ پيغمبر ته نه ښايي چي اسيران ئې وي، تر هغه چي په زمكي كي مضبوط شي (د دښمن په وژلو سره)، (تاسو) د دنيوي ژوند متاع غواړئ او الله آخرت (درته) غواړي او الله باحكمت عزتمن دئ.

د اسيرانو په اړه دا لارښوونه چي يا احسان ورسره وكړئ او يا ئې د فديې په بدل كي آزاد كړئ، د (احسان) او (فديې) له حكم داسي معلومېږي چي ښايي د اسيرانو وژل به په هيڅ صورت كي جائز نه وي، خو دې ته په پام سره چي نه دلته او په دې آيت كي او نه د قرآن په بل آيت كي د دوى د نه وژلو په اړه صريح حكم نه دئ راغلى، نو ځكه رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د دوى په اړه الهي مشيت او د حكم منشأ داسي گڼلې او پر هغه ئې عمل كړى چي كه د مسلمانانو اولي الامر د خاصو وجوهاتو له كبله د ځينو اسيرانو وژل ضروري وگڼي دا كار كولى شي، خو دا جواز په يوې عامي قاعدې كي د استثناء بڼه لري چي يوازي د ضرورت په صورت كي عمل پرې كېدى شي، لكه چي رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د بدر د جگړي له 70 اسيرانو يوازي عقبه بن ابى معيط او نضر بن الحارث او د احد د جگړي له اسيرانو يوازي ابوعزه شاعر په قتل محكوم كړل، جمهور فقهاء په دې رأيه دي چي د اسلامى حكومت اولي الامر د ضرورت په صورت كي كولى شي ډېر مضر اسير په قتل محكوم كړي، البته دا يوازي د اولي الامر صلاحيت دئ نه دا چي هر سپاهي په هري گوښې كي د اسير په وژلو لاس پوري كړي!! خو كه كوم اسير دا هڅه كوله چي وتښتي يا په كوم بل شرارت لاس پوري كړي، هر څوك چي له داسي حالت سره مخامخ شي كولى شي د اسير په اړه مناسب اقدام وكړي، كه څه هم دا اقدام د اسير په وژل كېدو منتج شي.

دا آيت موږ ته لارښوونه كوي چي د مؤمنانو د جنگ موخه او هدف بايد د جنگ پاى ته رسول وي، مؤمن مجاهدين يوازي د دې لپاره په وسله وال جهاد لاس پوري كوي چي د جنگ ټغر د تل لپاره ټول شي، د امن او امان حالت او د صلح او سلم فضاء تأمين شي، او د هر ډول وسله وال تېري او تجاوز امكانات له منځه ولاړ شي، اسلامي جهاد نه د نورو هېوادونو د نيولو لپاره دئ، نه د يوه ملت غلبه او برلاسى پر بل ملت، نه كوم بې هدفه جنگ دئ چي پر نورو د خپلي نظامي برلاسي تحميلولو او د دوى پر زېرمو د تسلط لپاره وي، او نه د زور ځواك كارولو له لاري پر خلكو د يوې نظريې او عقيدې او يوه نظام تحميلولو لپاره، جهاد يو سپېڅلى جنگ دئ؛ د ناروا او ظالمانه جنگ په ضد او د عدل او امن د اقامې په موخه، چي درې صورتونه لري:

1ـ كله چي د اسلامي دعوت په وړاندي موانع ايجاد شي او دښمن وسلې ته لاس كړي او جگړه پيل كړي او مسلمانان دې ته اړ شي چي په وسله وال مقاومت لاس پوري كړي، په دې صورت كي اسلام مؤمنانو ته لارښوونه او امر كوي چي وسلې ته لاس كړي او تر هغه د دښمن په ضد وجنگېږي او وسله پر زمكه كښېنږدي چي جگړه پاى ته ورسېږي (حتىتضع الحرب اوزارها)، د جگړي گواښ او احتمال منتفى شي او د تجاوز او تېري وېره له منځه ولاړه شي.

2ـ دا جهاد بايد د دعوت په وړاندي گواښونه او خنډونه له منځه يوسي، نږدې شاوخوا كي د فتنې او شر ځواكونه وځپي، د دين د اقامې شرائط برابر كړي او خلكو ته د امن داسي فضاء برابره كړي چي له خوف او وېري پرته د خپل رب عبادت وكړى شي.

قرآن په دې اړه فرمايي:

وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلَّهِ فَإِنِ انْتَهَوْا فَلَا عُدْوَانَ إِلَّا عَلَى الظَّالِمِينَ بقره: 193

او تر هغه له دوى سره وجنگېږئ چي فتنه نه وي پاته او دين د الله لپاره وي، كه ئې ډډه وكړه نو تېرى به له ظالمانو پرته په بل چا نه وي.

3 ـ د نهضت د نضج او پوخوالي او پراخوالي په مرحله كي بايد نړۍ وال اهداف غوره شي، په هر ځاى كي بايد د شر او فساد له ځواكونو سره مقابله وشي، د انساني كورنۍ او ټولني ټول غړي بايد له ظلم او تېري، اسارت او غلامۍ، او د دروغجنو معبودانو له عبادت او د ديكتارانو له منگولو وژغورل شي، په دې تاريخي مرحله كي بايد د دې دعوت اهداف نړۍ شمول شي، ټول انسانان پرته له كوم قومي او ملي محدوديت او د نړۍ په ټولو برخو كي د الهي دين اقامه په پام كي ونيول شي. قرآن په دې اړه فرمايي:

وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلَّهِ فَإِنِ انْتَهَوْا فَإِنَّ اللَّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ بَصِيرٌ *     الانفال:39

او تر هغه ورسره وجنگېږئ چي فتنه پاتې نشي او دين ټول الله لره وي، خو كه ئې ډډه وكړه نو يقيناً چي الله د هغه څه ښه ليدونكى دئ چي دوى ئې كوي.

په دې مبارك آيت كي څو مهمي لارښووني شوې:

مسلمانان تر هغه د جگړي په دوام مكلف دي چي فتنه په بشپړه توگه پاى ته ورسېږي او دين په بشپړه توگه حاكم شي.

دلته (فتنه) د (دين) په مقابل كي ذكر شوې، او دا په ډېر وضاحت او پرېكنده توگه ښيي چي له فتنې مراد هغه حالت دئ چي پر ټولني باندي د الله تعالى له دين پرته بل نظام، قانون او دين حكومت كوي.

كه كافران له فتنې لاس واخلي، د بل نظام، قانون او دين په وړاندي له سر ټيټولو او د الله د دين په وړاندي له مخالفته ډډه وكړي، نو د دوى راتلونكي حالت او عملونو ته به كتل كېږي او د دې له مخي به له دوى سره معامله كېږي.

كه د الله له دين بيا سرغړاوى وكړي او بېرته د كفر لوري ته وگرځي نو مؤمنان دي ډاډه وي چي الله تعالى به بيا د دغو كافرانو په خلاف د دوى مرسته كوي. الله تعالى د دوى مولا او مرستندوى دئ، غوره مولا او غوره مرستندوى.

تر هغه چي د نړۍ په كوم گوټ كي طاغوت حاكم وي، د الله تعالى له دين پرته بل دين، مذهب او نظام پر خلكو تپل شوى وي، پر مظلومانو ظلم كېږي، مسلمانان د دې حالت د بدلولو، د جابرو حكومتونو د نسكورولو او د انسان له بندگۍ د انسان د آزادولو لپاره پر وسله وال جهاد مكلف دي. قرآن په دې اړه فرمايي:

وَمَا لَكُمْ لَا تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاءِ وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَنَا مِنْ لَدُنْكَ وَلِيًّا وَاجْعَل لَنَا مِنْ لَدُنْكَ نَصِيرًا*   النساء:  75

او په تاسو څه شوي چي د الله په لار كي او د هغو بې وزلو سړيو، ښځو او ماشومانو د ژغورني لپاره نه جنگېږئ چي وايي: اې زموږ ربه! له دې كلي چي اهل ئې ظالمان دي موږ وباسه او له خپلي خوا راته كوم پالونكى وټاكه او له خپل لوري راته كوم ملاتړ وټاكه.

دا مبارك آيت په ډېرو قاطع او واضح الفاظو وايي چي د الله په لار كي وسله وال جهاد او د مظلومانو د ژغورني لپاره له ظالمانو سره جنگېدل يوه داسي الهي فريضه ده چي پرېښودل ئې په هيڅ دليل او هيڅ بهانه نشي توجيه كېدى، كله چي مسلمانان داسي يوې مرحلې ته ورسېږي چي وسلې ته لاس كول او د دښمن په خلاف جنگېدل ضروري وگڼل شي، نو دا كار ورباندي فرض دئ او پرېښودل ئې د يوې الهي فريضې پرېښودل دي او الله تعالى د داسي جهاد له تاركينو هيڅ دليل او بهانه نه مني.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.