د تسليت پيغام — ډیلی شهادت

 

د تسليت پيغام

انا لله و انا اليه راجعون

ډیلی شهادت

 

د شهيد مولوي صاحب محمد عبد الله ذاکري درنې کورنۍ ته!

السلام عليکم و رحمة الله و برکاته و بعد:

د دروند او نوميالي مشر شهيد مولوي صاحب عبد الله ذاکري د شهادت په مناسبت تاسو، ستاسو خپلوانو او ټولو هغو کسانو ته تسليت وړاندې کوم چې پدې غم کي له تاسو سره شريک دي. يقيناً چي دده په مظلومانه شهادت سره افغان ولس او اسلامي امت له يوه مؤمن، زړه ور، مجاهد او دروند عالم پداسي وخت کي محروم شو چي دده په څېر باايمان او زړه سواندو علماءو ته سخت اړ وو. الله جل شأنه دي هغه د بدر او احد په شهيدانو کي محسوب او له هغوى سره يو ځاى محشور کړي، په جنت الفردوس کي دي لوړي درجې ورکړي، تاسو ته دي اجر او صبر در کړي او دده تش ځاى دي په خپل فضل او عنايت سره پداسي مجاهدو شخصيتونو ډک کړي چي د اسلامي نظام قائمول او د اسلامي امت د تېر مجد او عظمت اعاده ئې د ژوند تر ټولو ستره هيله او هدف وي، د هېواد آزادي غواړي، د مسلمانانو په يووالي باور لري، مسلمانان دې ته رابلي چي د اسلامي امت په ضد روان صليبي جنگ کي د مجاهدينو خوا ته ودرېږي، د دښمن مقابلې ته ملا وتړي او د امريکائي اشغالگرانو په ضد هغه څه وکړي چي د روسي اشغالگرانو په ضد ئې وکړل.

په دې څو کلونو کي او له هغي ورځي چي صليبي ځواکونو زمونږ هېواد اشغال کړ، د دوى او د دوى د سپېرو او ذليلو مزدورانو په ناولو لاسونو د لويو لويو شخصيتونو د ترور لړۍ پيل شوه، تر نن پوري ئې په سلگونو هغه شخصيتونه په شهادت ورسول چي هر يو ئې زمونږ د هېواد په آسمان کي د ځلانده ستوري په څېر ځلېدو، په دغي اونۍ کي ئې ذاکري صاحب په کويټه کي، شهيد همتيار په ټل کي او تر دې څو ورځې وړاندي شهيد محمد شاه راشد، شهيد حبيب الله او شهيد سيف الله په ميدان کي په شهادت ورسول.

خائن، جبون او ذليل دښمن نه د افغانانو پر زوړ رحم کوي او نه پر ووړ، نه تور سري د هغوى له جنايتونو خوندي دي او نه سپين ږيري، کله په جوماتونو کي د لمانځه په وخت کي چاودني کوي او کله د جنازې په مراسمو او لمانځه کي، دا دئ شهيد ذاکري ئې په داسي حال کي شهيد کړ چي د عمر په څلور اتيا کلنۍ کي وو، د دښمن په ضد ئې وسله نه ده کارولې، له هېواد بهر اوسېدو، له لمانځه وروسته د کور په لور روان وو، هو؛ دښمن هيڅ غيرتي، مؤمن او آزادي غوښتونکى افغان نشي زغملى، د ده په علمي او درنو فتوى گانو او اعلاميو کي دومره زور وو چي رنگارنگ دښمنان ئې غصه کړي او د ده شهادت ته ئې هڅولي وو، د ده په ويناوو او ليکنو کي د يوه مؤمن، د مسلمانانو په درد دردمن، د مسلمانانو د يووالي او وحدت غوښتونکي او د قرآن او سنت لارښوونو ته د ژمن او متعهد عالم نښي له ورايه برېښېدې.

د افغانستان د خپلواکۍ، د يوه واقعي اسلامي حکومت د جوړېدو، د اسلامي امت د يووالي او د مسلمانانو د سرلوړۍ او عزت په اړه چي شهيد مولوي صاحب ذاکري کوم نيمگړى آرمان له ځان سره يووړ؛ اميد دئ چي الله تعالى دغه ستر آرمان په خپل عميم فضل او عنايت سره ترسره کړي، ډاډه يم چي إن شاءالله دا آرمان به حتماً او ډېر ژر تر سره کېږي.

په لوى الله مو سپارم

په احترام

ستاسو ورور حکمتيار

١٢/١١/١٣٩٢

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *