آیا د افغانستان د سولی کِلی کشمیر دی ؟ — نثار احمد صمد

 

 

آیا د افغانستان د سولی کِلی کشمیر دی ؟

 

 

لیکوالان : مارک شېپن فیلډ او شاهان مفتی

منبع : کریسچن ساینس مانیټر ورځپاڼه ( امریکا )

ژباړن : نثار احمد صمد

 

 

بارک اوباما وایی چی د ده د ولسمشرۍ یو هدف به د کشمیر په سر د هند او پاکستان د شخړي حل وی ، او د دې مسألې په هکله اته کلنه چوپتیا پای ته رسوی .

 

نوی ډیلی ؛ او اسلام آباد ، پاکستان – انتخاب سوی ولسمشر بارک اوباما د افغانستان جنګ ته د نوو حل لارو د میندلو د پر مخ بیونی د یو ګام په توګه ، د کشمیر په هکله یو نوی دیپلوماتیکی تحرک په نظر کی لری چی په دې سره دﺉ د مسألې په هکله د امریکا اته کلنه چوپتیا بدلوی .

ښاغلي اوباما استدلال کړی چی پاکستان به د افغانستان سره په ګډه د فعلی ښورښ پر خلاف سم و نه جنګیږی څو چی د هند لخوا یې تاریخی ناامنۍ رفع سوي نه وی . اوباما تیره میاشت د « ټایمز » د مجلې سره په مرکه کی وویل چی د کشمیر په هکله چی د دغو دوو اټومی سیالانو تر منځ د دښمنۍ اصلی زڼه ده ، خبری اتری  « د راتلونکی ادارې د حساسو دندو » څخه کڼل کیږی .

دا هغه ستراتیژی ده چی هند یان ځکه په تشویش کی اچوی چی وایی پاکستانیً پوځ اوباما غولوی تر څو د دوی د انګیرنو ملاتړ وکړی . خو امنیتی شنونکي وایی چی د افغان ښورښ جرړي د هند او پاکستان تر منځ د قدرت په هلو ځلو کی نغښتی دي او هغه د یوې سیمه ییزه لاس رسۍ څخه پرته نه سی حل کېدای .

 

د ماساچوسیټ په کېمبریج کی د هارورډ پوهنتون د علومو او نړیوالو چارو د بیلفر مرکز څخه زینیا ډارمنډې وایی چی : « دا به ډېره مشکله وی چی افغانستان بېله دې چی د هند او پاکستان ځینی کړکیچونه سپک نه سی ، د اوږدې مودې مثبتی لاري ته برابر کړه سی . »

دغسی مفکورې به د جنرال ډېویډ پترس یعنی هغه چا د دوکتورینو سره باالکل سمون ولری چی په عراق کی یې د نظم او قانون د راوستلو پالنه پر ذمه اخیستې وه . دﺉ اوس د دې ټولی سیمی لپاره چی افغانستان هم پکښی شامل دی ، د امریکایی ځواکونو لوی قوماندان دی . جنرال پترس د ښورښ ضد یو تاکتیک په توګه د یوې سیمه ییزه دیپلوماسۍ  څرګند او کلک مدافع دی . ده د اکتوبر پر ۱۵ د واشنګټن پوسټ لخوا د یو ګردي میز په ناسته کی خبریالانو ته وویل چی د افغانستان د حل لپاره « کېدای سی د هند لخوا هم څه فرصتونه موجود وی . »

 

هدف باید دا وی چی د هند او پاکستان تر منځ د باور یوه فضا ایجاد سی ، او پاکستان د هند یعنی هغه هېواد له تاریخی بیری نور نو بېغمه سی چی درې ځله ورسره جنګېدلی دی . اوباما ویلی چی د دې کار لپاره تر ټولو ډاډمنه لاره دا ده چی د کشمیر یعنی هغه ایالت لپاره یو حل ولټول سی چی د دواړو تر منځ وېشلی دی خو دواړه د هغه پر بشپړ تسلط دعوه لری . ده د اکتوبر پر ۳۱ « ایم . ایس . ان . بی . سي . » ته وویل چی « موږ باید هڅه وکړو چی د کشمیر بحران حل کړو تر څو هغه [ پاکستان ] خپله اصلی توجه د هند خوا ته نه بلکی د دغو جنګیالیو حالاتو ته راواړوی . »

اوباما د ټایمز په مرکه کی دا هم پسی زیاته کړه چی ما د پخواني ولسمشر بیل کلنټن سره خبری کړي چی د یو خاص استاځي په توګه سیمی ته ورسي . دا څرګندونه هغه غټ عنوان و چی د هند او پاکستان د خبرونو د سر ټکیً یې جوړ کړ .

 

د هند د ملی امنیت د سلاکارانو د ډلی یو غړي راجا موهن وویل چی بل هیڅ شی هم په سیمه کی د امریکا ګټو ته دومره زیانمن نه تمامیږی . دﺉ ادعا کوی چی د هند او پاکستان اړیکی تر بل هر وخت نن سمی سوي دي او د پاکستان او هندی کشمیر تر منځ یې د تجارت هغه پرانیستني ته اشاره وکړه چی په دې وروستیو کی منځ ته راغلی چی پخوا یې چا هیڅ تصور هم نه سو کولای .

دﺉ پسی زیاتوی چی هند او پاکستان د هغو صحنو تر شا واقع دي چی د کشمیر د مسألې په هکله یې ښه پرمختګ کړی او دواړه هېوادونه دې حالت ته رسیدلی چی د نوموړي بحران د آوارۍ لپاره یوه لاره ولټوی . دا هر څه په اګسټ کی د پخواني پاکستانی ولسمشر پرویز مشرف د رژیم په نړېدو سره حل سول .

 

بوش د کشمیر د سمولو هدایت ورکړی و –

ښاغلی موهن وایی چی دا پرمختګ تر څه حده د بوش د ادارې فیصله وه چی ویل یې کشمیر ته باید پام وسی . خو د دغی شخړی داخلول صرف موجوده حساس انډول وراناوه او داسی انګیرل کېده چی امریکا غواړی په دې کار سره د تروریزم پر ضد په جنګ کی د پاکستان د ملاتړ د حصول په خاطر هغه هېواد خوشاله کړی .

موهن وایی په دغسی یو حالت کی هند د ښه امتیازاتو د حصول په غرض د مشکل سره مخامخ کېدی یعنی « څنګه چی پاکستانیً پوځ فکر کوی چی امریکایان د دوی پر خوا دي ،نو نه غواړی چی د هند سره اړیکی سمی کړی . »

 

اوباما او د جنوبی آسیا لپاره د ده سلاکار بروس رایډل دواړه په دې هکله خورا محتاطانه ږغېدلي دي . ښاغلي رایډل په ۲۰۰۷ کی د « بهرنیو چارو » د ژورنال سره په یوه تلیفونی مرکه کی وویل چی « زه به پر اداره باندی ټینګار وکړم چی هلته د یو پریکړه لیک لپاره په آرامه خو مؤثره توګه له دې فرصته ګټه واخلی . »

ده په دې مرکه کی کشمیر هغه « درد او خوږ وباله چی پاکستان یې په تیرو شلو کالو کی د تروریزم ملاتړ ته اړیستلی دﺉ . » په حقیقت کی ډېر ماهرین پدې ګروهه دي چی دغی دښمنۍ او بدۍ – چی کشمیر یې تر ټولو غټه نښه ده – د افغانستان په شمول د سیمی امن ته لورﺉ ورکړی دی .

 

سیالي ټوله په افغانستان کی څرګنده ده –

دوه اړخیزه بې باورۍ هند او پاکستان د کلونو کلونو راهیسی دې ته اړیستلي چی په افغانستان کی د لویی لوبی څخه خپل خپل مطلب واخلی . هند په سیمه کی د افغانستان د اصلی ملګري په توګه کلک پاته سوی دی . خو پاکستان بیا افغانستان خپله ستراتیژیکی عقبی محوطه ګڼی چی په هیڅ حالت کی یې هم د هند نفوذ ته نه ورپرېږدی .

دا بیری او وهمونه د هماغه ۱۹۷۱ د ترخو خاطرو راهیسی را کوټه سوي چی هغه مهال هندی پوځ د بنګالیانو سره دا مرسته کړې وه چی د پاکستان څخه جدا سی او بنګله دیش جوړ کړی . خو د افغانستان لخوا د تاریخی پلوه د پاکستان پر یوې لویی ټوټې دعوه کولو پاکستان ځکه بېرولی دی چی ممکن د هند تر ننګی لاندی افغانستان پاکستان نور هم پسی وویشی .

 

فهمیده اشرف د اسلا آباد د ستراتیژیکی څیړنو د انستیتوت یعنی هغه سروې کونکي جوړښتون څخه چی بودجه یې د پاکستان حکومت ورکوی ، وایی چی « پاکستان په جنوبی آسیا کی یوازینی هغه هېواد دی چی په سیمه کی د هند د بشپړ تسلط په مابین کی ورته ولاړ دی . »

نو د پاکستان پوځ نه غواړی چی یو ځل بیا دغسی ورپېښه سی . د دغسی مخنیوی لپاره یې د خپل نماینده پوځ په توګه د جنګیالیو شبکې جوړي کړی دي . په افغانستان کی د پاکستان ملاتړو مجاهدینو شوروی اتحاد یعنی د هند ملګری وشړﺉ . وروسته د پاکستان ملاتړو طالبانو د هېواد کنټرول واخیست او هغه یې د هند پلوه شمال ایتلاف د جنګسالارانو د تسلط څخه راوګرځاوه .

دغه نماینده جګړه اوس هم دوام لری . هند هلته ۷۵۰ ملیونه ډالره پانګه اچولې ده او د ولسمشر حامد کرزي یعنی هغه چا حکومت ته یې د نورو ۴۵۰ ملیونو ډالرو ژمنه هم ورکړې چی خورا هند پلوه دﺉ . هند د افغانستان تر ټولو غټ ملګری دی . دغه هېواد د پاکستان پولی ته څرمه دوو ښارونو یعنی جلال آباد او کندهار کی د یو لمسونکي ګام په توګه خپلی کونسلګرۍ هم خلاصی کړي دي .

پاکستان ادعا کوی چی د هند استخباراتی څانګی دغه کونسلګرۍ د خپلو اډو په توګه استعمالوی ، خو په عامه یې کوم شواهد نه دي وړاندی کړي . په ښکاره چی څه ادعاګانی کیږی هغه دا دي چی هند د پاکستان په بلوچستان ایالت کی بیلتون غوښتونکو ته مالی کومک ورکوی .

 

د پاکستانی حکومت امنیتی سلاکار رحمن ملک په واشنګټن کی د خپل یو سفر پر مهال وویل چی « هند غواړی [ د پاکستان قبایلی سیمی ] او بلوچستان بې ثباته کړی . »

شنونکي وایی چی ښایی دا رښتیا وی خو خورا به لږ وی . په واشنګټن کی د منځنی ختیځ د انستیتوت یو شنونکیً ماروین واین باوم وایی چی « ښایی جنګیالیو ته به د هند څخه یو څه مرسته ورکول کیږی ، خو دا په هیڅ وجه دومره غټه نه ده لکه پاکستانیان چی یې څرګندوی . »

 

یو پاکستانی دیپلومات چی د نوم ښودنی څخه ډډه کوی په شخصی لحاظ د دې خبري سره موافق دی او وایی چی « د پاکستان د لویدیځ محاذ پر اوږدو په ناامنیو کی د هند لاس ښایی دلته د ټولی ستونزی د پنځه سلنی څخه هم زیات نه وی . »

ښاغلی واین باوم وایی چی پاکستان په څرګنده « خپله افغانی او هندی تګلاره د خپل ادراک په هنداره کی ګوری . »

 

جنګیالیو په جولای کی په کابل کی د هند سفارت په یوه بمی چاودنه سره والوزاوه چی ۴۱ کسان یې ووژل . امریکایی استخباراتی شبکو وویل چی دوی شواهد لری چی پد دې کار کی د پاکستان استخباراتی څانګی ( آی ایس آی ) لاس درلود .

 

د هارورډ پوهنتون څخه مېرمن ډارمنډې وایی چی « حتی همدا نن هم پاکستانی پوځ هند یو تهدید ګڼی . نو تر کومه وخته چی دا رویه بدلون مومی ، مشکله ده چی پاکستان دې د خپلی بهرنۍ تګلاری د اغیزمنتوب په خاطر د تاریخی پلوه د جنګیالیو د دې پیاوړی سرمایې د استعمالولو څخه پر شا سی . »

 

خو اوس داسی نښی را څرکندی سوي چی په دې رویه کی بدلون را پیل سوی دی . ځکه پاکستان نن د ډیرو هغو جنګیالیو سره جنګیږی چی یو وخت یې د پاکستان د شمال په باجوړ او سوات کی ځای ورکړی و . د اوباما قصد هم دا دی چی دغه بهیر پسی ګړندی کړی او پاکستان ته یو واضح پیغام ورکړی .

ده ټایمز ته وویل چی « ولی باید موږ د [ هند کشمیر ] په جبه زار کی ننوتلي اوسو ، خصوصأ په داسی یو مهال کی چی تر ټولو ستر تهدید همدا نن د افغانستان د پولو څخه دﺉ ؟ زما په خیال نوره نو دا شېبه رارسېدلې چی موږ باید په باالقوه توګه دوی ورته متوجه کړو . »  پای

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.