راپورونه د کرزي ورور د هیروییًنو د تجارت سره تړي— نثار احمد صمد

 

راپورونه د کرزي ورور د هیروییًنو د تجارت سره تړي

 

 

منبع : نیویارک ټایمز

راپورتر : جېمز رایزن

نېټه : د ۲۰۰۸ د اکتوبر ۴مه

ژباړن : نثار احمد صمد

 

 

واشنګټن – کله چی په ۲۰۰۴ کی د کندهار څخه بهر د یو ټراکټر په ټېلر کی د هیرویًینو خورا زیات مقدار ونیول سول چی تر کانکریټی لویو کوندو لاندی ځای پر ځای سوي وو ، نو ځایی قوماندان ډېر ژر دا ټرک توقیف کړ او خپل آمر یې خبر کړ .

ډېر مخکی لا دغه قوماندان یعنی حبیب الله جان ته د ولسمشر کرزي د  ورور احمد ولی کرزي لخوا تلیفون سوﺉ و ، او ورڅخه غوښتی یې وو چی دغه موټر او مخدره مواد ایله کړي . حبیب الله جان وروسته دا بیان امریکایی ګروېږونکو ته وکړ چی نیویارک ټایمز پسی تر لاسه کړ . ده وویل چی ما هله موافقه وکړه چی د ولسمشر کرزي یو همکار تلیفون راته وکړ او راڅخه ویې غوښته چی دا ټرک خوشي کړم .

دوه کاله وروسته د مخدره موادو سره د مبارزې امریکایی او افغانی ځواکونو یو بل ټرک دا ځل کابل ته نژدې ودراوه او څه باندی ۴۵ کیلو هیرویًین یې ونیول . تر دې نیونی ډېر ژر وروسته امریکایی ګروېږونکو نورو امریکایی مامورینو ته وویل چی دوی د یو مربوطه نفر د معلوماتو له مخی د دې مخدره موادو او هغه باډی ګارډ تر منځ اړیکی کشف کړې چی ویل کیږی د احمد ولی کرزي رابط و . د امریکایی او افغانی مامورینو له خولې په دغو پېښو کی د ولسمشر د ورور د لاس لرلو ثبوتونه آن د دې ادعاګانو سره سره چی وایی دﺉ د هغو مخدره توکو څخه ګټمن کیږی چی په افغانستان کی په پراخه اندازه دوری هوری ځی ، هیڅکله هم نه دي تحقیق کړه سوي . ولسمشر کرزﺉ او احمد ولی کرزﺉ چی اوس د کندهار د ولایتی شورا ریًس دﺉ یعنی د افغانستان د دوهم لوی ښار په شمول د افغانستان د دې برخی اجرایًیوی آمر دﺉ ، دواړو دغه ادعاګانی د خپلو اوږد مهالو دښمنانو د سیاسی لمسونکو حملو په توګه بې اعتباره ګڼلي دي .

د ولسمشر ورور په وروستۍ تلیفونی مرکه کی وویل چی « زه د مخدره توکو کاروباري نه یم ، نه وم او نه به یم . زه د ناولي سیاست یو قربانی یم . »

خو د ده په هکله اتهاماتو په کابل او واشنګټن کی لوړ مامورین په ژوره اندېښنه کی اچولي دي . د بوش د ادارې څو لوړ رتبه مامورینو وویل چی امریکایی مامورین بیرېږی چی دغه استدراک چی افغان ولسمشر ښایی د خپل ورور دفاع وکړی ، د ده اعتبار زیانمن کوی او د هغو امریکایی هڅو بیخ کاږی چی د ده حکومت کوم چی د سیالانو او طالبانو د نا آرامیو په واسطه چی په مخدره روپیو سره پایی ، تکیه کوی . د هغوی اندیښنې ځکه نوری هم سختیږی چی امریکایی پوځیان په زیاتېدونکی شمېر سره په هېواد کی مستقر دي .

 

برید جنرال ډیویډ بارنو چی د ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۰۵ پوری په افغانستان کی د ایتلافی ځواک قوماندان و ، وویل چی « د افغانانو لخوا د خپل حکومت په دننه کی د فساد څخه منصفانه عام استدراک هغه خورا تباه کونکی عنصر دﺉ چی په نوموړي حکومت کی د اوږدې مودې د اعتماد حاصلولو پر ضد کار کوی ، او دا یوه ډېره جدی ستونزه ده . دا هغه څه دﺉ چی د امریکا لپاره د ستراتیژیکی پلوه مشکل راوړونکی تمامېدای سی . »

 

د بوش د ادارې دوو لوړ رتبه مامورینو تېره اوونۍ په یوه مرکه کی وویل چی سپینه ماڼۍ وایی چی موږ په دې باور یو چی احمد ولی کرزﺉ د مخدره موادو په راکړه ورکړه کی ملوث دﺉ ، او امریکایی مامورینو څو څو واره ولسمشر کرزي ته خبردارﺉ هم ورکړی چی ورور یې یو سیاسی پوروړی دﺉ .

د سپینی ماڼۍ ، خارجه وزارت او په افغانستان کی د امریکا د سفارت د اوسنیو او پخوانیو مامورینو له قوله ، چی د نومونو ښودلو څخه ډډه کوی ، ویل کیږی چی ګڼ شمېر راپورونه احمد ولی کرزﺉ د مخدره موادو د کاروبار سره تړي . په ۲۰۰۶ کی د یوې غونډي په شمول د ولسمشر کرزي سره د امریکا د سفیر ، د سی آی اې د منطقوی مشر او د هغوی د برتانوی همرتبه کسانو په ناستو کی د دې غونډو د برخه والو یا معلومات لرونکو له خولې امریکایی مامورینو په دې هیله چی ولسمشر به خپل ورور له هېواده بهر ولیږی ، هغه ته دا ادعاګانی ویلی دي . یو مامور وویل چی « موږ  فکر کاوه چی ښایی هغه اندیښې چی کرزي ته مو بیان کړې د هغه د بهر لېږلو لپاره کافی وی . » خو څو مامورینو وویل چی ولسمشر کرزي ټینګار کاوه او د دغسی غلطو کارونو په هکله یې ښکاره شواهد غوښتل . د سپینی ماڼۍ یو مامور وویل چی « موږ هغسی پاخه او مستقیم شواهد نه لرو تر څو د کوم جُرمی اتهام لپاره یې ورمخته کړو . همدا وجه ده چی کرزي ویلی چی چیری دي ستاسی شواهد ؟ »

نه د مخدره موادو د تمښت ادارې چی په افغانستان کی د مخدره توکو پر ضد فعالیت کوی ، او نه هم د افغانستان د مخدره موادو پر ضد نوي راټوکېدلي څانګي د ولسمشر  ورور پر ضد د تورونو اړونده ګروېږنی نه دي تعقیب کړي .

 

ځینو امریکایی تحقیق کونکو د مخدره موادو په تعقیبونکې اداره کی عالیرتبه مامورینو ته ویلی او هم د ملی استخباراتو د ریاست دفتر هغوی ته شکایت کړی چی سپینه ماڼۍ احمد ولی ته د مسًلې د سیاسی نزاکت له امله په لاس نیولی توګه ورمخته کیږی . خو د سپینی ماڼۍ مامورین بیا دا مناقشه او مباحثه کوی چی په کندهار او جنوبی افغانستان کی د مخدره موادو سره د مبارزې د څانګی محدودي منابع او هم په افغان حکومت کی د سیاسی ارادې نشتوالی هغه څه دي چی د مخدره توکو د شکمنو پر ضد د دلایلو په توګه نه سی اقامه کېدای .

میګن اوسلی وان چی تر یو کال وړاندی پوری لا د ملی امنیت په شورا کی د افغانستان او عراق منتظم و ، وویل چی « موږ افغانستان ته د دې وړتیا ورکولو په خاطر چی دغسی ګرویږنی وکړای سی ، د پام وړ منابع ورکړي او کرزﺉ مو جدأ هڅولی چی اصلی لاس پیدا کړی او د خپل ورور او مخدره موادو تر منځ د تړاو په هکله د افغانانو پراخو شکونو ته متوجه اوسی . »

 

خو دا لا معلومه نه ده چی ولسمشر بوش ته به دا معلومات ورکول سوي وی که یا . د ولسمشر کرزي مطبوعاتی سکرتر همایون حمید زاده له دې نه انکار وکړ چی د ولسمشر ورور د مخدره موادو په راکړه ورکړه کی لاس لری او یا دا چی ولسمشر دې د هغه سره مرسته کړې وی . ښاغلي حمید زاده وویل چی « خلک بېله ثبوتونو څخه تورونه لګوی . »

هلته د مخدره موادو سره د مبارزې د څانګی ، خارجه وزارت ، او د ملی استخباراتو د ریاست اړونده ویندویان حاضر نه سول چی پدې اړه وږغیږی .

 

د یو مخبر پټ اطلاعات –

د احمد ولی په هکله اندیښنې پدې وروستیو کی د هغه مخبر د بندی کولو څخه رابهر سوي چی امریکایی او افغانی تحقیق کونکو ته یې په ۲۰۰۶ کی د کابل څخه د باندی د مخدره موادو نه د ډک لارۍ موټر اړونده معلومات ورکړل .

دغه مخبر چی حاجی امان خیری نومېږی ، په ۲۰۰۲ کی د یو مرستیال ولسمشر د وژلو د توطیًې په تور یو کال وړاندی نیول سوی دﺉ . د افغانستان ستری محکمې پدې وروستیو کی د شواهدو د نشتوالی په وجه د هغه د خوشی کولو امر صادر کړی ، خو لا بیا هم نه دﺉ ایله سوي . تېره میاشت د هغه په ځایی سیمه کی تقریبأ سلو سیاست والو د هغه د توقیف د پایښت له امله اعتراض وکړ .

ښاغلي خیری په کابل کی د جېل څخه په یوه تلیفونی مرکه کی وویل چی زه د امریکا د مخدره موادو سره د مبارزې د څانګی او هم امریکایی استخباراتی شبکو یو مخبر وم ، او دا څرګندونه د امریکا د مخدره موادو سره د مبارزې او هم استخباراتی مامورینو لخوا پسی تایید او تصدیق هم سوه . د دغو شبکو ګڼ مامورین ځکه نهیلی او دلسرده سوي دي چی د بوش ادارې د ښاغلي خیری یعنی هغه چا د خوشی کولو لپاره فشار وارد نه کړ چی د دې مخدره موادو په نیولو کی  یې  رول رسوا شو .

 

انتقادیانو آن په ۲۰۰۱ کی لا پر افغانستان باندی د امریکا په مشرۍ د هماغه یرغل راهیسی تور لګولی چی د بوش اداره ځکه د افغانی مخدره ییز تجارت پر ضد په یرغلیز عمل کی پاتی راغلې چی هم د کرزي د حکومت د مخالفت سره مخامخ ده او هم د امریکایی پوځ هغه زړه نا زړه توب دﺉ چی د ځایی جنګسالارانو او افغان تریاک کرونکو بزګرو لخوا د دې موادو د محوه کولو او بندولو په جبه زار کی را ګیر سوی دﺉ . افغانستان همدا اوس د نړۍ د هیرویًینو څه نا څه ۹۵ سلنه برخه تهیه کوی .

د امریکایی او افغانی مامورینو له قوله څومره چی طالبان د مخدره تجارت له روپیو نه ګټمن کیږی ، په هماغه اندازه د کرزي د حکومت ډېر مامورین هم روپۍ ترې کشوی . تامس شویچ ، په خارجه وزارت کی د مخدره توکو سره د مبارزې لوی مامور په جولای کی د نیویارک ټایمز په مجله کی ولیکل چی د مخدره موادو کاروباریانو په سلګونو پولیسی آمرین ، قاضیان او نور مامورین رانیولي دي . ده وویل چی «  مخدره ییز فساد د افغان حکومت رآس ته ورپورته سوی دﺉ . »

 

د فساد بد ګومانۍ –

پر احمد ولی کرزي باندی د شک او شبهې په اړه د ایلی نایس څخه جمهوریت غوښتونکي استاځی ، مارک سټیو کرک چی په کانګریس کی د افغانستان د مخدره موادو ستونزه څیړي وویل چی « زه به د ده په باره کی د بوش د ادارې او هم د مخدره توکو سره د مبارزې د څانګی د خلکو څخه پوښتنی وکړم او دوی به راته ووایی چی : موږ فکر کوو چی هغه پکښی ملوث دﺉ . »

 

د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۶ په مخدره ییزو نیونو کی د ملیونونو ډالرو په ارزښت هیرویًین وموندل سول . ښاغلي حبیب الله جان د ۲۰۰۶ په اپریل کی چی وروسته د پارلمان غړی سو ، په کابل کی د مخدره موادو سره د مبارزې د امریکایی څانګی د ګروېږونکو سره په یو ژغورلي کور کی وکتل ، او ورڅخه وغوښتل سوه چی په ۲۰۰۴ کی د هغو مخدره موادو د میندلو پېښه ورته بیان کړی چی نیولي یې وو . ده امریکایانو ته وویل چی د دې لارۍ موټر تر نیولو وروسته د احمد ولی کرزي او د ولسمشر کرزي د یو همکار شیدا محمد لخوا تلیفونونه ورته وسول .

ښاغلی حبیب الله جان هم وروسته د ولسمشر سیاسی مخالف سو ، او په ۲۰۰۷ کی یې په پارلمان کی د یوې وینا په ترڅ کی احمد ولی کرزﺉ په دې متهم کړ چی د مخدره موادو په تجارت کی لاس لری . ښاغلی حبیب الله جان په جولای کی هغه مهال وویشتل سو چی په کندهار کی د یو مېلمستون څخه خپل کور ته په موټر کی روان و . د ده د وژنی شک پر طالبانو وسو .

 

ښاغلي محمد په واشنګټن کی د خپلي وروستۍ مرکې په ترڅ کی د حبیب الله جان تورونه رد کړل او ویې ویل چی ښاغلي حبیب الله جان دا کیسه له ځانه جوړه کړې چی وایی د دغو مخدره موادو د ایله کولو په هکله تر فشار لاندی و ، او غواړی په دې توګه ولسمشر کرزﺉ زیانمن کړی .

مګر د کندهار یو پخوانی قوماندان خان محمد چی په ۲۰۰۴ کی د حبیب الله جان آمر و ، په خپله یوه وروستۍ مصاحبه کی وویل چی ښاغلي جان هغه مهال راپور ورکړ چی د کرزي د همکار لخوا په تلیفون کی د مخدره موادو د دې محمولې د ایله کولو هدایت ورته وسو . خان محمد یادونه وکړه چی ښاغلی جان په دې ګومان و چی دا تلیفون د ولسمشر لخوا نه بلکی د احمد ولي کرزي لخوا ورته سوي و . ښاغلي خان محمد وویل چی « دا یوه ډېره غټه مسأله ده . »

ده کټ مټ هغه څه وویل چی د ۲۰۰۴ په اکتوبر کی یې د کرسچن ساینس مانیټر سره په مرکه کی ویلي وو . ورځپاڼي د ښاغلي محمد له خولې لیکلی وو چی ښاغلي محمد وویل چی کله د ده مأدون څه نا څه دوې میاشتی مخکی زیات مقدار هیرویًین ونیول ، نو د احمد ولی کرزي لخوا څو ځله تلیفون ورته وسو . « هغه ورته وویل چی دا هیرویًین زما دي ، باید ایله یې کړې . »

 

په بند کی مړاوی کېدل –  

افغان مخبر ښاغلي خیری په ۲۰۰۶ کی د مخدره موادو سره د مبارزې د څانګی امریکایی ایجنټانو ته د یو بل مخدره ییز پېټي اطلاع ورکړه . ښاغلی خیری پر امریکا دومره ګران سو چی د ده کورنۍ یې په ۲۰۰۴ کی ویرجنیا ته راوستله او دﺉ پخپله په ۲۰۰۶ کی د یوې لنډی مودې لپاره افغانستان ته ولاړ .

 

د هغه افغان د یاداښتونو له مخی چی پدې معامله کی دخیل و ، او وروسته یې امریکایی ګروېږونکو ته وویل چی هغه هیرویًین چی ونیول سول ، په پام کی وو چی د میدان ښار په کلي کی د احمد ولی کرزي باډی ګارډ ته تسلیم سوي وای او بیا کندهار ته پسی لېږل سوي وای . امریکایی مامورینو وویل چی څو افغانان – د موټر د ډریور او مالک په شمول – د افغانی مقاماتو لخوا ونیول سول ، خو د احمد ولی کرزي یا د هغه د باډی ګارډ پر ضد چی د ګروېږونکو په عقیده یې د منځګړو حیثیت درلود ، هیڅ اقدام و نه سو .

دغو مامورینو وویل چی ښاغلی خیري په ۲۰۰۷ کی یو ځل بیا افغانستان ته ولاړ ، او یو وار بیا یې د امریکایی مخبر په توګه خدمت وکړ . خو دا ځل هلته د کرزي د حکومت لخوا د مرستیال ولسمشر حاجی عبدالقدیر د وژلو په تور ونیول سو چی په ۲۰۰۲ کی ویشتل سوي و، او د ښاغلي خیری د ورور حاجی زمان یعنی په ختیځ کی د پخوانی ملیشایی قوماندان او پیاوړي نفر یو سیاسی رقیب و .

ښاغلي خیري د کابل څخه د یوې تلیفونی مرکې په ترڅ کی په دې وژنه کی هر ډول لاس لرل رد کړ او ویې ویل چی د ده نیونه یو سیاسی لمسون دﺉ . ده څرګنده کړه چی د ولسمشر ورور د هیرویًینو په تجارت کی لاس لری .

ښاغلي خیری په انګریزی ژبه وویل چی « د احمد ولی کرزي او مخدره موادو خبره اوس د چا څخه پټه نه ده . د افغانستان په حکومت کی ګڼ شمېر خلک د نشه یی توکو په راکړه ورکړه کی شامل دي . »

د ښاغلي خیری توقیف د افغان محکمې د دې امر سره سره چی باید خوشی سی ، ځینی هغه امریکایی تحقیق کونکی نامینده کړي چی د ده سره یې کار کاوه .

 

هغوی په دې وروستیو کی د خارجه وزارت او ملی استخباراتو سره کتلي تر څو د بوش اداره مجبوره کړی چی د ښاغلي خیری د خلاصون په خاطر د کرزي په حکومت کی مداخله وکړي .

یوه ګروېږونکي وویل چی « موږ بس یو ډېر قدرمن مخبر په جېل کی پری یښی تر څو هلته خوسا شی . »  پای  

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *