د نن نازي امریکا — نثار احمد صمد

 

د نن نازي امریکا

 

« یو سړﺉ په شلو کالو کی جوړیږی ، خو په شلو ثانیو کی وژل کیږی »

 

 

امریکا نن د نړۍ د یوازیني ستر ځواک په توګه د خورا هیبت ، غرور او خپلسرۍ څخه کار اخلی . چی زړه یې وی هغه کوی ، د هیڅ لوري هیڅ خیال هم نه ساتي . هېوادونه اشغالوی ، رژیمونه تولید او نصبوی ، ګوډاګیان واکمنوی او بیا یې په قلابی او ساختګی « دیموکراسۍ » سره رنګمالی کوی چی ښه بېلګې یې په کابل او بغداد کی وینو .

پیښي او پرمختیاوی ښییً چی امریکا نن یو پوځی ډوله ( ملیټاریسټی ) او تسلط غوښتونکی ( هژمونیسټی ) دولت ګرځېدلی دﺉ او غواړي چی پر نړۍ مسلط سی . دا ټول هوسونه او خوبونه د لاندنیو درو عمده حوادثو څخه منشأ اخلی :

الف – په ۱۹۹۱ کی د شوروی اتحاد مړینه ( د ساړه جنګ ختمېدل ، د نړۍ یوازینی ستر ځواک کېدل ) ،

ب – په ۲۰۰۱ کی د سپټمبر د یوولسمی تروریسټی حمله ( خښم ، جذبه ، انتقام ، ځان ښودل ) ،

ج – پر افغانستان او عراق د امریکې پوځی حمله ( د یو یو ناخوښو او نا مطلوبو دولتونو د نسکورولو پیلامه ) ،

 

خو د دې پرمختیاوو له بطنه یو داسی خیرن ، کرغیړن او کرکجن ماشوم تولد سو چی نوم یې « تروریزم » دﺉ ، مور یې « د امریکا بهرنۍ تګلاره » خو پلار یې نامعلوم ( ؟ ) دﺉ . مشهور امریکایی څېړونکی نوام چومسکی داسی لیکی : « د تروریزم مفهوم عملأ ډېر مبهم دﺉ . هیچا هم هغه په هراړخیزه توګه نه دﺉ تعریف کړﺉ … خو دا د تروریزم ضد تعریف غوندی دﺉ چی ابهام پېښوي او مطلب یې ځان نه بلکی مقابل لورﺉ وی . همدا انټی تروریزم اصلأ د امریکا رسمی بهرنۍ تګلاره ده خو دا هیڅکله هم د سِکې هغه بل مخ یعنی د امریکا لخوا رسمأ د تروریزم ارتکاب نه ښییً . »

 

یوازی امریکا دا لار مخته نه بیایی بلکی مخکی هم همداسی کېدل . نازیانو به په اشغالی اروپا کی ادعا کول چی غواړي وګړي او مشروع حکومتونه د پارتیزانو ( چریکانو ) او تروریسټانو څخه چی له بهره تقویه کیږی ، وژغوری . د امریکا پوځ هم نن د نازیانو لیدلورﺉ عملی کوی یعنی دا چی د واشنګټن ښورښی ضد دکتورین پر نازی نظامنامو باندی نمونه بندي سوي دي . دوی د همدې فرضیې پر اساس نن « تروریزم » د بې وزلو وسله ګڼی . خو دا انګېرنه هله صحیح او معقوله ده چی مطلب یې یوازی د خپلو دښمنانو د ترور څخه وی ، لاکن که د دوکتورین اړتیاوی ترې لیری کړو ، نو وبه ګورو چی تروریزم د کمزورو وسله نه بلکی د غښتلو وسله ده .

 

دا ډېره مهمه ده چی د تروریزم رسمی تعریف په دقیق ډول هر سوال ته ځواب نه سی ورکولای . د بېلګې په توګه ، هغه د ځینو نورو مفاهیمو لکه « نړیوال تروریزم » او تجاوز یعنی تیري تر منځ او یا هم د « ترور» او « مقاومت » تر منځ غوڅ سرحد نه سی کښلای یعنی نه یې سی سره بېلولای . دا هغه څه دي چی نن د تروریزم تر څنګ موازي مخته ځی خو تفکیک یې چا واضحأ نه دﺉ کړی ، او ځکه نو د مفاهیمو او اصطلاحاتو پدې تنګ او مزدحم بازار کی واشنګټن هر هغه څوک یا ګروپ تروریسټ بولی چی د امریکا ( یا د هغه د ملګرو ) د مستقیم تیري پر ضد مقاومت کوی ، لکه پرون ویتنامیان ، نن افغانان ، عراقیان ، فلسطینیان او نور .

 

د عمل په صحنه کی نن ثابته سوې چی تروریزم یو سیاسی تخنیک دﺉ نه کومه ایډیالوژی یا مفکوره . هر څوک یا ګروپ یا دولت که د خپلو سیاسی اهدافو لپاره د تشدد نه کار واخلی نو عمل یې تروریسټی دﺉ . نن د تروریزم ډول ډول څېرې سته لکه : کیڼ لاسي تروریسټان ، ښیً لاسي تروریسټان ، نشنالیسټ تروریسټان ، دولتی تروریسټان ، بین المللی تروریسټان ، عیسوی ، یهودی ، اسلامی ، هندو ، بودایی او له خدایه منکر تروریسټان چی په بېلابېلو څېرو او نومونو سره  فعال دي . د تیوري له مخی کېدای سی « د تروریزم پر ضد جګړه » وجود ولری خو پدې کی باید هر هغه لورﺉ شامل وی چی د نوموړي تخنیک څخه کار اخلی خیر دﺉ که هغه القاعده ، یا اسراییل او یا هم پخپله امریکا وی . یو ځل بیا هم نوام چومسکی : « د امریکا ولسمشر تر اسامه بن لادن زیات تروریسټ دﺉ ، ځکه چی د اسامه پر خلاف امریکایی ولسمشر کوم اسناد نه لری حال دا چی په افغانستان کی د بیګناه انسانانو وژل د امریکایی ولسمشر پر خلاف معلوم ثبوت دﺉ . » خو امریکا ځان لدې څخه باسی او یوازی د « اسلامی ! » تروریزم سره  کار لري . بوش داسی فتوا صادره کړه : « که ته تروریسټانو ته ځای ورکړې ، نو پخپله تروریسټ یې ؛ که تروریسټانو ته کومک او جرأت ورکړې ، نو پخپله هم تروریسټ یې؛ او ستا سره به عینأ کړنه کیږی . » خو د اسراییلو دولتی تروریزم بیا معاف دﺉ !

 

د ۲۰۰۱ د سپټمبر پر یوولسمه پر امریکا تروریسټی حملې د تاریخ یون او لورﺉ بدل کړ . په تیرو اوو کالو کی هیڅ لوري هم دا ثابته نکړای سوه چی دا چا وکړه ، خو تبلیغات ټول اسامه بن لادن او القاعده پورته کښته کوي . دا یوه داسی حمله وه چی د نړۍ په تاریخ کی هیڅ سارﺉ نه لری . د دې حملې هدف کیوبا ، یا نیکاراګوا ، یا لبنان ، یا چچنیا او یا هم د نړیوال تروریزم بل کوم قربانی هېواد نه بلکی پخپله د نړۍ یوازینی ستر ځواک یعنی امریکا و چی زړه یې له کوګل نه ور وکیښ . دغی حملې څه کم درې زره امریکایان ووژل . خو تر دې وروسته دوې نوري تروریسټی حملې هم سوي چی یوه په ۲۰۰۴ کی د مادرید او بله هم په ۲۰۰۵ کی د لندن بمی حمله وه چی د دواړو تلفات ۲۴۵ کسو ته ورسېدل . خو دا دواړي حملې د نوموړو هېوادو اتباعو کړي وې نه القاعده والو . که لویدیځ وال ( خصوصأ امریکا ) په اصطلاح تروریزم خورا ستر معرفی نه کړي او د هغه تهدید د یوې لویی بلا غوندی تبلیغ نه کړي نو څه به پېښه سی ؟

الف – د پوځی- صنعتی مجتمع بازار به سوړ سی ،

ب – امریکا به ځانته دښمنان تولید نه کړای سی ،

ج – خلک به حکومت درواغجن ، استخباراتی څانګي ناکامه ، او خپرونی هم غولونکي وبولی ،

د – د امریکا نړیوال تسلط او هژموني به د خنډ  او ځنډ  سره مخامخ سی ،

هو ، په دې ډول به دا ټول بازارونه وتړل سی او بېله دغو اعمالو به امریکا یو بې هدفه او بې ماهیته غوندی هېواد وی او بس .

 

حقیقت خو دا دﺉ که همدا د سپټمبر د یوولسمی غوندی حمله په کاناډا کی پېښه سوې وای ، نو کیسه به باالکل بل ډول وای . یعنی دا چی هیڅ به هم نه وای سوي . نه به افغانستان اشغالېدﺉ او نه هم عراق . او نه به هم ایران ته پر برېتو لاسونه تېرېدای . که دغه باریکۍ ته ښه ځیر سو ، نو تقریبأ کټ مټ تروریسټی حمله په کاناډا کی پېښه سوې هم ده . په ۱۹۸۵ کی د « ایر انډیا » الوتکه چی د ټورنټو څخه لندن ته روانه وه ، په هوا کی وچاودول سوه چی ۳۲۹ کسه پکښی ووژل سول . دا پېښه د سپټمبر تر یولسمي مخکی غټ ترینه تروریسټی حادثه ده . د دغو مړو څخه ۲۸۰ یې کاناډایان وو . دا چی د کاناډا نفوس د امریکا د نفوس لسمه برخه ده ، نو تناسب یې د سپټمبر د یوولسمی د قربانیانو سره باالکل معادل دﺉ . ډیر ژر ثابته سوه چی دا تروریسټان سیکان وو چی د هند څخه بیلتون غواړي . مګر کاناډا هند ته پوځیان و نه لېږل تر څو « د تروریزم ریښې له بېخه وکاږي » او نه یې هم « د تروریزم پر ضد نړیوال جنګ » اعلان کړ . هغوی بس په هوایی ډګرونو کی امنیت ټینګ کړ ، نور یې څه کولای سو ؟ خو امریکا بیا کاناډا نه ده ، بلکی هغه د نړۍ یوازینی ستر جابر ځواک دﺉ . د نوک ځواب په سوک ورکوی او د سوک ځواب هم په مرمۍ سره لوروي !  امریکا نن د نړۍ بې رقیبه ځواک دﺉ چی سترګي یې په مخ کی نه بلکی په سر کی دي . امریکا نن د روم د امپراتورۍ غوندی د اوج په حال کی ده . هری خوا ته پوځونه سوق کوی ، امرونه او اخطارونه صادروي ، پر دوست خپله رایه تحمیلوی او پر دښمن بیا خپل طاقت استعمالوی یعنی دا چی امریکا نور « جهان مدار » دﺉ چی سیاسی زور یې مخ پر نظامی زور بدلون کړی ، خبري او عمل یې سیاسی نه بلکی نظامی دي .

 

نن « ستر بانکونه » ( لکه جهانی بانک او نړیوال پولی صندوق ) فدرالی زخیره او د امریکا پیسې کنټرولوي ، « ستر تیل » یې نړیوالي انرژیکی منابع ور کنټرولوی ، « ستری خپروني » یې معلومات اداره کوی ، « ستر استخبارات » یې رژیمونه ورانوی ، « ستره تکنالوژی » یې علمی او تخنیکی ترقی ور کنټرولوی ، « ستره دفاع » یې جنګونه کنټرولوی ، او « ستر پنتاګون » یې هم جګړې ورګټي !

 

هو ، د امریکا متضاده او متناقضه بهرنۍ تګلاره پدې هڅه کی ده چی کیوبا ونړوي ، عراق خپل کړی ، افغانستان استعمال کړی ، اسراییل مسلط کړی او …. مسیح (ع) را ظاهر کړي ! خو امریکا د خپلو نازي ډوله غځېدو له امله نن په مراتبو کمزوره ، زیان منونکې ، تجرید او ناکامه سوې غوندی ښکاري .

 

که پیښي او پرمختیاوی ښه وڅېړو ، نو وبه ګورو چی امریکا د څو عمده بې وسیو له امله نسی کولای چی پر نړۍ خپل نازی ډوله تسلط قایم کړي : په فزیکی ډول یې ځکه نه سی کولای چی اومه منابع او طاقت نه لري ، د دماغی ذهنیت له مخی یې ځکه نه سی کولای چی روحیه او مورال  نه لری ، د اخلاقی پلوه یې ځکه نه سی کولای چی ټینګ اخلاقی اساس نه لري ، د مالی پلوه یې ځکه نه سی کولای چی بشپړ مایه او سرمایه نه لري ، او د پوځی پلوه یې ځکه نه سی کولای چی ماهیت او شهامت یې په دوو اشغالی هېوادو ( لکه افغانستان او عراق ) کی ثابت سو . نو که د دغو بنسټیزو معیارونو د نشتوالي یا لږوالي په صورت کی ( چی همدا فعلأ حکمفرما دي ) ، امریکا پر نړۍ د تسلط عملی اقدام ته لاس واچوی ( لکه نن چی یې کوي ) نو یوه یوه ناکامی یا په یوه پسی بله سرځوړي به یې په برخه وی .

 

فلهذا ، دا چی امریکا دغه ټول مشکلات او شرایط نسی کنټرولولای ، پر نړۍ د پولیس رول سم نسی لوبولای ، نړۍ نسی چلولای ، په امنیت شورا کی ویټو والا ځواکونه نسی مطیع کولای ( لکه روسیه په جورجیا کی ) ، د افغانستان او عراق له جبه زاره نسی راوتلای ، او پر بل هېواد د حملې لپاره اضافی پوځیان نسی تهیه کولای ، نو څه باید وکړی ؟ آیا هېوادونه آباد کړي ؟ ولسونه ماړه کړي ؟ سوله او آرامی راولی ؟ د چا لپاره ؟ دا وسلې ، جنګی مهمات او ستر پوځی تجارت څنګه کړی ؟ ځکه نو ، امریکا اوس په داسی حالت کی راګیر ده چی نه حاجت رفع کولای سی او نه هم لاره خوشی کولای سی ! نو باید څه وکړی ؟ آیا د خلاصون سمه لار یې هم سته ؟ ځواب : هو باالکل ، یعنی :

۱ – صبر او حوصله ( د مشر تابه زغم ثابتول ) ،

۲ – غیر مداخله ګره پالیسی ( تر څو د دښمنانو د تولید پر ځای د دوستانو یوه ستره څپه را منځته کړي ) ،

۳ – سوله ییزه مشغولا ( تر څو د هېوادونو او ولسونو زړونه وګټي ) ،

۴ – غیر تعرضی او دفاعی پوځی حالت ( نه یرغل ، نه پوځی عملیات ، او نه هم د ګوډاګی رژیمونوتولید او نصبول ) ،

۵ – د نورو په شخړو کی نه ورګډېدل ( د یو په ګټه او د بل په زیان له تشبث نه ډډه ) ،

۶ – د هر ډول منفی ، جنجالی او کړکېچنو عکس العملونو منځته نه راوړل ،

۷ – نورو ته د لارښوونی پر ځای د خپلی چړپېدلي دیموکراسۍ مرمت او هغه په اثبات رسول ،

۸ – ځان لومړی د پنځو کالو ، ورپسې د لسو کالو او بیا د شلو کالو یا ډیري مودې لپاره له هر مضر او ناوړه عمل څخه پر شا کول ،

 

که پورتني څو لنډ نوښتونه اجرأ سی نو نړۍ به واقعأ هم یوه سوکاله ، ښېرازه ، او سوله ییزه نړۍ ثابته سی ، که نه ښایی امریکا ژر یا وروسته د نازی جرمنی غوندی ځان او جهان وران کړي . په رښتیا هم هغه قتل چی یو عربي ژبیً یا پښتو ژبیً یې کوی ، د اخلاقی پلوه عینأ د هغه قتل سره برابر دﺉ چی یو انګریزي ژبیً یا عبري ژبیً یې کوي . او هغه قتل چی یو فدایی یې پر مځکه کوي ، د اخلاقی پلوه د هغه قتل سره معادل دﺉ چی یو پیلوټ یې د طیارې د یو بټن په کښېکښلو سره د هوا څخه کوي . د بلجیم پاچا « لومړي باودین » څه ښه ویلی : « شل کاله وخت غواړي چی یو سړﺉ جوړ سي ، خو شل ثانیې غواړي چی ووژل سي » . یو شاعر وایې :

 

امریکا څه  ده  خوني ښامار دی    د  دنیا والو  په  اوږو  بار  دی

په نوبت غواړي د سړي غوښې    په دغو شپو یې په موږ وار دی

  

والسلام ، نثار احمد صمد

 

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *